هجری قمری نېټه : 13 شوال 1446
میلادی نېټه : جمعه, 11 اپریل 2025 م
مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۴۶هـ .ق کال د شوال په ۱۳مه چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له ۱۱مې سره سمون لري، د جمعې تر لمانځه وروسته د تونس له فتح جومات څخه حزبالتحریر ولایه تونس د اهلالتونس الزیتونه په بلنه د فلسطین او مسجد اقصی د نصرت په موخه یو ستر لاریون ترسره کړ، لاریون تر دې سرلیک لاندې ترسره شو:
«غزه داسې پوځونو ته اړتیا لري چې واکمنان نسکور او جهاد اعلان کړي!»
په دې لاریون کې د تونس زرګونو مسلمانانو ګډون کړی و، چې د پلازمېنې تر مرکزي واټونو هخوا د «شارع الثورة» واټ ته ورسېدل.
د لاریون پر مهال یو د پام وړ شعار دا و:
«۵۱،۶۰۰ شهیدان – ۱۸،۰۰۰ ماشومان – ۱۲،۰۰۰ ښځې... نو اې د مسلمانانو پوځونو! تاسو څه کوئ؟»
لسګونه نور شعارونه هم پورته شوي وو چې د اسلامي هېوادونو پوځونه یې د فلسطین د مظلومو وروڼو د نصرت لپاره راوبلل. ګډونوالو داسې شعارونه تکرارول:
- «امت غواړي چې جهاد اعلان شي!»
- «امت غواړي چې عرشونه ونړېږي!»
- «امت غواړي چې پولې ماتې شي!»
دا ټول شعارونه د پوځونو افسرانو او سرتېرو ته مستقیم پیغامونه وو چې هغوی د غزې د مستضعفو مسلمانانو پر وړاندې خپل شرعي مسؤولیت ته پام وکړي.
لاریون په یوه وینا پای ته ورسېد چې د حزبالتحریر یو تن ځوان غړي وړاندې کړ او د اسلامي پوځونو پر وجیبه ې ټینګار وکړ، تر څو د ظالمو واکمنانو تر نسکورېدو وروسته، د فلسطین د نصرت لپاره وخوځیږي.
یاد لاریون د حزبالتحریر ولایه تونس نږدې اویایمه فعال لاریون دی چې د غزې د مسلمانانو د روانې نسلوژنې پر ضد یې تنظیم کړی. دا لړۍ ثابته کړه چې حزبالتحریر ولایه تونس د فلسطین له خلکو سره پر خپل عهد ولاړ دی او د الله له وعدې او د رسول الله ﷺ له زېري سره سم د اسلامي حکومت - خلافت - د اقامې په دعوت کې پر خپله لاره روان دی.
په حزبالتحریر ولایه تونس کې د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۱۳مه
۲۰۲۵م کال د اپرېل ۱۱مه
ویډیو
له لاریون څخه انځورونه
https://hizbuttahrir.today/pa/index.php/pressreleases/%D8%AA%D9%88%D9%86%D8%B3/4675#sigProId1a57bc4de5
د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه