
هجری قمری نېټه : 24 محرم 1448
میلادی نېټه : پنج شنبه, 09 جولای 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
فلسطین د اسلام مبارکه خاوره ده؛ هغه خاوره چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجدالاقصی، درېیم حرم شریف او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء ځای پکې دی. دا خاوره د اسلامي امت ملکیت دی او د هېڅ فرد شخصي ملکیت نه دی چې د یهودي رژیم لخوا د هغې اشغال دې څوک په رسمیت وپېژندلی شي!
همدارنګه د شام ټوله خاوره او له دې ډلې لبنان هم مبارکه خاوره ده. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ﴾ [الإسراء: ۱]
ژباړه: هغه ذات ډېر پاک او سپېڅلی دی چې خپل بنده یې په شپه له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته یووړ؛ هغه مسجد چې موږ د هغه شاوخوا برکت خپور دی.
دغه خاوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو فتحه کړه او د څه باندې ۱۴۰۰ کلونو په اوږدو کې د مسلمانانو په وینو خړوبه شوې ده.
له همدې امله، نن ورځ د اسلامي خاورو واکمنان که هر څومره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي یا د یهودي رژیم اشغال په رسمیت وپېژني؛ امریکا، ټول غربي هېوادونه او هغه کسان چې په خیانت او ذلت کې رالوی شوي، هېڅکله به اسلامي امت پر دې قانع نشي کړلی چې د مسجدالاقصی د بېرته ترلاسه کولو له حق څخه تېر شي؛ بلکې دغه امت هڅه کوي چې د فلسطین په ګډون ټولې اسلامي خاورې تر یوه واحد بیرغ لاندې سره متحدې کړي.
مسلمانان خپل اولادونه په دغه باور سره رالویوي، چې فلسطین اشغال شوې خاوره ده او یوه ورځ به د دوی پر مټو ازاده شي او هیله ده چې دغه ورځ د الله سبحانه وتعالی په مرسته راورسېږي.
خو هغه کسان چې په زړونو کې یې ناروغي ده؛ همغه کسان دي چې له امریکا او یهودي رژیم څخه وېرې یې په بدنونو کې رېښې غځولې، د هغوی پر وړاندې یې د تسلیمۍ سر ټیټ کړی دی. دغو کسانو ته د الله سبحانه وتعالی د دغه ایت یادونه کوو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ * وَلَا يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئاً يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظّاً فِي الْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ [آلعمران: 175-176]
ژباړه: یوازې شیطان دی چې خپل پیروان (په خبرو او بې بنسټه شایعاتو) وېروي؛ که تاسو ایمان لرئ، نو له هغوی مه وېرېږئ، او یوازې له ما ووېرېږئ. هغه کسان چې د کفر په لاره کې له یو بل څخه په مخکې کېدو بیړه کوي (او تل د کفر لاره خپلوي او ډېر ناوړه حالت ته ځي) پر دغه حالت مه غمجن کېږه، ځکه هغوی الله ته هېڅ زیان نه شي رسولی. الله غواړي چې هغوی همداسې پر خپل حال پرېږدي او په اخرت کې یې له ثواب څخه بې برخې کړي او د دوی لپاره بېخي لوی عذای دی.
د لبنان او ټول شام د خاورې مسلمانانو ته وایو؛ هغوی چې ځانونه یې د بیتالمقدس په خاوره او شاوخوا سیمو کې ساتنې ته چمتو کړي، د داسې یوې ورځې په تمه دي چې د هغه ازادي په تکبیرونو او فتحې سره په خپلو سترګو وګوري او د خپلې اشغال شوې خاورې د هرې لوېشتې ازادي هم وویني:
د اړیکو دغه عاديکوونکي او د اشغال په رسمیت پېژندونکي، کټ مټ د هغو کسانو په څېر دي چې له دوی وړاندې یې د روغېجوړې او د حقونو د ضایع کولو لاره خپله کړې وه؛ دوی به له منځه لاړ شي، نه به یې نوم پاتې شي او نه به یې کومه نښه او اعمال تیت او پرک شي. نو پر حق کلکې منګولې ولګوئ، د کمزورو او خاینانو بېهمتۍ او خیانت ته هېڅ ډول مشروعیت مه ورکوئ، سنګرونه مو کلک وساتئ او د الله سبحانه وتعالی د ژمنې په تمه اوسئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک زیری په یاد وساتئ، چې عبدالله بن حواله رضي الله عنه روایت کړی دی:
«عَلَيْكَ بِالشَّامِ فَإِنَّهَا خِيرَةُ اللَّهِ مِنْ أَرْضِهِ يَجْتَبِي إِلَيْهَا خِيرَتَهُ مِنْ عِبَادِهِ... فَإِنَّ اللهَ تَكَفَّلَ لِي بِالشَّامِ وَأَهْلِهِ» (رواه ابوداود، أحمد و طبرانی)
ژباړه: پر تاسو لازمه ده چې د شام لاره غوره کړئ (هلته اوسېږئ)؛ ځکه چې هغه د الله تعالی تر ټولو غوره شوې خاوره ده او الله خپل غوره بندګان د هغې (خاورې) لپاره ټاکي... په حقیقت کې الله له ما سره د شام او د هغه د اوسېدونکو د ساتنې ضمانت کړی دی.
نو اې د سنګرونو خاوندانو! ثبات او استقامت وکړئ، استقامت! او اې د ایمان خاوندانو! صبر وکړئ، صبر! له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړئ چې تاسو له هغو کسانو څخه وګرځوي چې د هغې ورځې د لیدلو لپاره غوره شوي دي؛ هغه ورځ چې د مغضوب علیهم او د هغوی د ټولو ملاتړو په اړه به د الله تعالی ژمنه پکې رښتیا شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [آلعمران: 200]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! صبر وکړئ، د دښمنانو پر وړاندې تر ډېره کلک ودرېږئ، سرحدونه او سنګرونه مو وساتئ او له الله (سبحانه وتعالی) څخه وډار شئ، ترڅو بریالي شئ.
د حزب التحریر ـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر
د صدور ګڼه: ۱۴۴۵/۱
۱۴۴۸ د محرم ۱۳مه
۲۰۲۶ م د جون ۲۸مه
ژباړه: بهیر «ویاړ»




