سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شوال 1446

میلادی نېټه :     سه شنبه, 08 اپریل 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۶/۲۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه جهاد شرعي فریضه ده، چې نه یې طاغوت ځنډولی شي او نه د لاسپوڅو حکامو اجازه پکې شرط ده!

(ژباړه)

په داسې حال کې چې د یهودو رژیم د امریکا، غرب او اسلامي خاورو د حکامو په همکارۍ په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې جګړه، نسل‌وژنه او ویجاړۍ ته ادامه ورکوي او همدارنګه عامو خلکو له اسلامي پوځونو څخه غوښتي چې د خپلو وروڼو د مرستې لپاره حرکت وکړي؛ خو په ورته وخت کې د مصر دارالافتاء د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۵م کال د اپریل په ۷مه یوه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې د اسراییلو پر ضد جهاد او جګړې ته دعوت کول «غیرمسوولانه دعوت» بلل شوی دی او اعلان یې کړی چې «جهاد باید یوازې د مشروع دولت تر بیرغ او سیاسي رهبرۍ لاندې وشي» او پر هغو کسانو یې چې خلک جهاد ته رابولي، تور پورې کړی چې «د شریعت له اصولو سره مخالفت کوي او د ټولنو امنیت له خطر سره مخ کوي!»

موږ د حزب‌التحریر-ولایه مصر دغه اعلامیه په بشپړه او پرېکنده توګه ردوو او پر دغو ټکو ټینګار کوو:

لومړی: جهاد شرعي فریضه ده چې تر قیامت پورې به دوام کوي. بېشکه چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد، په ځانګړې توګه د فلسطین په څېر د اسلامي خاورو د اشغال پرمهال فرض عین دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿کُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ﴾ [216: بقره]

ژباړه: د الله (سبحانه وتعالی) په لاره کې تاسو ته د جهاد امر شوی، که څه هم ستاسو خوښه نه وي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِغَزْوٍ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنَ النِّفَاقِ»

ژباړه: که چېرې یو څوک مړی شي، په داسې حال کې چې نه یې جهاد کړی وي او نه یې د جهاد نیت کړی وي، نو هغه د نفاق په یوه څانګه کې مړی شوی دی.

دغه حکم په دغو پلمو «سیاسي واقع‌ګرايي» یا «ملي مصلحت» سره، لکه څنګه چې دارالافتاء ادعا کړې ده، نشي لغوه کېدلی، بلکې د جهاد په پرېښودلو سره به له هر مسلمان څخه شرعي پوښتنه کېږي.

دویم: هغه دولت چې جهاد بندوي او له دښمنانو سره دوستي لري، مشروع دولت نه دی.

د دارالافتاء دغه ادعا چې ګواکې د جهاد اعلان باید د «سیاسي مشرۍ» له لوري وشي، دا د مشروعیت د مفهوم یو قصدي تحریف دی، ځکه په اسلام کې مشروعیت د الله سبحانه وتعالی د شریعت د پلي کېدو پر بنسټ دی، نه د غربي ټاکنو او د بشر په لاس جوړو شوو قوانینو پر اساس. په مصر او نورو اسلامي خاورو کې حاکم نظامونه سېکولر او مزدور دي، چې د مسلمانانو پر ضد جنګېږي او خلک یې محاصره کړي دي او له دښمنانو سره دوستي لري او په پایله کې دغه ډول نظامونه په امت کې هېڅ مشروعیت نه لري او د هغوی اجازه هېڅکله د جهاد د فریضې د ترسره کولو لپاره شرط نه دی. ابن تیمیه رحمه الله ویلي دي: «که چېرې حاکم په خلکو کې د الله سبحانه وتعالی کتاب پلی نه کړي، پر مسلمانانو واجب ده چې د هغه پر وړاندې قیام وکړي». 

درېیم: د دارالافتاء فتوا په حقیقت کې د مسلمانانو د کمزوري کولو او په خیانت کې یې د ګډون لپاره توجیه ده.

په داسې حال کې چې د غزې خلک تر بمبارۍ لاندې دي، ماشومان او ښځې وژل کېږي، له خوړو او درملو بې برخې دي؛ خو دارالافتاء د تېري پر ضد د خبرداري پر ځای د جهاد کولو مخه نیسي! ایا دا همغه د شریعت «حکمت» دی؟! ایا له مظلوم څخه دفاع کول «ګډوډي» ده، خو له امریکا او یهودو سره یووالی «شرعي مصلحت» ګڼل کېږي؟!

بېشکه چې دغه فتوا مفاهیم ګډوډوي، امت غولوي او د حکامو خیانت د شریعت تر جامه لاندې توجیه کوي، چې دا یو دیني او اخلاقي جنایت دی.

څلورم: جهاد د پایلو په پلمه نه پرېښودل کېږي او د فاسد سلطان اجازه هم شرط نه ده.

د شریعت یو مهم اصل دا دی چې فسادونه یوازې د واجباتو په ترسره کولو سره له منځه ځي، نه دا چې واجبات پرېښودل شي. که څه هم جهاد به له ستونزو او قربانیو سره مل وي، خو دا یوازینۍ لاره ده چې خاوره پرې ازادېږي او د دښمن د تېري مخه نیسي. تسلیمېدل او پلمې کول هغه څه دي، چې امت ته یې له تېرې یوې پېړۍ راهیسې له ناورینونو او مصیبتونو پرته بل څه نه دي ورکړي. امام قرطبي ویلی دي: «څوک چې ادعا کوي چې تر قدرت موندلو او بشپړ مجهز کېدو پورې به منتظر شو، باطله ادعا یې کړې ده، ځکه الله سبحانه وتعالی په هر حالت کې د جهاد امر کړی دی.»

پینځم: د رښتیني جهاد اعلان یوازې د مسلمانانو د خلیفه په واسطه کېږي.

اسلامي امت هغه مشر ته اړتیا لري چې پوځونه په حرکت راولي، صفونه متحد کړي او جهاد په شرعي توګه اعلان کړي. دا چاره یوازې د نبوت په منهج راشده خلافت په چوکاټ کې ترسره کېدلی شي، چې واک بېرته مسلمانانو ته ورکوي او خاورې یې ازادوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او په هغه سره له دښمن څخه خوندي کېږي.

خو په اسلامي خاورو کې اوسني خاین نظامونه د یهودي رژیم ملاتړي دي، نه دښمنان؛ هغوی د جهاد په لاره کې خنډ دي، نه شرط.

د الازهر علماوو او فتوا ورکوونکو ته په خطاب کې! د خپل دین په تړاو مو له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شئ او خپل علم مو د حکامو په دربار کې د ناچیزو امتیازاتو په بدل کې مه پلورئ، ترڅو د دوی رضایت ترلاسه کړئ. پوه شئ چې تاسو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د هرې هغې خبرې مسوول یئ، چې د امت د ګمراهۍ، د حق غږ د غلي کولو او د حکامو د خیانت د توجیه سبب شوې ده.

تاسو ښه پوهېږئ چې جهاد تر قیامت پورې دوام لري، د مظلوم مرسته کول واجب دي او پر احتمالي پایلو تکیه کول او د هغو حکامو ملاتړ کول چې غزه یې محاصره کړې او له هغې سره د مرستې مخه نیسي، په حقیقت کې له الله، رسول او د اسلام له سپېڅلي دین سره خیانت دی، نه فقه ده او نه هم حکمت. نو د هغو کسانو له ډلې څخه مه کېږئ، چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ﴾ [بقره: 159]

ژباړه: کوم کسان چې روښانه دلایل او د هدایت هغه وسیله پټوي چې موږ نازله کړې، وروسته له هغه چې په کتاب کې مو د خلکو لپاره بیان کړي دي، الله (سبحانه وتعالی) پر هغوی لعنت وایي او لعنت ویونکي هم پر هغوی لعنت وایي.

دا ګومان مه کوئ چې ستاسو چوپتیا به تاسو وژغوري یا د حکامو ملاتړ به له تاسو څخه عذاب لرې کړي، بلکې الله سبحانه وتعالی به د قیامت په ورځ له تاسو څخه وپوښتي: ولې چوپ وئ؟ ولې مو دین تحریف کړ؟ ولې مو مسلمانان ذلیل کړل؟

﴿يَوْمَ لا يَنفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ (۸۸) إِلا مَنْ أَتَى اللهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ﴾ [شعراء: 88-89]

ژباړه: په هغه ورځ چې مال او اولادونه به ګټه نه کوي، خو دا چې څوک په پاک زړه سره الله (سبحانه وتعالی) ته ورشي!

راویښ شئ، مخکې تر دې چې هغه ورځ را ورسېږي چې «پړمخې به اور ته واچول شئ او درته وبه ویل شي: دا همغه څه دي چې تاسو دروغ ګڼل!» خیانت مه کوئ، خپل آخرت مو د دنیا په لنډمهاله ګټو مه پلورئ، د حق خبره ووایئ چې نږدې دی، حساب او کتاب هم رانږدې دی او الله سبحانه وتعالی تر هر سلطان لوړ دی.

اې د مصر مخلصو بچیانو! ایا د دې وخت نه دی رسېدلی، چې ټول د یوه بدن په څېر راپورته شئ؟! ایا هغه وینې چې هره ورځ په غزه کې تویېږي، ستاسو احساسات نه پاروي؟! چېرته ده ستاسو غوسه د هغو ښځو لپاره چې تېری پرې کېږي او د هغو ماشومانو لپاره چې تر وېجاړیو لاندې وژل کېږي؟! چېرته دی ستاسو غیرت د مسجدالاقصی لپاره، چې د یهودو تر پښو لاندې شوی دی؟!

موږ د حزب‌التحریر-ولایه مصر د زړه له درده غږ پورته کوو: د نظامي اډو په لوري لاړ شئ او له پوځونو څخه وغواړئ چې حرکت وکړي او یوازې د مرستو د لارو پرانیستل بسنه نه کوي! د خپلو قوماندانانو مخې ته د جهاد... جهاد... جهاد غږ پورته کړئ؛ نور بس ده ژړا او ظاهري خواخوږي، اعلامیې او شعارونه نور بس دي! اوس د اقدام وخت دی، د بنسټیز بدلون وخت دی او د خلافت وخت دی.

اې د مصر سرتېرو!

اې د عقیدې بچیانو! اې هغو کسانو چې وسلې مو په لاس کې دي، نه د طاغوت د ساتنې لپاره، بلکې د مظلومانو د مرستې لپاره! تاسو پر الله سبحانه وتعالی قسم کړی، چې د خپلې خاورې ساتنه به کوئ، خو اوس ستاسو خاوره د سترګو پر وړاندې لوټل کېږي، اوس څه شي ستاسو د مرستې مخه نیولې ده؟ څه شي ستاسو لاسونه تړلي دي؟ که اوس حرکت ونه کړئ، نو څه وخت به حرکت کوئ؟

اې د مصر خلکو او اې د مصر پوځ، افسرانو او سرتېرو! د خلاصون شېبه نږدې شوې ده، د لله سبحانه وتعالی نصرت به خامخا را ورسېږي، نو تاسو د دې بریا لېږدوونکي او بیرغ‌چیان اوسئ! د حق اواز پورته کړئ او له موږ سره په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د نظام د جوړېدو لپاره کار وکړئ، غزه د خلافت، د ځواکونو د حرکت او د بریا لپاره پیل وګرځوئ، ترڅو الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه خوښ شي او بریا ستاسو په لاس ترسره شي، په دې سره به په دنیا کې عزت او په آخرت کې شرافت در په برخه شي!

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ﴾ [بقره: ۱۵۹]

ژباړه: کوم کسان چې روښانه دلایل او د هدایت هغه وسیله پټوي چې موږ نازله کړې، وروسته له هغه چې په کتاب کې مو د خلکو لپاره بیان کړي دي، الله (سبحانه وتعالی) پر هغوی لعنت وایي او لعنت ویونکي هم پر هغوی لعنت وایي.

 

د حزب‌التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۲۸

۱۴۴۶هـ.ق د شوال ۱۰مه

۲۰۲۵م اپریل ۸مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې