پنجشنبه, ۱۷ مُحرم ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ایا د غرب او د هغوی د سازمانونو د رضایت په پرتله دا غورنه نه ده، چې خپله ټولنه له فساد او اخلاقي رذالتونو څخه وساتل شي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د العطا خیریه بنسټ د ښځو چارو د ادارې او په انګلیستان کې د میکا موسسې په ملاتړ په بیت حنون کې چې تر غزې مهم ښار دی، فلسطیني نجونو ته ورزشي لوبې جوړې کړې دي. په دغو لوبو کې له ۱۲څخه تر ۱۵کلنو نجونو پورې ګډون کړی و. د دغو لوبو موخه د ځوانو فلسطیني نجونو په ځانګړې توګه غزې تړانګې ته د نژدې نجونو د حقونو ساتل ښودول کېږي. دغه لوبې له ځان سره له پورته پیغامونو سربېره د فلسطین د قضیې تر شا نور پیغامونه هم لري.

په اسلامي او عربي نړۍ کې د ښځو لپاره په بېلابېلو نومونو او وسیلو سره د بنسټونو او حرکتونو جوړل د مسلمانو ښځو پر وړاندې یو ډول جګړه ده. که د دغو حرکتونو موخو او پلانونو ته ځیر شو، نو دا په ډاګه کوي چې یاد حرکتونه د فکري جګړې بنسټونه دي. دغه بنسټونه داسې شکمن رول لوبوي، چې له ځان سره لوی لوی خطرونه هم لېږدوي. دا حرکتونه په غرب پورې تړلي او ملاتړ یې کوي. دوی هڅه کوي چې په دې سره د عملي اسلام مخه ډپ کړي.

دغه بنسټونه په لومړیو کې د بېوزلو کسانو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو تمرکز کوي لکه: روغتیایي او تعلیمي اړتیاوې او طبیعي پېښې (سیلاب، لوږه، هغه جګړې چې ډېری کسان ګډوالۍ ته اړ کوي)؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه سازمانونه خپل فعالیتونه، پروګرامونه او رول ډېروي. که دولتونه وغواړي د خپلې ورانوونکې غونډې اجنډا په اسلامي خاورو کې پلې کړي، نو له دغو بنسټونو سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي. یاد بنسټونه بیا په پایله کې د دوی پروګرامونو لکه: چاپېریال ساتنه، ټولنیز عدالت، د بشر، ښځې، ماشومانو او ځوانانو حقونه، ډېموکراسي، تاوتریخوالي او داسې نورو ته ارزښت ورکوي.

دغه مرکزونه خپله تګلاره د فکرې پروګرامونو پر ځای پر تفریحي پروګرامونو او یا هم یتیمانو ته د خوراکي توکو په وېش پیلوي، خو کله چې ښځې پر ځان راماتې کړي، وروسته بیا خپل دوکه ورکوونکي پلانونه پلي کوي. دغه چټل مرکزونه د ورزشي لوبو، د پخلي د پروګرامونو، ښځو ته د ګټورو لاسي صنایعو، د ماشومانو د روزنې او زده کړې د پروګرامونو له لارې د مسلمانو ښځو ذهنونه مسموموي. لکه څنګه یې چې د تفریحي ځایونو په وسیله مسمومول. موخه یې په دغو مرکزونو کې د ښځو د ګډون لپاره تشویق دی او د داسې فضا د رامنځته کېدو هڅه کوي، چې ښځې د خپل ځان او بچیانو په اړه ډاډمنې شي.

فلسطین یو له هغو خاورو څخه ده، چې دا ډول بنسټونه پکې جوړشوي دي. په ۱۹۹۳م کال کې د اسلو له ننګین هوکړه لیک او خپلو جوړښتونو ته د فلسطین له ګرځېدو وروسته په ښځو پورې اړونده فعالیتونو په پراخه کچه زیات شول. د فلسطین بېلابېل ښارونه او کلي د اروپا او نړیوالې ټولنې روغتیایي، فرهنګي او بشر دوستۍ سخاوتمندانه فعالیتونو ونیول. اوس د دغو خیریه بنسټونو شمېر زرګونو ته رسېږي. که د ښځو دغه سازمانونه او پروژې وڅېړو، نو پوه به شو چې دغه سازمانونه د مرسته کوونکو تر کنټرول لاندې دي او یوازې د دوی د موخو لپاره فعالیت کوي. که مرسته کوونکي وغواړي ډیموکراسي عامه کړي، لسګونه بنسټونه ورته جوړوي. که وغواړي یوازې ښځو او ماشومانو ته کار وکړي، په اسانۍ سره ډېر بنسټونه ورته جوړولی شي. که وغواړي تاوتریخوالی رامنځته کړي، د دغو بنسټونو په وسیله یې په ډېرې اسانۍ سره کولی شي. دغه بنسټونه د تفریحي پروګرامونو، مرستې او ورزشي لوبو په چوکاټ کې د ښځو د جذب لپاره جوړیږي.

همدا اوس د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه زرګونه بنسټونه جوړشوي دي. هغه بنسټونه چې یوازې مرسته کوونکو ته غوږ دي او د هغوی موخې تعقیبوي؛ لکه: اروپایي ټولنه، نړیوال بانک، امریکایي اقتصادي بنسټ (USAID)  او داسې نورې موسسې.

باید ووایو چې په فلسطیني ټولنه کې دغه خیریه بنسټونه د ښځو لپاره عملي او واقعي پروګرامونه نه لري. دغه موسسې پر رسمي موضوعاتو لکه: تاوتریخوالی، ژر واده کول، مساواتو او نورو مسایلو تمرکز کوي. په حقیقت کې دا داسې ستونزې نه دي، چې د ښځو پر ژوند یې دې اغېز کړی وي. دا بنسټونه پر داسې پروګرامونو کار کوي، چې پر جنسیت پورې اړه لري او له غربي مفهوم سره سم د ښځو پر ازادۍ او حقونو تمرکز کوي؛ لکه: جنسیتي مساواتو ته لاسرسی، د پوهې د لوړوالي لپاره د زده کړې پروګرامونه، چې د ښځو د مهارتونو او تجروبو د زیاتوالي لامل شي او د ښځو د خپلواکۍ ساتل، چې د نرانو له سرپرستۍ څخه راووځي. دغه راز غواړي ښځې له غربي مفاهیمو سره سمې د خپلو حقونو غوښتلو ته تشویق کړي.

دا حالت یوازې په غربي برخه کې نه دی، بلکې په غزه کې هم د ښځو اړوند لسګونه خیریه بنسټونه او مرکزونه شته، چې د غرب په مرسته او ملاتړ جوړ شوي دي. هغه مرکزونه چې له خپلو شخصي ګټو پرته بل هېڅ موخه نه لري، نه غواړي ډېر کم خیر هم مسلمانانو ته ورسیږي. له دې ډلې، د فلسطین د ښځو اتحادیه، د ښځو کمېټه، د ښځو د پرمختګ او مطالعاتو د پراختیا بنسټ، د ښځو د چارو مرکز او د العطا خیریه بنسټ، چې دغه لوبې د دوی په څارنه جوړېږي. که څه هم دغه لوبې په ښکاره د نجونو د تفریح او خوشحالۍ لامل ښکاري، خو په حقیقت کې هغه پروګرامونه دي، چې د فلسطین مبارکې خاورې د نجونو د فاسدولو لپاره جوړې شوي دي. دغه لوبې په حقیقت کې د غربي فاسد فرهنګ عامول، د اسلامي مفاهیمو او احکامو پر وړاندې لویه ضربه او د نجونو د حیا او شرم د مخنیوي له منځه وړل دي. دغه راز د نڅا د لوبو یا د دبکه (د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یو ډول نڅا ده) په لور یو ګام دی. همداراز د موسیقۍ او  مُد (ډول) وړاندې په دې پلمه کوي، چې دوی د فلسطین د میراثونه ژوندي ساتي. د فلسطین له قضیې ملاتړ کوي او نړیوالو ته یې په متمدن ډول او له تاوتریخوالي پرته څرګندوي. 

موږ پوهیږو چې د نجونو او ښځو ورزش او فعالیتونه به له شریعت سره په ټکر کې نه وي، خو هغه څه چې په شریعت کې منعه دي، هغه جنسیتي اختلاط او د عورت لوڅول دي. په دې مانا که چېرې د سندرو ویل، د منډو وهلو لوبې او د نجونو دبکه، د ښځو په ځانګړي ځای کې وي له شریعت سره ستونزه نه لري. نو موږ به ولې د ښځې ازادي له اسلامي شریعت سره په مخالفت کې اچوو؟!

ښځې کولی شي زده کړې او کار وکړي، سوداګریز شرکتونه او موسسې مدیریت کړي. د ټولنیزو، فرهنګې او اقتصادي ادارو په خدمت کې ګډون وکړي. خو د هغه مشروعیتونو په چوکاټ کې چې غیرتي پروردګار یې ورکړي دي، نه د انسانانو له خوا په ورکړل شویو مشروعیتونو کې. اسلام د ښځو لپاره سخت دریځه او ناعادلانه نه دی. ښځې کولی شي تفریح او ورزش وکړي. ښځې کولی شي یو بل ته خپل ښایست، جامې او سینګار وښيي، په داسې حال کې چې نران نه وي. اسلامي شریعت په وخت او ځای پورې محدود نه دی. تمدن او پرمختګ له اسلام سره ستونزه نه لري؛ بلکې موږ د اسلام خلاف روان یو، ځکه له دا ډول ستونزو سره مخ شوي یو.

نو دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې ایا د دا ډول فعالیتونو مخه نیول د غزې تړانګې د مسوولینو دنده نه ده؟! په داسې حال کې چې په غربي برخه کې د دغو بنسټونو فاسدوونکي او وبجاړوونکي فعالیتونه په خپلو سترګو ویني. ایا د غرب او د هغوی د سازمانونو د رضایت په پرتله دا ښه نه ده، چې خپله ټولنه له فساد او اخلاقي رذالتونو څخه وساتل شي؟ دا په ښځو پورې اړوند حرکتونه، سازمانونه او بنسټونه، چې په پټه او ښکاره هر څه کوي، یوازې د ملاتړ کوونکو په خدمت کې دي. هغه ملاتړي چې تل د اسلامي امت د فاسدولو په هڅه کوي. غواړي د امت ټولنیز بنسټ یې خراب کړي، خلک یې بې‌‌اتفاقه او په کوچنیو ډلو  ووېشي. څو په دې سره د مسلمانانو له بېدارۍ او په پایله کې د اسلامي دولت د بیا تاسیس مخه ونیسي. هغه دولت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې انځور وړاندې کوي. انشاء الله، چې الله سبحانه وتعالی به مو یې ډېر ژر شاهدان کړي.

لیکواله: مسلمه الشامي

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د وېبپاڼو وروستي لنډمهاله بندول

د دښمنانو له ټولو هغو هڅو او دسیسو سره سره چې غواړي د خلافت فکر د مسلمانانو له ذهنونو څخه لرې کړي، دغه فکر په اسلامي امت کې په خورا لوړه کچه عام شوی. "د خلافت د بیا تاسیس غوښتنې" د غربي دولتونو ټول سیاسي او فکري سازمانونه له لویې اندېښنې سره مخ کړي دي، دوی پوره هڅه کوي چې عامه ذهنونو ته د دعوت د سپېڅلي فکر د رسېدلو مخنیوی وکړي.

هغه "تخینکي تجارتي" شرکتونه هم د دښمن له کاروان سره یو ځای شول چې تل یې د بې پرېتوب ادعا کړې ده! دغه شرکتونه د هغو دولتونو سیاسي الې دي، چې په ښکاره د خلافت له مفکورې سره دښمني کوي. د  Cloudflare شرکت )له کلونو خدمت وروسته)، اوس Stackpath شرکت هم ناڅاپه د حزب التحریر له وېبپاڼو څخه له کومې خبرتیا پرته د DNS، د وېبپاڼې د خونديتوب او منځپانګې سپارلو خدمتونه بند کړل. له همدې امله په تېرو دوو میاشتو کې دوه ځله دغه وېبپاڼې بندې شوې. زموږ وېبپاڼې هغو شرکتونو بندې کړې وې، چې د خوندې کولو ژمنه یې کړې وه؛ نو دا څه ډول درغلي او خیانت دی!؟

د مسلمانانو د مشهور دښمن او د سپینې ماڼۍ د اوسني مشر ډونالډ ټرمپ ذهنیت د خپلو ژمنو خلاف ښکاري. داسې معلومېږي چې د ده ذهنیت په دغو دوو شرکتونو کې پوره نفوذ کړی وي او ښايي دا په امریکا کې نورو تجارتي او تخنیکي شرکتونو ته د دغه نفوذ د تګ پیل وي.

د خپلو غلطیو د توجیه لپاره لومړي شرکت د حزب التحریر ناقانونيتوب پلمه کړی او دویم شرکت یې بیا د بندیدلو علت له منل شوو اصولو او تګلارو څخه د حزب التحریر سرغړونه بللې ده!

پر دې سربېره چې موږ دواړو شرکتونو ته د دوی د کړنو په اړه پوره ثبوتونه او اسناد وړاندې کړل او   دوی ته مو ثابته کړه چې حزب التحریر یو سیاسي او فکري حزب دی. دغه حزب د نړۍ په ډېری هېوادونو کې فعالیت کوي. په ډېرو مشهورو ښارونو کې کنفرانسونه ترسره کوي، میدانونو ته راوځي او خپل فکر په ټولنو کې خپروي. دا کومه جنګي ډله نه ده، له تېرو اوو لسیزو راهیسې په خپله ثابته تګلاره پېژندل شوې ده او په ډېرو لویو نړیوالو ارشیفونو کې د سیاسي ماخذ په توګه ذکر شوې ده.

موږ دواړو شرکتونو ته په ډاګه کړه، چې حزب التحریر کوم ناقانونه حزب نه دی، د نړۍ په ډېرو لویو هېوادونو کې فعالیت لري؛ پرته له هغو هېوادو چې په نړیواله کچه دیکتاتوران یادیږي او په خپلو هېوادونو کې د هر ډول سیاسي فعالیت مخه نیسي، لکه د منځني ختیځ ځینې هېوادونه.

همداراز موږ دوی ته وښوده چې حزب التحریر په ښکاره او قانوني توګه په هغه هېواد کې هم فعالیت کوي، چې دغه دوه شرکتونه پکې دي.

د پورتنیو ټولو ثبوتونو پر وړاندې دغو دوو شرکتونو موږ هغه قانوني دېپارتمنت ته واستولو، چې د خپل اېمیل ادرس تر شا ورک دي. یوازې پیغام، نیوکې او پوښتنې تر لاسه کولای شي، خو ځواب نه ورکوي او دا په حقیقت کې له دسیسوي چوپتیا پرته بل څه نه دي.

دا د ډونالډ ټرمپ د ښکاره دښمنۍ او خیانت فکر دی، داسې معلومیږي چې دغه فکر یادو شرکتونو ته نفوذ کړی او د دوی لخوا ورسره منل شوی دی. ځکه هغه شرکتونه څنګه د خپل هېواد له قوانینو څخه د سرغړونې جرات کولی شي؟! په داسې حال کې چې مرکزي دفترونه یې په امریکا ( هغه هېواد چې په قانون او قضاوت باندې خورا مشهور دی) کې دي. دوی به څنګه د داسې کار جرات کړی و؟ له دې څخه ښکاري چې د دوی ولسمشر د خیانت په تړاو هېڅ څرګند فکر نه لري او پر خپلو ژمنو نه درېږي.

دا په واقعت کې د نبوت پرتګلاره د خلافت د تاسیس ضد کمپاین دی. له دې څخه ښکاري چې دوی په فکري توګه ماتې خوړلې او اوس هڅه کوي چې زموږ مخه ډپ کړي او د حزب التحریر د قوي، نېغې او سپېڅلې ایډیالوژۍ مخنیوی وکړي.

حزب التحریر د هغو رښتینو او مخلصو مسلمانانو ډله ده، چې د الله سبحانه و تعالی دغه امر ته یې لبیک ویلی دی:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

[ ال عمران:۱۰۴]

ژباړه: په تاسو کې باید یوه ډله هرو مرو داسې وي چې نیکۍ ته بلنه وکړي؛ په ښو امر وکړي او له بدو منعه وکړي. څوک چې دا کار وکړي، هغوی به بریالي وي.

دغه ډله نن ورځ له اوو لسیزو ثابت پاتې کېدو وروسته له ملت څخه په یوه امت بدله شوې ده. دا ډله اوس له خپلې ثابتې تګلارې څخه خبره ده او د یوه لوی او عظیم امت په منځ کې د خلافت د زرینو ورځو په هیله کار کوي.

د امریکا د دولت او د هغې د بدنیتو او تخریبوونکو مرستیالانو کمپاین د دوی فکري ماته (افلاس) ښيي. دا د دوی د ماتې ښکاره ثبوت دی، چې غواړي زموږ خولې وتړي او د حزب التحریر د قوي، نېغې، ښکاره او سپېڅلې ایډیالوژۍ مخه ونیسي. د وېبپاڼو بندېدل به هېڅکله هم حزب التحریر د هغه دعوتګر، مخلصین او ملاتړي کمزوري نه کړي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته د دوی شمېر ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی، الله سبحانه وتعالی فرمایې:

﴿وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعاً يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ

[رعد:۴۲]

ژباړه: له دوی څخه مخکې چې کوم خلک تېر شوې دي، هغوی هم غټ غټ چلونه کړي دي. خو د اصلي پرېکړې تدبیر په ټوله معنا یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. هغه پوهېږي چې څوک به څه و ګټي او د حق منکران به ډېر ژر پوه شي، چې پایله د چا په ګټه تمامیږي.

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د صدور ګڼه: 

 

د مطلب ادامه...

د یوسف چهاد پر واک د پاتې کېدو دومره وخت نه دی پاتې؛ خو بیا هم خلک له پامه غورځوي! Featured

  • خپور شوی په تونس

 (ژباړه)

د ولسمشریزو ټولټاکنو له لومړي پړاو لږ وخت وروسته په لومړۍ دولتي غونډه کې چې په کصباح کې وشوه، لومړي وزیر یوسف چهاد وویل چې د تونس په جنوب نوارا سیمه کې به د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې تولیدات پیل شي، چې د هېواد ۵۰ سلنه د ګازو او ۲۰ سلنه د نفتو لګښت به خوندي کړي.

که څه هم د پروژې د نیمې برخې مالکیت اتریشي کمپنۍ OMV لري. د پروژې ګټه چې لومړي وزیر یوسف چهاد یې یادونه وکړه، لکه د انرژۍ په کمښت کې ۴۰ سلنه ښه والی او همداراز د سوداګرۍ د عاید د کسر ۷ سلنه ښه والی، دا تاییدوي چې تونس پراخه شتمني او د انرژۍ ډېرې لویې زېرمې لري، په داسې حال کې چې دا حقیت تېرو پرله‌پسې رژیمونو نه مانه.

موږ نه پوهېږو چې لومړي وزیر یوسف چهاد ولې موږ ته ونه ویل چې په هېواد کې د ګازو او نفتو پراخه سیمې د تېرو دولتونو له لوري بهرنیو کمپنیو ته سپارل شوې، لکه د میسکار سمیه چې سل سلنه مالکیت یې په ۱۹۹۸م کال کې «British Gas» ته ورکړل شو او د دغه کار پایله د انرژۍ په توازن کې کسر و. د تونس خپل تولید په کال کې ۶۰ سلنه د اړتیا وړ انرژي برابرولی شي او دغه سیمه په ورځ کې ۱۰ میلیون متر مکعبه طبعي ګاز تولیدوي. تونس اوس د خپلې اړتیا وړ ګاز او برېښنا په پېرلو باندې د هېواد له بودیجې څخه ملیونونه ډالر لګوي. کوم سالم عقل لرونکی انسان به دا ومني چې د هېواد د تولید په پېرلو باندې دومره غټې پیسې ولګول شي!؟ څنګه بهرنۍ کمپنۍ کولی شي چې زموږ خپله شتمني واخلي، هغه شتمني چې اصلاً عامه ملکیت دی چې باید د دولت له لوري خلکو ته منظم په پیسو یا د خدماتو په چوکاټ کې ووېشل شي!؟

اې د الزیتونه هېواد مسلمانانو!

موږ پوهېږو چې د استعمارګرو د لاسونو لنډول او زموږ د شتمنۍ بېرته راوړل د دغو کمزورو او غلامو حکامو د وس خبره نه ده. دا دولتونه خو دومره نه شي کولی چې په ارزانه بیه د خوړو مالګې د استخراج قراردادونه بدل کړي چې د استعمار له پیل راهیسې استخراجېږي، بهرنۍ کمپنۍ خو بيخي نه شي ایستلی او نه زموږ شتمني خوندي کولی شي. دا کار یوازې هغه څوک کولی شي چې خپل دین ته مخلص او له خپل امت سره تړلي وي. موږ، په حزب التحریر کې ستاسو وروڼه، له ټولو - هغو کسانو چې ځوانمرده دي او د عزت او شرافت احساس لري - غواړو چې د هېواد د شتمنۍ دغه لوټول ودروي. همداراز تاسو ته خبر درکوو چې خلافت به – که خدای غوښتل ژر به تاسیس شي - د عزت او شرافت مقامونه هېر نه کړي، له تاسیس کېدو وروسته به یې هر څومره ژر چې کېږي د بهرنیو کمپنیو ریښې وباسي او بیا به هېڅکله دې خواته د راتلو جرات ونه کړي. همداراز به د هېواد ټول کانونه، نفت، ګاز او نور عامه ملکیت ستاسو د ګټې لپاره هم د تولید له اړخه او هم په مارکېټ کې د دولت له لوري سم وڅاري او پیسې به یې په صنعت کې ولګوي. په ځانګړي ډول د ماشنونو په صنعت کې چې د کرنې په برخه او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي، پوځ به پرې پیاوړی کړي او د بشري سرچینو په باسواده کولو کې به ګټه ترې واخلي. 

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 ﴿وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ

[حدید: ۲۵]

ژباړه: او اوسپنه مو راکوزه کړه چې په هغه کې ډېر زور او د خلکو لپاره ګټې دي. دا د دې لپاره شوي چې الله (سبحانه و تعالی) معلومه کړي چې څوک د هغه له لیدلو پرته د هغه او د هغه د پیغمبرانو مرسته کوي. بېشکه چې الله (سبحانه و تعالی) ډېر قوي او برلاس دی.

حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا غواړي د غولونکي «دفاعي مرستو تړون» تر نامه لاندې پر بنګله دېش خپله ولکه ټینګه کړي

اې مسلمانانو د حسینې مخه ونیسئ، چې دنده یې د امریکایي شیطاني دسیسو بشپړول دي!

امریکا غواړي په سویل او سویل ختیځه اسیا کې د خپل واک د پیاوړي کولو په موخه له بنګله دېش سره د دوه اړخیزه لاسته راوړنو او همکاریو (ACSA)  تر نامه لاندې د «دفاعي مرستو تړون» او د عمومي امنیت په تړاو د نظامي معلوماتو (GSOMIA)  اوږد مهاله تړونونه ولري.

د دغې موضوع په اړه د بنګله دېش-امریکا ترمنځ خبرې له اوږدې مودې راهیسې روانې دي. د حسینې دولت وایي، چې تړونونو ته په کتو سره به یو څه وخت ونیسي، څو یوې ښې هوکړې ته ورسېږو. واقعیت دادی چې حسینې د یو ګوډاګۍ واکمنې په توګه له وړاندې خپلو امریکایي بادارانو ته غاړه اېښې ده. اوس غواړي د ځينو مجلسونو او بحثونو د سمبالولو له لارې خپلې کړنې سمې وښیي. حسینه په ۲۰۰۸م کال کې د امریکا، انګلستان، او هند په مرسته واک ته ورسېده. دې له همغه وخت وروسته خپلو امپریالست، کافر-مشرک بادارانو ته په خدمت کولو پیل وکړ. د نړۍ جیو پولیټیکي واقعت ته په کتو سره امریکا هڅه کوي، چې د بنګله دېش په خاوره خپل دفاعي اسلوب پیاوړي کړي، څو په سیمه کې د چین او نږدې راتلونکي خلافت (رښتنی خلافت) مخه ونیسي. له شک پرته حسینه د امریکا له خوا په دې ګومارل شوې، چې له دوی سره د دفاعي مرستو تړون ولري او دا د خپل  دغه ماموریت د بشپړولو لپاره مخ پر وړاندې روانه ده.

اې مسلمانانو! له هغې جنایتکارې امریکا سره د دفاعي مرستو یا نورو تړونونو اجازه مه ورکوئ، چې لاسونه یې په عراق، سوریه او افغانستان کې ستاسو د وروڼو او خویندو په وینو سره دي. تاسو خو خبر یاست چې امریکا د اسلام پر ضد جګړه کوي، د څو لسیزو راهیسې په ډېره بې رحمۍ سره په ټوله نړۍ کې مسلمانان وژني او شتمنۍ یې لوټوي. په داسې حال کې به موږ څنګه له خپل اصلي دښمن سره د دفاعي مرستو د تړون فکر وکړو؟ دا ډول تړونونه د بنګله دېش خلکو ته له سپکاوي او بېوزلۍ پرته بل څه ورکولی شي؟

امریکا دغه تړونونه پر موږ د ولکې او کنټرول د پیاوړي کولو په موخه کوي، په داسې حال کې چې زموږ سېکولر او ډيموکراټ چارواکي د خپل ملت په اړه هېڅ فکر نه کوي. دوی د تېرو څو لسیزو راهیسې یوازې د دښمنانو پلانونه پلي کړي او زموږ واک او صلاحیت یې غربي امپریالستانو او په سیمه کې د هغوی متحدینو (هند) ته سپارلی دی. تاسو باید دغه سېکولر ډېموکراتیک نظامونه له منځه یوسئ، ځکه داسې خاینین واک ته رسوي، چې زموږ ګټې د امپریالستانو د ګټو د خوندېتوب قرباني کوي.

اې د فوځ رښتینو افسرانو! تاسو باید له کفري دولتونو او د الله سبحانه وتعالی له ښکاره دښمنانو سره مرسته ونه کړئ. دغه تړونونه د امریکا د اړتیا او ګټو د خوندي کولو په موخه شوي دي او زموږ خلکو ته له سپکاوي پرته بل څه نه شي ورکولی. په یاد ولرئ! الله سبحانه وتعالی په ګناه او تجاوز کې له لاس درلودلو څخه منعه کړي یو. د حسینې لاسپوڅی دولت له منځه یوسئ او حزب التحریر ته د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت د تاسیس په موخه خپل نصرت (مادي ملاتړ) وسپارئ، ځکه همدا ستاسو اسلامي مکلفیت دی. خلافت به یو پیاوړی فوځ جوړ او پر ټوله نړۍ به خپل اېډیالوژیکي حاکمیت واکمن کړي. خلک به د غربي امپریالستانو له ظلم او بې عدالتۍ څخه وژغوري. پر بنګله دېش باندې به د غرب او نورو کفارو واکمني ختمه کړي او امت به بېرته خپل زوړ وقار او برم لاسته راوړي، انشاالله.

﴿وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ‏﴾

[مائده:۲]

ژباړه: د نیکۍ او خدای پالنې په کارونو کې له هر چا سره مرسته وکړئ او په ګناه او ناوړه کارونو کې د هېچا ملاتړ مه کوئ. له الله سبحانه وتعالی څخه وډارشئ، ځکه د هغه سبحانه وتعالی عذاب ډېر سخت دی.

د حزب التحریرـولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا او د هغې لاسپوڅي افغان دولت ته د افغانو ښځو او ماشومانو وینه ارزښت نه لري Featured

افغان او امریکایې ځواکونو د سپټمبر د میاشتې په ۲۲مه د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې  د واده پر مراسمو  برید وکړ. په یاد برید کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ نور ټپیان شول. ګډ ځواکونه ادعا کوي چې برید یې د طالبانو پر پټنځای کړی دی، په داسې حال کې چې د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخنزاده وایي، چې د وژل شوو ډېری برخه ملکي وګړي دي. د امریکایي بې پیلوټه الوتکې دا وژونکی برید له هغه برید وروسته کیږي، چې د سپټمبر په ۱۹مه یې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې شاوخوا ۷۰ بې ګناه بزګران مړه او پټیان کړل.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي او ښکېلاکګرو ځواکونو په عملیاتو کې  د ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا ډېره شوې ده. د ملګرو ملتونو د جون د۳۰مې په راپور کې راځي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د امریکایي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷۱۷ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا د نورو وسلوالو ډلو له خوا د وژل شوو ملکي وګړو په پرتله ډېر دي.

د مسلمانانو د وینو توېدلو پر وړاندې د امریکا بې پروایي د حیرانۍ وړ نه ده، ځکه جنایتکاره صلیبي امریکا خپلې استعماري، سیاسي او اقتصادي ګټې د مسلمانانو د وینو تویولو په بیه خوندي کوي او دا ورته کوم لوړ قېمت نه دی، ځکه موږ یې په افغانستان، عرق او سومالیا کې شاهدان یو. تر ټولو دردوونکې خبره دا ده، چې افغان ځواکونه له ښکېلاکګرې امریکا سره اوږه په اوږه په سیمه کې د واشنګټن د اجنډا د پلي کولو لپاره خپلې میندې، خویندې، لوڼې او ماشومان وژني. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا له نیواک راپدېخوا د افغان چارواکو موخه د خلکو خدمت نه، بلکې د خپل واک، شخصي ګټو او د امریکایي بادارانو د ګټو خوندي کول وو. د دغو ټولو وژنو پر وړاندې د ولسمشر غني غبرګون ډېر مایوسوونکی و، د دې پرځای چې د دغو وژنو په تړاو امریکا پالیسي او له هغې څخه خپل ملاتړ وغندي، په ډېرې ساده ګۍ سره یې په نظامي عملیاتو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه. امریکایي ځواکونو له تېرو ۱۸ کلونو راپدېخوا د افغان دولت او چارواکو په مرسته په دغه خاوره کې د وینو ویالې بهولې، زموږ خویندې یې سپکې کړې او د خلکو پر وړاندې یې په پوره جرات او قوت سره ویجاړي، ترور او  جرمونه کړي دي.

په افغانستان کې به تر څه وخته ښځې، ماشومان او نور بې ګناه ملکي وګړي د ښکېلاکګرو د بې رحمه لاسوهنو قرباني کېږي؟ ځمکه د دوی وینو او اوښکو په سر اخیستې! زموږ د افغانو خویندو او ماشومانو قیمتي وینه څومره بې ارزښته شوې ده! د دوی مړینه په احصایوي شمېرو کې نه نیول او یوازې د ښکېلاکګرو اجنډاوو د خوندي کولو په موخه ترې کار اخیستل کېږي. سربېره پردې د سپټمبر ۲۸مې ټاکنې د افغانستان خلکو ته کومه لاسته راوړنه نه لري. دوی د امریکا تر واک لاندې رژیم ته څنګه رایه ورکولی شي؟ موږ شاهدان یو، چې دا ډول ټاکنې یوازې د امریکایي لاسپوڅو او ګوډاګیانو واک ته د رسېدو په موخه کیږي، په داسې حال کې چې د خلکو کړاو او ناهیلي ورځ تربلې ډېرېږي. دا ډول ټاکنې له ماتو شوو ژمنو، دروغجنو هیلو، غولونو او د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ او تاوتریخوالي له اچولو پرته بل څه نه دي. ناامني، مرګ، ویجاړی، بېوزلي، بیکاري، فساد او ناوړه روغتیایي او زده کړه ییز نصاب لا هم د خرابۍ په لور روان دي.

په افغانستان کې به د مسلمانانو وینه تر هغه بهېږي، څو چې د امریکایي ښکېلاکګر او د هغوی د غربي مرستندویانو او لاسپوڅو نظامونو ریښې له بیخه ونه ایستل شي. دا یوازې هغه وخت امکان لري، چې د نبوت پر تګلاره اسلامي خلافت تاسیس او د هر بهرني قوت او دولت لاسوهنې او نفوذ ختم شي. دا به د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي، اقتصادي او نظامي قوت وي، چې له خپلو وګړو څخه به ساتنه کوي. د مسلمانانو په خاوره کې به د رښتیني سولې او ټیکاو ټینګولو ته ژمن وي او ټوله نړۍ به د اسلام په نور روښانه کړي.

﴿تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ

[مائده:۸۰]

ژباړه: ته نن ورځ له هغوی څخه ډېری داسې خلک وینې، چې د مومنانو پر ضد د کفارو ملاتړ او ملګرتیا کوي. په رښتیا هم دا حالت چې خپلو نفسونو ورسره مخ کړي، د دوی لپاره ناوړه پایلې لري. دا چې الله سبحانه وتعالی ورباندې په غضب شوی، نو دوی به په تلپاتې عذاب کې وي.

ډاکتر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې رییسه

د مطلب ادامه...

د حسینې تش په نامه چاڼیز عملیات د هېڅ درد درملنه نشي کولی او یوازې خپل ناوړه تصویر پر پاکوي

که غواړئ بنګله دیش له فساد څخه وژغورئ، نو د حسینې پر ضد د راشده خلافت د تاسیس له هڅو سره یو ځای شئ

شیخ حسینه د خپل حکومت د پرمختګ او د ګوند د ناوړه تصویر په پاکولو سره، په خپل ګوند کې د ننه د فساد پر وړاندې تش په نامه ګډوډ تصفیوي عملیات پیل کړل، چې یوه بېلګه یې د ډاکه ښار په سپورټي کلپونو کې د ناقانونه قمارخونو پر ضد ګام اخیستل وو. د جوبا لیګ (د حاکم عوامي ليګ د خویندو سازمان) څو مشران له ناقانونه قمارخانو سره د سوداګرۍ په تړاو ونیول شول.

دا ګامونه هغه وخت پورته شول، چې فساد د حکومت بېلا بېلې پروژې له ماتې سره مخ کړې:

  • د برېښنا په یوه فابریکه کې د هر بالښت بیه ۶ زره تاکا ده.
  • په یو دولتي روغتون کې د ICU د هر تخت پوښ بیه ۳.۷۵ میلیونه تاکا ده.
  • د کاغذونو د هر ډبلي بیه ۱۰۰ زره تاکا ده.
  • د ریل ګاډي د پټلۍ په یوه پروژه کې د هرې تختې بیه ۵۰۰ زره تاکا ده.
  • د هر مهر لاک بیه ۳۰۰ زره  تاکا ده.
  • د یوه کلینر تنخوا ۴۰۰ زره تاکا ده.

له شک پرته، د حسینې تش په نامه پرمختیايي پروژې له چور او چپاول پرته بل څه نه دي. دا ټولو ته ښکاره ده چې د دې د ډلې ټول کسان په ژور فساد کې ښکېل دي. د خلکو غوسه او خپګان د اور په څېر لمبې وهي. په داسې وضعیت کې حسینه غواړي د ډرامې په څېر د فساد پر وړاندې ودرېږي، څو خپل فساد پټ او خلک دوکه کړي. د خویندو سازمان حاکم ګوند یو څو مشران د ورانکارو پرازیټونو په توګه یاد شوي، په دې سره به حسینه له خپلې ناوړه واکمنۍ بښنه وغواړي، خپل ناوړه تصویر به پاک کړي او د همدې ډرامې هېرو (اتله) به شي.

اې مسلمانانو! د حسینې په څېر دوکه ورکوونکې واکمنې څخه غوره تمه کېدای شي؟ پلار یې هم، چې ځان د «امت پلار» بولي، د خپل مفسد تصویر د پاکولو لپاره یې همداسې پر خلکو تورونه لګول: «د هېواد له خپلواکۍ وروسته هر څوک د طلا کان تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې ما د غلو کان تر لاسه کړ!! زما په ښي اړخ کې غله، په چپ اړخ کې غله، په شا کې غله، په مخکې غله، غله او غله...!!» د خپلواکۍ تر جګړې وروسته د وچکالۍ په لړ کې د ده دوه زامنو ودونه وکړل او د طلا تاجونه یې پر سر کړي وو، په داسې حال کې چې زرګونه وګړي له لوږې مړه کېدل!

ایا پرازیټونه او مزدوران به د تش په نامه سېکولر ډيموکراټیکې واکمنۍ لاندې وده ونه کړي؟ ایا فساد، ګډوډي، مخدره توکي او قمار خونې به د سیکولر ډیموکراټيکې واکمنۍ لاندې پراختیا ونه مومي؟ سېکولر نظام، چارواکو ته اجازه ورکوي چې د الله سبحانه وتعالی د حکم پر ځای له خپل صلاحیت څخه په قانوني توګه ګټه واخلي، چې په پایله کې یې مفسد او حریص کسان سیاست ته رادانګي. یاد کسان بیا قانون ته مشروعیت وروبښي، خپلې ګټې او شتمنۍ د زور په وسیله ساتي لکه، له پارلمان څخه په ګټې اخیستنې سره پټ پورونه او د بانکي غلو ګټې خوندي کوي. دغه ستر قدرت د یوې سترې ونې په څېر شاوخوا ساحه تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې پرازيټي ډلې ترې لاندې د خوندي کېدو ځای مومي او وده کوي. موږ اړتیا وینو چې حسینه او د هغې د قدرت سرچینې لکه، سېکولر ډيموکراټيک نظام باید له منځه لاړ شي، ځکه په دې سره به فساد او ګډوډۍ ختمې او د فحشا او منکر مخه به ونیول شي. الله سبحانه وتعالی د حسینې په څېر چارواکو په اړه فرمایي:

﴿وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلظَّالِمُونَ

[المائده: ۴۵]

ژباړه: هر هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی له نازل کړي قانون سره سمه پرېکړه ونه کړي، ظالمان دي.

اې مسلمانانو! یوازې خلافت دغه فساد له منځه وړلی شي. په خلافت کې، خلیفه قوانین نشي جوړولی او شریعت له وړاندې ښودلې چې دولت څه ډول خپلې سرچينې راټولې او وسپمولی شي. مانا دا چې په هغه حالت کې به مفسد کسان نه غواړي چې قدرت ته راشي، ځکه په اسلام کې چارواکي قوانین نه شي جوړولی، بلکې دوی یوازې هغه قوانین کوي، چې مخکې په قران او سنتو کې بیان شوي دي. دویم، اسلام امر کوي چې د چارواکو شتمنۍ باید قدرت ته له رسېدو او پرېښودو وړاندې معلومې وي. که چېرې د چارواکو مال په نامنظم ډول ډېر شي، هغه ترې اخیستل کېږي او بیت المال (د دولت خزانه) ته سپارل کېږي. د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د خلافت پرمهال به چې هغه والیان ګومارل، نو پر دنده له ګومارلو او ګوښه کولو وړاندې به یې د هغوی شتمنۍ اندازه کولې؛ که ډېره شوې شتمني به یې ترې اخیسته او د دولت خزانې ته به یې سپارله. د خلافت دولت تر ۱۴۰۰کلنې واکمنۍ لاندې دا ډول ډېرې بېلګې موندلی شئ.

نو، اې مسلمانانو! پام مو وي، چې نور مو باید اوسني مفسد نظامونه دوکه نه کړي او خپله موخه باید یوازې د راشده خلافت تاسیس وګرځوئ. په دې سره به د نړۍ له نورو مسلمانانو سره یو ځای بنګله دېش هم له فساد څخه وژغورئ او د نبوت پر اساس د راشده خلافت د تاسیس لپاره له هغو سیاسي هڅو سره یو ځای شئ، چې مشري یې حزب التحریر پر غاړه لري.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا

[الاسراء: ۸۱]

ژباړه: او اعلان وکړه چې؛ حق راغی او باطل له منځه لاړ، په رښتیا هم چې باطل له منځه تلونکی دی.

د حزب التحریر-ولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د اکټوبر اومه؛ په افغانستان کې اشغال او ډيموکراسي له سختې ناکامۍ سره مخ شوي دي!

خبر:

د اکټوبر اومه د افغانستان د اشغال او یرغل له ۱۹مې کلیزې سره سمون لري. ۱۸ کاله وړاندې امریکايي او ناټو ځواکونو افغانستان د بشري حقونو، د ښځو حقونو، دولت جوړونې، ملت جوړونې او افغانانو ته د ډیموکراسۍ راوړلو تر شعارونو  لاندې له «ترورېزم» سره د مبارزې په پلمه اشغال کړ. د ډيموکراسۍ د ۱۸ کلونو په تېرېدو افغانانو د پورتني هېڅ شعار عملي کېدل تجربه نه کړل، حتی د امریکايي ترورېزم ګواښ له خلکو څخه د ۱۸ کلونو په پرتله په ځلونو زیاته قرباني اخلي. امریکا، ناټو او مزدور چارواکي یې له یوې خوا له مخکینیو «ترورېستانو» سره د سولې پروسې ته دوام ورکوي او له بلې خوا يې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړې.

تبصره:

باید په ډاګه او پوره جرات سره ووایو چې ډيموکراټيک ارزښتونه د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو په ټولیز ډول رد کړي دي. نو د ډيموکراټيک نظام د دوام لپاره یې په تدریجي ډول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله ونډه کمه کړې ده. لکه څنګه چې په دې ډيموکراټيکه پروسه کې د خلکو د ګډون شمېرې ښيي، چې په ۲۰۰۴ کې ٪۸۴، په ۲۰۰۹ کې ٪۳۹، په ۲۰۱۴م کې ٪۳۵ او په ۲۰۱۹م کې ٪۲۰ ته د خلکو ګډون راکم شوی دی.  

پر دې سربېره د افغانستان خلکو ته د بشري حقونو خورا ستر ناقضین خپله اشغالګر ځواکونه او د افغانستان خاین چارواکي ثابت شوي دي؛ ځکه په پنځو وروستیو کلونو کې یې تر ۵۰ زره زیات افغان ځواکونه، لسګونه زره ملکي وګړي او رزګونه طالب سرتېري د ترور او وحشت په بېلابېلو طریقو وژلي دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل نوي راپور کې ویلي: «د ۲۰۱۹ کال د بشردوستانه مرستو په اړوند زموږ ټولیزه څېړنه ښيي، چې د کال تر پایه په اټکلي ډول کابو یو میلیون بېځایه شوي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.»

د ښځو د حقونو په اړه؛ د دولت، بهرنیو موسسو او د کفارو سفارتونو ټولې هڅې په دې خاوره کې د مسلمانې کورنۍ د پاشلو لپاره دي. نو په ټولو پروژو او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د جنډر تر پالیسۍ لاندې د ښځو پر ګومارلو تمرکز اصلي لومړیتوب و، چې په پایله کې یې غوښتل مسلمانې ښځې هم د غربي هغو غوندې د وسیلې په توګه وکاروي؛ خو دا هیله یې هم له فاحشې ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د ملت جوړونې او دولت جوړونې په برخه کې د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو هرې دورې د افغانستان خلک له مخکې زیات یو له بله بېل کړي دي. نو هغه یوازینۍ محسوسه پایله چې د افغانستان خلک یې په ټوله معنی احساسوي، هغه د سیاسي رهبرانو تر منځ تفرقه، لارورکيتوب او بې ثباتي ده. نو د مختلفو اړخونو او پوړونو رهبران په ټولنه کې د امریکايي ډیموکراسۍ پر اوسني نظم بې اعتماده شوي دي. په افغانستان کې د امریکايي ډيموکراسۍ پلي کول هم د فساد د مختلفو ډولونو، فقر، فحشا، قتل، فتنې او بېکارۍ لامل شوي او خلک یې پر دې معتقد کړي چې ډيموکراټيک ارزښتونه د افغانانو ستونزې نه شي حلولی.

پورتني کړکېچ زیږوونکي وضعیت ته پام امریکا او لاسپوڅو چارواکو یې په افغانستان کې د زړونو او مغزونو جګړه بایللې او د غرب په ځانګړې توګه د امریکاعامه افکار هم د دې جګړې د دوام پر ضد دي. نو له همدې امله امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې له پلمې راټيټه شوې او له ۱۸ کاله مخکینیو «ترورېستانو» سره یې نېغې خبرې اترې پيل کړي دي او د خپلې آبرو په ساتلو غواړي چې د جګړې له دغې کندې څخه ځان بریالی وباسي او خپل استخباراتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نفوذ هم وساتي.

په داسې حساسو شرایطو کې د افغانستان د مسلمانانو لپاره یوازینۍ حللاره دا ده، چې ټول بشري ارزښتونه، حللارې او نظامونه –که یې امریکا او اروپا افغانانو او د دوی رهبرانو ته وړاندې کوي که چین او روسیه– په پرېکنده توګه رد کړي او یوازې د اسلام پر ژغورونکو ارزښتونو، حللارو او نظام «د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت بیا تاسیس» منګولې ولګوي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره په تاسو کې د امت خورا ستر سیاسي حزب شته، چې اسلام د فکري عمل او سیاسي مبارزې په جریان کې خلکو ته داسې وړاندې کوي، چې د امت ټولې ستونزې او معاصر بحرانونه حل کولی شي. نو بیړه وکړئ او د امت خورا ستر فکري او سیاسي قیادت د امت په ويښتابه سره ثمر ته ورسوئ.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

 
د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې