یکشنبه, ۱۳ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا، ایران او اټومي وسلې

(ژباړه)

خبر:

ټرمپ له CNBC شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: «ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هڅو لاس واخلي او د امریکا متحده ایالات به د ایران د اټومي پروګرام اړوند ټول پلانونه او خوځښتونه په دقت سره څاري.»

تبصره:

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نړیوالو رسنیو پام د ایران کورنیو بدلونونو ته اوښتی دی؛ هغه بدلونونه چې ټولنیزې ګډوډۍ د خلکو له اقتصادي غوښتنو سره یو ځای شوې او ورو ورو د نظام د بدلون غوښتنې ته اړول کېږي، داسې چې د واکمنۍ جوړښت پکې یو څه پرانیستی وي او د «ولایت فقیه» او د تشیع مذهب له واکمن نظام سره یې تړاو کم وي.

د ۲۰۲۶م کال د جنوري له پیل راهیسې پراخو لاریونونو د ایران لوی ښارونه ونیول؛ هغه اعتراضونه چې د ملي اسعارو تر سقوط او د ژوند د لګښتونو تر سخت زیاتوالي وروسته راپورته شول. د ایران دولت څو ځله اعلان کړی چې له دغو اعتراضونو څخه، چې په پیل کې د خلکو د مشروع او سوله‌ییزو غوښتنو په بڼه پیل شوي وو، «موساد» ناوړه ګټه اخیستې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم څرګنده کړه چې امریکا ته یې داسې شواهد او اسناد سپارلي، چې ښيي «موساد» د لاریونونو په تنظیم کې لاس درلود او هغوی یې تاوتریخوالي، ګډوډۍ او د امنیتي ځواکونو وژلو ته هڅولي دي. هغه په دې اړه وویل: «اوس ټرمپ ته روښانه شوې چې خپله وسله چیرې ونيسي، ترڅو د تهران پر سړکونو ګډوډۍ او وژنو ته د پای ټکی کېږدي» چې مطلب یې «یهودي رژیم» و.

په همدغه چوکاټ کې د ټرمپ څرګندونو وښودله، چې د شخړې محور نور یوازې ناارامه سړکونه او کورني اعتراضونه نه دي، بلکې اصلي تمرکز د ایران پر اټومي پروګرام راټول شوی دی؛ هغه پروګرام چې د «نوي منځني ختیځ» په ثبات او د ځواک په انډول کې ټاکونکی رول لوبوي او په مستقیم ډول له سیمه‌ییزو او نړیوالو جیوپولیټيکي سیالیو سره تړاو لري.

په ځانګړې توګه دا چې امریکا په عملي ډول ایران له دغې ګډوډې سیمې سره تړلی او په تېرو لسیزو کې یې هغه د خپلو سیاستونو د پلي کولو لپاره یوه اغېزناکه وسیله ګرځولی دی؛ هغه که په لبنان کې د خپل اړوند ګوند د جوړولو او دوامدار ملاتړ له لارې او یا هم د پردې تر شا د هغه د کنټرول له لارې وو؛ یا دا چې د بشارالاسد په ملاتړ د هغه د واکمنۍ د ټینګښت او د سوریې د مادي او ټولنیزو بنسټونو د ورانولو له لارې او یا هم دا چې له امریکا سره په عراق کې د همکارۍ له لارې وو، ترڅو دغه هېواد داسې یوه نسبي ثبات ته ورسوي چې باثباته او فعال وي، خو د امریکا تر واک لاندې د یوه دولت په توګه عمل وکړي. همدارنګه ایران له ۱۹۸۹م کال وروسته، کله چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه ووت، په دې سیمه کې د امریکا د نفوذ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

له همدې امله ایران د منځني ختیځ په یوه اصلي لوبغاړي بدل شو او امریکا وتوانېده چې په ۱۹۷۹م کال د خمیني له انقلاب څخه تر نن پورې د ایران له رژيم څخه په پراخ او حساب‌شوي ډول ګټه واخلي. امریکا بریالۍ شوه چې د خلیج عربي دولتونه، په ځانګړې توګه سعودي قانع کړي، چې ګواکې ایران به د سیمې د ثبات عامل وي او د سیمې عمومي امنیت په ځانګړي ډول د خلیج لپاره به جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

سره له دې امریکا تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چې د «یهودي رژیم» ژوره اندېښنه له منځه یوسي او قانع یې کړي چې ایران باید د منځني ختیځ د ناورینونو د ثبات او مدیریت په بهیر کې ونډه ولري. د یهودي رژیم له نظره، ایران باید هېڅکله داسې دفاعي یا بریدکوونکي ځواک ته لاسرسی پیدا نه کړي، چې د دوی له پوځي وړتیا سره برابر او یا تر هغې لوړ وي. دا موضوع د دغه رژیم لپاره یوازې یوه ستراتیژيکه مسئله نه ده، بلکې برخلیک ټاکونکې مسئله ده؛ ځکه د دوی په باور، دومره پیاوړو او یا تر دې لا پیاوړو وسلو ته د سیمې د هر دولت لاسرسی، په حقیقت کې د هغوی د موجودیت لپاره بنسټیز ګواښ ګڼل کېږي.

دغه موضوع د مسلې اصلي جوهر دی، چې د باثباته منځني ختیځ د رامنځته کېدو لپاره د امریکا د وروستۍ پروژې پر وړاندې تر ننه د جدي خنډ په توګه پاتې شوی دی؛ یعنې داسې منځنی ختیځ چې سرچینې یې د تل لپاره د غرب په ځانګړي ډول د امریکا د اصلي اړتیاوو لپاره په خدمت کې وي، د اوبو لارې یې هېڅکله د نړيوالې سوداګرۍ پر وړاندې بندې نشي او په دې سیمه کې د اسلام سیاسي نظام ته د بېرته راستنېدو هیڅ فرصت پاتې نشي.

په همدغه چوکاټ کې د سیمې دوامداره ثبات د دې غوښتنه کوي، چې د ځواک داخلي توازن باید موجود وي، چې د امریکا له‌خوا ډیزاین شوي بهرني تضمینونه او مدیریت ورسره مل وي. د داسې توازن د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده، چې په سیمه کې باید هیڅ هېواد مطلق ستراتیژیک غوره‌والي ته، د اټومي وسلو د انحصاري مالکیت په ګډون، ونه رسېږي. له همدې امله اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی یوه بشپړه ستراتیژیکه مسله ده، چې د امریکا له راتلونکې پروژې سره په ټکر کې نه راځي، خو په ورته وخت کې یهودي رژیم په شدت سره اندېښمنوي.

د غزې د نسل‌وژنې په بهیر کې څرګنده شوه، چې یهودي رژیم څنګه هڅه وکړه، ترڅو د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي. په ورته وخت کې امریکا د دغه رژیم د مهارولو لپاره ځان اړ کړ، چې محدود هوايي بریدونه وکړي او وروسته یې اعلان وکړ چې د ایران اټومي ځواک له منځه وړل شوی دی. سربېره پردې سیاسي او مسلکي راپورونه په ځانګړي ډول د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې تخصصي راپورونه ښيي، چې ایران د یورانیمو د غني‌ کولو په برخه کې خپل هېڅ ظرفیت له لاسه نه دی ورکړی او پخوانۍ زېرمې یې هم له منځه نه دي تللې.

په پایله کې یهودي رژیم نورو لارو ته مخه کړه، ترڅو د ایران پر وړاندې خنډ جوړ کړي، چې په منځني ختیځ کې د دوی د ځواک سیال نشي.  په همدې موخه یې په ایران کې له خپلو جاسوسي شبکو او نفوذي عناصرو څخه کار واخیست، ترڅو ولسي لاریونونه او اعتراضونه د خونړي تاوتریخوالي پر لوري بوځي؛ په دې هیله چې د نظام نسکورېدو ته زمینه برابره کړي او له دې لارې په سیمه کې د بل اټومي ځواک د راڅرګندېدو خطر له منځه یوسي.

د همدې لیدلوري له مخې، د ټرمپ څرګندونې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ په ۲۲مه نېټه له CNBC شبکې سره په مرکه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پخوانیو ګواښونو تکرار و. دغه خبرې په حقیقت کې مستقیم ایران ته خطاب نه کوي؛ ځکه امریکا د ایران د کورنیو بدلونونو په اړه ښه خبره ده. ټرمپ پخپله د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام د څارنې تړون عملي کول ودرول؛ هغه تړون چې په ۲۰۱۵م کال کې د ۵+۱ ډلې لخوا لاسلیک شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا تصویب شوی و. له دغه تړون څخه د امریکا په وتلو سره، ایران ته عملي فرصت برابر شو چې خپل اټومي پروګرام له نړیوالو څارونکو پرته پرمخ یوسي.

له همدې امله، دغه څرګندونې له یوه حقیقت څخه پرده پورته کوي: یعنې یهودي رژیم تل هڅه کوي، ترڅو ایران پرېنږدي چې ځواک یې د دوی له ځواک سره سم او برابر شي. په همدغه چوکاټ کې امریکا ښايي یو ځل بیا بریدونه ترسره کړي او بیا هم دا ادعا وکړي چې د ایران اټومي تاسیسات یې له منځه وړي دي؛ داسې بریدونه چې په ورته وخت کې د ایران د واکمن نظام لپاره فرصت برابروي، ترڅو د ملي احساساتو د پیاوړتیا او د بهرني ګواښ د انګیرنې له لارې، کورني اعتراضونه کنټرول کړي او د ټولنې فضا ارامه کړي.

په پایله کې، تر هغه وخته چې الله تعالی خپله اراده د نبوت پر منهج د خلافت دولت په تاسیس سره پوره نه کړي، د منځني ختیځ سیمه به ـ چې د اسلامي خاورو زړه دی ـ لا هم د اسلامي امت د دښمنانو د یرغل ډګر وي؛ هغه دښمنان چې د دغه امت د بچیانو ترمنځ وژنه او بې‌کوره‌توب رامنځته کوي، شتمنۍ یې لوټي او پر ارزښتونو او عقایدو یې بریدونه کوي.

﴿وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱستُضعِفُواْ فِي ٱلأَرضِ وَنَجعَلَهُم أَئِمَّةٗ وَنَجعَلَهُمُ ٱلوَٰرِثِينَ﴾ [القصص: ۵]

ژباړه: او موږ غواړو پر هغو کسانو احسان وکړو، چې په ځمکه کې کمزوري او بې‌وسه شوي دي او هغوی لارښوونکي وګرځوو او د (ځمکې) وارثان یې کړو.

لیکوال: دکتر محمد جیلانی

۱۴۴۷هـ.ق د شعبان ۴مه

۲۰۲۶م د جنوري ۲۴مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې