یکشنبه, ۰۲ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلام مردود دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

له پېړیو حاکمیت وروسته، خورا ارزښتناک څيز چې په وروستۍ یوه پېړۍ کې د هغه په نشت کې د مسلمانانو اختلافي فقهي لیدلوري په بې اتفاقۍ او اوسني مرزونه په دښمنۍ بدل شوي؛ هغه له سیاسي نظام او د واحدې حکومتوالۍ له طریقې څخه د سم درک نشت دی؛ چې له امله يې په ډېر بد ډول له هر ادرسه ځپل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د یادې مسئلې فهم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او په ځانګړي ډول د نوموړي تر مړینې وروسته د اصحابو کرامو او د مسلمانانو لومړۍ الګو لپاره ډېر اسانه و.

یو شمېر کسان د اسلام له واقعیت نه له سم درک پرته په اسلام کې د دولت په اړه داسې فکر کوي چې ګنې اسلام له همغه ابتدا څخه سیاسي نظام نه درلود او له پردیو فرهنګونو یې اخیستی دی. که داسې وي، نو پوښتنه دا ده چې دغه نوي پر پښو درېدلي دولت څنګه وکړای شول چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د وخت دوې لوی امپراتورۍ له پښو وغورځوي؟ ځینې نور بیا اسلام ته د غرب له هندارې ګوري، که پر کوم څه پوهېږي یا نه، اسلامي او غیر اسلامي یې بولي.

هغه فکرونه چې د مسلمانانو ټولنیز او سیاسي ډګر ته دننه شوي دي:

که څه هم د دویمې هجري پېړي په لومړیو کې د غرب فلسفي افکار اسلامي ټولنې ته دننه شول، خو اغېز یې دومره نه و چې د څو پېړیو په اږدو کې له ټولنې څخه له اسلامي فقې، ثقافت، فرهنګ او سیاسي افکار سره اشنایي لرې کړي. پر دې سربېره، په اوومه هجري پېړۍ کې غرب د مسلمانانو پر وړاندې فرهنګي، سیاسي او تبشري جګړې پیل کړې. دغه ټولې جګړې د دې لامل نه شوې چې ټولنه او د اسلام سیاسي نظام ټول له منځه یوسي. غرب هغه وخت ستونزې رامنځه کړې چې د اروپا روڼ اندو (روشنفکرانو) د عیسویت انحرافات وګواښل؛ له دین څخه د دولت بېلتون (سکولریزم)، د دولت او ملت مفکورې او ملي مرزونه یې رامنځته کړل؛ چې بیا وروسته د خپلواکۍ او ملتونو ازادۍ مفکوره هم رامنځته شوه.

له دین څخه د دولت بېلتون مفکوره د لومړي ځل لپاره په اروپا کې د کاتولیکانو او پروټسټانټانو تر منځ له ۳۰ کلنې مذهبي جګړې (۱۶۱۸ـ ۱۶۴۸م) وروسته رامنځته شوه. دا جنګونه په ښکاره د دوو مذهبونو تر منځ شخړې وې، خو په حقیقت کې د اروپا له نورو قدرتونو لکه فرانسې، هالنډ، ډنمارک او سویډن سره د هابسبورګي امپراتورۍ، اتریش او اسپانیا تر منځ په سیالۍ بدله شوه. له همدې امله د «هابسبورګ ـ فرانسې» په جګړه مشهوره ده. په ۱۶۴۸م کال کې د وسټفالیا کنفرانس په جوړېدو تر یوه ځایه دغه جګړې کمې شوې، خو په ختیځه اروپا کې د ۱۸مې پېړۍ تر وروستیو جګړې دوام درلود. په هر حال، د وستفالیا کنفرانس و چې د لومړي ځل لپاره د دین او دولت بېلتون، ملي دولتونو، د مرزونو ټاکلو او د دولت ـ ملت تشکیل مفکورې په اروپایي هېوادونو کې رامنځته شوې. په داسې حال کې چې وړاندې به د هر دولت جغرافیایي پراخوالی د وړیتا او قدرت پر بنسټ ټاکل کېده، نه داسې لکه اوسني مرزونه. په قدرتونو کې دا ډول رسم نه یوازې په اروپا، بلکې په نورو ملتونو او تمدنونو کې هم و.

 د ۲۰مې پېړۍ نیمایي ته نېږدې کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، امریکا په رسمي توګه د نړۍ سیاسي، نظامي او اقتصادي مراداتو ته دننه شوه او وروسته یې دې ته پام شو چې د منځني ختیځ ډېرې سیمې او د افریقا لویه برخه اروپایي ښکېلاکګرو په خپلو کې سره وېشلې دي. نو همدا وه چې د امریکا د بهرني سیاست مفکرینو د خپلواکۍ غوښتنې مفکوره په ښکاره په ښکېلاک کې ګیر ملتونو د ازادۍ په موخه، خو په حقیقت کې د ښکلاک بېرون کولو په موخه او همدارنګه د هغوی پر مستعمرو  یې د واک لپاره مطرح کړه؛ تر دې چې د نړۍ اوسنی رسم یې خپل کړ.

کومه خپلواکي؟

که اوسني هېوادونه په اصطلاح د درېیمې نړۍ هېوادونه په امریکایي مفهوم خپلواک ونوموو؛ نو د یو لوی نړیوال سازمان په توګه د ملګرو ملتونو سازمان د دغو هېوادونو کومې اوسنۍ او تېرې ستونزې حل کړې دي؟ د فلسطین اشغال، د کشمیر مسئله، د برما او بوسنیا د مسلمانانو وژنه او یا هم د لویو قدرتونو له خوا د مالونو د لوټ له امله د افریقا د فقر مسئله یا د ډیورنډ مرزي اختلافونه؛ چې د انګلیس استعمار رامنځته کړي وو او اوس په ملګرو ملتونو کې اساسي رول لوبوي...؟ نو پر همدې بنسټ، که خپلواکي په یوه بڼه نه په یوه بڼه له ظلم څخه د بشپړ ژغورل کېدو په مفهوم وي، نو تر ټولو لوی ظلم او استبداد د اوسني نړیوال نظم موجودیت دی؛ چې په ښکاره یې په راس کې ملګري ملتونه او په حقیقت کې غربي قدرتونه دي. له دې پرته خپلواکۍ باید ته یوازې د خیالي او فاضله مدینې په هیله ونه کتل شي.

دا پخپله هغه اصطلاحات دي چې ځانګړو مفاهیمو ته یې ځای ورکړی، چې د غرب د ستونزو پر اساس رامنځته شوي او د وخت په تېرېدو د مسلمانانو سیاسي او ټولنیز جوړښت ته دننه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د دغه هر یوه پر خلاف د بشر او په ځانګړي ډول مسلمانانو ستونزې حل کړې دي. په بل عبارت، پورتني ټول افکار نه یوازې دا چې د مسلمانانو ستونزې نه حلوي، بلکې د اسلام له لیدلوري مردود ګڼل کېږي. نو پر همدې بنسټ، هر څوک چې پر دغه لیدلوري باور ولري، په حقیقت کې یې اسلام ته د عیسویت له نظره کتلي، چې هغه لیدلوری انحرافي دی.

سیاسي اسلام څه دی؟

سیاسي اسلام هغه اصطلاح ده چې د ۲۰ مې پېړۍ په وروستیو کې د غرب د فکري ښوونځیو له لوري د ځانګړې موخې لپاره وکارول شوه؛ لکه څنګه چې له دولت څخه د دین بېلتون مفکورې، ملي مرزونه او خپلواکي له وړاندې مطرح شوي وو. غرب په ځانګړي ډول د کمونیزم تر ماتې او په نړۍ کې د خپل سیاسي او اقتصادي نظام له غوړېدو وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې بله هېڅ ایډیولوژي به پر پانګوالۍ برلاسې نه شي. له همدې امله یې د اسلام او نورو تمدنونو ته سپکاوی پیل کړ. لکه څنګه چې د ایټالیا پخواني لومړي وزیر «برلوسکوني» مسلمانانو ته په خطاب کې وویل: «زموږ تمدن او فرهنګ ستاسو تر تمدن او فرهنګ غوره او لوی دی او زموږ خدای ستاسو تر خدای ځواکمن دی.»

البته دغه د اسلام په اړه د ډېرو غربي مفکرینو لیدلوری دی. تر ټولو وړاندې د امریکا مفکرینو دا درک کړې چې اسلامي نړۍ نه یوازې داچې ماته شوې نه ده، بلکې بیداري یې ډېره شوې ده. په همدې پلمه د جورج بوش په وخت کې یې د اسلام له منځه وړلو لپاره نظامي ځواک ته مخه کړه. لکه څنګه چې د امریکا د وخت دفاع وزیر «ډونالډ رامسفلډ» اعلان وکړ: «موږ فکري جګړه بایللې.» موخه یې دا وه چې له اسلام سره په فکري جګړه کې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو اسلوب پای ته رسېدلی دی، ځکه دا اسلوب په نړۍ کې د سیاسي اسلام د مخ پر ودې مفکورې په دلیل ناکام شوی دی.له دغو څرګندونو څخه د نوموړي موخه د واقعي اسلام، چې هغه يې «سیاسي اسلام» تعریف کړی، د له منځه وړلو لپاره له نظامي ځواک او د ګواښلو له اسلوبو څخه ګټه اخیستل وو.   

دې ته په کتو، د امریکا مفکرنیو د مخ پر ودې ځانګړو اسلامي افکارو په مطالعې خپل برداشت «سایسي اسلام» تعریف کړ. له همدې امله، سیاسي اسلام داسې څه نه دی چې په فقه، سیرت او د اسلام په تاریخ کې یې پیدا کړو، چې د مسلمانانو ځینو علماوو ورته مخه کړې، بلکې له سیاسي اسلام څخه موخه د رښتیني اسلام پر پښو درېدو لپاره د مسلمانان له بیدارۍ څخه د غرب درک دی؛ چې د یو واحد دولت په اډانه کې یې غوښتنه کوي. هغه اډانه چې له «دین څخه د دولت بېلتون» مفکورې، دروغجن ملي مرزونه، ملي ګټې او امریکایي خپلواکي یې مردود بللي دي. اسلام ته له دولتي لیدلوري ګوري، چې جغرافیایي پراخوالی یې جهاد ټاکي، نه ملګري ملتونه او اوسنی نړیوال نظم. نو پر همدې اساس، که سیاسي اسلام ته چې غرب مطرح کړی، له فقهي لیدلوري وګورو، له شک پرته چې داسې څه په تاریخ او اسلامي فقه کې نشته؛ خو که دې ته پام وکړو چې غرب رښتینی اسلام سیاسي اسلام تعریف کړی، نو له شک پرته چې مسلمانان همداسې یو څه غواړي او د مسلمانانو له بیدارۍ څخه موخه همدا مسله ده؛ چې غرب ترې وېرېږي.

 هغه کسان چې د غرب په ملاتړ سیاسي اسلام ردوي، باید تر ټولو مخکې هغه څه هم مردود وبولي چې په اسلام کې له حربي کفارو سره دوستي هم مردوده ده؛ دوستي د ملګرو ملتونو سازمان د کاذب مشروعیت په ګډون که په هر دلیل وي. پر دې سربېره له «دین څخه د دولت جدايۍ مفکورې»، ملي مرزونه، ملي ګټې او همدارنګه امریکایي خپلواکي غوښتنه له دې وړاندې مردود ګڼل شوي دي. د دې ټولو لپاره داسې دلیلونه شته چې د مسلمانانو ۱۴ سوه کلن تاریخ پرې شاهد دی؛ چې غرب یې نچوړ سیاسي اسلام تعریف کړی. داسې نه شي کېدای چې مشروعیت یې له اوسني واقعیت نه واخلو؛ کېدای شي یوازې په همدې دلیل هره مسئله اسلامي او غیر اسلامي تعریف کړي.

فکري جګړه تر نظامي جګړې خطرناکه ده

دا هم باید له یاده ونه باسو چې غرب پر نظامي جګړې سربېره، د ملتونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې سیاسي او فکري جګړې پیل کړې دي. له دې ټولو جګړو څخه خورا خطرناکه جګړه سیاسي او تر دې هم خطرناکه فکري جګړه ده. د سیاسي جګړې خطرناکتوب داسې دی چې مفکورې، ملي مرزونو، ملي ګټو، دولت-ملت او خپلواکۍ مفکورې یې د مسلمانانو د حکومتوالۍ په قوانینو او رسم کې ځای کړې دي. فکري جګړه بیا تر ټولو ګواښونکې ده، ځکه هغه حقیقي جګړه چې ارزښت لري، فکري جګړه ده. په دې جګړه کې د نیمې بریا او یا یوې برخې بریا په نوم کوم څه نشته. نو له همدې امله فکري جګړه د یو فکر له بریا او مخالف فکر له بشپړې ماتې پرته، هېڅ وخت پای ته نه رسېږي. یا په بل عبارت، په فکري جګړه کې بریا له یوې پرېکندې او څرګندې بریا پرته، بریا نه بلل کېږي، تر هغه چې له نړۍ څخه د مخالفې ایډیولوژۍ افکار له منځه یوسي.  

غرب او په راس کې یې امریکا پر دې ښه پوهېږي چې تر اوسه یې اسلام ته ماتې نه ده ورکړې او پرې بریالي شوي نه دي. دا چاره غربیان سخت ځوروي، ځکه پر اسلام په بریا کې پاتې راتلو، هغوی حیران کړي او پر دې نه پوهېږي چې د اسلامي ایډیولوژۍ د استقامت رمز؛ د غرب د ټولو ځواکونو او لوړې پوهې پر وړاندې د هغې نه ماتېدل او د مسلمانانو بې وسي او پس پاتې کېدو دلیل څه دی؟ نو له همدې امله یې مفکورې منحرفې کړې. خپل دښمن او د هغه مفکوره په ټولنه کې په هر نامه چې وتوانېږي، منفوره او له وحشته ډکه ښیي. نو د حیرانتیا ځای نه دی چې واحد اسلام، چې د بشریت د هوساینې لپاره راغلی، ځینې وختونه یې په تندلاري، ترهګر، افراطي، تروریست او سیاسي اسلام تعریفوي.

هغه کسان چې دا نه مني چې واقعي اسلام له کفر او د استبداد له ډولونو سره يې جووجاړی نه لري، دومره خو باید له تاریخي او علمي پلوه ومني چې که سیاسي اسلام نشته، له «دین څخه د دولت» بېلتون مفکورې، ملي دروغجن مرزونه او ملي ګټې هم اسلامي نه دي. نو ولې دا ستر بدعت غیر اسلامي نه بولي؟ برعکس، مسلمانانو دا درک کړې چې واقعي اسلام هغه اسلام دی چې یو وخت يې له اندونیزیا څخه تر مراکشه او له هغه ځایه بیا تر منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا پورې لنګر اچولی و؛ چې غرب وحشت معرفي کړی او سیاسي اسلام یې بللی دی. هو! موږ همداسې څه غواړو او په اسلام کې شته دي.

په ۱۷۷۷م کال کې امریکا د سوداګریزو کښتیو د تېرېدو په موخه د مراکش والي درېیم سلطان محمد ته جزیه ورکوله، نو په پایله کې نږدې درې لسیزې وروسته په ۱۸۰۵ م کال کې د امریکا د وخت ولسمشر توماس جفرسن هوډ وکړ چې د مسلمانانو پر وړاندې راپاڅي؛ چې نوره عثماني خلافت ته جزیه ورنه کړي؛ خو پر دغه کار بریالی نه شو او د تېر په څېر يې د خلافت دولت ته جزیه ورکوله. برعکس اوس داسې وخت دی چې ته وا مسلمانان غرب ته جزیه ورکوي او وروسته یې مقلدین د دوی افکارو ته تبلیغ کوي؛ چې «سیاسي اسلام» اسلام نه دی. ایا موږ ماتې خوړلې!؟

د مطلب ادامه...

حَبلُ‌المـَتین (1): په مسلمانانو کې د سیاسي پوهاوي اړتیا

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

﴿يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا یَشْعُرُونَ﴾ [بقره: ۹]

ژباړه: غواړې چې الله اومومنان وغولوي؛ په داسې حال کې چې له ځان پرته بل څوک نه غولوي، خو نه پوهېږي.

يُخَادِعُونَ کلمه د تېر اېستنې او یا غولونې په معنی ده، چې د مُخادعه او خِداع له مصدر څخه اخیستل شوې. په چل او فرېب نور له خپلو موخو څخه د ګرځولو په معنی ده یا د نورو د دوکې لپاره د هغه څه خلاف ویلو ته وايي چې په زړه کې يې دي.

فاسدو، ریاکارو، کافرو او د دوی ملګرو ته ناشونې ده، چې الله سبحانه وتعالی ته فرېب ورکړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی، چې پر پټو کارونو پوهېږي او پر هغه څه چې په زړونو کې تېرېږي او په فکرونو کې خطور کوي، خبر دی. خو دا خلک مسلمانان غولولی او تېر ایستلی شي.

یو له هغو خطرناکو برخو چې اسلامي امت یې د نړۍ له رهبری انحطاط او زوال ته راټيټ کړی، د فکر او سیاسي پوهاوي په برخه کې کمزورتیا ده. په اوسنۍ نړۍ کې سیاست، چې مشري یې کافر او غدار غرب په غاړه لري، د «ماکیاولی» د افکارو پر بنسټ چې پر چل او فرېب ولاړ دي، پر مخ ځي. په داسې فضا کې د صداقت او فضیلت ارزښتونه ځای نه لري. له همدې امله، د اسلام دښمنان د اسلامي امت د فریب لپاره له هرې وسیلي کټه اخلي تر څو مسلمانان د سیاست او ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې وغولوي او له هغوی څخه په یو ډول باج واخلي او خپله ولکه ټینګه کړي.

د دې تر څنګ نظامونه، سیاستوال، دولتي چارواکي او واکمن پانګوال، خلک په دروغجنو وعدو او خوږو خبرو غولوي. دا مسئله یې د ورځنیو کارونو یوه برخه ده او کلونه کېږي چې په اسلامي امت کې د دغه شیطاني فریب او نیرنګ څرخ تاوېږي؛ خو اوس هم اسلامي امت له یوې سوړې څو ځله چيچل کېږي، خو بیا یې هم  عبرت نه دی اخیستی.

په داسې سخت ژوند کې، چې له هرې خوا په اسلامي امت مصیبتونه راځي، د نړۍ د سیاسي واقعیتونو سم او ژور درک او د سیاسي فکر وده د مرګ او ژوند حیثیت لري.

ځګه ناسم سیاسي تحلیلونه د دې لامل کېږي چې خلک دروغ او غولونکې مسایل ومني او په بې خبرۍ کې د حکامو د چټلو او خطرناکو سیاستونو ملاتړ وکړي، چې په پای کې ډېر زیانونه را منځ ته کوي او د دښمن د ځواکمنېدو لامل کېږي. د یو شمېر مسلمانانو او مخلصو دعوتګرانو د سیاسي ناپوهۍ له امله چې سیاسي تجربه یې خامه ده، ډیری وخت امت هڅوي تر څو په سیمه ییزه، ملي او نړیواله کچه د مفسدو سیاستوالو او غولونکو سیاسي قضیو ملاتړ وکړي، چې په پای کې دغه ملاتړ د دښمن پر ژرنده اوبه ورسیخوي.

لاندې داسې بېلګې راوړو چې اسلامي امت یې له سیاسی امله ګمراه کړی:

لومړی بېلګه: هغه ویجاړوونکي جګړه چې امریکا او متحدینو یې له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې پیل کړې ده، اوس يې هم ځینو ته ډېر اړخونه پوښلي او درک یې ورته پېچلی دی. ډېری فکر کوي چې د امریکا حضور له «ترورېزم او افراطیت» سره د مبارزې لپاره دی او دا حضور په افغانستان کې د سیاسې ثبات او ټولنیزو اسانتیاوو لامل کېږي. دا ناسم تحلیل د دې لامل شوی چې یو شمېر غولول شوي، د امریکا او ناټو د سیاست د پلي کولو لپاره د مهرې په توګه وکارول شي او د قضیې له عمقه بې خبره د استعمار لپاره کار وکړي. د دې تر څنګ ناسم تحلیل د دې لامل شوي چې د امریکا یو شمېر لاسپوڅي چارواکي، د وراسته نظام او ناکامو پروسو د ښو او خوښیو ډکو ورځو د راتګ په تمه ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې، امریکا افغانستان د یوې نظامي پروژې په توګه د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره استفاده کوي او هغه ځینې سطحي فکران چې د ثبات، امنیت او سوکالی فکر کوي، د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتېژۍ کې نشته.  

دویمه بېلګه: په دې ورستیو کې پر پاکستان د امریکا فشارونه ډېر شوي. په افغانستان کې د امریکا ځیره خواره پر خلکو دا دروغ تړي، چې هڅې یې د پاکستان د منزوي کولو لپاره لاسته راوړنې لري او توانېدلي چې د پاکستان رول په سیمه ییز سیاست کې کمرنګه کړي. په داسې حال کې، چې د امریکا سیمه ییزه برنامه دا ده چې د سیمې هېوادونه د هند پر محور راټول کړي او د چین پر وړاندې یې استفاده کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې پاکستان له داخلي اړخه کمزوری او له سیمه ییزو سیاستونو منزوي شي او د دغه هېواد د اردو پام د کشمیر ازادۍ او د هند پولې ته د خپلو او افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې جګړې ته واړوي.

درېیمه بېلګه: هغه مفکوره چې وایې امریکا او ایران د یو بل دښمن دي، د دې لامل شوې چې یو شمېر کسان د ایران او امریکا له اصلي اړیکو غافل شي. په حقیقت کې، د ایران رژیم د اسلامي انقلاب په نامه له انقلاب وروسته امریکا ته یو نږدي او ورپورې تړلی رژیم دی. د بي بي سي شبکې د افشا کړو اسنادو له مخې د ایران رهبري امریکا ته د دې ادعا ښکاره مصداق دی. سربېره پر دې، د ایران دولت له امریکا سره د افغانستان او عراق په ښکېلاک کې هر اړخیزه مرسته کړې ده. هغه بندیزونه چې پر ایران لګول کېږي، دروند بار یې خلک اخلي، نه اخوندان او لوړ پوړي چارواکې.  

څلورمه بېلګه: زیات شمېر فکر کوي چې په سوریه کې روسیه او امریکا یو د بل پر وړاندې ولاړ دي او روسیه د بشارالاسد د نظام ملاتړ کوي او د امریکا په مقابل کې د اسد د رژیم پر وړاندې د انقلابیانو ملاتړ کوي. دا سمه ده چې د امریکا په ملاتړ د ترکیې او ایران په واسطه  یو شمېر ډلې د شام د انقلابیانو د بدنامۍ لپاره جوړې شوې دي او په ښکاره د نظام پر وړاندې جنګېږي؛ خو دقیق تحلیل دا دی چې امریکا او روسیه د سوریې په قضیه کې یو له بل سره مرسته کوي او هم نظره دي او د ایران د دولت، ترکیې، بشارالاسد او حزب الله په څنګ کې د سوریې د خلکو د واقعی او خالص اسلامي انقلاب پر وړاندي په یو کرښه کې ولاړ دي او هغوی شکنجه کوي.

پنځمه بېلګه: زیات شمېر مسلمانان له نړیوالو بنستونو لکه: د ملګرو ملتونو سازمان، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانګ، نړیوال سوداګرۍ سازمان او داسې نورو څخه د خیرغوښتنې او نېک لید لري. دغه ناسم او غیرې سیاسي لید د دې لامل شوی چې مسلمانان د دغو بنسټونو غړیتوب تر لاسه او د پالیسیو پیروي یې وکړي. په اسلامي خاورو کې دغو بنسټونو افراد د مشاورینو په توګه ځای پر ځای کړي او تر ټولو خطرناک دا چې خپلې قضیي دغو بسټونو ته راجع کړي. لکه څنکه چې د اسلامي ډلو په شمول یو شمېر ډلې خپل اختلافونه د ملګرو ملتونو سازمان ته راجع کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان او ټول نړیوال سازمانونه د لویو استعماري قدرتونو د لاس الې دي او د همدغو سازمانونو په واسطه یې نړۍ په خپله استعماري خپړه کې نیولې ده او حکومت کوي.

دا ډول ناسم تحلیلونه موږ ناسمو پایلو ته رسوي، چې په پای کې امت د داسې پالیسيو ملاتړ کوي چې د امت ګټو ته زیان رسوي. هغه څه چې په اوسني وخت کې مسلمانان ډېره اړتیا ورته لري، یو مخلص سیاسي رهبر، یو باخبره حاکم (خلیفه)، چې سیاسي قضیې په غور تحلیل کړي او داسې پالیسۍ غوره کړي، چې د امت ګټې تضمین کړي او د مسلمانانو د وینې او ناموس دفاع وکړي.

نو دا پر موږ ده چې د خبرونو او سیاسي واقعیتونو په دوامدار تعقیب، د اسلام له مبدا څخه د سیاسی قضیو په لیدو او د قضیو له تحلیل څخه د سیاسیې اوضاع سمې پایلې ته ورسېږو. تر څو چې بالاخره د پوهاوي داسې کچې ته ورسېږو چې د کافر او فریبکار غرب منافقت خنثی او بېرته یې دوی ته وروګرځوو. په دې لاره کې الله سبحانه وتعالی له موږ سره دی.

مصدق سهاک

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې