سه شنبه, ۱۸ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 صفر 1447

میلادی نېټه :     جمعه, 08 آګست 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له یهودي «دولت» سره د ګازو تړون؛ زموږ د غلا شوې شتمنۍ پېرل او د غاصب دښمن ملاتړ

(ژباړه)

په یوه نوي اقدام کې چې د مصر د رژیم د زوال او غلامۍ ژوروالی ښيي، دغه رژیم اعلان وکړ چې له یهودي «دولت» سره یې د طبیعي ګازو د واردولو یو ډېر لوی تړون لاسلیک کړی؛ دا ګاز به له «لیویاتان» سیمې واردېږي چې د فلسطین د غصب شوې خاورې برخه ده. د دغه تړون موده تر ۲۰۴۰م کال پورې ده او ارزښت یې شاوخوا پنځه دېرش ۳۵ میلیارده ډالر ښودل شوی. د یاد تړون له مخې، یهودي «دولت» شاوخوا ۱۳۰ میلیارده متر مکعب ګاز مصر ته صادروي، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو او د مصر د ګازو د مایع کولو له سټېشنونو څخه د بیا صادرولو لپاره به وکارول شي. دغه تړون ته «د انرژۍ د خوندیتوب پیاوړتیا» تر نامه لاندې تبلیغ کېږي، خو په حقیقت کې دا د امت پر وړاندې خیانت، د امت د شتمنیو ضایع کول او پر وړاندې یې غفلت، له دښمن سره ملګرتیا، او د دښمن د ړنګېدونکي اقتصاد ملاتړ دی.

هغو اقتصادي او سیاسي کړکېچونو ته په کتو چې یهودي «دولت» ورسره مخ دی، دغه تړون د دوی لپاره د ژغورنې مالي او ستراتیژیکه رسۍ ده؛ ځکه له دې لارې هر کال میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي، د صادراتو په برخه کې یو باوري شریک ورکوي، او دا توان وربښي چې ځان د سیمې د انرژۍ په اقتصاد کې د یوه مرکزي لوبغاړي په توګه وتپي. په بدل کې یې د مصر ولس لا پسې د انحصار، سپکاوي او بېوزلۍ کندې ته ټېل وهل کېږي، ځکه دغه تړون د دوی لپاره -چې د برېښنا او ګازو له کموالي او د ژوند د لوړو لګښتونو له کړاو سره مخ دي- له پورونو، مالیاتو او د بیو له لوړېدو پرته نور هېڅ نه راوړي.

د یاد تړون څارونکی د دغه خطرناک تضاد د درک لپاره ډېر ژور فکر ته اړتیا نه لري: مصر، چې یوه اسلامي خاوره ده، له هغه رژیم څخه ګاز پېري چې د فلسطین سپېڅلې خاورې غاصب دی! تر دې لا بده دا چې د «لیویاتان» سیمه او نورې سیمې هېڅکله د یهودو حق نه و، بلکې په ۲۰۱۸م کال د سمندري پولو د ټاکلو د هغو باطلو تړونونو په پایله کې ورکړل شوې چې د مصر رژیم ورسره لاسلیک کړي وو؛ په هغو تړونونو کې یې د امت د اقتصادي اوبو حق پرېښی و، چې دا کار یې په دغه جرم کې د بشپړې شریکۍ تاییدي ده.

د مصر رژیم دغه تړون ته د «اقتصادي بریا او لاسته راوړنې» په نامه تبلیغ کوي؛ خو په حقیقت کې تسلیمېدل، ځان سپارل، او په یوه غاصب دښمن پورې اقتصادي تړاو دی. ځکه دغه تړون مستقیماً د هغو سمندري پولو د ټاکلو د تړونونو پایله ده چې مصري رژیم له یهودي اشغالګر رژیم، قبرس او یونان سره لاسلیک کړي وو، او له مخې یې د خپلو اقتصادي اوبو پراخې سیمې د یهودو په ګټه پرېښودې. دغه تړونونه له شرعي پلوه باطل دي؛ ځکه چې دا د یهودو په ګټه د ځمکې، اوبو او شتمنۍ پرېښودل او په ښکاره د دغه غاصب رژیم په رسمیت پېژندنه ده.

د ګازو دغه تړون د مصري رژیم په هغه تور تاریخ کې یو نوی جرم دی، چې د فلسطین سپېڅلې خاورې او ولس په حق کې یې کړي؛ د فلسطین د سپېڅلې خاورې او مظلومو خلکو پر وړاندې یې خیانت او غفلت کړی او له یهودي غاصب رژیم سره یې همکاري کړې ده.

اې د کنانه (مصر) پوځیانو! مخکې له دې چې تاریخ ولیکي چې تاسې د امت د معاصر دور د تر ټولو ستر خیانت پر وړاندې تش ننداره‌چیان وئ، راپاڅېږئ. راپورته شئ او اقدام وکړئ! ځکه الله سبحانه وتعالی به له تاسو هر یوه جلا جلا پوښتنه وکړي؛ د هغه وسلې په اړه به مو محاسبه کړي چې پورته مو نه کړه؛ د هغه غږ او چغو په اړه چې وا نه ورېدل شوې او ځواب ور نه کړل شو؛ او د هغه امت په اړه چې ستاسو د سترګو مخې ته وژل کېده او تاسې یې ملاتړ ونه کړ. او پوه شئ چې د حساب ورځ نیږدې ده، الله سبحانه وتعالی په تشو شعارونو نه تېر اېستل کېږي او نه په تشو نومونو او صفتونو دوکه کېږي. نو د سیلاب د ځګ په څېر مه اوسئ، او د باطل ساتونکي مه ګرځئ چې ستاسو دین له شا په خنجر وهي، بیا پر تاسو د باطل بیرغونه دروي ... او موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې تاسو د حق لارې ته سم کړي او پر دې لار د ثابت پاتې کېدو توفیق درکړي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ﴾ [المائده: ۵۱]

ژباړه: «اې مؤمنانو! يهود او نصارا خپل دوستان (او ملاتړي) مه نيسئ، هغوی (ستاسې پر وړاندې) يو د بل دوستان (او ملاتړي) دي او كه ستاسو له منځه څوک له هغوی سره دوستي وکړي، نو بېشکه هغه له همدوی څخه دی.»

د حزب التحریر – ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۴مه

۲۰۲۵م کال د اګسټ ۸مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۱

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې