یکشنبه, ۰۸ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 رجب 1447

میلادی نېټه :     یکشنبه, 14 ډسمبر 2025 م

شمېره:      ۱۴/۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایا د پاکستان مسلمان ځواکونه د فلسطیني مقاومت د بې‌وسلې کولو لپاره، د یوه امریکایي جنرال تر قوماندې لاندې غزې ته استول کېږي؟!

(ژباړه)

د پاکستان «الفجر» ورځپاڼې د ۲۰۲۵م کال، د ډسمبر په ۱۳مه پر خپله وېب‌پاڼه راپور ورکړ، چې ښايي راتلونکې میاشت د «نړیوال ثبات ځواک» تر چتر لاندې مسلمان ځواکونه په غزه کې ځای پر ځای شي. تر دې وړاندې، د امریکا لاسپوڅي حاکم، شهباز شریف، غزې ته د پاکستاني ځواکونو د لېږلو لپاره خپله لومړنۍ موافقه اعلان کړې وه.

خو د مسلمانانو حکامو، د خلکو د سخت او پراخ غبرګون له وېرې، یو پر بل پسې امریکا ته خپله بې‌وسي او تسليمي ښکاره کړه. اوس شیطان ټرمپ او د مسلمانانو په حکامو کې د هغه شاګردان نوې دسيسې جوړوي چې زموږ له مسلمانو او مجاهدو پوځونو څخه د یهودو د ساتنې او د فلسطیني مقاومت د بې‌وسلې کولو لپاره کار واخلي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې همدا اوس، د رسنیو له سترګو پټ، د دغو مسلمانو ځواکونو د استولو وروستي جزییات د پای ته رسېدو په حال کې دي. همدارنګه د ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې په غزه کې به د قوماندې مرکز د یوه لوړرتبه امریکایي جنرال تر امر لاندې وي. نو دا خبره بشپړه روښانه ده چې مسلمان ځواکونه به د یوه امریکایي صلیبي جنرال تر قوماندې لاندې د هغه سپک او ذلیلانه ماموریت د ترسره کولو لپاره وکارول شي چې امریکا او غاصب یهودي رژیم یې په ګډه په ترسره کولو کې پاتې راغلل!

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو افسرانو! د اسلام احکام روښانه او څرګند دي: «د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق هېڅ اطاعت نشته» او «په ګناه او تېري کې اطاعت روا نه دی». غلام مکلف نه دی چې په معصیت کې د خپل بادار اطاعت وکړي؛ ښځه په معصیت کې د مېړه په اطاعت مکلفه نه ده، اولادونه په معصیت کې د والدینو په اطاعت مکلف نه دي او وسله‌وال ځواکونه هم مکلف نه دي چې په معصیت کې د خپلې قوماندې اطاعت وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ»

ژباړه: اطاعت یوازې په نېک کار کې دی.

او همدارنګه فرمایي:

«السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ عَلَى الْمَرْءِ الْمُسْلِمِ فِيمَا أَحَبَّ وَكَرِهَ، مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِمَعْصِيَةٍ»

ژباړه: پر مسلمان واجب ده چې په هغه څه کې چې خوښ یې وي او یا یې خوښ نه وي، واوري او اطاعت وکړي؛ تر هغې چې پر معصیت امر نه وي ورته شوی.

د دغو اصولو د نافرمانۍ پایلې، په ځانګړې توګه دا چې ستاسو شعار «ایمان، تقوا او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد» د مشرف له وخته ورو ورو خپل رنګ بایلود او تاسو لومړی په یوه قومي، سیکولر پوځ او وروسته په یوه مزدور ځواک بدل شوئ، څرګندې دي. نظامي مشرانو یو پر بل پسې کشمیر، چې د هغه لپاره زرګونه شهیدان قرباني شوي وو، د هندو تاجر لمنې ته وغورځاوه، ورپسې یې د کنټرول پر کرښه اوربند پرې تحمیل کړ. ستاسو د مشرانو د وېرې او بې غیرتۍ له امله، هندو دولت د پاکستان پر سیندونو واکمن شو. ملکي او نظامي دواړه رهبرۍ د خپلې دورې د اوږدېدو، امتیاز غوښتنې، فساد او د خپل بادار، امریکا د رضایت لپاره چاپلوسۍ او خوش‌خدمتۍ په ډنډ کې ډوب دي او بیا په مصونیت پسې ګرځي. په همدې حال کې، د اسلامي امت تر ټولو ځواکمن پوځ له خپلې اصلي دندې څخه اړول شوی او د امریکایي استعمار په خدمت کې درېدلی دی؛ تر دې چې نن د مسلمانانو لښکرې د خدای په غضب اخته یهودو د ساتنې او د فلسطیني مقاومت د بې‌وسلې کولو لپاره ګومارل کېږي!

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو افسرانو! د دغو حکامو په دروغو، چې ګواکې زموږ ځواکونه به د مقاومت د بې‌وسلې کولو لپاره نه ګومارل کېږي، مه تېروځئ. د هغو ځواکونو صلاحیتونه، چې تاسې به ورسره یوځای کېږئ، لا له وړاندې د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیکونو کې روښانه شوي او د مقاومت بې‌وسلې کول پکې شامل دي. دغه ځواکونه به د امریکا د مرکزي قوماندې –چې اصلا په دې سپېڅلې خاوره کې د یهودو د پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې- تر امر لاندې عمل کوي او په سر کې یې یو امریکایي جنرال دی. دغه مرکز د امریکا او یهودو د نیمګړې پاتې پروژې د بشپړولو لپاره تاسیس شوی؛ یعنې د مقاومت بې‌وسلې کول او د یهودو پر وړاندې یې بشپړې تسلیمۍ ته اړ ایستل.

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو افسرانو، دا چوپتیا به تر کومه دوام کوي!؟ د هرې ورځې په تېرېدو دا چوپتیا تاسو لا ډېر ذلیله کوي او بیه یې اسلامي امت پرې کوي! یو ځل د تل لپاره کلک هوډ وکړئ او ووایئ: نور بس دی!

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو افسرانو! تاسو د اسلامي امت تر ټولو ځواکمن وسله‌وال ځواک او د دغه امت د ځواک او عزت ساتونکي يئ. خپل ځان له رواني ماتې او د قومپالنې له تنګو ځنځيرونو خلاص کړئ. د امریکا د تابع او غلامې رهبرۍ امرونه سپېڅلي نه دي؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم سپېڅلی دی. د بریتانوي استعمار په لاس رسم شوې پولې نه، بلکې د مسلمانانو وینې، مال، ناموس او عقیده حرمت لري.

دښمن مسلمانان نه دي. دښمن نړیوال صلیبي پانګوال نظام، یهودي رژیم او هندو دولت دی. ستاسو حکام د دغه استعماري نظام له وزیرانو او وکیلانو پرته بل څه نه دي؛ چې د امت ځواک، یعنې تاسو، د همدغه صلیبي نظام او یهودي رژیم تر پښو لاندې غورځوي. د امت د ژغورنې لار دا ده چې راشده خلافت قایم او له دغو لاسپوڅو او خاینو حکامو ځان خلاص کړو. دا ستاسو د هوډ او ځواک له لارې کېږي چې حزب‌التحریر ته د راشده خلافت د تاسیسولو او دغه استعماري نظم له منځه وړلو لپاره نصرت ورکړئ. حزب‌التحریر د خپل جامع او هر اړخیز پلان په وروستي پړاو کې، تاسو د دغه فرض ادا کولو ته رابولي؛ ایا تاسو به دغې بلنې ته لبیک ووایئ؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: «اې ايمان راوړونکو! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایئ چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو  ته ژوند‌بښونکی دی.»

 

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۳مه

۲۰۲۵م کال، د ډسمبر ۱۴مه

د صدور ګڼه: ۱۴/۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې