
هجری قمری نېټه : 25 رجب 1447
میلادی نېټه : یکشنبه, 11 جنوری 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
حزبالتحریر د اسلامي امت په کچه یو سیاسي حزب دی، چې د دویم راشده خلافت تر بیرغ لاندې د مسلمانانو د خاورو د یو موټي کولو لپاره هڅې کوي. د ۲۰۲۶م کال د جنوري په شپږمه، د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د عامه اړیکو (ISPR) عمومي مشر، جنرال احمد شریف چودري، د «ترهګرۍ ضد مبارزې» په په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وینا وکړه او ویې ویل: «د دغه کنفرانس یوازینۍ موخه همدا ده. مهرباني وکړئ ټول د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې تمرکز وکړئ؛ ځکه دا مهال د پاکستان د دولت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی». هغه د عامه افکارو د غولولو او منحرفولو لپاره د یاد کنفرانس په ترڅ کې دوه ځله د حزبالتحریر نوم یاد کړ: لومړی له دې ادعا سره چې حزبالتحریر یوه ترهګره ډله ده، او دویم دا چې ګواکې د دغه حزب فعالیت یوازې تر منځنۍ اسیا محدود دی.
حزبالتحریر-ولایه پاکستان، د پاکستان د مسلمانانو د مصالحو او ګټو لپاره په عمومي ډول، او د دې خاورې د وسلهوالو ځواکونو لپاره په ځانګړي ډول، پر لاندې دوو ټکو ټینګار کوي:
لومړی: په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د حزبالتحریر په اړه د عامه افکارو ګمراه کول او منحرفول یوه شعوري او قصدي کړنه وه. حاکم رژیم د حزبالتحریر د «وسلهوالتوب» په اړه د دروغو خپرولو له لارې هڅه کوي د حزب د شبابو -چې ډېری یې تر نن ورځې پورې د نادرکه شویو په کتار کې شمېرل کېږي- د نیولو، شکنجې او ځورونې لپاره پلمه جوړه کړي.
د دې دښمنۍ لامل روښانه دی: حزبالتحریر د عاصم-شهباز د رژیم پر ضد سخت او پراخ سیاسي کمپاین پیل کړی، ځکه دا رژیم د دغه دور په طاغوت، ټرمپ، پورې تړلی او د هغه تابع دی. حزبالتحریر په کلکه د عاصم-شهباز د رژیم له هغه چمتووالي سره مخالفت کوي چې غواړي د پاکستان مسلمان پوځ د امریکا تر قومندانۍ او یوه امریکايي جنرال تر لاس لاندې د «نړیوال ثبات ځواک (ISF)» په چوکاټ کې غزې ته ولېږي. د عاصم-شهباز د رژیم له لوري د غزې د مسلمانانو پر ضد له ټرمپ سره همکاري، د اسلامي امت پر وړاندې یو ډېر دروند جنایت او د غزې له خلکو سره ښکاره خیانت دی. اسلام له د پاکستان له پوځ څخه غواړي چې د یهودو له منګولو د غزې او د ټول فلسطین د آزادولو لپاره وجنګېږي، او حزبالتحریر د هغو کسانو په سر کې ولاړ دی چې د غزې د خلکو پر وړاندې یې د پاکستان د پوځ شرعي مسولیت ور په یاد کړی دی. د عاصم-شهباز رژیم د حزب د غږ چوپولو لپاره دروغو او افترا ته مخه کړې ده.
دویم: د حزبالتحریر پر ضد د عاصم-شهباز د رژیم له لوري د دې ګمراهکوونکې فضا جوړونې او غولوونکو تبلیغاتو د شدت تر شا انګېزه له یوه نړیوال سیاسته ریښه اخلي؛ چې مشري یې امریکا او بریتانیا کوي. غرب، په ځانګړي ډول د ټرمپ ادارې، د «ترهګرۍ ضد مبارزې» لمنه پراخه کړې ده او اوس یې یوازې «د افراطیت ضد مبارزې» هاخوا د سیاسي اسلام لوري ته وړې. اوس د هغوی مشخصه موخه هغه څه دي چې «راډیکال اسلام»، «اسلامي مبدأ» او «د خلافت بیا احیا کول» یې بولي.
د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۲۱مه، د امریکا د ملي استخباراتو مشرې، تولسي ګابارډ، خبرداری ورکړ او ویې ویل: «دغه اسلامي ایډیولوژي زموږ ازادۍ ته مستقیم ګواښ دی؛ ځکه چې دا په خپل ذات کې یوه داسې سیاسي ایډیولوژي ده چې د نړیوال خلافت د جوړولو په لټه کې ده.»
پر همدې بنسټ، د ټرمپ اداره او په اسلامي خاورو کې د هغې لاسپوڅي، ان هغه نا وسلهوالې اسلامي ډلې هم تر ځورونې او فشار لاندې راولي چې د اسلامي امت لپاره یو سیاسي لیدلوری وړاندې کوي او د خلافت تر بیرغ لاندې د دغه امت د یووالي غوښتنه کوي. حزبالتحریر په وار وار د وسلهوال فعالیت په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی؛ دا حزب د ټولنې د اصلاح او د اسلام د حاکمیت د ټینګښت لپاره د سیاسي او فکري مبارزې لاره غوره کړې ده، او هېڅکله واک ته د رسېدو لپاره وسلې ته لاس نه کوي. د حزب منهج د رسول الله صلی الله علیه وسلم -چې په مدینه کې یې له واک او نفوذ لرونکو څخه د نصرت په غوښتلو سره حاکمیت تر لاسه کړ- له سنتو سره ټینګ تړاو لري.
نو حزبالتحریر د پاکستان پر پوځ غږ کوي چې د نصرت په ورکولو سره خلافت قایم کړي او د انصار کرامو پر لاره د قدم اېښودلو ستر شرف تر لاسه کړي؛ هماغه انصار چې الله سبحانه وتعالی یې په قرآن کې ستاینه کړې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په احادیثو کې پر لوړ مقام ټینګار کړی دی. انصار د لومړي اسلامي دولت د قایمولو لپاره د نصرت په ورکولو دغه ستر شرف ته ورسېدل، او نن زموږ د پوځ افسران هم کولای شي د اوسني رژیم په نسکورولو او حزبالتحریر ته د نصرت په ورکولو سره، په پاکستان کې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت د ټینګښت لپاره ورته شرف تر لاسه کړي.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [الأنفال: ۲۴]
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله سبحانه وتعالی بلنه ومنئ او د هغه د رسول امر ته غاړه کېږدئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند (مادي، معنوي، دنيوي او اخروي) بښي، او پوه شئ چې الله (سبحانه وتعالی) د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل کېږي (او کولای شي انسان خپلو غوښتنو او د زړه ارمانونو ته له رسېدو راوګرځوي، يا یې مړ کړي او پرې نه ږدي چې اوږد عمر ولري، چې دا د هر انسان د زړه تر ټولو ستر ارمان وي)، او پوه شئ چې ټول به د هغه سبحانه وتعالی حضور ته ورګرځول کېږئ (او حساب و کتاب به مو کېږي).
د حزبالتحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق د رجب ۲۲مه
۲۰۲۶م د جنوري ۱۱مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۲۰




