هجری قمری نېټه : 15 محرم 1447
میلادی نېټه : پنج شنبه, 10 جولای 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
په داسې حال کې چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت هڅه کوي یو «نوی منځنی ختیځ»، چې بنسټ یې د اسلامي امت پر سپکاوي او د یهودو د غاصب رژیم پر مطلقې واکمنۍ ولاړ وي، رامنځ ته کړي. د سیمې خاين حکام یو په بل پسې د دې شيطاني سناریو د عملي کولو لپاره صفونه جوړوي.
د اماراتو، بحرین، سوډان او عمان د لاسپوڅو حکامو تر خیانت وروسته، اوس د پاکستان د بېشرمه چارواکو وار دی چې د پاکستان د مسلمان ولس دین او عزت د واشنګټن او تلابیب د بتانو په پښو کې قرباني کړي.
جنرال عاصم منیر، د پاکستان د پوځ لوی درستیز، نه یوازې دا چې زموږ د دایمي دښمن هند پر ضد د هوایي ځواکونو ستره بریا د خیانت په بیه له لاسه ورکړه، بلکې په ډېرې بېشرمۍ یې هماغه ټرمپ، د غزې او لبنان قصاب او د مسلمانانو لومړی دښمن، د سولې د نوبل جایزې لپاره نوماند کړ! له بل پلوه، نتانیاهو هم په سپين سترګۍ ټرمپ د «سولې د نوبل جايزې» مستحق وباله!
اوس د پاکستان سیاسي لوبغاړي هم میدان ته راوتلي؛ راڼا ثناءالله، د مسلملیګ ګوند ارشد غړی او د لومړي وزير سياسي سلاکار په بې شرمۍ وویل: «پاکستان باید د ابراهیمي تړونونو په اړه د نورو اسلامي هېوادونو پیروي وکړي!» او د بهرنیو چارو او دفاع وزیران، په فریبکارانه او دوهګونې ژبه ادعا کوي: «تر هغه چې زموږ د ملي ګټو خلاف نه وي، اسراییل ته به رسمیت ورنکړو!» افسوس پر تاسو! ایا د اسلام د عزت له ساتنې بله پورته ګټه شته؟ او له دیني دښمنانو سره تر همکارۍ بل لوی زیان شته؟
هغوی ښه پوهېږي چې «ابراهیمي تړونونه» چې په ۲۰۲۰ کال کې د سپینې ماڼۍ په امر تنظیم شول، له مسلمانانو سره د عادي اړیکو له لارې یوازې د سپکاوي او ذلت یوه پروژه ده؛ د سفارتخانو پرانیستل، سوداګریز تړونونه، نظامي او تخنیکي همکارۍ او د صهیونیستي رژیم په سیمهییز سیاست کې ورګډول دا ټول د همدې هدف لپاره کېږي.
خو دا بېریښې حکام، له ولسه لرې شوي، د توحید عقیدې او د انبیاوو له لارې بېپرې، د دې تاریخي سپکاوي لپاره چمتو شوي؛ په داسې حال کې چې قران کریم په څرګند ډول وایي:
﴿مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [عمران: ۶۷]
ژباړه: « ابراهیم علیه السلام نه یهودي و او نه نصراني و، بلکې هغه موحد او مسلمان و او هغه هېڅکله له مشرکانو څخه نه و.»
دغه خیانتکاران، د آلسعود مزدورانو، د ایران دوکهمارو حکامو او د ترکیې د مکار اردوغان د منافقانه نظام په تعقیب، غواړي هماغه لارې ته داخل شي او د خپلو بادارانو له اجازې پرته یوه وینا هم نه شي کولای! دا په داسې حال کې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبرداری راکړی و:
«لَا تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا، وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ، إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا، وَإِنْ أَسَاءُوا فَلَا تَظْلِمُوا» (رواه الترمذي)
ژباړه: «بېاراده او د نورو پیرو مه اوسئ، داسې چې ووايئ: که خلک ښه وکړي، موږ هم ښه کوو او که ظلم وکړي، موږ هم ظلم کوو! بلکې ځانونه داسې وروزئ چې که خلک ښه کوي، تاسو هم ښه وکړئ، او که بد کوي، تاسو ظلم مه کوئ!»
هو، بېریښه او بزدل مه اوسئ! که خلک نیکي کوي، تاسو هم نیکي وکړئ او که هغوی ظلم کوي، تاسو ظلم مه کوئ! خو دا حکام نه یوازې بزدلان دي، بلکې له دین او خاورې سره خاین او د دښمنانو غلامان هم دي.
لکه څرنګه چې د پاکستان خاینو حکامو زموږ د پوځ د اتلانو له خوا پر هند ترلاسه شوې بریا بېارزښته کړه، د کشمیر قضیه یې وپلورله او د هند له لوري د اوبو د تړون ښکاره نقض پر وړاندې چوپ پاتې شول، همداسې نن هم د فریب سیاست ته دوام ورکوي؛ ماته بریا ښيي، له ذلت څخه ډک جوړجاړي ته د بریالۍ ډیپلوماسۍ نوم ورکوي! هو، د دې پر ځای چې د شهیدانو د وینو د خیانت له امله عاصم منیر محاکمه او له دندې ګوښه کړي، هغه ته یې د «فيلډ مارشال» لقب ورکړ!
اوس هم د یهودو رژیم پر وړاندې دریځ نه نیسي، بلکې د «دوو دولتونو حل» فاسده نظریه تکراروي، لکه دا خاینانه دریځ چې د عقل او ملي ویاړ نښه وي! په داسې حال کې چې دا شرموونکې پروژه، د فلسطين پر ۸۰٪ خاوره د یهودي رژیم رسمي پېژندنه ده! هماغه دوکه چې لوی خاین یاسر عرفات د اوسلو په تړون کې وکړه او د یوه کمزوري دولت په وعده یې د مسلمانانو پر خاوره د یهودو اشغال قانوني کړ.
اې د پاکستان مسلمانانو! او اې د وسلهوالو ځواکونو زړورو افسرانو! پوه شئ چې ستاسو سیاسي مشرانو او نظامي قومندانانو نن له پردې پرته خپله وفاداري له یهودو او نصاراوو سره اعلان کړې. هغوی د ټرمپ او نتانیاهو د اردو عسکر شوي او له هیڅ ډول تړون څخه مخ نه ګرځوي، تر څو خپل باداران خوښ وساتي؛ که څه هم دا کار د اسلام پرېښودل، د «نوي ابراهیمي دین» منل او د مسلمانانو له لومړۍ قبلې او درېیم مقدس حرم، بیتالمقدس څخه تېرېدل وي!
دغه له ذلته ډک چمتووالی د دوی د پوره غلامۍ پایله ده. که څه هم ستاسې په ژبه خبرې کوي او قرآن تلاوت کوي، خو هماغه منافقان دي چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایي:
﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ، يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ، هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ، قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]
ژباړه: «ته که دوی ووینې، نو د دوی بڼې اوڅېرې به ډېرې شانداري درته ښکاره شي، که وغږیږي، نو ته به یې خبرو ته غوږ ونیسې. خو په اصل کې دوی د لرګي کُندې دي، چې له دیوال سره په مرتب ډول درول شوې وي. دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد ګڼي، دوی پاخه دښمنان دي. له دوی څخه ځان ساتونکی اوسه، الله تعالی دې دوی هلاک کړي، دوی کوم لوري ته انحراف کوي.» [منافقون: ۴]
نو اې غیرتي خلکو! پر تاسو لازمه ده چې د دې خیانتکارانو لاسونه لنډ کړئ! هغوی له باطلو تختونو راوپرځوئ او له یو هوښیار زړور او پیاوړي ایمان لرونکي راشده خلیفه سره بیعت وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی له شریعت سره سم واک وچلوي؛ بیتالمقدس او د اسراء خاوره ازاده کړي او د هند لویه وچه بیا د امت غېږې ته راوګرځوي او دغه ستر امت چې دوه میلیارده انسانان پکې راټول دي د «لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ» تر بیرغ لاندې یو موټی کړي!
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۱۵مه
۲۰۲۵م کال، د جولای ۱۰مه
د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل