یکشنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 ذولقعده 1447

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 08 اپریل 2026 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
فلسطین تر «ګلوبل صمود» بشردوستانه ماموریت ډېر، نظامي جهادي ماموریت ته اړتیا لري

(ژباړه)

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د امریکا، غاصب یهودي رژیم او ایران ترمنځ د جګړې لمبې بلې دي، مالیزیا د دویم ځل لپاره د «ګلوبل صمود کاروان» یا (GSF) تر نامه لاندې غزې ته یو بشردوستانه ماموریت پیل کړ. ډېری څارونکي په دې باور دي چې د دغه اقدام لپاره ټاکل شوی وخت په هېڅ صورت مناسب نه دی؛ سربېره پر دې، دغه اوسنی ماموریت د تېر په پرتله له ګڼو جنجالونو او شکونو سره مل دی.

ډېرو لورو د لومړي ماموریت د ناکامۍ په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي، ځکه په هغه کې نږدې ټول توکي د یهودي بنسټ له لوري ضبط شول، او دا ځل هم د همدې سناریو د تکرار احتمال ډېر لوړ دی. دغه چاره نه یوازې دا چې ماموریت بې‌ګټې کوي، بلکې په غیر مستقیم ډول یهودي بنسټ ته دا زمینه برابروي چې خوراکي او نور اړین توکي په وړیا ډول ترلاسه کړي. د ډیرو په نظر، دا له پیله څرګنده وه چې دا ماموریت به د غزې پر ځای، اصلاً له غاصب یهودي رژیم سره مرسته وکړي.

سربېره پر دې، ډېری خلک د ګډونوالو د چلند له امله د دغه ماموریت په اړه شکمن او بدبینه دي. لکه څنګه چې په لومړي ماموریت کې ولیدل شول، هغوی له دې هڅې څخه د ځان ښودنې او تبلیغاتو د یوې وسیلې په توګه کار واخیست. په دې کاروان کې د مشهورو شخصیتونو او ښځو ګډون ـ چې بې محرمه سفر کوونکې ښځې هم پکې دي - جنجالونه نور هم زیات کړي دي؛ ځکه دا چاره د سفر په اړه د اسلامي شریعت له احکامو سره په ټکر کې ده او د سفر په اوږدو کې د نامحرمو ترمنځ د اختلاط لپاره لاره هواروي.

هغه څه چې عام خلک یې له «دویم ګلوبل صمود» څخه نور هم په تنګ او متنفر کړي، د حاکم ګوند مستقیمه ښکېلتیا ده. دې چارې یاد ماموریت یوازې د حکومت د یوې سیاسي وسیلې تر کچې راټیټ کړی؛ ترڅو د بېلابېلو کورنیو ستونزو په مدیریت کې د خپلې ناکامۍ له امله، د ولسي غبرګونونو له راپارېدو وروسته خپل نوم بېرته ښه کړي. دغه ماموریت په مستقیم ډول د «سلانګور» د اعلی وزیر له لوري رهبري کېږي، چې د مالیزیا د لومړي وزیر په استازیتوب ټاکل شوی؛ په دغه ماموریت کې، په ۳۰ کانتینرونو کې تر ۳۰۰ ټنو ډېرې مرستې لېږل کېږي، چې لګښت یې د عامو خلکو، شرکتونو، ایالتي حکومتونو او فدرالي دولت له لوري برابر شوی دی.

پر دغو ټولو فکتورونو سربېره؛ موږ، حزب التحریر، ټینګار کوو چې دا «دویم ګلوبل صمود» ماموریت دا حقیقت نه شي پټولای چې د مالیزیا لومړی وزیر له هغه هېواد سره چې غاصب یهودي رژیم ته د ډله‌ییزې وژنې وسلې ورکوي، د کلکو اقتصادي همکاریو له لارې په غیر مستقیم ډول د غزې د ویجاړولو لپاره اسانتیا برابروي. دا ماموریت دا حقیقت هم نه شي پټولای چې د مالیزیا لومړي وزیر له ټرمپ سره هغه مهال نڅا کوله چې ټرمپ د خپل یهودي لاسپوڅي، نتنیاهو په وسیله په غزه کې ټولوژنه کوله او تر اویا زرو ډېرو بې‌ګناه انسانانو ژوند یې واخیست. سربېره پر دې، یاد ماموریت دا حقیقت هم نه شي پټولای چې د مالیزیا لومړی وزیر د یوه «رسمي دولت» په توګه دغه غیرقانوني یهودي رژیم - چې د فلسطینیانو په وینو جوړ شوی او پايي – په رسمیت پېژني. ایا حکومت د دې ټولو روښانه حقایقو په شتون کې بیا هم له غزې سره د مرستې په پلمه «دویم ګلوبل صمود» پیلوي!؟

موږ غواړو دا یادونه وکړو چې فلسطین ته د مرستې هر ډول ماموریت باید د سیاسي ګټو، د خپلې څېرې د سپینولو او نوم ښه کولو، شهرت ترلاسه کولو، سیاسي امتیازاتو او تبلیغاتو لپاره نه وي؛ او نه هم د خپلو هڅو د ښودنې او پر نورو د احسان بارولو لپاره وشي. دا ډول کار باید یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره او د اسلامي عقیدې او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ وي؛ چې هلته زموږ د مظلومو وروڼو مرسته وشي. دغه ډول ماموریتونه باید د نورو د ملامتولو وسیله ونه ګرځي، چې د «ما خو دومره وکړل؛ تا هیڅ هم ونه کړل» په څېر شعارونه پرې ورکړل شي.

موږ یو ځل بیا یادونه کوو چې د غزې موضوع یوازې د مسلمانانو د خوراک، پوښاک او درملو اړتیا نه ده. که څه هم دا یو حقیقت دی چې د غزې خلک دغو ټولو لومړنیو اړتیاوو ته سخته اړتیا لري، خو د غزې ناورین تر دې ډېر ژور دی. غزه، د فلسطین د نه بېلېدونکې برخې په توګه، د مسلمانانو د غصب شوې خاورې استازیتوب کوي؛ هغه خاوره چې اوسېدونکي یې وژل کېږي، جګړه پرې تپل کېږي او له خپلو مېنو شړل کېږي. همدا د غزې د ستونزې اصلي ریښه ده. نو، غزې ته یوازې له بشردوستانه لیدلوري یا د قرباني کېدو له زاویې کتل او مرسته ورسره کول، یو حماقت او ساده‌ګي ده، او دا کار هېڅکله د ستونزې اصلي ریښه نه شي حل کولای. موږ هېڅکله دا نه غواړو چې نن قربانیانو ته خواړه ورکړو، خو سبا یې همدا داړه‌مار یهودي رژیم بیا حلال کړي؛ موږ نه غواړو نن مظلومانو ته درمل ورکړو، خو سبا همدغه ځناور یهودي رژیم د هغوی وجودونه بېرته وځپي؛ او موږ نه غواړو نن مظلومانو ته خیمې ودروو، خو سبا یې همدا وحشي یهودي رژیم د ځمکې له مخې محوه کړي!

باید په یاد ولرو چې د غزې خلک غواړي خپلو مېنو ته ستانه شي، خپل عادي ژوند بېرته پیل کړي او د ازادو انسانانو په توګه، له هر ډول ګواښ پرته په امن کې ژوند وکړي. خو دا هر څه تر هغې نه شي ترلاسه کېدای چې څو دا وحشي یهودي رژیم د ارام ساه اخلي او له منځه نه وي وړل شوی. نو، موږ ټینګار کوو چې له فلسطین سره مرسته یوازې بشردوستانه مرستې نه دي؛ بلکې تر هر څه مهم او اړین کار د وحشي یهودي رژیم ځپل او ریښې ایستل دي. یوازې د یهودي رژیم له منځه وړلو وروسته به د غزې او ټول فلسطین خلک خوندي شي، خپلو کورونو او مېنو ته به ستانه شي، عادي ژوند به بېرته پیل کړي او خپل له لاسه ورکړی عزت او کرامت به بیا ترلاسه کړي.

موږ ټینګار کوو چې د دغه داړه‌مار د له منځه وړلو یوازینۍ لار «في سبیل الله جهاد» دی! جګړې ته باید په جګړه، وژنې ته په وژنه او شړلو ته په شړلو ځواب ورکړل شي. د دغې ځمکې غاصب، د مسلمانانو قاتل او غیرقانوني یهودي رژیم لپاره همدا یوازینی شرعي ځواب دی. د مسلمانانو د لښکرو له خوا د جهاد له اعلان پرته، که د «ګلوبل صمود» په څېر زرګونه ماموریتونه هم پیل شي، هېڅکله به د فلسطین ستونزه حل نه کړي؛ بلکې دا کار به یوازې د یهودي رژيم (لعنت الله علیهم) د لا زیاتې خوښۍ لامل شي، ځکه هغوی ته دا فرصت برابروي چې له خپلو دښمنانو څخه وړیا اکمالات او توکي ترلاسه کړي!

د ګډونوالو د نیتونو او اخلاص، او د دغه «دویم ګلوبل صمود» د تنظیموونکو د هر ډول پټو اجنډاوو له څېړلو پرته، موږ په کلکه وایو چې د مسلمانانو حکام، او په ځانګړي ډول د هغوی لښکرې، باید د فلسطین د مرستې لپاره د عامو خلکو د دغو بشردوستانه هڅو په لیدو د ژور شرم احساس وکړي. ولسونه ځکه د داسې کاروانونو خوځولو ته اړ کېږي چې حکام او پوځونه یې له حرکت څخه ډډه کوي؛ ولسونه ځکه له قربانیانو سره مرستې ته اړ شوي چې حکام او لښکرې یې د دغه وحشي اشغالګر رژیم له منځه وړلو ته غاړه نه ږدي. په حقیقت کې، نن د مسلمانانو له حکامو څخه له خیانت پرته بل څه نه لیدل کېږي!

په پای کې، موږ غواړو ټول اسلامي امت ته دا ور په یاد کړو چې فلسطین د ازادۍ لپاره د نظامي لښکرو یوه ځانګړي ماموریت ته اړتیا لري؛ داسې یو ماموریت چې د نوم، شهرت، تبلیغاتو، محبوبیت او خوشي پروپاګنډ لپاره نه، بلکې یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره، په پوره اخلاص ترسره شي. دا په حقیقت کې هغه ماموریت دی چې که یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره وشي، نو ګډونوالو ته به یې پخپله عزت او وقار په برخه شي؛ د هغوی نومونه به یقیناً د اسمانونو د اوسېدونکو له لوري په ویاړ ثبت او تل به یې ستاینه کېږي. تر دې هم مهمه دا چې د هغوی نومونه به، ان‌شاءالله، د جنت پر دروازو په ښکلي ډول کښل کېږي او حورې به د هغو دروازو هاخوا، په ډېره تلوسه د هغوی په تمه وي. دا د رښتینې بریا ماموریت دی.

عبدالحکیم عثمان
په مالیزیا کې د حزب التحریر رسمي ویاند

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د شوال ۲۱مه

۲۰۲۶م کال، د اپرېل ۸مه

د صدور ګڼه: ۰۸/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې