
هجری قمری نېټه : 19 جمادی الثانی 1447
میلادی نېټه : دوشنبه, 01 ډسمبر 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د حوثیانو اړوند امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۵م کال د نومبر پر ۲۷مه، پنجشبه، د صدام علي قاظد المکردي په نوم یو ۲۷ کلن ځوان نیولی چې د تعز ولایت د صبر الموادم ولسوالۍ -چې د حوثیانو تر واک لاندې ده- اوسېدونکی دی. دا د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۲۱مه په إب ولایت کې د اسامه او محمد مسعد الورافي په نوم دوو وروڼو تر نیولو وروسته دویمه پېښه ده. هغوی دواړه د «ټرمپ د مسلمانمېشتو خاورو پر حکامو خپله واکمني تپي چې هغوی خپل سرونه ټیټ او غزه تر قیومیت او استعمار لاندې کړي!» تر سرلیک لاندې یوه بروشر/معلوماتي پاڼې له وېشلو وروسته نیول شوي وو.
دې پاڼې د ملګرو ملتونو په ۱۷/۱۱/۲۰۲۵ نېټه صادرې شوې ۲۸۰۳ ګڼې پرېکړهلیک له دسیسې پرته پورته کوله؛ دا پرېکړهلیک چې عملاً د غزې د جګړې درولو لپاره د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د طرحې –چې ټرمپ د تاریخي شېبې نوم ورکړ- تأیید و. حزبالتحریر یاده پاڼه د نومبر په ۱۹مه خپره او وېشلې وه او په دې کې یې د ټول منځني ختیځ او په ځانګړي ډول فلسطین پر وړاندې د ټرمپ له دسیسو پرده پورته کړې وه. دا دسیسې هماغه د صلیبې جګړو سیاست دی چې جورج بوش په ۲۰۰۱م کال کې پیل کړی و.
سره له دې چې په دې پاڼه کې یوازې د ټرمپ هغې ناستې ته اشاره شوې وه چې د ۲۰۲۵م د سپتمبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د سعودي، اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان له مشرانو سره وشوه، او حوثیانو ته یې هېڅ نږدې او لرې اشاره نه وه کړې؛ خو په چا کې چې ستونزه وي، له خپل سیوري هم وېرېږي!
هغه کسان چې ځان د غزې ملاتړي معرفي کوي او ادعا کوي چې د یهودو له منګولو د مسجد الاقصی د خلاصون لپاره هڅې کوي؛ څنګه دې ته راضي کېږي چې غزه تر قیمومیت او استعمار لاندې شي او د استعماري قدرتونو تر قوماندې لاندې نظامي ځواکونه –که څه هم ځینې یې د قران په ژبه خبرې کوي- پښه پکې کېږي!؟ دوی څنګه هغه کسان په نښه کوي چې په ۱۶۴۷م کې له ویسټفالیا تړون تر ننه پورې د امریکايي استعمار او د اسلام او مسمانانو ضد نړیوال قانون له پټو موخو او دسیسو پرده پورته کوي!؟
ایا حوثيانو ګومان کړی چې په دغو کړنو به هغه څراغ مړ کړي چې د حزبالتحریر دعوت رڼا ترې اخلي او د حق غږ پورته کوي!؟ د هغې ورځې چې حوثیانو د صالح له ظلمونو شکایتونه کول، او نن ترمنځ څومره ستر توپیر دی چې دوی هم د حزبالتحریر د شبابو پر وړاندې هماغه لار -بلکې تر هغې شدیده- نیولې! د دغو شبابو جرم څه دی!؟ دا چې د ټرمپ دسیسه او طرحه یې رسوا کړه او د مسلمانانو د حکامو خیانت یې یاد کړ!؟
نه پوهېږو چې حوثیان رښتیا هم د امریکا دښمنان دي او د «مرګ پر امریکا» شعار ورکوي؛ او که دا هر څه ظاهري دي (په زړه کې له امریکا سره محبت او دوستي لري او د هغې دفاع کوي) او له هغو کسانو سره دښمني کوي چې مسلمانانو ته د امریکا دسیسې افشا کوي!؟ حوثیان له یوې خوا ځان د امریکا دښمن بولي، خو له بلې خوا ملګرو ملتونو ته لاسونه اوږدوي! د څو راکټونو په توغولو، د بې پیلوټه الوتکو په پورته کولو او السبعین میدان کې په راټولېدو ځانونه بوختوي؛ خو د دې لپاره کوم جدي پلان نه لري چې د فلسطین د غاصبانو پر وړاندې وجنګېږي، هغوی له منځه یوسي چې مسجد الاقصی بېرته له تکبیرونو سره د دوهم راشده خلافت تر سیوري لاندې ازاد شي؛ لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یې چې زیری ورکړی:
«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ»
ژباړه: تاسو به خامخا د یهودو پر وړاندې جنګېږئ او هغوی به وژنئ.
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿ إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيراً﴾ [اسراء: ۷]
ژباړه: «که نیکی وکړئ، له ځان سره مو ښه کړي؛ او که بدي وکړئ، له ځان سره مو بد کړي. کله چې دویمه وعده (اې بني اسرائیلو، ستاسو سزا او د فساد عاقبت) را رسېږي (ستاسو دښمنانو ته ځواک ورکوو او پر تاسو یې مسلطوو) چې ستاسو حال بد (او ژوند مو پرېشانه) کړي (او پر څېرو مو د غم او خپګان دوړي وپاشي) او مسجد (الاقصی) ته دننه شي؛ لکه لومړی ځل چې ورننوتل او هر چا او هر څه ته یې چې لاس ورسېږي ویې وژني او ویجاړ یې کړي.»
ای د یمن خلکو! ای د قبایلو خلکو؛ په ځانګړي ډول هغه چې په صعده، عمران، حجه او ذمار کې مو د حوثیانو د ځواکونو ستنې او د ملا تېر جوړ کړی دی! ایا دا ستاسو خوښېږي او تاسو ته د منلو ده چې حوثیان هغه کسان ونیسي چې د کفارو جنایتونه او د مسلمانانو د حکامو خیانتونه افشا کوي او امت د خلافت دولت تر سیوري لاندې د عزت، نهضت او بیدارۍ لارې ته متوجه کوي؛ هغه دولت چې مسلمانان سره یو موټی کوي، اسلام تطبیقوي او ټولې نړۍ ته یې رسوي؛ چې موږ یې سرتېري شو او د دنیا او اخرت بری او سرلوړي ترلاسه کړو!؟
خلافت به د الله سبحانه وتعالی په اذن او خوښه بیا راځي او موږ به یې تر سیوري لاندې تر ټولو غوره امت وو؛ د یهودو پر وړاندې به زموږ جګړه خامخا رارسېږي او که خدای کول ماتوو به یې! دا د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی. نو د هغې د نصرت لپاره ونډه ادا کړئ او یوه نښه مو پرېږدئ:
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]
ژباړه: «په یقین سره په دې (کیسو او حقیقتونو) کې د هغه چا لپاره پند او عبرت دی چې زړه ولري، یا هغه چې (حق) د زړه په غوږو واوري او پخپله شاهد (او زړه یې حاضر) وي.»
د حزبالتحریر - ولایه یمن مطبوعاتی دفتر
۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الثانی ۱۰مه
۲۰۲۵م؛ د ډسمبر ۱
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۱




