- مطابق
خبر:
د افغانستان انټرنېشنل ټلویزیون د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارار د یکشنبې په ورځ په X کې ولیکل، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو مهم قوماندان او د جماعة الأحرار درې غړي، چې د یادې ډلې یوه جلا شوې څانګه ده، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد خپل عملیات «په بشپړ ځواک او چټکۍ سره روان وساتي، ترڅو د هغه په وینا په هېواد کې د بهرنیو له خوا د ملاتړ او تمویلېدونکې ترهګرۍ جرړه وباسي». (افغانستان انټرنېشنل)
تبصره:
د خواشینۍ ځای دی چې ګورو مسلمانان یو د بل وینه تویوي، پرته له دې چې د دواړو لورو متقابلو تورونو ته وکتل شي. تر دې هم دردناکه دا ده چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه په یوه عادي او تکراري واقعیت بدله شوې ده، په داسې حال کې چې د مسلمانانو واکمنان شپه او ورځ له دښمنانو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي! هغوی د ابراهیمي تړونونو او د سولې شورا له لارې له یهودي دولت سره د جګړې د ختمولو هڅه کوي؛ له امریکا سره د دوحې تړون (د افغانستان په تړاو) او له ایران سره د تفاهملیک له لارې د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي؛ او همدارنګه له هندو دولت سره د اوربند، د باور جوړونې اقداماتو، تړونونو او معاهدو له لارې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوي.
نو ایا جګړه یوازې د مسلمانانو پر ضد پاتې شوې ده، په داسې حال کې چې له تېريکوونکو او یرغلګرو سره د سولې د ټینګولو هڅې روانې دي؟!
خو د پاکستان واکمنان هغه څه چې «له بهر څخه ملاتړ کېدونکي ترهګریز آفت» ګڼي، غواړي دا ووايي چې هندو دولت له افغانستان څخه د پاکستان د زیانمنولو لپاره د یوه نیابتي اړخ په توګه کار اخلي.که د پاکستان واکمنان رښتیا هم د دې ادعا پر سموالي باور لري، نو باید د همدې ادعا له مخې عمل هم وکړي؛ یعنې په اشغال شوي کشمیر کې جهاد اعلان کړي، له هند سره اوربند پای ته ورسوي، له نوي ډیلي سره د ټولو اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړي او د افغانستان او کشمیر مجاهدینو ته بلنه ورکړي چې د کشمیر د ازادولو لپاره د پاکستان د پوځ ملاتړ وکړي. دا اقدام به د مومنانو د یووالي، د منافقانو د بربنډولو او د هندوانو د شا تګ سبب شي. د اشغال شوي کشمیر د آزادولو لپاره جهاد یوازې یوه ټاکنه نه ده، بلکې یو شرعي فرض دی. اسلام د هغو کافرانو پر ضد د جګړې امر کوي چې تېری وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ﴾
ژباړه: نو که څوک پر تاسو تېری وکړي، تاسو هم په همغه ډول پر هغوی تېری وکړئ.
او همدارنګه فرمایي:
﴿وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾
ژباړه: او هغوی له هغه ځایه وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.
راشده خلافت به د الله په مرسته ژر تاسیس شي، همدا حللاره به عملي کړي. هغه به د مسلمانانو ترمنځ ملي پولې له منځه یوسي، امت به له ملي، قبیلوي او نورو تعصبونو څخه پاک کړي، ترڅو د مسلمانانو ترمنځ د جګړو، وېش او د اسلامي خاورو د ټوټه کېدو مخه ونیول شي.
همدارنګه له استعماري دولتونو سره ټولې اړیکې به پرې کړي، په دې توګه به د هغوی هغه هیلې له منځه لاړې شي چې غواړي په اسلامي خاورو کې د ستراتیژیک ژوروالي، د ترهګرۍ د بنسټونو او د مسلمانانو ترمنځ د فتنو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.
د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
حزبالتحریر- ولایه پاکستان
مصعب عمیر




