چهارشنبه, ۰۶ شعبان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۲/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

رجب؛ د امت د بریاوو او ویاړونو میاشت!

  • خپور شوی په سیاسي

 

(ژباړه)

زېري ډېر دي او له الله سبحانه وتعالی څخه هیله هميشنۍ ده. موږ ایمان لرو چې حالت به بدلېږي او د الله سبحانه وتعالی وعده نیږدې ده. د امت د بریا لمر په را ختو دی او موږ د دغې بریا نارې ته په تمه یو.

لکه څنګه چې رجب میاشت د اسلامي دولت د زوال شاهده وه، په همدې میاشت کې د عزت هغه ورځې هم شته چې موږ ته ډېر زیري او هیلې راکوي چې سبا د همدغه امت دی. په رجب میاشت کې د موته جګړه وشوه؛ دا د مسلمانانو او روم ترمنځ لومړۍ ستره جګړه وه. دا جګړه د هغه وخت د کفر تر ټولو لوی لښکر او د نړۍ لومړي قدرت سره وشوه. په دې جګړه کې، د الله توره، خالد بن ولید له ۳ زرو جنګیالیو سره د روم د هغه لښکر مخې ته ووت او بریالی شاتګ یې وکړ چې شمېر یې نږدې دوه لکه کسانو ته رسېده. سره له دې، مسلمانان مات نه شول او روم هم بری خپل نه کړ.

همدارنګه په رجب میاشت کې، د صلاح‌الدین ایوبي په لاس بیت‌المقدس فتح شو او مسجد الاقصی یې تر څو لسیزو صلیبي اشغال وروسته د اسلام غېږې ته بېرته راوګرځاوه. نن ورځ به څوک مسجد الاقصی آزاد او د یهودي رژیم له نجاسته پاک کړي؟ څوک به د امت د خاورو د آزادۍ او د امت د مظلومانو، چې ټول غرب یې پر وړاندې یو لاس دی، د مرستې لپاره را پورته شي؟

په رجب میاشت کې د عین جالوت جګړه هم وشوه، چې مسلمانانو په کې تاتاریان مات کړل او د اسلامي خاورو پر لور یې د هغوی ویجاړوونکی پرمختګ ودراوه. نن ورځ به څوک د وخت له تاتاریانو سره مقابله او د مظلوم امت دفاع وکړي؟ د امت بریا به یوازې هغه وخت ترلاسه شي چې د اسلام او اسلامي دولت په سیوري کې خپله واکمني او سلطه بېرته ترلاسه کړي. داسې دولت چې لومړیتوبونه تنظیم او خاورې آزادې کړي، د مظلومانو مرسته وکړي، مقدسات پاک کړي، او کافر غرب په مات شوي او نهیلي حالت کې بېرته خپلو کورونو –که جوړ پاتې وي- ته واستوي!

په همدې میاشت کې، د معتصم په دور کې عموریه ښار هم فتحه شو؛ دا ښار یې وروسته له هغې فتحه کړ چې د مسلمانې خور د «وا معتصماه!» چغه یې ځواب کړه. هغه د یو ستر لښکر په سر کې روان شو او ستره بریا یې ترلاسه کړه. نن ورځ به څوک د هغو زرګونو ښځو لپاره پاڅېږي چې چغې وهي او مرسته غواړي؟ څوک به د غزې د ښځو مرسته وکړي؟ څوک به د عراق، چیچنیا، ختیځ ترکستان، مصر او بلې هرې اسلامي خاورې د ښځو مرسته وکړي؟ له یوه نوي معتصم پرته څوک کولی شي د ظالمانو پر وړاندې ودرېږي او تر هغې ارام نه شي څو یې د مظلومانو مرسته نه وي کړې!؟

دا لاسته راوړنې یوازې تاریخي پېښې نه دي؛ بلکې دا د اسلامي امت د دې وړتیا څرګندونه کوي چې له خپلو ماتو او ښویېدونو څخه بېرته راپورته کېدی شي؛ په دغه شرط چې په خپل دین کلک پاتې شي او د خپلې مخلصې رهبرۍ تر شا متحد شي.

اسلامي امت چې څو د خپل مقام او رسالت په اړه ریښتینې پوهه ترلاسه نه کړي، خپل عزت بېرته نه شي ترلاسه کولی. باید پوه شو چې اسلام یوازې فردي عبادات نه دي؛ بلکې د ژوند لپاره یو جامع او هر اړخیز نظام دی. دا نظام له هغو شرعي احکامو څخه جوړ دی چې د الله سبحانه وتعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره باید عملي شي. اسلام سیاست، اقتصاد او ټولنه په داسې ډول رهبري کوي چې د دولت تر سيوري لاندې يې خلکو ته هوساینه، امنیت او ارامتیا برابره شي.

خلافت هغه نظام دی چې شرعي دلایل یې پر وجوب ټینګار کوي. خلافت د ټولو مسلمانانو لپاره د دیني او دنیوي چارو د عمومي ریاست نظام دی او تاسیس یې یوه شرعي وجیبه ده. دا نظام د امت وحدت ساتي او اسلام په ټولو برخو کې پلی کوي. له خلافت پرته به اسلامي امت لا هم وېشل شوی او کمزوری پاتې شي. د خلافت د تاسیس لپاره هڅې یوازې یو خوب یا نه ترلاسه کېدونکې هیله نه ده؛ بلکې یوه شرعي وجیبه ده چې ټول مسلمانان يې باید د تحقق لپاره یو لاس شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او د هغه په وسیله (رعیت) له زیان څخه خوندي کېږي.

رجب میاشت موږ ته د اسلامي دولت، د هغې د غیابت او د امت د بریاوو یاد راکوي. دا میاشت موږ ته بلنه راکوي چې د امت د نهضت او اصلي مقام د بیا راګرځولو لپاره هڅې وکړو. دا هڅې له دې څخه پیلېږي چې یو داسې کتله یا ډله رامنځته کړو چې اسلام په خپل ځان کې مجسم کړي، د امت ستونزې درک کړي او اسلام د ژوند زړه ته بېرته راولي. دا د اسلام تجلی به رښتیني سیاستوال او واکمنان وروزي؛ هغه کسان چې اسلام به حمل کړي، له هغه څخه الهام واخلي، او د وضعیت د ریښتیني بدلون لپاره محرک ځواک شي. داسې چې پر اسلام، احکامو او د قدرت د تحقق او عملي کولو پر څرنګوالي پوه وي.

د اسلام دښمنانو ښه درک کړې ده چې د اسلامي امت ځواک په وحدت او د اسلام په عقیده کې نغښتی دی، چې د فکر بنسټ او د مسلمانانو ترمنځ د پیوستون وسیله ده. نو ځکه یې هڅه کړې چې امت ټوټه ټوټه کړي او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري تابع یې بدل کړي. دوی کوښښ کړی چې امت له خپل دین او احکامو بېل کړي چې کنټرول یې کړی شي او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستلی شي. له دغه تړاو او وابستګۍ څخه د امت آزادي یوازې هغه وخت ممکنه ده چې د ریښتیني او اصولي پیوند په توګه اسلامي عقیدې ته بېرته ور وګرځو، او دا عقیده باید د تفکر او اسلامي دولت بنسټ وي!

د تمې وړ بریا او د مطلوب بدلون ترلاسه کول د امت د مخلصو بچیانو – چې په پوځونو کې دي او د امت ځواک او ډال دي- له صادقانه ملاتړ پرته ممکن نه دی. دا پوځونه زموږ زامن، وروڼه او د امت یوه برخه دي. موږ باید هغوی ته بلنه ورکړو ترڅو د خپل امت په صفونو کې شامل شي او د امت د ملاتړ لپاره هڅه وکړي.

ای د اسلام لښکرو، د صلاح الدین او تاتاریانو د فاتحانو لمسیانو! تاسو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مسول یئ چې خپل دین او امت ته نصرت وکړئ. خلافت تاسو نصرت ته رابولي او ستاسو ملاتړ ته په تمه دی. دا خلافت یوه ستره فریضه، لوړ مقام او د هغه چا لپاره چې راولي یې، ستر ویاړ دی. ایا تاسو نه غواړئ چې د مدینې د انصارو په څېر د الله سبحانه وتعالی د دین انصار او مرستندویان وئ؟ ایا نه غواړئ چې نوم مو د الله سبحانه وتعالی په نزد د اسلامي امت د فاتحانو او ژغورونکو په توګه ثبت شي؟

حزب التحریر تاسو نصرت ورکولو ته رابولي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړئ؛ ځکه یوازې خلافت اسلامي امت ته ویاړ او عزت بېرته راوستلي شي.

د الرایه مجلې له ۵۳۱مې ګڼې

لیکوال: استاد محمود اللیثی

۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب ۲۲مه

۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۲مه

 

د مطلب ادامه...

چټک سیاسي بدلونونه

(ژباړه)

خبر:

د جمعې په ورځ د یوې ناستې پرمهال ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د ګډو پروژو، په ځانګړې توګه د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. دغه خبرې په مسکو کې وشوې او موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژیکې همکارۍ د تړون د لاسلیک لپاره تیاری و. دغه تړون د دفاعي همکاریو په ګډون ګڼې برخې رانغاړي، خو ټینګار شوی چې دا همکارۍ نه نظامي ژمنه ده او نه یې هم موخه د نورو هېوادونو ګواښل دي؛ بلکې د ګډ امنیت د پیاوړتیا او د انساني ارزښتونو د ساتنې لپاره طرحه شوې ده. (سرچینه: الحزیر نټ ۱۷/۱/۲۰۲۵)

تبصره:

د روسیې او ایران تر منځ دا ستراتیژیک شراکت تړون د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۱۷مه نېټه لاسلیک شو؛ واک ته د ټرمپ تر واک ته رسېدو درې ورځې مخکې او وروسته له هغه چې له سوریې څخه د دواړو هیوادونو لاسونه لنډ شول.

که څه هم روسیه او ایران یو پېچلی او له شخړو ډک تاریخ لري، اوسمهال د دوی اړیکې د باور او همکارۍ پر یوه نازکه کرښه ولاړې دي، چې هره شېبه یې د پای یا دوام احتمال شته دی. په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده. روسیې په ۲۰۲۲م کال کې د ایران له «شاهین» ډرونونو څخه په اوکراین کې د پرمختګ لپاره ګټه واخیسته او اوس یې د دغو ډرونونو تولید په خپله خاوره کې پیل کړی دی. سربېره پر دې د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام هم په دغه بهیر کې مهم رول لري. دا شرایط په څرګند ډول ښيي چې ممکن روسیه پر اوکراین یو پراخ برید وکړي.

له بلې خوا روسیه له دغه تړون څخه د پام وړ ګټې ترلاسه کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ایران له امریکا سره د خرابو اړیکو او تپل شوو بندیزونو له امله دې ته اړ شو، چې د یوه لوی قدرت په توګه د خپل نړیوال وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅه وکړي. سربېره پر دې ایران د روسیې لپاره د یوه باوري سیمه‌ییز شریک په توګه ګڼل کېږي. خو د ایران له اړخه دا تړون څرګندوي، چې ایران د ټرمپ له بیا واکمنېدو او د صهیونیستي رژیم له ګواښونو څخه اندېښنه لري؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې بشار اسد، حزب الله او د ایران اړوند ملېشې له سیمې څخه ووتلې. بل لوري ته د روسیې-ایران تړون د اروپا لپاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه چې دا د انرژۍ د هغو سرچینو د له لاسه ورکولو په معنا دی، چې اروپا د خپلو راتلونکو اړتیاو د پوره کولو لپاره ایران یو مناسب بدیل ګڼلی و. همدا وجه ده چې اروپا دا تړون د منځني ختیځ او مرکزي آسیا په سیمه کې د روسیې او ایران د نفوذ د پراختیا د مخنیوي لپاره یو ګواښ ګڼي. دغه تړون ممکن د دواړو هېوادونو پر وړاندې نړیوال بندیزونه کم یا ان پای ته ورسوي او په نړیواله کچه د هغوی رول ته وده ورکړي. دا تړون روسیې ته فرصت برابروي چې د ایران له لارې د فارس خلیج او عمان سمندر ته لاسرسی پیدا کړي او د انرژۍ د صادراتو لپاره بدیلې غیرغربي لارې جوړې کړي؛ په داسې حال کې چې ایران به هم د اورآسیا پراخو بازارونو ته لاسرسی ومومي. دا تړون ښايي په سیمه کې د راتلونکي اقتصادي او جیوپلیټیک نظم لپاره یو لوی ګواښ وي.

د امریکا نړیوال ځواک په ښکار توګه د کمزورۍ په حال کې دی، په ځانګړې توګه د هغې د ګېچ‌کوونکو سیاستونو او هغو بحرانونو له امله چې ورسره مخ ده او همدارنګه د ګڼ شمېر هغو ناحل شوو ستونزو د شتون په سبب چې لا هم پرېکړې ته اړتیا لري، خو د دوی لخوا پرې پرده اچول کېږي. سربېره پر دې امریکا هڅه کوي چې اروپا وګواښي، چین کمزوری کړي او ډېر فشارونه پرې راوړي. په همدغه دلیل دغه هېواد له هغو وسایلو څخه کار اخلي، چې ممکن د خپل قدرت د زوال لامل یې شي. سربېره پر دې امریکا له جدي داخلي ستونزو سره مخ ده، په ځانګړي ډول له اورلګېدو او هغو ستونزو وروسته چې د بیمې د تاوان له جبرانولو سره تړاو لري. همدارنګه دا هېواد د یوه نړیوال مالي بحران په درشل کې دی، چې د اقتصاد او د اسعارو د ارزښت لپاره یې جدي ګواښ ګڼل کېږي. د دې مغرورې او طمع لرونکي مبدا‌‌ء د نسکورېدو وخت رانږدې شوی دی او له هغې څخه د بشپړ خلاصون لپاره باید یوه بدیله مبداء رامنځته شي. میدانونه دې ته چمتو دي، چې د اسلام د لوی ځواک د راپورته کېدو او په نړیواله کچه د هغه د عظمت د بیا راتګ شاهدان وي.

اې د نړۍ د هر ګوټ مسلمانانو! شرایط د اسلام د مبداء د بیا راتلو لپاره برابرېږي؛ نو له هغو کسانو سره یو ځای شئ چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کولو او د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره هڅې کوي! الله سبحانه وتعالی به خپل نور بشپړ کړي، خو انتخاب زموږ په لاس کې دی چې ایا د هغو کسانو په ډله کې یو چې ځای یې نور خلک نیسي او که د هغو په ډله کې چې یو ځل بیا خلافت تاسیسوي. نننی حالت د لومړني اسلامي دولت (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت) د ظهور له وخت سره ډېر ورته‌والی لري؛ نو خپلې مټې بډوهئ او له هغو کسانو څخه نصرت وغواړئ چې ځواک لري، ترڅو ژر تر ژره د خلافت تاسیس ممکن کړو او عزت ترلاسه کړو او په دې توګه د الله سبحانه وتعالی دغه قول پر ځای کړو:

﴿...وَكَانَ حَقاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [روم: ۴۷]

ژباړه: «... او د مومنانو مرسته، زموږ پر غاړه ده.»

لیکوال: نبیل عبد الکریم

۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۵مه

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د خلافت په نشتون کې مسلمانان یو بل وژني!

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر اعلان کړی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یوازینی اختلاف د افغانستان په خاوره کې د منع شوې ډلې (د پاکستاني طالبانو تحریک) شتون او د دوی سرحدي بریدونو پورې تړاو لري. دغه څرګندونې د دولتي ټلویزیوني شبکې (PTV News) لخوا خپرې شوې دي او ویل شوي چې نوموړي دغه خبرې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه، د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور کې له سیاستوالو سره په ناسته کې کړې دي.

تبصره:

د پاکستان او افغانستان اړیکې تل ترینګلې پاتې شوې دي. پاکستان تل افغانستان تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک -چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې ګڼ بریدونه کړي دي- پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بې‌پروايي کوي. په همدې ډول، پاکستان څو ځلې د دې ډلې د پټنځایونو پر وړاندې د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکیان وژلي او د افغانانو غوسه یې راپارولې ده. د افغانستان او پاکستان تر منځ د مسلمانانو دښمني لا زیاته شوې ده.

د پاکستان پوځ د ۲۰۲۴م کال، د ډسمبر په ۲۷مه اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴م کال کې نږدې ۴۰۰ پاکستاني سرتیري او تر ۹۰۰ زیات قبیلوي جنګیالي په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.

کله چې د ۲۰۲۱م کال، په اګسټ کې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ، هیله پیدا شوه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي. خو د نړیوالو قدرتونو، په ځانګړې توګه امریکا، ګټې په دې کې دي چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف او جګړې وي. امریکا غواړي چې مسلمانان سره وجنګیږي، تر څو د هند پر وړاندې کوم ګواښ نه وي او په ډاډه زړه د چند ضد امریکايي سیاستونه مخته یوسي.

امریکا یو نړیوال نظام رامنځ ته کړی چې د ملي دولتونو پر ساتلو ټینګار کوي او د اسلامي نړۍ اتحاد ناشونی کوي. د عثماني خلافت تر سقوط وروسته، چې د ۱۳۴۲ هـ.ق د رجب په ۲۸مه او د ۱۹۲۴م د مارچ په ۳مه پېښ شو، مسلمانان ډېر ځله سره جنګیدلي دي؛ په داسې حال کې چې د دوی حکام د نیول شویو سیمو لکه کشمیر او فلسطین د ازادولو هڅه نه کوي.

د اسلامي نړۍ روان ناوړه حالت د اوس او خزرج د جاهليت د وختونو یادونه کوي، چې د قبیلوي تعصباتو او د اسلام د واکمنۍ په نشتون کې جګړې پای نه درلود او د روم او فارس ستر قدرتونه پر نړۍ حاکم وو. خو کله چې اوس او خزرج له قبیلوي تعصباتو لاس واخیست او د اسلامي حکومت مرسته یې وکړه، پر کفر د مبارزې لپاره په یوه قدرت بدل شول. د راشده خلافت په وخت کې مسلمانانو د روم او فارس ستر قدرتونه مات کړل او په نړۍ کې مخکښ ځواک جوړ شول. دغه راتلونکی لا هم د مسلمانانو لپاره ممکن دی؛ خو په دې شرط چې له قومي او قبیلوي تعصباتو لاس واخلي او له اندونیزیا څخه تر مغرب پورې د ټولو مسلمانانو لپاره یو راشده خلیفه وټاکي.

د پاکستان او افغانستان مسلمانان باید د ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا تاریخي خطبه په یاد راوړي:

وَإِنَّهُ لَا يَحِلُّ أَنْ يَكُونَ لِلْمُسْلِمِينَ أَمِيرَانِ، فَإِنَّهُ مَهْمَا يَكُنْ ذَلِكَ يَخْتَلِفْ أَمَرُهُمْ وَأَحْكَامُهُمْ، وَتَتَفَرَّقُ جَمَاعَتُهُمْ، وَيَتَنَازَعُوا فِيمَا بَيْنَهُمْ، هُنَالِكَ تُتْرَكُ السُّنَّةُ، وَتَظْهَرُ الْبِدْعَةُ، وَتَعْظُمُ الْفِتْنَةُ، وَلَيْسَ لِأَحَدٍ عَلَى ذَلِكَ صَلَاحٌ

ژباړه: د مسلمانانو لپاره د دوو امیرانو شتون جایز نه دی؛ ځکه که داسې وشي، د دوی امور او احکام به له اختلاف سره مخ شي، د دوی ټولنه به وپاشل شي او په منځ کې به یې شخړې پېښې شي. په دې حالت کې به سنت پرېښودل شي او بدعت به راڅرګند شي، فتنې به زیاتې شي او هېڅوک به پر داسې حالت کنټرول ونه لري.

لیکوال: شاهزاد شیخ – ولایه پاکستان

۲۰۲۵م کال، د جنوري ۲۰مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

یهودي رژیم؛ زهرجن خنجر او د اسلامي خاورو په زړه کې د امریکا نظامي اډه

  • خپور شوی په سیاسي

 

(ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر ۴مه، د اکسیوس خبري ویب‌پاڼې د راپور پر بنسټ اعلان وکړ، چې د یهودو له رژیم سره د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو یو وړاندیز شوی تړون شوی دی. په دغه قرارداد کې د توپونو مرمۍ، د جنګي الوتکو او چورلکو مهمات هم شامل دي. سي‌ان‌ان رسنۍ هم د یوه امریکایي چارواکي او یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې: «د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې او د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وسلو پلورنې یو غیررسمي اطلاعیه استولې ده.» تر دې وړاندې د بایډن ادارې د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې له یهودي رژیم سره تر ۲۰ میلیاردو ډالرو د زیاتو وسلو د پلورنې توافق کړی و.

په همدې تړاو د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې یهود جنایت‌کار رژیم په اسلامي خاورو کې د امریکا او د استعماري غرب لپاره یوه پرمختللې نظامي اډه ده. په دغه اعلامیه کې ویل شوي: «امریکا یو ځل بیا ټینګار کوي چې یهودي رژیم یې یوه پرمختللې نظامي اډه ده او هېڅکله به یې له لاسه ور نه کړي. له هغه وخته چې دغه رژیم د امت په زړه کې ځای په ځای شوی، امریکا یې ملاتړ کړی او د هغه دوام یې تضمین کړی دی، ترڅو د لویو او ورکړل شویو دندو د ترسره کولو وړتیا ولري. له همدې امله امریکا د دغه رژیم د مالي تمویل او هغه ته د نویو وژونکو وسلو د برابرولو په برخه کې خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي، سره له دې چې یاد رژیم په غزه کې پر خلکو، په ځانګړې توګه پر ماشومانو، ښځو او سپین‌ږیرو، بېلابېل جنایتونه ترسره کړي او لا هم روان دي؛ چې د خلکو کورونه، روغتونونه، ښوونځي او د پناه ځایونه هم پکې شامل دي.»

یادې مطبوعاتي اعلامیې زیاته کړې ده چې د بایډن اداره د خپل حکومت د پای په وروستیو ورځو کې د یهودي رژیم په ملاتړ سره دا ښکاره کوي چې امریکا له انسانیت، رحمت او عدالت څخه خورا لرې ده. په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «سره له دې چې د بایډن اداره د خپل حکومت د پای په ورځو کې ده، خو بیا هم یې د یهودانو د جنایت او وژنې ماشین په ملاتړ او مالي تمویل کې ډډه نه ده کړې، څو ثابته کړي چې امریکا د انسانیت، رحمت او عدالت څخه تر ټولو لرې دولت دی. د بشر حقونو، ازادیو او ډیموکراسۍ په اړه د امریکا ټول شعارونه او ادعاوې یوازې هغه بتان دي چې د خپلو استعماري موخو لپاره یې جوړ کړي او کله چې یې ګټې وغواړي، پر هغو پښې ږدي او له منځه یې وړي.»

په یاده اعلامیه کې له یهودي رژیم څخه د امریکا د صلیبي ملاتړ – چې د فلسطین سپېڅلې خاورې د غصب له وخته تر اوسه یې کوي- په اړه راځي: «له هغه وخته چې یهودانو فلسطین غصب کړ، امریکا د هغوی رژیم ته د پاتې کېدو او ځواکمنېدو ټولې وسیلې برابرې کړې، د شاوخوا اسلامي خاورو پر وړاندې یې ساتنه وکړه او هڅه یې کړې چې د هغوی انځور په ټوله نړۍ کې ښه وښيي او په فلسطین او د هغه شاوخوا کې د یهودانو د ټولو جنایتونو لپاره یې سیاسي او نړیوال ملاتړ برابر کړ، چې دغه رژیم د امت په زړه کې یو زهرجن خنجر پاتې شي، د امت د یووالي او پرمختګ مخه ونیسي او د امریکا او غرب لپاره د یوې پرمختللې نظامي اډې په توګه چټک عمل وکړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امت باید په دغه حقیقت پوه شي او د غزې د خلکو ملاتړ وکړي او د سپېڅلي فلسطین د بشپړې ازادۍ لپاره ګامونه پورته کړي: «له همدې امله امت باید دغه حقیقت درک کړي او له هغه څخه د غزې د ملاتړ لپاره ګټه واخلي. د غزې د ملاتړ لاره دا نه ده، چې پر هغه نړیوال نظام دې تکیه وشي چې د امریکا تر واک لاندې دی یا پر امریکا فشار راوړل شي، ترڅو د یهودي رژیم پر وړاندې فشار زیات کړي، ځکه د دوی ګټې مشترکې دي او پخپلو کې سره یو دي؛ بلکې امت باید د یو امام تر مشرۍ لاندې د دویم راشده خلافت دولت په لوري حرکت وکړي، چې د امت صفونه سره متحد کړي، د هغوی پوځونه سره یو ځای کړي، ترڅو د امریکا او ټولو کفري او استعماري قدرتونو سپین سترګي پای ته ورسوي او د یهودي رژیم ریښې وباسي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ﴾ [الجاثیة: ۱۹]
ژباړه: «له شک پرته چې ظالمان یو د بل ملګري دي او الله تعالی د متقیانو مرسته کوونکی دی.»

د الرایه مجلې له ۵۳۰مې ګڼې څخه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د عربي دولتونو لخوا د یهودي رژیم ملاتړ او د غزې خلک پرېښودل

  • خپور شوی په سیاسي

 

(ژباړه)

سره له دې چې د صهیونیستي رژیم پوځ په غزې تړانګه کې د بې‌ګناه ملکي وګړو په ورځنۍ ټولوژنې، ظالمانه محاصرې، قصدي لوږې او نسل‌وژنې سره بوخت دی او لا هم دوام لري، خو ځینې بې‌مسوولیته عربي دولتونه په پټه یهودي رژیم او د هغوی پوځ ته خوراکي مواد استوي، په داسې حال کې چې یاد رژیم د دغو موادو له سخت کمښت سره مخ دی. بیا همدغه دولتونه اعلان کوي، چې دوی د غزې خلکو ته د خوراکي او روغتیایي مرستو په رسولو کې ناتوانه دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د یهودي رژیم پر وړاندې ودریږي، د نسل‌وژنې مخه ونیسي، محاصره پای ته ورسوي او له مظلومانو سره مرسته وکړي.

له یهودي رژیم څخه د عربي دولتونو ملاتړ یو د نه منلو حقیقت ګرځېدلې دی او دا هغه وخت لا روښانه شو کله چې د یهودي رژیم د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې له اردن څخه د میوو او سبزیجاتو واردات دروي. دوی د دې پرېکړې لامل د یرموک سیند په اوبو او له هغه ځایه په واردېدونکو کرنیزو محصولاتو کې د کولرا باکټریا شتون بللی دی. دغه موضوع د دغو راپورونو د رښتینولي تصدیق کوي چې وایي، عربي دولتونه د یهودي رژیم ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د دوی د بریدونو پر مهال. دغه حقیقت هغه نظامونه هم رسوا کړل، چې په پټه له یهودي رژیم سره مرسته کوي او په ښکاره بیا د غزې خلک یوازې پرېږدي.

«د ابراهيمي تړونونو د سولې انسټیټوټ» په نوم د یوې ادارې له راپور سره سم، چې د یهودي رژیم ملاتړې او په امریکا کې مېشت ده، د ځینو عربي هېوادونو لخوا د یهودي رژیم د پیاوړي سوداګریز ملاتړ ستاینه شوې ده. دغه راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۳م کال په وروستیو درېیو میاشتو کې یهودي رژیم ته د غربي هېوادونو صادرات ۱۸ سلنه کم شوي دي، خو د عربي هېوادونو صادرات بیا یوازې ۴ سلنه را ټیټ شوي دي.

د دغه راپور له مخې یهودي رژیم ته د مصر صادرات ۱۶۸سلنه زیات شوي او د غزې پر وړاندې د یهودي رژیم د برید له پيل راهیسې له مراکش څخه واردات ۲۰۰ سلنه زیات شوي دي. همدارنګه د یهودي رژیم د مرکزي احصایې اداره څرګندوي، چې د مصر، اماراتو، اردن او مراکش صادرات دغه اشغالګر دولت ته د غزې د جګړې په جریان کې څومره زیات شوي دي. یوازې په مې میاشت کې یهودي رژیم ته د مصر صادرات شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د اماراتو صادرات د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱.۲ میلیارد ډالرو، د اردن صادرات ۱۲۹.۱ میلیون ډالرو او د مراکش صادرات ۷.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د عبري ژبې «واللا» ویب‌پاڼې هم تایید کړې، چې اماراتو د سعودي او اردن له لارې حیفا بندر ته ۲۰۰۰ کیلومتره اوږد ځمکنی پل جوړ کړی، ترڅو سوداګریز مالونه د حوثیانو د هڅو د ناکامولو لپاره ولېږدوي، چې د یهودي رژیم محاصره کول غواړي او د هغوی د بریدونو مخنیوی کوي.

د دې لپاره چې د یهودي رژیم لپاره د ځینو بې‌مسوولیته عربي دولتونو د ملاتړ او خدماتو اندازه درک شي، په داسې حال کې چې یهودي رژیم د جګړې د پایلو په اړه معلومات ډېر پټ ساتي، د «تایمز آف اسرائیل» ورځپاڼې د اپریل په میاشت کې یوه مهمه او خطرناکه مقاله تر دغه سرلیک «د یهودي رژیم د بشري مرستو اداره د جګړې د پایلو له امله د خوراکي بحران د هوارولو لپاره له فصح اختر څخه وړاندې مداخله کوي» لاندې خپره کړه.

دې مقالې د یهودي رژیم د خوراکي موادو د کمښت او د جګړې د پایلو له امله د بیو د زیاتوالي ستونزې په ډاګه کړې، چې د فلسطین د مقاومت لخوا د غزې پر شاوخوا ښارګوټو باندې د بریدونو په پایله کې رامنځته شوې وې. دغه ورځپاڼه لیکي چې د حماس بریدونو د یهودي رژیم کرنیز سکټور فلج کړی دی.

د لومړي ځل لپاره دغې ورځپاڼې د کرنیز سکټور د زیانونو په اړه د اکټوبر په ۷مه رڼا واچوله او اعلان یې وکړ چې یهودي رژیم خپل ۴۰ سلنه کرنیز کاري ځواک او ۳۰ سلنه کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړي دي؛ ځکه د یاد رژیم د کرنیز مرکز (د غزې شاوخوا سیمه) د جګړې، مرګ او ویجاړیو په سیمه بدله شوې ده.

د یهودي رژیم نږدې ۲۰ سلنه کرنیزې ځمکې د غزې شاوخوا سیمه کې موقعیت لري. د اکتوبر په نیمایي کې په «ګلوبس» ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله د یهودي رژیم د کروندګرو د اتحادیې له مشر څخه په نقل سره څرګندوي، چې د یهودي رژیم ۷۵ سلنه سبزیجات، ۲۰ سلنه مېوې او ۶.۵ سلنه شیدې له غزې شاوخوا سیمې څخه برابرېدلې، چې دا ټول تولیدات د اکتوبر له اوومې نېټه وروسته بند شوي دي.

دغو ټولو زیانونو کولی شوی چې بنیامین نتانیاهو یې د غزې له ویجاړولو او د ملکي وګړو له وژلو منعه کړی وی، که بې‌مسوولیته عربي دولتونو بدیل خوراکي موادو نه وای چمتو کړي.

په همدې وخت کې د یهودي رژیم اشغال شوې شمالي سیمه، چې د لبنان د حزب‌الله تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلې وه، د یهودي رژیم یو پر درېیمه برخه کرنیزه ځمکه لري. د یهودي رژیم د کرنې او کلیو پراختیا وزارت د راپور له مخې، د جلیل او جولان سیمې شاوخوا ۷۳ سلنه د داخلي هګیو او چرګانو غوښې تولیدوي. دغه تولیدات هم بند شوي دي او دغه بندښت کولی شوی، چې د نتانیاهو لپاره د جګړې د بندولو په خاطر یو بل دلیل جوړ شوی وی؛ خو که چېرې د بې‌مسوولیته عربي دولتونو ملاتړ نه وای.

بلخوا، هغه کروندې چې زیربناوې یې له زیان یا ویجاړیو خوندي پاتې دي، تقریباً خپل ټول تولید یې بند کړی دی، ځکه کافي کاري ځواک نشته دی. د اکتوبر له اوومې وروسته شاوخوا ۱۰ زره بهرني کارګران له دغه هېواد څخه وتلي او ۲۰ زره فلسطیني کارګرانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د یهودي رژیم سیمې ته داخل شي. دغه معلومات چې د یهودي رژیم د کرنې او کلیو پراختیا وزارت د احصایو پر بنسټ وړاندې شوي دي، دا ښيي چې په دغه رژیم کې کرنیز تولیدات تقریباً درېدلي دي.

"دغه معلومات چې د یهودي رژیم رسنۍ یې ډېر کم خپروي، د جګړې له امله د دغه رژیم د خوراکي امنیت د زیان کچه او په دغه رژیم کې د جګړې د بندېدو احتمال په ډاګه کوي؛ خو که چېرې د بې‌مسوولیته عربي دولتونو ملاتړ نه وای."

له بلې خوا، یهودي رژیم ته د مصر د دولت لخوا د میوو او سبزیجاتو د صادرولو له اجازې ورکول وروسته، د مصر وګړي د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي اعلان کړی، چې دغه هېواد هره میاشت د اساسي خوراکي توکو د واردولو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. نړیوال بانک هم راپور ورکړی دی، چې د تېر کال له نیمایي راهیسې په مصر کې د خوراکي توکو بیې، چې ۶۵ سلنه خپلې خوراکي اړتیاوې واردوي، د نړۍ په کچه تر ټولو لوړې دي.

همدارنګه اماراتو چې د یهودي رژیم لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره یو ځمکنی پل (د غزې له جګړې سره د هم‌مهاله ملاتړ لپاره) جوړ کړی دی، چې د خپلې اړتیا شاوخوا ۹۰ سلنه خوراکي توکي واردوي. دغه موضوع د ۲۰۲۴م کال په راپور کې د متحده ایالاتو د کرنې وزارت له لوري اعلان شوې ده.

بل خوا بیا اردن هم له هغو شتمنو هېوادونو څخه نه دی، چې د خوراکي موادو زیات تولید ولري. د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد د خوراکي توکو له کمښت سره د مخ هېواد په توګه ‎ډلبندي کړی و. اردن شاوخوا ۷۰ سلنه خپل اساسي خوراکي اړتیاوې واردوي. د کارنګي انسټیټوټ د ۲۰۲۱م کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د دغو وارداتو ارزښت ۲.۷ میلیارده ډالره و. (د متحده ایالاتو د کرنې وزارت د راپور له مخې)

نو دولتونه د یهودي رژیم ملاتړ لپاره ولې دومره ستر خطر مني، په داسې حال کې چې د خپلو وګړو اړتیاوې او حقوق له پامه غورځوي؟ په داسې حال کې چې د جګړې له امله د یهودي رژیم زیانونه له هغو کړاوونو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي، چې د غزې ۲.۳ میلیونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان یې د وژنې، لوږې او بمبارۍ له امله ګالي! بې مسوولیته عربي دولتونه بشپړه هڅه کوي، چې یهودي رژیم او د هغوی پوځ ته خوراکي مواد برابر کړي او په ورته وخت کې ادعا کوي، چې د غزې له مظلومانو سره مرسته نشيکولی.

د الوعې تبصره:

د عربي دولتونو لخوا د یهودي رژیم لپاره د خوراکي موادو برابرول داسې ملاتړ دی، چې هېڅ ډول توجیه نه لري. په حقیقت کې دا یوه ښکاره ملګرتیا او په تېري کې ګډون کول دي او په پایله کې د غزې له مظلومانو سره لوی خیانت بلل کېږي. دغه اقدام د جګړې له امله د یهودي رژیم د خوراکي امنیت زیان‌منونکې کچه ښيي او دا څرګندوي چې جګړې د بې‌مسوولیته عربي دولتونو له ملاتړ پرته دوام نشوای کولی.

د الوعې مجلې له ۴۶۰-۴۶۱ ګڼې څخه
ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

بلاخره په غزه کې د یهودو تر وحشتناکو وژنو او ویجاړیو او د اسلامي خاورو د حکامو تر ذلیلانه چوپتیا وروسته، ټرمپ یو له دوکې ډک او خطرناک اوربند اعلان کړ!

  • خپور شوی په حزب

(ژباړه)

د ۲۰۲۵م کال، د جنورۍ په ۱۶مه، الجزیرې وېب‌پاڼې د غزې تړانګې د اوربند د هوکړې جزیات خپاره کړل چې یکشنبه، د جنورۍ ۱۹مه به یې تطبیق پیل شي. په دغه راپور کې راغلي دي: «د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د غزې تړانګې لپاره د درېیو پړاوونو اوربند هوکړه اعلان شوه...»

لومړی پړاو:

د دغه پړاو موده ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلي کېږي:

۱.  د نظامي عملیاتو درېدل: دواړه لوري په موقتي ډول د یو بل پر وړاندې نظامي عملیات دروي او د یهودي رژیم اشغالګر ځواکونه له استوګنیزو سیمو څخه ختیځ لوري ته په شا کېږي.

۲. د هوايي فعالیتونو ځنډول: د یهودي رژیم هوايي عملیات او کشفي فعالیتونه په موقتي ډول په ورځ کې ۱۰ ساعته درېږي او په هغو ورځو کې چې بندیان خوشې کېږي، دغه موده ۱۲ ساعتونو ته لوړېږي.

۳. د فیلادلفیا پر محور د ځواکونو کمښت: د یهودي رژیم ځواکونه په فیلادلفیا سیمه کې خپل ځواکونه د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه شوو نقشو له مخې کموي.

۴. د نتساریم پر محور د موټرو بېرته راستنېدل: د هوکړې د تطبیق په اوومه ورځ موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې د منځګړو لخوا د یوې خصوصي کمپنۍ تر ارزونې وروسته، شمالي نتساریم محور ته راستانه شي. دغه اقدام د هوکړه شوي میکانیزم له مخې ترسره کېږي.

غیر مستقيمې خبرې اترې:

په حداکثر ډول د هوکړې د تطبیق تر پیل وروسته به په ۱۶ ورځو کې د دویم پړاو د شرایطو د ټاکلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې پیل شي. دغه خبرې باید د لومړي پړاو د پنځمې اونۍ تر پایه نتیجه ورکړي.

دویم پړاو:
د دغه پړاو موده هم ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلې کېږي:

  • دایمي ارامي اعلانول: د دواړو لورو له خوا دایمي نظامي عملیاتو او خصمانه فعالیتونو درول او د بندیانو او اسیرانو تبادله بېرته پيلېږي چې پکې ټول ژوندي پاتې شوي اسراییلي بندیان د هوکړه شوي شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کېږي.
  • د اشغالګرو ځواکونو بشپړ شاتګ: د یهودي رژیم ځواکونه له غزې تړانګې څخه په بشپړ ډول شاتګ کوي.

درېیم پړاو:
د دغه پړاو موده هم ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلې کېږي:

  • د مړو او پاتې کسانو تبادله: له دواړو لورو سره شته مړي او پاتې‌ کسان تر پېژندنې او تایید وروسته تبادله کېږي.
  • د غزې تړانګې بیا رغونه: د غزې تړانګې د بیا رغونې پروګرام چې له ۳ تر ۵ کلونو کې به ترسره شي، عملي کېږي. په دغه پروګرام کې د کورونو، ملکي ودانیو او بنسټیزو جوړښتونو بیا رغونه شامله ده. همدارنګه ټول زیانمن شوي خلک به غرامت ترلاسه کړي. دغه اقدامات د هوکړې ملاتړو هېوادونو او سازمانونو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
  • د لارې خلاصون: ټولې لارې خلاصېږي او د خلکو او مالونو ازاد تګ راتګ به تامین شي. (سرچینه: وکالات)

په ښکاره ډول لیدل کېږي چې لومړی پړاو د دې هوکړې اصلي ستنه ده او له ډېرو ستونزو او خنډونو ډک دی. د دغه پړاو په تطبیق کې هر ډول خنډ د نورو پړاوونو تطبیق دروي. له استوګنیزو سیمو څخه د ځواکونو له شاتګ نیولې بیا د ساعتونو لپاره د هوايي فعالیتونو تر ځنډ پورې، د ځواکونو تدریجي کمښت او د راستنېدونکو موټرو ارزونه، هر یو که بشپړ تطبیق ونه دروي، متزلزل خو یې خامخا کوي.

اې مسلمانانو!

د غزې خلکو، چې په غم او ماتم کې وو، په داسې حال کې خوښي ښکاره کړه چې کېدای شي کړاوونه یې یو څه کم شي. په داسې حال کې چې د اسلامي خاورو له حکامو څخه یې هېڅ مرسته ترلاسه نه کړه!
د غزې خلکو دغه پرېکړه ومنله، کېدای شي وروسته له هغې چې د اسلامي خاورو پوځونو – هم د ګاونډیو او هم د لرې پرتو خاورو - دوی یوازې پرېښودل، د دوی لپاره د سکون یوه کړکۍ پرانیزي.

د غزې ماشومان په داسې حال کې اوربند لمانځي چې نړۍ ورته تنګه شوې وه او د اسلامي خاورو حکام یې لکه مړي په حالت چپ پاتې دي. په داسې حال کې چې یهودو پر غزه بشپړه ولکه ټینګه کړې، د اسلامي خاورو د حکامو چوپیتا ډیره د افسوس وړ ده.

﴿قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [توبه: ۳۰]

ژباړه: «الله دې هغوی ووژني! څنګه له حق څخه مخ اړوي!»

اې مسلمانانو! اې د اسلامي خاورو پوځونو!

ایا د یهودو فطرت د داسې فریب‌ورکوونکي تړون په وسیله اصلاح کېدای شي چې امریکا جوړ کړی او پلی کوي یې؟ داسې تړون چې موخه یې د یهودي رژیم د مقام لوړول دي؛ هغه رژیم چې امریکا یې د وسلو او نورو مرستو په وسیله لا پیاوړی کوي؟ ایا د یهودو فطرت به د داسې تړون په وسیله اصلاح شي چې پر یوه کمزورې رسۍ ولاړ وي؟ هغه رسۍ چې یوازې د دې لپاره پاتې ده چې د پرې کولو څوک یې نشته! ایا د یهودو فطرت د داسې فریب‌ورکوونکي تړون په وسیله اصلاح کېدای شي؛ په داسې حال کې چې هغوی له تېرو زمانو څخه تر اوسه په پرله‌پسې ډول خپلې کړې وعدې ماتوي، په هر ځای کې یې خپلې وعدې ماتې کړې دي؟ ایا وعده ماتول د دوی تلپاتې ځانګړنه نه وه، له ماضي څخه تر اوسه پورې، هر چېرته چې هغوی قدم اېښی دی، خپلې وعدې یې نه دي ماتې کړې؟ همدا اوس په لبنان کې د دوی چلند وینو؛ دوی د ۲۰۲۴م کال، د نومبر په ۲۷مه یو تړون لاسلیک کړ خو بیا یې مات کړ. همدارنګه په سوریه کې یې د ۱۹۷۴ کال تړون مات او په جولان کې یې خپل تېری لا زیات کړی.

ایا له هغه قوم سره تړون کېدای شي چې شتون یې پر اسلامي خاورو د اشغال پر بنسټ ولاړ وي؟ ایا له هغوی سره د دوی د اشغال د مشروعیت تړون پر ځای، پکار نه ده چې شتون یې بېخي ختم شي؟

اې مسلمانانو!

یهود هغه قوم دی چې په دروغو او فریب پېژندل کېږي، هغه قوم چې وعده ماتونکی او بدسیرته دی، چې پرته له هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ویلي دي، بله هېڅ شی یې مخنیوی نه شي کولای:

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾ [انفال: ۵۸]

ژباړه: «نو که په جګړه کې هغوی ومومې، داسې بريد پرې وکړه چې د شا ډلګۍ يې تيت او پرک شي. کېدای شي پند واخلي.»

یهود هغه قوم دی چې په دروغو او خیانت پېژندل شوی دی، هغه قوم چې یوازې د یوه نوي «خندق» په وسیله چې د هغوی جرړې وباسي او د یوه نوي «خیبر» په وسیله چې لکه تندر یې له منځه یوسي، مهار کېدای شي. د دوی حالت له هغه وخت راهیسې همدا دی چې د خپلو پیغمبرانو په وخت کې یې د الله سبحانه وتعالی رسۍ پرې کړه او د خلکو رسۍ ورته پاتې شوه. دا رسۍ یوه کمزورې او ماتېدونکې رسۍ ده چې کله د مسلمانانو پوځونه له مخې او شا برید پرې وکړي، نو په بشپړ ډول به ماته شي:

﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ﴾ [توبه: ۱۴]

ژباړه: «له هغوی سره جګړه وکړئ! الله تعالی به هغوی ته ستاسو په لاسونو عذاب ورکړي، هغوی به خوار کړي، تاسو به پرې بریالي کړي او د مومنانو د یوې ډلې زړونه به شفا کړي.»

هغه وخت به سپېڅلې خاوره بیا دارالاسلام ته راوګرځي، لکه څنګه چې عمر رضی‌الله‌عنه فتحه کړه، صلاح‌الدین آزاده کړه او عبدالحمید یې ساتنه وکړه:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله تعالی په نصرت خوشاله شي، چې هغه هر چا ته چې غواړي نصرت ورکوي او هغه نه ماتېدونکی او مهربانه دی.»

اې مسلمانانو!

د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې زموږ د ستونزو حل‌لارې، د امت لپاره عزت او زموږ د دښمنانو لپاره سپکاوی شته دی. دغه حل‌لاره روښانه او ښکاره ده چې حق او د حق پیروان عزیز کوي او باطل او د باطل پلویان سپکوي. دغه حل‌لاره د اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس دی؛ هغه دولت چې د پرهېزګار او پاک حاکم په وسیله رهبري کېږي؛ داسې حاکم چې د هغه تر شا جګړه وشي او خوندي شو. دغه دولت به د اسراء او معراج سپېڅلې خاوره ازاده کړي او یهود او هر متجاوز به د دې دنیا د سپکاوي او د اخرت د عذاب ژورې کندې ته ولېږي.

اې مسلمانانو! پوه شئ چې دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې د دغو جبریه حکومتونو له دورې وروسته چې موږ یې اوس تجربه کوو، پوره کېږي. احمد له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت کړی دی:

«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: «بیا به جبریه (استبدادي) حکومتونه رامنځ ته شي او هغه به تر هغه وخته پاتې وي چې الله تعالی وغواړي. بیا به الله تعالی هغه ختم کړي، کله چې وغواړي؛ وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي. بیا نبي صلی الله علیه وسلم چوپ شو.»

مسلم له نافع، هغه له ابن عمر او هغه له رسول الله صلی الله علیه سلم څخه روایت کړی دی:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ»
ژباړه: «له شک پرته چې تاسو به له یهودو سره جګړه کوئ او هغوی به وژنئ.»

خو د الله سبحانه وتعالی سنت دا دی چې موږ ته د خلافت د تاسیس او د دښمنانو پر وړاندې د جګړې لپاره ملایکې نه راځي چې موږ هیڅ نه کوو او هغوی مو پر ځای کار کوي؛ بلکې الله سبحانه و تعالی خپلې ملایکې د هغو خلکو لپاره د مرستې او زېري په توګه راکوزوي، چې پر خپل رب ایمان لري او په خپل هدایت کې زیاتوالی راولي. دا هغه مومن پوځونه دي چې په جګړه کې صبر کوي، د خپل امام اطاعت کوي او د هغه تر شا د خپلو دښمنانو پر وړاندې جنګېږي:

﴿بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ﴾ [آل‌عمران: ۱۲۵]
ژباړه: «هو، که تاسو صبر وکړئ او تقوا اختیار کړئ او هغوی اوس پر تاسو بريد وکړي، ستاسو رب به له تاسو سره د پنځه زره نښه ‌لرونکو ملایکو په وسیله مرسته وکړي.»

بیا به موږ له هغو کسانو څخه یو چې زېری ورته ورکړل شوی دی:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]
ژباړه: «د الله له لوري مرسته او نږدې فتحه ده او مومنانو ته زېری ورکړه.»

اې مسلمانانو!

دا د حزب التحریر له لوري بلنه ده چې د راشده خلافت راشده د تاسیس له لارې خپلې لیکې متحدې کړئ او د اسلام د نصرت لپاره هڅه وکړئ؛ چې د هغې په وسیله به اسلام او د اسلام خلک عزتمن شي او کفر او د کفر پلویان به لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی وعده کړې؛ سپک شي:

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]

ژباړه: «له شک پرته په دې (بلنه) کې د هغه چا لپاره یادونه ده چې زړه ولري یا غوږ ونیسي؛ په داسې حال کې چې زړه یې حاضر وي.»

دا د فکر او جدي عمل لپاره بلنه او دعوت دی.

حزب التحرير

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رجب ۹مه

۲۰۲۵م کال، د جنوري ۱۹مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د امت د زیږون وروستۍ شېبې!

  • خپور شوی په تثقیفي

(ژباړه)

اسلامي امت نن ورځ د خپل معاصر تاریخ په تر ټولو حساسو پړاونو کې دی، ځکه د امریکا په مشرۍ استعمارګرانو پرې یرغل کړی دی. د دغه وضعیت په مقابل کې اسلامي امت د یوې داسې چوپتیا په حالت کې دی، چې د اروپا پاملرنه او ان اندېښنه یې راپارولې ده. دې چارې اروپا اړ ایستلې چې خپل باتجربه مفکرین او سیاستوال د اسلامي امت د وضعیت د مطالعې او پېژندلو لپاره ډګر ته را وباسي. دغه چوپتیا که څه هم په ظاهره له ناهیلۍ سره یو ځای د یوه ترخه انتظار ښکارندویي کوي، خو په خپله غېږ کې د یوه ایشېدونکي دېګ په څېر ده. په دې توګه دا وضعیت د نورو په ټولنو په څېر له هغو کسانو خالي نه دی، چې ناهیلي دي او تشې اوازې خپروي. په حقیقت کې دغه کسان د تنګ‌نظرۍ او سطحي‌فکرۍ ځانګړنه لري او په مادي محاسبو کې ډوب شوي دي، پرته له دې چې د امت د قدرت پټو اړخونو او د دښمن پټو کمزوریو ته پام وکړي. سربېره پر دې هغوی په ټولنو کې له طبیعي قوانینو او الهي سنتو څخه ناخبره دي.

په سختو او بحراني حالتونو کې د هغه رښتیني رهبر ځای څرګندېږي، چې د امت له زړه څخه راټوکېدلی وي او پر خپل دین ویاړي. موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مهال چې قریشو پرې سخت فشار راووړ، خپل کاکا ته وفرمایل:

«لَوْ وَضَعُوا الشَّمْسَ فِي يَمِينِي وَالْقَمَرَ فِي شِمَالِي عَلَى أَنْ أَتْرُكَ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يُظْهِرَهُ اللهُ أَوْ أَهْلِكَ فِيهِ مَا تَرَكْتُهُ»

ژباړه: که چېرې لمر مې په ښي لاس کې او سپوږمۍ مې په کیڼ لاس کې کېږدي، ترڅو دغه کار (اسلام ته دعوت) پرېږدم، خو هېڅکله به دا کار ونه کړم، مګر دا چې الله تعالی بریا راکړي او یا په دغه لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړم.

دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د استقامت، صبر، شجاعت، پر حق درېدو، د قربانۍ لپاره د وړاندې کېدو او چمتووالي نمونه دی؛ هغه قربانۍ چې خلک یې په وجود کې صداقت له ورایه حس کوي.

د بدر په جګړه کې موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو یارانو په زړونو کې د عزم او ارادې روح پوه کوي، د هغوی روحیه تقویه کوي، د هغوی لپاره دعا کوي او د دعا لپاره په ډېر اخلاص لاسونه پورته کوي.

همدارنګه موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک په غزا کې مسلمانان رهبري کوي، له هغوی سره د دښتو له منځه تېرېږي، ترڅو له رومیانو سره د شام په خاوره کې وجنګېږي، هغه مهال چې پر مدینه د هغوی له برید څخه خبر شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه اقدام سره د رهبرۍ یوه داسې بېلګه وړاندې کړه، چې د پیروۍ وړ ده. 

په احزاب غزا کې موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل یاران ډاډمنوي، کله چې سخته وېره او اندېښنه پر دوی حاکمه شوې وه او زړونه یې تر ستوني رسېدلي وو. هغه صلی الله علیه وسلم د بریا زیری ورکړ او هغوی ته یې وفرمایل:

«لَنْ تَغْزُوَكُمْ قُرَيْشٌ بَعْدَ عَامِكُمْ هَذَا، وَلَكِنَّكُمْ تَغْزُونَهُمْ»

ژباړه: قریش به له سږني کال وروسته پر تاسو برید ونه کړي، بلکې تاسو به پر هغوی برید وکړئ.

دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د انسانانو د قوت له عناصرو څخه د کارونې وړتیا ښکاره کوي او په دوی کې د دغو ځواکونو په ژوندي کولو سره هغوی له ماتې او ناهیلۍ څخه ژغوري. همدارنګه هغه صلی الله علیه وسلم خپلو یارانو ته د دښمن کمزوري ټکي په ګوته کوي او هغوی له دغو کمزور ټکو څخه د ګټې اخیستنې لپاره رهبري کوي.

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت د سمندر یوه څنډه ده؛ هغه څوک چې غوره رهبر او الګوه و. ایا موږ دغه سیرت ته ورګرځېدلي یو، ترڅو د هغه پر ګامونو پلونه کېږدو، په ځانګړې توګه د سختۍ او ناورین په شېبو کې؟

نن ورځ اسلامي امت له رښتیني رهبر څخه محروم دی او که ووایو چې د رهبرۍ له خلا سره مخ دی، نو غلط به مو نه وي ویلي. اې مسلمانانو! ایا نه وینئ چې ستاسو حکام خپل ژوند د پردیو استعمارګرو په خدمت کې تېروي او ستاسو پر شتمنیو او سرچینو واکمني کوي؟ ایا نه وینئ چې هغوی له شرم پرته په ښکاره توګه اعلان کوي، چې ذلیل او بې‌وسه دي، پرته له دې چې ګدایۍ ته لاس وغځوي؟ او ایا نه وینئ چې هغوی ستاسو پر وړاندې د پردیو د تلسط لپاره لار هواروي؟

نن ورځ موږ ګورو چې د شبیحه ډلې د غربي دولتونو د پټ ملاتړ او د اوسني دولت د غفلت په سبب، تر پخوا ډېرې بې‌باکه او ظالمې شوې دي. دغه وضعیت هغوی نورې هم زړورې کړې او د هغوی بې‌شرمه غوښتنې یې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې وضعیت په حساس پړاو او د جدي بدلونونو په درشل کې دی.

دغه حساس پړاو چې موږ پکې نن ورځ ژوند کوو، د هر هغه چا لپاره رسوا کوونکی پای دی، چې د اسلامي دعوت د پلوۍ او پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د شریعت د پلي کولو د دفاع ادعا یې کوله. همدارنګه د هغو کسانو له مخ څخه پرده لرې کوي، چې د خپلو مخکینیو کړنو په سبب پټ شوي دي او وایي چې موږ مجبور وو او نظام پر ټولو فشار راوړي. نن ورځ د ازادۍ ډګرونه زموږ د غوښتنې خلاف، د هغو کسانو د رسوا کولو پر صحنه بدل شوي، چې خیانت او په غرب پورې تړاو یې په زړونو کې پټ وو. هغوی د همدغو ښکاره حرصونو په سبب د نظام تر څنګ په ناوړو کړنو لاس پورې کړ. اوس چې نظام خپل پای ته نږدې شوی دی، دوی له خپلو تېرو کړنو بیزاري څرګندوي، خو د زیاتې ازادۍ له مخې ټول هغه څه چې په زړونو کې یې لري، په ښکاره توګه څرګندوي. نو هر څوک چې غواړي اسلام پلی کړي، باید شرعي حکم ته ژمن وي او خپلې هڅې جاري وساتي؛ تر هغه وخته چې دغه بریا، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري راغلې، خپلې سپېڅلې پایلې ته نه وي رسېدلې. له دې پرته به یې الله سبحانه وتعالی خلکو ته پرېږدي او پایله به د هغوی په زیان تمامه شي، ژر یا وروسته. په دې هیله چې اسلامي امت بیدار او هوښیار شي.

د امت پر علماوو واجب ده چې نن ورځ باید د هغه څه پر بنسټ عمل وکړي، چې شریعت مکلف کړي دي؛ که هر څومره دغه مسیر قیمتي هم تمام شي. موږ په دغه حساس پړاو کې مکلف یو چې په خپلې سیاسي پوهې سره امت د هغه څه په لوري هدایت کړو، چې د الله سبحانه وتعالی د رضایت سبب ګرځي او د دغه پړاو ټولې سختۍ پر ځان ومنو؛ تر هغو چې شرعي حکم ته ژمن پاتې و.

اوسنۍ وضعیت په رښتیا د یوه داسې پړاو استازیتوب کوي، چې د زیږون له درد سره تشبیه کېدلی شي؛ یعنې د وینې له تویېدو، چټلیو او د پلیدیو له څرګندېدو سره یو ځای. دا ټول په حقیقت کې د نوي زیږون د پیل لپاره پاکول دي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو ترڅو دغه وخت رانږدې شي. همدارنګه دعا کوو چې موږ د الله سبحانه وتعالی لپاره په خالصه توګه عمل وکړو، ترڅو په هغه پړاو کې د حضور وړتیا ترلاسه کړو! انشاءالله!

همدارنګه هغه څه چې نن ورځ ترسره کېږي او هغه څه چې د تېر نظام د جوړښتونو د بیا راګرځېدو په ډګرونو کې یې وینو، موږ ته درد او کړاو راکوي. د دې تر څنګ بې‌ځایه عفوه او بښنه چې هغو کسانو ته ورکول کېږي، کومو چې خلک ووژل، سرونه یې پرې کړل، تېري یې وکړل، کفر یې وکړ او هر غیرانساني عمل یې ترسره کړ، خو بالاخره دغه بې‌ځایه عفوه به پخپله د دوی پر زیان تمامه شي؛ ځکه چې په ناسم وخت کې عفوه کول، پخپله جرم دی.

مګر د سیکولرېزم هغه بېلابېلې ډلې چې د "مدني ټولنه" په څېر نومونو پېژندل کېدلې او یا دغه ډول نورې ډلې، دوی نن ورځ خپله اصلي څېره څرګندوي. دوی له هغو چټلیو پرته بل څه نه دي، چې د دغه امت رحم یې لرې کوي، ترڅو له بې‌ارزښته چټلیو سره څنګ ته وغورځول شي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د نبوت پر منهج شرعي او سپېڅلی زیږون را په برخه کوي؛ هغه زیږون چې داخلي جوړښت یې پاک وي، ترڅو د دغه سېلاب پر وړاندې مقاومت وکړای شو.

هغه څه چې پېښېږي، زموږ لپاره دردوونکي دي، خو موږ باید ناهیلي نه کړي؛ بلکې زموږ په زړونو کې باید د هیلو ډېوې بلې کړي او موږ باید عمل او هغه څه ته اړ کړي، چې د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راغلي دي.

د سیاسي پوهې لرونکو افرادو ځانګړنه دا ده، چې د چارو رهبري باید شرعي احکامو ته په پابندۍ سره په هغه ډول وکړي، څنګه یې چې الله سبحانه وتعالی امر کړی دی. د هغه موخه دا ده چې د امت مرسته وکړي او مسیر یې اصلاح کړي. دا امت سربېره پر دې چې اخلاص لري، د هغو شرایطو په سبب چې پرې تپل شوي دي، د تفکر په طریقه کې له انحراف سره مخ شوی دی؛ داسې چې واقعیت ویني او هغه د تشریع (قانون جوړونې) منبع ګرځوي او په دې توګه په خپلو تحلیلونو او اړیکو کې تېروتنه کوي. سره له دې دا امت سمه عقیده لري، خو دا عقیده په سمه توګه نه ده عملي شوې. هغوی پوهېږي چې ټول شیان د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دي؛ خو د غرب له قدرتونو، د هغوی له بېړیو، پوځونو او همدرانګه له خاینو او بدو (مرجفون) څخه وېره لري. دا وېره د دې لامل کېږي چې ځانونه قانع کړي، چې د دوی رهبري باید پراګماتیکه څېره ولري؛ هغه څوک چې له سیاست سره موافقه وکړي او د دوی په ګومان د دولت حیثیت وساتي. دغه ډول رهبران د حقایقو او اصطلاحاتو په تحریفولو سره خلک صبر ته رابولي او له دوی سره ژمنه کوي چې د سېکولر دولت د موسسو تر سیوري لاندې ورته یو روښانه راتلونکی په تمه دی.

دوی د هغې ارامۍ په اړه خبرې کوي، چې یوازې د ذلت او د غرب د بشپړ تابعیت په پایله کې ترلاسه کېدلی شي. په همدغه دلیل موږ وینو کله چې غرب وروسته له دې چې پر حالاتو واک ترلاسه کوي او له هغې بریا څخه ګټه اخلي، چې الله سبحانه وتعالی موږ ته راکړې، په تدریجي توګه او د امت د غبرګون په ارزولو سره د محکم دولت د جوړولو هڅه کوي. دا همغه څه دي چې په سوریه کې پېښ شول. هغه جنایتونه چې د سوریې په زندانونو کې ترسره شول، د انکار وړ نه دي، خو رسنیو دا مسله په لوی لاس غټه وښوده. دغه اقدام له وړاندې پلان شوی و، ترڅو عامه افکار د پردې تر شا له بدلونونو، یعنې د نوي حکومت له جوړېدو، څخه بې خبره شي. پر همدغه اساس ټولنه دې ته وهڅول شي، چې په داسې یوه دولتي چوکاټ کې ژوند ومني، چې "د نورو نظرونو" ته احترام تبلیغ کوي. د هغو کسانو لپاره دا پخپله یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، چې دغه نظریه خپروي.

له بده مرغه هېره کړې یې ده، چې موږ د رب العالمین له لوري مامور شوي یو، چې د الله سبحانه وتعالی حکم پر ځمکه پلی کړو او په دې لاره کې ټنبلي ونه کړو. الله سبحانه وتعالی موږ ته وعده راکړې، چې هغه مهال به زموږ مرسته وکړي، کله چې د هغه اوامر پر ځای کړو او له نورو قدرتونو څخه ونه وېرېږو، بلکې یوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه ووېرېږو.

هغه فرېب چې نن ورځ طرحه کېږي، ډېر ژر به پخپله د هغوی پر ضد ور وګرځي. هغوی به په راتلونکو ورځو کې پوه شي، کوم څه یې چې ترسره کړي، یوازې د انقلاب غلا کول وو او له دغه انقلاب څخه موږ ته هېڅ لاسته راوړنه نه ده پاتې شوې. د پخواني نظام بنسټونه به یو ځل بیا صحنې ته راوګرځي، که څه هم د هغه مشر او مشهور قصابان یې حذف شوي دي، خو د نظام جوړښت به په همغه ډول بشپړ پاتې شي. د دغه هدف لپاره هغوی د لاندې اقداماتو له لارې د شرایطو د برابرولو په حال کې دي:

لومړی: عمومي عفوه ده او ښايي په رسمي توګه اعلان شي، چې د دواړو لوریو ټول غړي به پکې شامل وي؛ یعنې د نظام ملاتړي او مخالفین. په دې توګه ځینې کسان به له دې عفوې څخه مستثنا وي او د هغوی نومونه به په یوه ځانګړي فهرست کې ځای په ځای شي، چې نړیوالو پولیسو (انټرپول) ته لېږل شوی او د هېوادو په دننه او بهر کې یې تعقیبوي.

دویم: د ملي خبرو اترو د کنفرانس پیلول، چې ټولې ډلې او بېلابېل حرکتونه به پکې راټول کړي. د دغو خبرو اترو پایله به هغه دولت ته ور ګرځېدل وي، چې د سوریې د مخکې لیکل شوي اساسي قانون د بنسټونو پر اساس به رامنځته شي. دغه اساسي قانون له وړاندې چمتو شوی دی، خو د اوسنیو شرایطو په دلیل تراوسه په رسمي توګه وړاندې شوی نه دی. د هغه منلو ته د شرایطو د برابرولو لپاره به اعلان وشي، چې د ملي خبرو اترو د دغه کنفرانس د استازو کمېټه به د اساسي قانون د ارزونې دنده او د ګټو تایید پر غاړه ولري. د دغه اساسي قانون یوه مهمه نکته دا ده، چې اسلامي شریعت به د قانون جوړونې د منبع په توګه نه پېژندل کېږي.

درېیم: د ملي خبرو اترو د کنفرانس په پایله کې به د خلکو شورا او همدارنګه ټولې سیمه‌ییزې شوراګانې منحل شي. وروسته د نوي اساسي قانون د تصویب او د سیمه‌ییزو شوراګانو او د استازو د مجلس په کچه د ټاکنو لپاره به په چټکۍ سره میکانیزم رامنځته شي. په دغه بهیر کې به د هېواد طایفه‌یي ویش هم وټاکل شي، چې دا به د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت په جوړېدو کې مستقیم اغېز ولري.

څلورم: له سیمه‌ییزو او پارلماني ټاکنو وروسته به د ولسمشرۍ لپاره د نوم لیکنې امکانات برابر شي او په دې برخه کې به ټاکنې ترسره شي. له هغو اقداماتو سره به په ورته وخت کې نور اقدامات هم ترسره شي، چې پر وضعیت باندې به د هغوی بشپړ تسلط ته لار هواره کړي، پرته له دې چې موږ کوچنی اعتراض وکړو او یا خپل غږ پورته کړو:

۱ـ په لومړي پړاو کې د ټولو ډلو او اړخونو بې‌وسلې کول او د وسلو پر لېږد او ساتلو بندیز لګول، چې تر قانوني مجازاتو لاندې به وي او په دې کې به ټاکلی وخت زندان هم شامل وي. په دې توګه به پخوانی نظامي حالت په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

۲ـ له تحریر الشام نیولې بیا تر کوچنۍ ډلې پورې د ټولو ډلو منحل کول او پر هر ډول غیررسمي غونډه بندیز لګول. د یوه حزب، ډلې او ګوند رسمیت به یوازې د دولتي جواز له لارې ممکن وي.

۳ـ د امنیتي کنټرول بېرته راګرځول، ترڅو هغه جوړښتونه خوندي کړي، چې غرب غواړي په سوریه کې یې جوړ کړي او دا امنیت به تر اوږدې مودې پورې دوام وکړي.

۴ـ تصوفي او محدود اسلام ته د اسلامپالو راګرځول، ترڅو یوازې خپلو دیني عبادتونو ته اجازه ولري، لکه څنګه چې نورې طایفې د خپلو شعایرو د تر سره کېدو لپاره په مساوي توګه اجازه لري.

ډېر داسې مسایل شته چې ټول د مخکېني نظام د بشپړ بیرته راوستلو په لور روان دي، خو د ځینو څېرو په بدلون سره چې د غوره بدیلونو په توګه څرګندېږي؛ یعنې هغه کسان چې په بشپړ ډول د هغوی د پرېکړو اطاعت او پلي کولو ته ژمن دي. دغه نوې څېرې به د صهیونستي رژیم د حقونو تضمین، د هغوی د سرحدونو ساتنه او د امریکا ګټې په سیمه کې په تر ټولو غوره توګه خوندي کړي. سوریه به د ټولو سیمه‌ییزو عواملو لپاره په یوه پرانیستې غېږ بدله شي او په داسې ځای به واوړي چې د هغوی د فعالیتونو او تولید لپاره به زمینه برابروي. په دې توګه به ظاهري موخه د سوریې خلکو ته ارامي راوړل وي، خو په حقیقت کې به دا ارامي د هغوی دین او هویت ورڅخه واخلي.  

دا همغه چل دی چې غرب یې اوسمهال پلی کوي، خو موږ ټولو ته وایو چې موږ باید شرعي حکم ته ژمن پاتې شو او هڅه وکړو چې خپل دین ته کم رانشو. موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري د پر ځای کولو پر مسیر ګام اخلو، چې فرمایي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

پر همدغه بنسټ د قدرت له ټولو څښتنانو او هر مخلص او پوه کس څخه غوښتنه کوو، چې د الله سبحانه وتعالی حکم ته ژمن پاتې شي! موږ د الهي ژمنې د پرځای کولو په درشل کې یو، چې خپل نور بشپړ کړي. موږ باید له هغو کسانو څخه نه وو، چې دنیا او آخرت له لاسه ورکوي او نه له هغو کسانو څخه چې الله سبحانه وتعالی یې نور کسان ځایناستي کوي. موږ باید هڅه وکړو چې د هغو کسانو له ډلې څخه شو، چې الله سبحانه وتعالی یې د خلافت لپاره ټاکي. انشاءالله! د عدالت بیرغ باید پورته کړو او اسلامي ژوند په هغه ډول پیل کړو، څنګه یې چې الله سبحانه وتعالی غوښتنه کړې ده!

هېڅ حللاره نشته ده، پرته له دې چې د دغه امت له مخلصینو سره په ګډه هڅه وکړو؛ هغه کسان چې د نبوت په منهج د راشده خلافت دولت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند د رامنځته کولو په لټه کې دي؛ هغه دولت چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به کافران له منځه یوسي، د هغوی نفوذ به ختم کړي او د امت له زړه څخه به د صهیونیستي رژیم ریښې وباسي. دغه امت د خالد، ابو عبیده، سعد، نورالدین، صلاح‌الدین، قطز او بیبرس په څېر رهبران دنیا ته وړاندې کړي دي او اوس هم زېږنده دی او په دغو نسلونو کې یې داسې مېړني شته دي، چې د امت عزت، کرامت او لوړوالی به بېرته راولي. که تیارې هر څومره زیاتې او ستونزې لویې شي، الله سبحانه وتعالی به د دې تیارې له زړه څخه سباوون را پورته کړي، چې څېرې به روښانه او زړونه به خوښ کړي. هغه مهال به مسلمانان د الله سبحانه وتعالی په مرسته خوشاله شي.

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً﴾ [اسراء: ۵۱]

ژباړه: او وایي: دا به څه وخت را رسېږي؟ ورته ووایه: ښايي ډېر نږدې وي.

 

لیکوال: دارين الشنطي

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا اهمیت

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

امریکا مرکزي آسیا ته هم د نورو اسلامي خاورو په څېر ګوري. دا لید پر دغه بنسټ ولاړ دی، چې مرکزي آسیا څنګه کولی شي چې د امریکا جیوپولیټیکي ګټې خوندي کړي. امریکا ته مرکزي آسیا د همدغه لیدلوري له مخې اهمیت لري. په عمومي ډول دغه سیمه د نادرو او مختلفو طبیعي سرچینو، د انرژۍ د پراخو امکاناتو او د روسیې او چین د محدودیت د ظرفیت له مخې ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېوادونه هڅه کوي چې خپلې جیوپولیټیکي ګټې خوندي کړي.

د دغو مواردو په پام کې نیولو سره، په ځانګړې توګه د روسیې او اوکریان د جګړې په شالید کې، ځینې څېړنیز او فکري بنسټونه وړاندیز کوي، چې د امریکا دولت دې مرکزي آسیا ته ډېر پام وکړي. دغه وړاندیزونه د مختلفو عواملو پر بنسټ کېږي؛ د بېلګې په توګه د امریکا یو څېړنیز مرکز «د مسوول حکومت هنر (Responsible Statecraft)» له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په پیل کې مرکزي آسیا ته پام وکړي. دغه راپور ټینګار کوي؛ په داسې حال کې چې د اوکراین جګړې، د تایوان مسلې او سوداګریزو شخړو نړیوال تمرکز خپل کړی، نو مرکزي آسیا د امریکا د ګټو په خوندي کولو کې مهم رول لوبولی شي.

د شنونکو په وینا امریکا تراوسه له دې سیمې سره، چې روسیه او چین پکې فعال دي، قوي اړیکې نه دي جوړې کړې. مرکزي آسیا پراخې سرچینې او د لېږد رالېږد لپاره ارزښتمنې ستراتیژیکې لارې لري. دې سیمې ته د ټرمپ سمبولیک سفر کولی شي، چې دلته د واشنګټن موقف پیاوړی کړي او پر نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو او د انرژۍ پر تبادلو اغېز وکړي. له همدې امله شنونکو ټاکل شوي ولسمشر ته وړاندیز کړی: «ټرمپ باید لومړی مرکزي آسیا ته سفر وکړي!» دوی پر دې باور دي چې د ډیپلوماتانو له مهارتونو پرته، هېڅ شی د رهبرانو د مخامخ لیدنې په اندازه په بریالیو مذاکراتو کې اغېزناک نشي ثابتېدلی. د امریکا ګډون د هغې رېل‌پټلۍ په جوړولو کې چې له افغانستان څخه تېرېږي، کولی شي چې د افغانستان له امنیت، د ګاونډیونو هېوادونو له اقتصادي پراختیا، د امریکایي سوداګرۍ لپاره له نویو فرصتونو او په سیمه کې د واشنګټن له نفوذ سره مرسته وکړي. دغه پروژه به مرکزي آسیا د پاکستان له کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو سره ونښلوي، زرګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي او د افراطي ډلو ټولنیز بنسټ به کمزوری کړي.

د ازبکستان اټکلونه ښيي چې د افغانستان له لارې د ۷۶۰ کیلومتره رېل‌پټلۍ به پاکستان ته د توکو رسولو وخت شاوخوا پنځه ورځې راکم کړي او د لېږد رالېږد لګښتونه به لږ تر لږه ۴۰ سلنه راټیټ کړي. تمه کېږي دا پروژه چې تر ۶ میلیارده ډالرو پورې لګښت پرې راځي، د ۲۰۲۷م کال تر پای پورې بشپړه شي. همدارنګه وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به ریل‌ګاډي له دې لارې هر کال تر ۱۵ میلیون ټنه پورې توکي لېږدوي. دغه نوې رېل‌پټلۍ به د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه، روسیه، ازبکستان او افغانستان د پاکستان له بندرونو سره په عرب سمندر کې ونښلوي، ترڅو توکي منځني ختیځ او د آسیا سویل ختیځ ته صادر شي. پر دې سربېره مرکزي آسیا د مهمو فلزاتو پراخې سرچینې لري؛ لکه مګنیزیم، کروم، سرب، زينک او ټیټانیم چې د شنې ټکنالوژۍ لپاره اړین بلل کېږي. د چین لخوا د دغو فلزاتو په صادرولو کې وروستي محدودیتونه ښايي امریکا اړ کړي، چې دغو سرچینو ته د اوږدمهاله لاسرسي لپاره له دې سیمې سره، د «C5+1» ډلې له لارې خپلې اړیکې پراخې کړي.   

همدارنګه د جکسون-فانیک تعدیل د لغوه کېدو غوښتنې هم شته او دغه تعدیل په ۱۹۴۷م کال کې تصویب شو او د مرکزي آسیا په څلورو هېوادونو (ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان) کې لا هم عملي کېږي. دغه تعدیل د امریکا په سوداګرۍ قانون کې د غیر بازاري اقتصاد لرونکو هېوادونو پر وارداتي توکو ځانګړې تعرفې او مالیات لګوي او دولتي پورونه او اعتباري ضمانتونه بندوي. شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول خنډونه کولی شي چې د امریکا لخوا د مرکزي آسیا له سترو ظرفیتونو څخه بشپړه ګټه اخیستنه او په دې سیمه کې د هغې  ځواکمن نفوذ محدود کړي. 

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا د اهمیت ارزولو په برخه کې باید د روسیې د جیوپولیټیکي فعالیتونو په محدودولو کې د دې سیمې رول ته اشاره وشي؛ هغه هېواد چې لا هم د دې سیمې له هېوادونو څخه د غربي بندیزونو پر وړاندې استفاده کوي. په بل عبارت، دا مسله د کرملین لپاره د مرکزي آسیا هېوادونو د مرستو په څرنګوالي کې د لیدو وړ ده، چې څه ډول د روسیې خلاف د غرب د پراخو بندیزونو مخه نیسي. په داسې حال کې چې ډېری سوداګریزې لارې د روسیې پر مخ تړل شوې دي، خو دغه هېواد یوازې د مرکزي آسیا له لارې "تنفس" کولی شي. پر دې سربېره چین د خپلې لویې پروژې «یو کمربند، یوه لار» لپاره میلیاردونه ډالر لګوي، چې له همدې سیمې څخه تېرېږي. څرګنده ده که چېرې امریکا په مرکزي آسیا کې خپل نفوذ زیات کړي، د روسیې او چین لپاره به ډېرې ستونزې رامنځته شي.

یو بل لامل چې د یادونې وړ دی هغه دا دی، چې مرکزي آسیا د اسلامي خاورو یوه نه بېلېدونکې برخه ده. تاریخ ښيي چې په دې خاوره کې ستر عالمان او نړیوال مشهور نظامي قوماندانان راټوکېدلي دي او د کفارو په زړونو کې یې وېره اچولې ده. د ۱۹۹۰م لسیزې په لومړیو کې د کمونیستي نظام له نسکورېدو وروسته د دې سیمې مسلمانانو په جدي توګه د هغه وخت له دولتونو څخه د اسلامي حکومت غوښتنه وکړه. له شک پرته چې په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د سوریې پېښې به د مرکزي آسیا پر مسلمانانو اغېز وکړي. د سیمې د استبدادي حکومتونو د ظالمانه او وحشیانه سیاستونو په پایله کې خلک د هغوی پر وړاندې په تدریج سره په پټه او ښکاره اعتراض کوي. دا وړاندوینه سخته ده چې د دې سیمې "د باروتو د بشکې چاودنه" به څه وخت پېښېږي؛ هغه چادونه چې پایلې به یې هم د اوسنیو حکومتونو او هم د امریکا او روسیې لپاره د تمې خلاف وي. دغه چاودنه ښايي یوازې تر مرکزي آسیا پورې محدوده پاتې نشي او د یوه پراخ قیام احتمال شته، چې په تکبیر سره به اسلامي شعارونه ورکوي او تر ګاونډي افغانستان او ان پاکستان پورې به ورسېږي. البته د امریکا په څېر د ستراتیژیک فکر لرونکی هېواد په مرکزي آسیا کې د "چاودنې" دغه ډول وړاندوینې له پامه نه شي غورځولی.

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا اهمیت دغه ډول خلاصه کېدلی شي: که څه هم مرکزي آسیا د امریکا لپاره د ژوند او مرګ مسله نه ده، خو دغه هېواد دې سیمې ته د خپلو جیوپولیټیکي ګټو د خوندي کولو او د خپلې نړیوالې هژموني د ساتلو لپاره د یوې ستراتیژیکې برخې په توګه ګوري. مرکزي آسیا د اسلامي خاورو یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سیمې مسلمانان زړور خلک دي، چې له اسلام سره مینه لري او غواړي ژوند ورسره وکړي او په دې لاره کې د خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو دي. دغه خاورې چې ډېر ژر به د نبوت پر منهج د راشده خلافت برخه وي، د اسلام لپاره به یوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د روسیې او چین په محاصره کولو کې مهم رول ولوبوي. 

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) ‏ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «په هغه ورځ مومنان خوشالېږي. (هو، خوشالېږي) د الله په مرستې سره. الله له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې خوښه یې شي او هغه برلاسی (پر خپلو دښمنانو) او ډېر مهربان (پر خپلو دوستانو) دی.»

د الرایه جریدې له ۵۲۸ ګڼې څخه

لیکوال: استاد أبوخلیل - ازبیکستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

سوریه ولې له اسلام پرته د بل هر څه لپاره مناسبه ده؟

(ژباړه)

خبر:

د سوریې د نوې ادارې مشر، احمد الشرع د دمشق په الشعب ماڼۍ کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې، آنالینا بربوک او د هغې له فرانسوي سیال، ژان نوئل بارو سره ولیدل. د دغې لیدنې په جریان کې په سوله‌ییز ډول د واک د هر اړخیز لېږد پر سر ټینګار وشو. دا د اسد د رژیم له راپرځېدو راهیسې له غربي چارواکو سره په دغه سطحه د احمد الشرع لومړنۍ لیدنه ده. (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۵/۱/۳)

تبصره:

له نوي انتقالي حکومت سره د سوریې وضعیت هماغسې دی لکه د اسد تر تېښتې وړاندې چې و؛ د یهودو پر وړاندې چوپه ده، له غربي هیوادونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي او په نړیوال نظم کې –چې له اسلام سره په ټکر کې دی- د ذوب او ډوبېدو په حال کې ده. د اسد له ګوښه کېدو راهیسې، احمد الشرع د غربي او عربي هیوادونو د پلاوو په کوربه‌توب بوخت دی تر څو غرب ته وښيي چې له هغوی سره دی او غوښتنو منلو ته یې تیار دی. نوموړی خپله ټوله هڅه کوي چې وړتیا یې ورته ثابته کړي او ډاډ ورکړي چې د سوریې لپاره به د هغوی پلانونه بې پایلې نه وي.

د جرمني او فرانسې –چې د یوې اسلامي خاورې په توګه له سوریې سره هیڅ اړیکه نه لري- له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه؛ د امریکا امرونه او د راپورونو له مخې په سوریه کې د امریکا د نظامي هډې جوړولو لپاره پلان برابرول او همداراز یهودو ته ډاډ ورکول چې د سوریې لخوا به هیڅ ګواښ ورته پيښ نه شي؛ دا ټول په داسې حال کې کېږي چې احمد الشرع لا خپل واک بشپړ نه دی تثبیت کړی. فکر وکړئ چې که ټول واک ترلاسه کړي څه به وکړي!

سوریه څو پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې وه؛ تر هغې چې خلافت دولت د دغو کافرو دولتونو لخوا نسکور شو چې د اسلام پر وړاندې یې دسیسه جوړه کړه. له هغه وخت راهیسې اسلامي امت د هغو حکامو له لاسه ډېر ځورېدلي چې غرب د اسلام د بیا حاکمېدو د مخنیوي لپاره پرې ګومارلي. سوریه د هغو خاورو له ډلې وه چې خلک یې ډیر وځورېدل او د خلافت تر نسکورېدو وروسته یې د جنایتکار حافظ الاسد او د هغه د زوی، بشار الاسد لخوا ډیر وکړېدل؛ تر هغه چې الله سبحانه و تعالی مهرباني پرې وکړه، د اسد وحشي نظام ونړېد او دوی له دغه ظلم، ذلت او خوارۍ خلاص شول. آیا اوس به د سوریې خلک ومني چې یو ذلت له بل سره بدل کړي؟ ایا دا به ومني چې بیا د غرب او د مسلمانانو لپاره د هغوی ظالمانه قوانینو ته وروګرځي؟

د سوریې نوی دولت ولې دا باور لري چې سوریه د بل هر څه لپاره مناسبه ده؛ خو د دې لپاره مناسبه نه ده چې یو اسلامي دولت وي!؟

لیکوال: سوزان المجرات – د فلسطین سپېڅلې خاوره

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د مطلب ادامه...

ایران؛ هغه لوی دروغ چې ډېری خلک یې تېرایستل!

 (ژباړه)

خبر:

الشرق الاسط ورځپاڼې تر «سوري شیعه‌ګان؛ ایران هغه لوی دروغ وو، چې موږ یې تېرایستلو او پروژې یې سوریه ویجاړه کړه.» سرلیک لاندې لیکلي دي: «د سوریې شیعه‌ګانو په سوریه کې د ایران له سیاستونو او همدارنګه له دې شکایت کړی چې دوی ته یې د سوریې له نورو خلکو په ځانګړې توګه اکثریت اهل سنتو څخه د وېرولو له لارې فرېب ورکړی دی. ایران خپل ځوانان ګمراه کړل او هغوی یې د نظامي سونتوکو په توګه په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره د سپاه پاسداران د ملېشو (هغو غیررسمي وسله‌والو ډلو ته وایي، چې ډېری مهال د دولتونو یا ځانګړو ډلو تر امر لاندې نه وي او په خپلواکه توګه عمل کوي) په چوکاټ تنظیم کړل او وروسته یې پرېښودل. د مرکې ګډونوال په دې باور وو، چې ایران یو لوی دروغ وو چې پروژې یې سوریه ویجاړه کړه، اوسېدونکي یې له یو او بل څخه بېل کړل او شیعه او علوي طایفې یې د ولایت فقیه د پروژې لپاره په وسیلو بدلې کړې. دغه اقدام د سوریې په ډېری خلکو کې د ژور درځ لامل شو او د دغو طایفو اولادونه د هغه انقلاب پر وړاندې د یوې بې‌ګټې جګړې پر سونتوکو بدل شول، چې د سوریې د خلکو بېلابېلې ډلې یې متحدې کړې وې. ایرانیانو د سوریې ځینو شیعه‌ګانو ته د قدس د ازادۍ په تړاو په کاذبو ژمنو فرېب ورکړ؛ په داسې حال کې چې اصلي موخه یې د ایران د ګټو خوندي کول او د سوریې له خاوروې استفاده کول وو، ترڅو د لبنان حزب‌الله ته وسلې ولېږدوي او فرقه‌یي تاوتریخوالی پراخ کړي.»

تبصره:

دا د ایران د نظام واقعیت دی؛ بلکې تر دې هم ناوړه دی، هغه نظام چې په لومړۍ ورځ د فرقه‌پالنې پر بنسټ رامنځته شو. د مسلمانانو تر منځ یې تفرقه رامنځته کړه، د هغوی یووالی یې ختم کړ او تر منځ یې د کینې او اختلاف تخم وشینده، بیا یې دا تخم وپاله چې وده وکړي، لوی شي او مېوه ونیسي. ډېری ساده او عام وګړي تېروتل او د هغه پر اساس یې ډلې، ټولنې او مرکزونه جوړ کړل، ترڅو د مسلمانانو په منځ کې فتنه خپره کړي. دا فتنه د دې سبب شوه چې مسلمانان له خپل اصلي دښمن یعنې استعمار څخه بې‌پروا شي او په خپلو کې سره ونښلي؛ دا هغه فرقه‌يي شخړې وې، چې د دوی په غوښتنه تل باید دوام وکړي او ړندې تاریخي کینې او دښمنۍ همداسې ژوندۍ وساتي.

د دغه اخوندي نظام پر وړاندې ځینو نورو حاکمانو لکه؛ د آل‌سعود حاکمانو هڅه وکړه، چې حزبونه، ټولنې او مرکزونه جوړ کړي، ترڅو مسلمان ځوانان په بې‌ګټو جګړو کې ښکېل کړي. دغه جګړې په ظاهره له دین او اهل سنت والجماعت څخه دفاع وه، خو په حقیقت کې یې موخه له اصلي دښمن یعنې استعمار څخه د مسلمانانو منحرفول وو، چې د بدبختیو او مصیبتونو سرچینه ده. په دې سبب مسلمانان له هغو اساسي بدلونونو څخه لاس په سر شول، چې د مسلمانانو په خاورو کې یې استعمار او کفر له منځه وړلی شوای او پر ځای یې د سني او شیعه تر منځ په فرقه‌يي شخړو کې مصروف شول. په داسې حال کې چې دواړه نظامونه د اسلام دښمنان دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اهل بیت او ټولو اصحابو څخه بېزار دي، له اهل سنت سره جنګېږي او په ټول توان سره هڅه کوي چې د ژوند ډګر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د بېرته راګرځېدو مخه ونیسي. دغه دوه نظامونه (ایران او سعودي) د رسول الله صلی الله علیه وسلم، اهل بیتو او اصحابو له محبت څخه تر ټولو ډېر لرې دي.

دا هغه نظامونه دي چې امریکا یې د خپل ولي په توګه غوره کړې ده، د هغې ګټې خوندي کوي او نقشې یې عملي کوي. د دغو نقشو په سر کې له اسلام سره جګړه او د مسلمانانو د یووالي مخنیوی دی. دغه نظامونه د غولوونکو شعارونو تر شا پټ شوي دي، چې عامو خلکو ته فرېب ورکوي او د ساده خلکو احساسات تحریکوي، لکه د قدس د ازادولو او له اهل سنت والجماعت څخه د دفاع کولو مسله. دغو شعارونو ډېری خلک جذب کړي دي، خو ذهنونه یې غولولي او سترګې یې ړندې کړې دي. پایله دا شوه چې خلک د دغو خیانتونو او ظلمونو په سبب له تفرقې، عذاب، جنایت او فساد سره مخ شول، دا هغه څه دي چې امت د دغو ظالمانو او غرب ته ژمنو حاکمانو له امله تجربه کړل.

په پورته راپور کې په دې اړه د یو شمېر کسانو د نظرونو ارزول، په حقیقت کې د ایران د پراخو جنایتونو او دروغو یوه کوچنۍ بېلګه ده او دا وضعیت پر اسلامي خاورو د حاکمو رژیمونو په اړه هم صدق کوي. همدارنګه کوم خدمتونه چې ایران په افغانستان، عراق، سوریه، فارس خلیج، یمن او لبنان کې امریکا ته وکړل، په حقیقت کې د ډېرو مسایلو یوازې یو څو بېلګې دي.  

هو، ایران یو لوی دروغ دی، زموږ د عصر دروغ او همدرانګه هغه نور رژیمونه چې له اهل سنت والجماعت څخه د ملاتړ او محبت ادعا کوي، په اصل کې ټول د غرب دوستان او د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.

لیکوال: انجینیر باهر صالح

د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې