هجری قمری نېټه : 10 صفر 1447
میلادی نېټه : دوشنبه, 04 آګست 2025 م
مطبوعاتي دفتر
په سوډان کې د سوډاني وسلهوالو ځواکونو (SAF) تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد د حاکم جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر مشرۍ لاندې د محمد حمدان دقلو (حمیدتي)، چې پخوا د حاکمیت شورا مرستیال و، ترمنځ خونړۍ شخړه اوس خپل درېیم کال ته داخله شوې ده. دې بېمانا جګړه د لسګونو زرو بېګناه ملکي وګړو ژوند اخیستی او ځینې اټکلونه ښيي چې د وژل شویو شمېر تر ۱۵۰،۰۰۰ زیات شوی دی. دواړو خواوو له بشري پلوه سخت جنایتونه کړي، لکه سړېوینې اعدامونه، شکنجې، ډلهيیز جنسي تیري، پر ښځو او نجونو جنسي تجاوزونه.
همداراز د توکمیزو قومونو د نسلوژنې راپورونه هم ورکړل شوي، ټولې ټولنې اور ته سپارل شوي او له منځه وړل شوي او په بېلابېلو کلیو، ښارونو او بېځایه شویو کمپونو کې ډلهییز قتلونه ترسره شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، فولکر تورک ویلي دي: "په سوډان کې روان وحشت هیڅ حد نه لري."
دغه جګړې اوس مهال د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورين جوړ کړی دی، چې له ۱۴ میلیونو څخه زیات وګړي یې بېکوره کړي دي او دا د نړۍ په کچه د بېځایه کېدنې ستر بحران ګرځېدلی. د پنځوس میلیوني نفوس نیمایي برخه له لوږې سره مخ ده. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تایید کړې چې لس ځایونه لکه زمزم کمپ، چې ۴۰۰،۰۰۰ بېځایه شوي پکې اوسیږي، قحطۍ ځپلي دي. دوی خبرداری ورکړی چې دغه قحطي به نوره هم خپره شي، میلیونونه وګړي به د لوږې له امله له خطر سره مخ کړي او دا به د نړۍ تر ټولو ستر د لوږې ناورين رامنځ ته کړي.
دواړو اړخونو لوږه د جګړې د وسلې په توګه کارولې او هڅه یې کړې چې یو بل ته د خوړو رسونې مخه ونیسي. د یونیسف اجرائیوي مشرې، کاترین راسل دغه بشري ناورین داسې توصیف کړی: "یوازې یو ناورين نه دی، بلکې څو اړخیز ناورين دی، چې له روغتیا، تغذیې، اوبو، تعلیم او ساتنې هره برخه یې اغېزمنه کړې ده."
خو د دغې عام وژنې او انساني ناورین په اړه نه نړیوالو جدي پاملرنه کړې، نه ورته رسنۍ لکه څنګه چې ښايي پوښښ ورکوي او نه هم جدي هڅې شوې دي چې دا وینه تویونه پای ته ورسول شي. دا یوه داسې جګړه ده چې له پامه غورځول شوې، هېره شوې، یا ان له قصده پټه ساتل شوې ده، ځکه چې د نړۍ په نورو سیمو کې جګړې دي او دغه جګړه"یو پټ او نالیدلې ناورين" ګڼل شوی.
له همدې امله، د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر ښځو څانګې یو نړیوال کمپاین پیل کړی، تر څو د سوډان روان بشري ناورین، د خلکو درد، ویره، سپکاوی او بېعزتي نړیوالو ته ورسوي. دغه کمپاین چې سرلیک یې دی: «د سودان جګړه: د استعماري تګلارو، خیانت او دوکې کیسه»، نه یوازې د جګړې تر شا سیاسي اهدافو، پټو اجنډاوو او سیمهيیزو او نړیوالو قدرتونو ته اشاره کوي، بلکې دا به هم واضح کړي چې دغه قدرتونه څرنګه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره جګړې ته لمن وهي، ځکه چې غواړي د سوډان له طبیعي سرچينو او ستراتیژیک اهمیت څخه ګټه پورته کړي.
دغه کمپاین به دا هم روښانه کړي چې د سوډان تاریخ، هلته د غرب استعماري قدرتونو لاسوهنه او د دوی له خوا ټاکل شوي دیکتاتور رژیمونه، څرنګه د دې خاورې خلک د توکمیزو، قبیلوي او مذهبي اختلافاتو له لارې تقسیم کړل، چې د جګړو، شخړو او اقتصادي سقوط سبب شول.
او په پای کې، دغه کمپاین دا پیغام رسوي چې د سوډان دغه روان ناورين او هلته سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې، هیڅکله د ډيموکراسۍ له لارې نهشي حل کېدلی، ځکه دغه نظام د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د ستونزو په حل کې ناکام ثابت شوی، ان د نسلوژنو پر وړاندې یې بېطرفي غوره کړې یا یې ملاتړ کړی دی، لکه په غزه، کشمیر، میانمار او سوریه کې. د مسلمانانو ستونزې یوازې د خلافت تر سیوري لاندې، د الله سبحانه وتعالی د قوانینو او نظام له لارې حل کېدلی شي؛ هغه خلافت چې تاریخي شواهد یې ښيي چې د پرمختګ، سوکالۍ، لوړو روغتیايي او تعلیمي معیارونو ضامن و او د بېلابېلو قومونو، نژادونو او دینونو ترمنځ یې ورورولي او یووالی رامنځ ته کړی و.
کمپاین دلته وڅارئ:
? ویبپاڼه: https://www.hizbuttahrir.today/en/index.php/hizbuttahrir/27941.html
? فېسبوک: Ht-cmo-ws
? انسټاګرام WomenShariah5
? ایکس (پخوانی ټویټر): @WSCMOHT1924
? د کمپاین ویډیو لینک: https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025En.mp4
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ۲۴]
ژباړه: «ای مؤمنانو! د الله او رسول بلنه ومنئ، کله چې تاسو داسې څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند درکوي...»
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د صفر ۱۰مه
۲۰۲۵م کال، د اګست ۸مه
د صدور ګڼه: ۰۰۶/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل