هجری قمری نېټه : 9 صفر 1447
میلادی نېټه : یکشنبه, 03 آګست 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
په داسې حال کې چې د غزې د نسلوژنې او لوږې تګلاره د نړۍ د ټولو خلکو پر وړاندې په پوره شدت سره روانه ده، ترکيه د خپل هېواد دننه د خلکو د زياتېدونکو غبرګونونو د مهارولو لپاره خپلو رسمي اقداماتو ته دوام ورکوي. که څه هم د هاګ ډلې هغه اعلامیه لاسلیک نه کړه چې د د ۲۰۲۵م کال، د جولای په ۱۵ـ۱۶ نېټه د کولمبیا په پلازمېنه بوګوټا کې جوړه شوې وه. د غبرګونونو په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت وويل چې د سپټمبر تر ۲۰مې پورې د دې اعلاميې د لاسليک امکان شته او د بهرنيو چارو وزير «حاکان فیدان» څرګنده کړه چې دوی د ملګرو ملتونو د سمندر د قانون د تړون په اړه ځينې اندېښنې لري. خو د ۲۰۲۵م کال، د جولای په ۲۷مه نېټه، د انقرې په ښار کې د عدالت او پرمختګ ګوند د مرکزي دفتر مخې ته د زرګونو کسانو په ګډون، د حزبالتحرير په مشرۍ د غزې په ملاتړ ستر لاريون ترسره شو چې وروسته ترکيه اړ شوه همدغه اعلامیه له ځينو شرطونو سره لاسلیک کړي.
روښانه ده چې دغه اعلامیه چې د هاګ ډلې لهخوا د درېيمې نړۍ هېوادونو د بهرنۍ نړۍ د نظم د اعتبار د ژغورلو په موخه جوړه شوې، عملي کېدونکې نه ده او سره له دې چې هېڅ الزامي ځواک نه لري، خو ترکيه دوې اوونۍ وروسته دې ته اړ شوه چې هغه لاسلیک کړي، دا د دې ثبوت دی چې د ترکیې بهرنۍ تګلاره تر کومه حده د تسليمۍ او غلامۍ ښکار ده. د دې تسليمۍ بله نښه «د نيويارک پرېکړه ليک» لاسلیک کول دي چې د اروپايي اتحاديې، عربي ټولنې او ترکيې په ګډون ۱۶ هېوادونو اعلان کړی و. د دغه پرېکړه ليک له مخې د غزې مجاهدينو ته امر شوی چې خپلې وسلې کېږدي، له غزې ووځي او واک د عباس ګوډاګۍ ادارې ته وسپاري. تر دې حده چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير «ژان نويل بارو» وويل: «لومړی ځل دی چې عربي هېوادونه او د منځني ختيځ هېوادونه حماس غندي، د اکتوبر د ۷مې پېښه غندي، د حماس د بېوسلې کېدو غوښتنه کوي، له فلسطیني حکومت څخه یې د لېرې کولو غوښتنه کوي او په روښانه ډول له اسرایيلو سره د راتلونکي عاديسازۍ نيت څرګندوي». دغه پرېکړه ليک په ښکاره وښوده چې امريکا زموږ پر سرونو له رژيمونو څخه د استعمار د واليانو په توګه کار اخلي. د غبرګونونو په ځواب کې، ترکيې د بېوسلې کېدو په اړه په مشروطه توګه دغه پرېکړه لاسلیک کړه: «د دوه دولتونو حل له لارې او يا د فلسطيني ډلو تر منځ د پخلاینې له لارې د وسلې کېښودل شي.» د خيانت لوړه کچه د دوه دولتونو حل افسانه ده. همدارنګه ويل کېږي چې ډېری هېوادونه به د ملګرو ملتونو د سپټمبر په غونډو کې د فلسطين د دولت د پېژندنې اعلان وکړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د ۱۹۶۷م کال، د پولو په چوکاټ کې د ختيځ بيتالمقدس د پلازمېنې په درلودلو سره د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړول يو ښکاره درواغ او وهم دی چې د مسلمانانو له احساساتو سره د لوبې کولو لپاره جوړ شوی دی.
حقیقت دا دی چې یهودي کيان د غزې له حالت څخه نه دی وتلی، لا یې هم د هغې بريا مزه نه ده څکلې چې تمه یې درلوده او د سلګونو زرو بېګناه مسلمانانو د ژوند په بيه یې ترلاسه کول غوښتل او ان د هغې ملاتړي امريکا او په سيمه کې ملګري حکام هم له دې رسوايۍ څخه د ژغورلو توان نه لري. هغه خاین حکام چې ان زموږ د بېکوره، بېپناه، وږو، بېوزله او يوازې پرېښودل شوو وروڼو لپاره يې د اوبو يوه پياله هم نه شوه رسولای، بدبختانه شپه او ورځ د خپلو بادارانو، د کافرو غربي هېوادونو او د دوی د چټلو کړنو د ترسره کوونکي يهودي کيان د ساتنې لپاره کار کوي. خو که هر څومره هڅه وکړي، دا به د دوی په زړونو کې يو ژور غم وي او د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره به په دې دنيا کې ماتې خوري او په اخرت کې به سخت عذاب وڅکي.
﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ أَنّٰى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]
ژباړه: «ته که دوی ووینې، نو د دوی بڼې اوڅېرې به ډېرې شانداري درته ښکاره شي، که وغږیږي، نو ته به یې خبرو ته غوږ ونیسې. خو په اصل کې دوی د لرګي کُندې دي، چې له دیوال سره په مرتب ډول درول شوې وي. دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد ګڼي، دوی پاخه دښمنان دي. له دوی څخه ځان ساتونکی اوسه، خدای دي دوی ووهي، دوی کوم لوري ته اړول کیږي.»
د حزب التحريرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د صفر ۹مه
۲۰۲۵م کال، د اګست ۳مه
د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل