سه شنبه, ۲۰ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د فلسطین په جنین ښار کې وروستۍ خونړۍ پېښه

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحيم

د نبیل ابو رودینه په مشرۍ د فلسطیني ادارې یوې کمېټې بیړنۍ غونډه وکړه او په جنین کې یې د یهودي ښکېلاکګرو عام‌وژنه او بریدونه وغندل. یادې کمیټې له خلکو څخه د سولیز مقاومت غوښتنه وکړه او دغه راز یې د فلسطیني ادارې او یهودي دولت ترمنځ د هر راز امنیتي همغږیو د هڅو د درېدو اعلان وکړ. دغې کمېټې همدارنګه له امنیت شورا او نړیوالې جنایي محکمې څخه په دې تړاو د بیړني هدایت غوښتنه وکړه (فلسطین تلویزیون، ۲۰۲۳م کال، د جنوري ۲۶مه).

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن به د روانې اونۍ په پای کې مصر، «اسرایلو» او لوېدیځې غاړې ته سفر وکړي؛ دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په لوېدیځه غاړه کې د «اسرایلو» تر ټولو خونړیو عملیاتو وروسته د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د بلینکن سفر څو اونۍ وړاندې پلان شوی و؛ خو پنجشنبه سهار په لوېدیځه غاړه کې د بې ځایه شوو پر کمپ د اسرایلو تر برید وروسته، چې د فلسطینیانو په خبره د یوې ۶۱ کلنې ښځې په ګډون نهه تنه پکې وژل شوي، داسې ښکاري چې په دغه سفر کې به پر یاد برید د بحث اړخ پیاوړی وي. اسرایلي پوځ د همغې ورځې په پای کې هم یو ۲۲ کلن فلسطینی ځوان په ډزو وواژه. (واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۳م کال، د جنوري ۲۶مه)

د فلسطینیانو وینه ارزانه ده ... ارزانه توی شوې، ارزانه تیری پرې شوی، ارزانه يې سپکاوی شوی او ارزانه له پامه غورځول شوې. د جنین د پنجشنبې ورځې برید کې د یوې سپین سرې په ګډون نهه تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول چې د څلورو روغتیايي وضعیت ډېر خراب دی. له دغه برید سره په دغه میاشت کې د شهیدانو شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد. په دغه عام‌وژنه کې د یهودي دولت پوځ په روغتون کې اوښکې بهوونکي ګاز وکاراوه؛ پر کورنو یې بریدونه وکړل او ویې سوځول. اسرایلي پوځ، د سړک پر سر پر ولاړو موټرو ټانګونه خېژوي؛ په یوه موټر کې یو کس هم ناست و.

د شاباک (د اسرایلو د کورني امنیت اداره) غړو د «اسرایلو دفاعي ځواک» په جامه کې په رڼا ورځ په جنین کمپ کې د فلسطینیانو پر کورونو برید وکړ، کورونه یې وسوځول او ځانګړې کسان یې په نښه کړل.

له یوې خوا د مسلمانانو حکام پخپله له حساب ورکولو پرته د مسلمانانو عام‌وژنه کوي او له بلې خوا نړیواله ټولنه پر فلسطین د برید په وخت کې سترګو ته لاس نیسي او داسې ښيي چې ګواکي هېڅ یې نه دي لیدلي.

د فلسطیني ادارې او روغتیا وزارت غندنې څه ګټه کوي؟

له نړیوالې جنایي محکمې څخه د کوم غبرګون تمه کېږي!؟

خلک په غوسه دي؛ ښوونځیو د دغه جنایت پر وړاندې اعتصاب کړی؛ سوپرمارکېټونه او وزارتونه تړل شوي او د فلسطین په لویو ښارونو کې ناڅاپي لاریونونه وشول.

که د فلسطین خلک پریښودل شي، د اشغالګرو پر وړاندې به په ډېره زړورتیا مبارزه وکړي. که د دغو جنایتاګرو او وحشي رژیمونو سترګې او غوږونه (استخباراتي څارنه) نه وای، زموږ امت به چا له غچ اخیستو راګرځولی وای؟ په حقیقت کې، که څه هم د هغوی څېرې او نومونه زموږ پشان دي، خو له موږ څخه نه دي؛ هغوی منافقین، خاینان او اجنټان دي.

سره له دې چې د عربي رژیمونو او نورو اسلامي هېوادونو لخوا، چې د دغه ښکېلاکګر دولت د له منځه وړلو وس لري، په وار وار نهیلي شوي يو؛ خو د فلسطین د خلکو غږ ریښتینی دی او د ازادۍ دغه غږ ته باید په اسلامي پوځونو کې مخلص کسان ځواب ووایي؛ نه دا چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د لانجې ختمولو لپاره لوېدیځې غاړې ته راشي او پر فلسطیني ادارې غږ وکړي چې د فلسطینیانو پاڅونونه آرام کړي. له ټولو لانجو او سیاسي خبرو سره سره، دا ټولې هڅې د دې لپاره دي چې اوسنی وضعیت ارام وساتل شي او پرې نه ږدي چې نور هم کړکېچن شي، ځکه چې امریکا اوس له هغه حالت سره د مقابلې وس نه لري. که چیرې امریکا او فلسطیني اداره د دوی غوسه کمه نه کړي؛ د فلسطینانو خوځښتونه او جهادي ډلې ښايي د عمومي فضا تر اغېزې لاندې راشي اود جنین پیښې غچ واخلي.

مسلمانان اوس تر بل هر وخت ډېر خلافت ته اړتیا لري او غواړي یې، تر څو پر اسلامي امت د ښکاره بریدونو مخه ونیسي او په سپیڅلې خاوره کې دغه د سرطان دانه، یهودي دولت، له بېخه وباسي؛ له دې سره به میندې نور د خپلو بچیانو غم نه ته نه کېني.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

منال بدر

۲۰۲۳م، د جنوري ۲۷مه

۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب ۵مه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته لخوا د نوموړي د پاڼو کتونکو ته د ۱۴۴۴هـ.ق/۲۰۲۳م کال د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام!

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحیم

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله و صحبه ومن والاه، و بعد!

اسلامي امت ته خطاب، د بشریت لپاره غوره امت ته:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: ۱۱۰]

ژباړه: تاسو هغه امت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پيدا شوی؛ [ځکه] تاسو پر معروف امر کوئ او منکر منع کوئ او پر الله ایمان لرئ.

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وېبپاڼې درنو لیدونکو ته!

تاسو ته د نېکمرغه فطر عید مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې روژه، قیام او ټول نېک عملونه مو قبول کړي او په دغه مبارکه میاشت کې چې تېره مو کړه، د دوزخ له اوره مو وژغوري! ترمذي په خپل سنن کې له ابو هریره رضي‌الله عنه  څخه د رمضان د شپو په اړه روایت کړی، چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمايل:

«وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ وَذَلكَ كُلَّ لَيْلَةٍ» (پورتنی حدیث حاکم په مستدرک کې روایت کړی دی)

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) هره شپه بنده‌ګان د دوزخ له اوره ژغوري.

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې  دغه عید مسلمانانو ته د خیر او برکت مقدمه کړي او راتلونکی عید په داسې حال کې راورسېږي چې موږ د راشده خلافت – د لا اله الا الله محمد رسول الله - د الرایې (د اسلام تور بیرغ) د عظمت، نصرت او قدرت په سیوري کې راشو. دغه کار الله سبحانه وتعالی ډېر اسانه دی.

احمد په خپل مسند کې له حذیفه بن الیمان څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ (دغه حدیث الطیالسي هم په خپل مسند کې روایت کړی دی)

ژباړه: ...بيا به جبريه حکومت وي، ترکله چې الله وغواړي، دوام به لري. بيا چې کله وغواړي هغه به واخلي. بيا به د نبوت پر منهج خلافت راځي. بيا هغه صلی الله علیه وسلم  چوپ شو.

په پای کې تاسو ته سلام او د خیر دعا کوم؛ الله سبحانه وتعالی دې ستاسو عبادتونه قبول کړي.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته

۱۴۴۴ هـ.ق، د شوال ۱، د نېکمرغه فطر عید لومړۍ ورځ

 ۲۰۲۳م، د اپرېل ۲۱مه

د مطلب ادامه...

د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاءګانې (څلورمه برخه)

  • خپور شوی په تثقیفي

د نصرت په تحقق کې د وګړو د کمښت او ډېرښت اغېزې!

د قرآن کریم ایتونه تل د هغو مومنانو د اقلیت ستاینه کوي چې د الله سبحانه وتعالی په امر ټینګ ولاړ وي او د باطل د پلویانو او هغو کسانو کثرت غندي، چې د باطل پر وړاندې چوپتیا غوره کوي. ځکه دغه ډېرښت یا کثرت شرعي دریځ نه غوره کوي چې له حق څخه دفاع پرې وکړي او یا یې په څنګ کې ودرېږي. تر ټولو بد حالت هغه دی چې دغه کثرت د حق د اقامې لپاره نه راپورته کېږي، د حق له لېږدونکو سره مرسته نه کوي او هغوی ته ستونزې جوړوي. الله سبحانه وتعالی د مومنانو د اقلیت د ستاینې او د باطل پلوو د اکثریت د غندنې په اړه فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ(65) الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَ عَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [الأنفال/ 65-66]

ژباړه: اې پیغمبره! مومنان (د الله سبحانه وتعالی د فرمان د پلي کېدو لپاره له دښمن سره) جګړې ته وهڅوه. که په تاسو کې شل تنه پیاوړي (قوي ایمان لرونکي) کسان وي، پر دوو سوو تنو بریالي کېږي او که سل تنه وي، پر زر تنو کافرانو بریالي کېږي، ځکه کافران داسې کسان دي چې نه پوهېږي (د څه شي او چا لپاره جنګېږي او که چېرې ووژل شي، خپل او د کورنۍ برخلیک به یې څه ډول وي، نو دا لارورکي، د هدف نه پېژندل او پر دنیوي او اخروي پایله نه پوهېدل، د هغوی د مبارزې او توان د له منځه تلو لامل کېږي). همدا اوس الله سبحانه وتعالی تاسو ته تخفیف در کړ او پوه شو چې تاسو کمزوري یاست. پر همد اساس که په تاسو کې سل کسان صبر کوونکي وي، پر دوو سوو کسانو بریالي کېږي او که زر تنه وي، پر دوو زرو کسانو بریالي کېږي او الله سبحانه وتعالی له صابرانو سره دی.

الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:

﴿فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَ مَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَ جُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [بقره: 249]

ژباړه: کله چې طالوت (د بني اسراییلو د سرلښکر په توګه وټاکل شو) او عسکر یې له ځان سره بېرون ته یو وړل، هغوی ته یې وویل: «الله سبحانه وتعالی تاسو د یوه سیند په وسیله ازمایي. کوم کسان چې (د تندې په وخت کې) له هغه څخه اوبه وڅښي، له ما څخه نه دي او که یې څښي هم، خو له یوې لپې څخه باید زیاتې نه وي. له کمو کسانو پرته نورو ټولو له هغه څخه اوبه وڅښلې. وروسته کله چې ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و (له ازموینې څخه روغ وتلي وو) له هغه سیند څخه تېر شول (د خپلو کسانو له کموالي څخه ناارامه شول) او ویې ویل: نن ورځ موږ له جالوت او د هغه له عسکرو سره د مبارزې وړتیا نه لرو. خو هغو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی سره یې په بیا لیدلو باور درلود (د اخرت په ورځ به خپله بدله ترلاسه کوي) وویل: ډېر ځله داسې شوي دي چې یوه وړوکې ډله د الله په امر پر یوې لویې ډلې برلاسه شوې ده. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو ملګری دی.

الله سبحانه وتعالی خبر ورکړی چې یوازې لږ شمېر خلک یې پر اوامرو عمل کوي، خو اکثریت خلک یوازې د سختۍ او فشار په حالت کې د اقامې لپاره اقدام کوي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَ لَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ وَ لَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَ أَشَدَّ تثبیتا(66) وَ إِذًا لَآتَيْنَاهُمْ مِنْ لَدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا(67) وَ لَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا(68) وَ مَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَ الرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَ الصِّدِّيقِينَ وَ الشُّهَدَاءِ وَ الصَّالِحِينَ وَ حَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا﴾ [نساء: 66-69]

ژباړه: که مو هغوی ته امر کړی وی، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې خپل ځانونه ووژنئ او یا (د جهاد لپاره) مو له خپل وطن او کور څخه بېرون شئ، نو لږ شمېر کسانو دغه خبره منله. که دوی ته ویل شوي نصحتونه هغوی پر ځای کولی، د دوی لپاره غوره وو او د ایمان د پیاوړتیا لامل یې کېدل. په دغه صورت کې مو هغوی ته ډېر اجر ورکاوه او هغوی ته مو سمه لاره ورښودله. هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړي، (د قیامت په ورځ به) له هغو کسانو سره یو ځای وي چې الله سبحانه وتعالی خپل نعمت ورکړی دی؛ یعنې له پیغمبرانو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو سره او هغوی څه ښه ملګري دي.

الله سبحانه وتعالی ټینګار کړی چې  په مدینه کې د اسلامي دولت تر تاسیس وړاندې، په مکه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مومنانو شمېر لږ و، خو بیا هم الله سبحانه وتعالی هغه ته نصرت ورکړ او پر خپل توفیق او لښکر سره یې د هغوی مرسته وکړه. اسلام بېلابېلو خاورو ته خپور شو او دا د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امت یوازې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه او توفیق سره بریالی کېږي، که شمېر یې هر څومره زیات او قدرتمند وي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ اذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَ أَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَ رَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [انفال: 26]

ژباړه: اې (مومنانو) هغه وخت مو در په یاد کړئ چې کله تاسو لږ وئ او د (مکې) په خاوره کې کمزوري وئ او وېرېدئ چې خلک به مو له منځه یوسي؛ خو الله سبحانه وتعالی تاسو ته (په مدینه کې) پناه درکړه او په مرستې سره یې (په بدر غزا کې) پیاوړي کړئ او پاک غنیمتونه یې درکړل؛ ترڅو شکر وباسئ (د جهاد په لاره کې د زړه له تله هڅه وکړئ).

الله سبحانه وتعالی د خپل بنده نوح علیه سلام په اړه فرمایلي دي:

﴿حَتَّى إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَ فَارَ التَنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَ أَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَ مَنْ آمَنَ وَ مَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [هود: 40]

ژباړه: (نوح پر دعوت بوخت و او کافرانو خپلو ملنډو ته دوام ورکړی و) تر دې چې زموږ امر (د کافرانو د له منځه وړلو په اړه) راغی، اوبه له ځمکې پر راخوټېدو شوې ( قهر مو نهایت ډېر شو او نوح ته مو) وویل: د هر ډول حیواناتو یوه جوړه په بېړۍ کې واچوه، خپله کورنۍ دې هم سپره کړه، پرته له هغو کسانو چې د هلاکت فرمان وړاندې صادر شوی دی (په هغوی کې ستا سو زوی او مېرمن هم شامل دي). هغه کسان (په کښتۍ کې کېنوه) چې ایمان یې راوړی دی. یوازې کم شمېر خلکو ایمان راوړی و.

الله سبحانه و تعالی خپل بنده داوود علیه سلام ته وویل، لږ شمېر کسان شکر وباسي، ډېری کسان نافرماني او ناشکري کوي او لازمه هم نه ده چې ډېری کسان دې له حق سره یو ځای وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿اِعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُکرًا وَ قَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ﴾ [سبأ: 13]

ژباړه: اې د داوود قومه! (د دغو ټولو نعمتونو) شکر ادا کړئ او (پوه شئ چې) ډېر لږ بندګان مې شکر ایستونکي دي (الله سبحانه وتعالی د خوښۍ او نعمت په وخت کې یادوي او هڅه وکړئ چې د دغې ډلې غړي شئ).

د حق د لېږدونکو لپاره باید لږوالی یا اقلیت د فتنې سبب نه شي او ډېروالی یا کثرت یې دې د کبر لامل نه شي، ځکه نصرت او بریا په دغو دوو کې نه ده او د حق دعوتګر دې په دې اړه فکر نه کوي چې څومره کسان ورسره دي؛ شمېر یې څو ته رسېدلی او څوک یې تاییدوي... هغه څه چې خپل ټول تمرکز باید پرې ورټول کړي، دا دي چې د حق د لېږد لپاره یې څومره هڅې او کوښښونه کړي دي او څومره نیکۍ یې ترسره کړې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ أَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى* وَ أَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى * ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى * وَ أَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى﴾ [نجم: 39- 42]

ژباړه: دا چې د انسان لپاره د هغه د هڅو او کړنو له بدلې پرته بله بدله نشته او د هغه هڅې به ولیدل شي. نو د همغه (کار په اندازه به) ورته مناسبه جزا ورکړل شي او دا چې دغه لاره ستا د رب لوري ته ورګرځېدلې ده.

الله سبحانه وتعالی له خپلو بنده ګانو غوښتي، چې هڅې وکړي او څومره چې کولی شي، پخپلو کړنو کې احسان او له الله سبحانه وتعالی سره خپل ارتباط ټینګ وساتي، خپل دعوت ښه مخته یوسي، ثبات یې وساتي او همدارنګه پر خپلې برخلیک ټاکونکې قضیې نور هم خپل باور پیاوړی کړي. ځکه دا ساده قضیه نه ده، بلکې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت په تاسیس سره پر ځمکه د اسلامي احکامو تطبیقول او اقامه کول دي. نو پر همدې اساس، هغه کس چې د خلکو په اقلیت او اکثریت پسې ګرځي، د دې پر ځای باید یوازې هغه مسوولیت او تکلیف تعقیب کړي، چې الله سبحانه وتعالی د هغه پر غاړه ورکړی دی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که څوک مړ شي او بیعت یې نه وي کړی، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.» مخلص مومنان باید هڅه وکړي، چې خپل ځواکونه راټول کړي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی لپاره خپل خیر او ښېګڼه وښیي. همدارنګه دغه دین ته د دولت په تاسیس (د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دولت) سره قدرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ يَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ* بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: 4-5]

ژباړه: په هغه ورځ (د نصرت په ورځ) مومنان د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه خوشحاله کېږي. الله سبحانه وتعالی له هغو ټولو کسانو سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او (پر خپلو دوستانو) مهربانه دی.  

دوام لري...

 الرایه جریده: ۴۱۹

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د ډېورند کرښې دواړو غاړو ته د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

هر وخت د ډېورند کرښې دواړو غاړو ته د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې کېږي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان خپل ژوند بایلي. په ۲۰۲۱م د اګسټ میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې مرزي شخړې زیاتې شوې دي، دلیل یې څه دی او دا چې ایا دغه شخړې داخلي عوامل لري که بهرني؟

ځواب:

د دغو شخړو د لاملونو د روښانه کېدو لپاره لاندې موارد څېړو:

لومړی) د افغانستان او  پاکستان تاریخي او جغرافیايي واقعیت:

۱. په ۱۹۸۳م کال کې د انګلیس د وخت د بهرنیو چارو وزیر سرمورټیمر ډېورنډ او د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن خان یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ۲۶۴۰ کیلومتره په اوږدوالي چې شمال ختیځ څخه جنوب لودیځ ته ادامه لري، د ډيورنډ په نامه کرښه منځ ته راغله. دغه پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه وپېژندل شوه او د پولې دواړو غاړو ته یې پښتانه قبایل پر دوو برخو ووېشل. د معلوماتو لپاره باید ووایو چې د دواړو خواوو د مرزي سیمو اوسېدونکي اکثریت پښتانه دي او پښتانه د افغانستان اکثریت نفوس هم جوړوي؛ د دې خاورې شاخوا ٪۴۰ اتباع پښتانه او د دوو پېړیو په جریان کې یې ټول چارواکي هم پښتانه دي. په پاکستان کې پښتانه تر پنجاب ایالت وروسته ډېر نفوس لري. په هر صورت، افغانستان دغه مرزي پوله په رسمیت نه ده پېژندلې، په ځانګړې توګه دې ته په پام چې انګلیس د ۱۸۹۳م کال د نومبر په ۱۲مه د ډېورنډ کرښې د ترسیم پر مهال د سیمې جیوسیاسي، نژادي او قبیلوي جوړښت په پام کې نه دی نیولی او په خپله خوښه او د انګلیس استعماري ګټو په پام کې نیولو سره یې ترسیم کړې ده. انګريزانو تر دوی د مخکنیو ډېرو قدرتونو غوندې هڅه وکړه چې پر دغو مرزي سیمو ولکه پيدا کړي؛ دا هغه سیمې دي چې سرکښه قبایل یې غرونو ته ختل او هېڅکله د فارس توسعه غوښتونکو هڅو او د هند چارواکو ته تسلیم نه شول. انګلیس پر افغانستان د تېري پر مهال په ۱۸۳۹- ۱۸۴۲م کلونو کې په دې خاوره کې شرموونکې نظامي ماتې وخوړه. بیا یې په ۱۸۷۸م کې یو ځل بیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو دوه کاله وروسته یې خپل ځواکونه بېرته وایستل. خو د افغانستان د چارواکو په وسیله د انګلیس نفوذ، چې په ۱۸۷۹م کې یې د ګندمک تړون لاسلیک کړی و، په افغانستان کې پاتې شو او د دغه تړون پر اساس افغانستان د خپلې خاورې پراخې سیمې د استعمارګرو انګلیسانو، چې د اسلامي هند پر نیمه جزیره یې حکومت کاوه، په ګټه وبایللې. د افغانستان چارواکو ومنله چې انګلیس یې د خاورې پر بهرنیو چارو ولکه ولري؛ په داسې توګه چې انګلیس د یوې اندازې نغدي مرستې په بدل کې د افغانستان بهرنۍ اړیکې په خپل ځان پورې محدودې کړې وې.

 ۲. د شلمې پېړۍ په نیمايي کې انګلیس پر افغانستان او پاکستان دواړو خاورو او د هغوی پر سیاست مسلط شو او دغه وضعیت په پاکستان کې د نظامي انقلابونو له لارې چې امریکا طرحه کړي وو انګلیس د نفوذ تر سقوط او په افغانستان کې د شاهي نظام تر راپرځېدو او د شوروي اتحاد پر مهال پر افغانستان د روسانو تر ولکې او د ۱۹۷۹م کال په پای کې د روسانو له لوري د دې خاورې تر اشغال پورې دوام درلود؛ خو روسانو په افغانستان کې شرموونکې ماتې وخوړه او ذلیلانه ترې ووتل. بیا امریکا فعالیت پیل کړ، ترڅو ځان په دغه سیمه کې د روسانو ځایناستی کړي او خپل نفوذ د پاکستان او سعودي عربستان له لارې، چې د امر تابع یې وو، په افغانستان کې پراخ کړي. وروسته په ۱۹۹۶م کې په افغانستان کې د طالبانو لومړی حکومت جوړ شو؛ دغه حکومت امریکا په ۲۰۰۱م کال کې راوپرځاوه او په دې توګه یې افغانستان اشغال کړ. خو همدا امریکا د دې خاورې تر شل کاله اشغال او په ۲۰۲۱م کې تر نظامي ماتې خوړلو وروسته له افغانستانه ووته او په دغه ترتیب د طالبانو ډله د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان حاکمه شوه.

دویم) د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې:

۱. وروسته تر هغې چې امریکا د دوحې تړون پر اساس د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې له افغانستانه ووته او د طالبانو ډلې په کابل کې قدرت په لاس کې واخیست، په ډاګه یې د پاکستان له مرزي اقداماتو سره مخالفت وکړ او په دې توګه د پولې دواړو غاړو ته د دواړو اړخونو تحریکوونکي مرزي فعالیتونه زیات شول. پاکستان هر وخت پر افغانو مهاجرینو او پښتنو کورینو په فشار راوړلو، چې مخکې یې په اسانۍ په پوله کې تګ راتګ کاوه او څوک یې نه مانع کېدل، شخړو ته لمن وهله او دا شخړې کله د پولې د پرانیستلو او د توکو او خلکو د تګ راتګ لپاره له نښتو سره ملې وې، چې په ځينو مواردو کې د ځينو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل هم کېدې. وروسته پاکستان فشارونه زیات کړل او د دې پولې په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د تګ لپاره ویزه درلودل پر افغانانو لازمي کړل. د میلیونونو ډالر په لګښت د ۳ متره لوړ او سلګونو کیلومتره اوږده مرزي مانع د جوړولو لپاره د پاکستان اقدام کشمکشونه زیات کړل. پاکستان دغه مرزي مانع د صادراتي او وارداتي توکو، د خلکو د تګ راتګ او د «تروریستانو» ورتګ د کنټرول په پلمه پيل کړ. نو په دې توګه دغه مرزي مانع یوه وسیله وه چې د دغو دوو خاورو په مرزي سیمه کې د شخړو او نښتو لامل شو. وروسته د طالبانو حکومت د شاوخوا ۲۷۰۰ کیلومتره په واټن کې د پاکستان په وسیله د مرزي مانع د نصبولو د دوام مخنیوی وکړ، دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ٪۹۰ کار یې بشپړ شوی و. د اشرف غني حکومت تر سقوط وړاندې د دغه مرزي مانع له نصبولو سره هوکړه کړې وه؛ خو اوس چې هرکله پاکستاني ځواکونه د دغه مانع د نصبولو هڅه وکړي، د طالبانو له ممانعت سره مخ کېږي او دا چاره د دواړو اړخونو تر منځ د مرزي شخړو لامل کېږي، چې په ځينو مواردو کې یې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې تلفات هم اړولي دي. د افغانستان د خوست ولایت والي په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «په دې اړه د طالبانو دریځ د پولې د دواړو غاړو د قبایلو له طبیعت سره سم دی، د یوه قوم او قبیلې د اولادونو تر منځ چې یو دین، عرف او ټولنه لري، مرزي خنډ نه شو درولی. د پولې دواړو خواوو ته مېشت خلک کورنۍ اړیکې لري او قبایل له لومړیو د دغه خنډ له جوړولو سره مخالف وو؛ خو څه یې په وس کې نه وو. د اشرف غني حکومت د دغه مرزي مانع له جوړولو سره هوکړه کړې وه؛ خو طالبانو د قبایلو اهمیت درک کړی او خپل ټول ځواک یې له دغو قبایلو اخیستی دی.» (سرچینه: العربي الجدید ۲۰۲۲م، د اپریل ۱۹مه)

۲. نو په دې توګه د دوو خاورو تر منځ اوضاع کړکېچنه شوه؛ په ځانګړې توګه کله چې پاکستان د طالبانو حاکمه ډله تورنه کړه چې د پاکستان پر اردو د پاکستاني طالبانو ډلې د بریدونو مخنیوی نه کوي؛ وروسته پاکستان د افغانستان په داخل کې ځينې سیمې په توغنديو وویشتې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ډلې پاکستان هدف ګرځولی دی. د دواړو اړخونو تر منځ دښمنۍ شدیدې شوې؛ بیا طالبانو د پاکستان حکومت تورن کړ، چې پاکستان اوس هم د افغانستان د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو لاره ده؛ مثلاً هغه برید چې په کابل کې د القاعده د رهبر ایمن الظواهري د مړینې لامل شو. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په خپلو څرګندونو کې وویل: پاکستان باید اجازه ورنه کړي، چې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکې د افغانستان اسمان ته د راتګ لپاره د پاکستان له فضا څخه ګټه واخلي. تېره میاشت یو توغندی چې بې‌پيلوټه امریکايي الوتکې وغورځاوه، په کابل کې یې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري وواژه. ملا یعقوب یې په اړه وویل چې دا الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي.» (سرچینه: بي بي سي ۲۰۲۲م، د اګسټ ۲۸مه)

۳. د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان ګټې په پاکستان او افغانستان کې په نښه کړې. د پاکستان اردو په افغانستان کې د دې ډلې پر مواضعو برید وکړ او د ۲۰۲۲م په مارچ کې یې په هوايي بریدونو په خوست او د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې ځينې سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې ۴۷ کسان ووژل شول. د پاکستان دغه هوايي بریدونه د هغو بریدونو په ځواب کې وو چې د افغانستان له مرزي سیمو یې د پاکستان په خاوره کې سیمې په نښه کړې وې او د وزیرستان په سیمه کې یې ۷ سرتېري وژلي وو. هغو کسانو چې دا برید یې ترسره کړی و، وسله‌وال کسان وو چې په پوره اسانتیا او له هېڅ خنډ پرته د افغانستان په خاوره کې تګ راتګ کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې غلي به پاتې نه شي او که دا ډول بریدونه تکرار شي، په ټول قوت به ځواب ورکړي. که څه هم د افغانستان حکومت په منځګړیتوب د ۲۰۲۲م کال د جون په ۲مه د پاکستاني طالبانو ډلې او پاکستان حکومت تر منځ د اوربند هوکړه وشوه؛ خو کله چې د ۲۰۲۲م کال په اګسټ کې پاکستاني الوتکو د پاکستان د طالبانو ډلې یو مشر له دریو نورو کسانو سره وواژه او ادعا یې وکړه چې دغه مشر د نظامي محصلینو د وژنې مسوول و، چې هغه پېښه په ۲۰۱۴ کې شوې وه او د ۱۲۶ نظامي محصلینو د وژنې لامل شوې وه، دغه هوکړه نقض شوه او ورپسې د ۲۰۲۲م د ډیسمبر په ۱۵مه وروستۍ نښتې وشوې او ۱۶ ملکي پاکستانیان پکې ټپیان شول؛ هغه نښتې چې تر یوې اونۍ په کم وخت کې دوه ځله د پاکستان او افغانستان د مرزي ځواکونو تر منځ وشوې. بیا د چمن مرزي لاره یوه اونۍ وتړل شوه؛ دا لاره یوه له ګڼې ګوڼې ډکه او اصلي تجارتي لاره ګنل کېږي. وروسته د ۲۰۲۲م د ډیسمبر په ۲۰مه د دواړو اړخونو لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو د پاکستان- افغانستان د دوستۍ په دروازه کې ملاقات وکړ، ترڅو د دواړو اړخونو په پوله کې د سولې او ارامۍ هڅې وڅېړي؛ هغه ارامي چې په مرزي سیمو کې په شته کشمکشونو پسې د دواړو اړخونو په ګڼو متقابلو نښتو او بریدونو ګډوډه شوې ده او پاکستان یې په جریان کې خپله پوله په موقتي توګه وتړله؛ خو دغه لیدنه او خبرې اترې ناکامې شوې او هېڅ اغېزناکه پایله یې نه درلوده.

درېیم) د دغو نښتو انګېزه او د دوو اړخونو تر منځ د ګرمو شخړو دلیل:

دې پوښتنې ته ځواب دوو مهمو مسئلو ته دقت غواړي: د پاکستان او امریکا له لوري فشارونه او تحریکوونکي اقدامات، چې جزیات یې په لاندې ډول دي:

الف) په پاکستان کې د حاکم نظام فشارونه او تحریکوونکي اقدامات:

۱. هغه تحریکوونکي اقدامات چې پاکستان یې په خپلو پولو کې د افغانانو پر ضد ترسره کوي، لکه فشار راوړل او د تګ راتګ مخنیوی، د افغانستان خاورې ته توغندي ویشتل، مرزي مانع جوړول او د یوه ترسره شوي کار په توګه یې عملي کول او د پولو سخت استحکام. د پاکستان دغه تحریکوونکي اقدامات په افغانستان کې حاکمه د طالبانو ډله غبرګون ته اړ کوي؛ په داسې توګه چې د توغندي د ویشتلو په غبرګون کې هغوی هم د پاکستان خوا ته توغندي توغوي او د هغه مرزي مانع ځينې برخې چې د پاکستان اردو نصب کړی، ویجاړوي او دغه غبرګونونه د ګرمو نښتو او شخړو د زیاتوالي لامل کېږي او دواړه لوري چمتو حالت ته راولي.

۲. همدارنګه په پاکستان کې د پښتنو په اړه د پاکستان د اردو جګړه او دا ډول نور موارد لکه د افغانستان داخل ته د مرزي کرښې انتقال او پر افغانو کډوالو او پښتنو کورنیو چې په اسانۍ یې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه، د چا له ممانعت پرته فشار راوړل. دغو ټولو مواردو اوضاع دومره حساسه کړه چې د پولې د پرانیستو او د خلکو د تګ راتګ او توکو د لېږد رالېږد لپاره د سختو خونړیو نښتو لامل شوه، بیا پاکستان خپل فشارونه سخت کړل او لومړی ځل یې افغانان اړ کړل چې د تګ راتګ لپاره باید ویزه ولري.

۳. بله مسئله چې شخړې یې زیاتې کړې دا وه چې په پاکستان کې حاکم نظام افغانستان ته د امريکايي الوتکو د تګ زمینه اسانه کړه، ترڅو په افغانستان کې پر اهدافو برید وکړي، لکه هغه برید چې په کابل کې د القاعده ډلې د رهبر ایمن الظواهري د مړینې لامل شو، لکه څنګه چې مخکې د ملا یعقوب په څرګندونو کې اشاره ورته وشوه.

ب) د طالبانو پر حکومت د امریکا فشارونه:

۱. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل او همدارنګه هغه پرېمانه شرطونه چې په رسمیت د پېژندو لپاره یې ټاکلي دي. په حقیقت کې د نړۍ په وسیله په رسمیت پېژندل پر داسې وسله بدل شوي، چې د طالبانو پر حکومت یې نصب کړې او په وسيله يې دغه حکومت دې ته اړباسي چې نړیوال شرطونه ومني؛ داسې شرطونه لکه په حکومت کې د افغانستان ځينو سیکولرانو او د امریکا پخوانیو مزدورانو ته ونډه ورکول، د ښځو حقونه، ساختګي غوښتنې او په اړه یې د طالبانو پر ډله نیوکې.

۲. په بهر کې د افغانستان شتمنۍ بندول او نوی حکومت د هغه له ګټې اخیستنې څخه منع کول؛ حتی په غیر حکومتي چارو کې د هغې د یوې برخې د مصرف مخنیوی، یعنې د طالبانو ډلې د حاکمیت د کمزوري کولو او په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د ایجاد  لپاره چې له غرب سره اړیکې ولري، د فشار راوړلو په موخه.

۳. متحده ایالات غواړي له پاکستان سره د هند پولې ارامې وي، ترڅو هند پر چین تمرکز وکړي. د دغه کار لپاره اړینه ده چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو مرزي پېښو کې راګیر وي. نو نه پرېږدي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ نښتې ارامې شي. په دې توګه د پاکستان او هند تر منځ د جګړې جبهه ارامه پاتېږي او په پایله کې هند فرصت مومي چې پر چین تمرکز وکړي.

ج) کله چې د امریکا او پاکستان په وسیله پر طالبانو راوړل شوي فشارونه وڅېړو، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې پاکستان اوسمهال د داسې نظام تر حاکمیت لاندې دی، چې په شدت سره په امریکا پورې تړلی؛ هغه نظام چې د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۱مه نېټه قدرت ته د شهباز شریف تر رسېدو وروسته کار پيل کړ او په پایله کې یې د پاکستان شته حکومت د امریکا د غوښتو له اډانې بهر هېڅ نړیوالې اړیکې او بهرنی سیاست پر مخ نه وړي. که دغه ټول موارد سره راټول کړو، لاندې پایلې به په لاس ترې راشي:

۱. پر دې سربېره چې امریکا په ۲۰۲۰م کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د طالبانو ډلې ژمنه وکړه چې "هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت ته کوم ګواښ متوجه شي او په افغانستان کې به د هغو ډلو او وګړو مخنیوی وکړي چې د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت ته ګواښ وي او همدارنګه اجازه به ورنه کړي چې دا ډول ډلې او وګړي په افغانستان کې سرتېري جذب کړي، نظامي تمرینونه ترسره کړي یا تمویل شي او هېڅکله به یې هرکلی ونه کړي" او دا چې "امریکا او  اسلامي امارت به هڅه وکړي چې یو له بل سره مثبتې اړیکې ولري." په دوحه کې پر شوو ټولو دغو هوکړو سربېره بیا هم د افغانستان خاوره تر اوسه د امریکا تر بریدونو لاندې ده؛ لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د۲۰۲۲م کال د اګسټ په لومړۍ اعلان وکړ چې «امریکا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په یوه هوايي برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.» او د ملامحمد یعقوب په پورتنیو څرګندونو کې هم اشاره ورته وشوه. دغه ټول واقعیتونه د دې بیانوونکي دي چې امریکا اوس هم له خپلې استخباراتي دستګا څخه په ګټې په افغانستان کې خپل جاسوسان او مزدوران فعال ساتلي او دا چې اوس هم پاکستان د امریکا تر نفوذ لاندې دی؛ امریکا یې له خاورې حرکت کوي او په افغانستان کې یې فعالیتونه له هغه سره په همغږۍ پر مخ بیايي.

۲. همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ مرزي شخړې دا بیانوي چې د امریکا په هڅونه او انګېزې ورکولو کېږي او موخه یې په مرزي نښتو کې د پاکستان بوخت ساتل دي، ترڅو هند پر چین تمرکز وکولی شي. بله موخه دا ده چې طالبان په ځانګړې توګه حقاني شبکه مجبوره کړي، چې ځينې هوکړې یا نړیوال افکار ومني او امریکا ته تسلیم شي. د یادونې وړ ده چې حقاني شبکه د طالبانو ډلې یوه برخه ده او ډېر بریدونه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو پر ضد ترسره شوي، دې شبکې ته یې نسبت ورکول کېږي.

څلورم: په پای کې باید ووایو چې امریکا او پیروان یې چې د مزدورانو په صفت عمل کوي، د مسلمانانو په خاورو کې د فساد اصل او اساس ګڼل کېږي؛ ځکه امریکا او پيروان یې هېڅ مومن ته هېڅ ډول اهمیت نه ورکوي.

﴿هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ [منافقون: ۴]

ژباړه: هغوی دښمنان دي، نو له هغوی څخه وېره ولره (د هغوی په اړه ويښ او ځير اوسه)

نو پر دغه اساس د تعجب ځای دی چې د طالبانو د حکومت مسوولین پر پورتنیو مواردو سربېره له امریکايي مسوولینو سره لیدنه کوي؛ هغه امریکا چې تل افغانستان او ټولو مسلمانانو ته په کمین کې ناسته ده او خپلو تړونونو ته هېڅ احترام نه لري؛ لکه څنګه چې د دوحې تړون پر خلاف یې د افغانستان شتمنۍ  کنګل کړې او د هغه هوايي او ځمکنی حریم یې نقض کړ! هو، استعمارګر کافر دولتونه همداسې دي، ځکه کفر واحد ملت دی او هېڅ عهد او تړون ته ژمن نه دی.

شک نشته چې د اوسنیو مسلمانانو واقعیت به ښه‌والی ومومي؛ خو دا کار یوازې په هغه څه کېږي چې لومړی یې ښه‌والی ورباندې موندلی؛ یعنې د نبوت پر منهج د خلافت په اډانه کې حاکمیت؛ هغه خلافت چې کفار به وشړي او او تېښتې ته به يې اړ کړي.

﴿ فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴾ [انفال: ۵۷]

ژباړه: که هغوی د جګړې (په ډګر) کې ومومې، داسې برید ورباندې وکړه، چې هغه ډلې چې تر شا یې دي، خورې ورې شي؛ ښايي پند او عبرت واخلي.

هغه خلافت چې اساسي قانون یې اسلام، د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او نورو هغو سرچینو څخه جوړ شوی چې قرآن او سنتو یې لارښوونه کړې ده؛ د اصحابو د اجماع او شرعي قیاس په ګډون؛ نه وضعي قانون. که څه هم دغه قانون د ۱۹۶۴م د افغانستان د ظاهرشاه د وخت وي چې اعتبار یې په ۱۹۷۳م کې پای ته ورسېد؛ خو طالبانو د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په ۲۸مه د خپل عدلیې وزیر په وسیله اعلان وکړ چې دغه اساسي قانون ته اعتبار ورکوي. (سرچینه: الجزیره او انادولو، ۲۰۲۱م، د سپتمبر ۲۸مه) او یا نور وضعي اساسي قوانین وي چې د مسلمانانو په نورو خاورو کې پلي کېږي. دغه ټول قوانین د الله سبحانه وتعالی د دستورونو خلاف دي.

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴾ [ماءده: ۴۹]

ژباړه:ې پیغمبره!) څه چې الله نازل کړي د دوی په منځ کې حکم ورباندې وکړه او د دوی د غوښتنو تابع مه کېږه او ځير اوسه چې هسې نه فرېب درکړي او په ځينو احکامو کې چې الله تاته درلېږلي د بدلون غوښتنه یې وکړي؛ نو که د الله له حکم څخه یې مخ واړاوه، پوه شه چې الله غواړي هغوی ته د خپلو ځينو ګناهونو سزا ورکړي او ډېر خلک فاسقان دي.

د مسلمانانو په خاورو کې د دغو ټولو مصیبتونو، فتنو او د کفارو د حرص دلیل دا دی، چې دغه امت د نبوت پر منهج د راشده خلافت په اډانه کې د الهي قوانینو له حاکمیت څخه لرې شوی. دا هغه واقعیت دی چې د چا له سترګو پټ نه دی او هر چا ته چې درک، بصارت او بصیرت ولري، معلوم او ښکاره دی.

افغانستان او پاکستان، امریکا یو له بل سره په نښتو اخته کړي دي او دواړه اړخونه نه پوهېږي چې د مسلمانانو تر منځ نښته ډېره سخته او درنه ده او نه پوهېږي چې په اصل کې دواړه باید په ګډه په خپلو واقعي دښمنانو پسې، چې امریکا او هند دي، ولاړ شي. امریکا او هند چې د دغو نښتو  اور یې بل کړی او د خپلو خبیثانه موخو د ترلاسي لپاره ګټه ترې اخلي. افغانستان او پاکستان ته ښايي او اړینه ده چې په خپل منځ کې د اسلامي ورورولۍ اړیکې پياوړې کړي او له امریکا سره چې د کفارو رهبري یې پر غاړه ده او له نورو استعمارګرو او حریصو کفري دولتونو سره هر ډول اړیکه پرې کړي او د هغو کسانو د نصرت بلنه ومني چې د خلافت د تاسیس لپاره کار او مبارزه کوي، ترڅو اسلام او مسلمانان یو ځل بیا خپل عزت تر لاسه کړي او کفر او کفار خوار او ذلیل شي!

﴿وَيَومَئِذٖ يَفرَحُ ٱلمُؤمِنُونَ * بِنَصرِ ٱللَّهِۚيَنصُرُ مَن يَشَآءُۖوَهُوَ ٱلعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ [روم: ۴-۵]

ژباړه: هغه ورځ چې مومنان د الله په نصرت خوشالېږي؛ الله هر چا ته چې وغواړي نصرت او بری ورکوي او هغه برلاسی او مهربان دی.

 

د مطلب ادامه...

سعودي عربستان د اسلام پر ټولنیز نظام ملنډې وهي

خبر:

د سعودي د فوټبال یوه کلب له کرسټیانو رونالډو سره د ۱۷۵ میلونو ډالرو په ارزښت د لوبو لپاره تړون وکړ؛ د دې لپاره به دی او د ده کورنۍ په سعودي کې مېشت شي. له نوموړي سره به د ده څلور ماشومان او د دغو ماشومانو مور، چې قانوناً د کرسټیانو رونالډو مېرمن نه ده، ژوند کوي. اوسمهال سعودي د نا واده شوو جوړو پر ګډ ژوند «سخت» قوانین وضع کړي. د رونالډو لپاره دغه قوانین له پامه وغورځول شول او هغه به اجازه لري چې له داسې ښځې سره ګډ ژوند وکړي چې واده یې نه دی ورسره کړی.

تبصره:

د سعودي د مشرانو دا کار په اسلامي هېوادونو کې د هغو نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې غواړي شرعي قانون کمزوری او غربي ارزښتونه ترویج کړي. له دغه واقعیت څخه چې رونالډو یوه پېژندل شوې څېره ده، هم د دې لپاره ګټه اخیستل کېږي چې زنا ته تبلیغ وکړي او یو مطلوب او داسې عمل یې وښيي چې له بریا سره تضاد نه لري.

دا چې ځوانان د مشهورو شخصیتونو لاسته رواړنو او ارزښتونو ته ور مایل شي او دغه راز راتلونکی نسل له اسلام څخه لرې شي، د نړۍ په کچه په اسلامي ټولنو کې یوه فعاله اجنډا ده. سربېره پردې، ښځې به داسې احساس وکړي چې دا ډول اړیکې عادي دي؛ دغه راز د نارینه/د ماشومانو پلار لخوا د ژمنتیا نشتون هم یو پوچ ارزښت دی چې د اسلامي شخصیت په لاشعور کې ترویجېږي. پر شرعي احکامو دا ډول ملنډې وهل د قران او سنتو سپکاوی او د الله سبحانه و تعالی له قوانینو ښکاره سرغړونه ده؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿النور: ٢﴾

ژباړه: «زناکاره ښځه او زناکار سړی، دواړه سل سل دورې ووهئ. او پر دوی باندې د زړه سوي احساس دې د الله د دین په باب په تاسو کې نه پارېږي که تاسو پر الله او د اخر پر ور ځ باندې ایمان لرئ. او یوه ډله مومنان دې د دوی د سزا لیدلو شاهدان وي.» [نور:۲]

په داسې حال کې چې نامسمانانو ته اجازه ورکول شوې چې د خپل شخصي ژوند ځينې برخې د خپلو شخصي عقایدو پر بنسټ تنظیم کړي؛ خو دلته خبره دا ده چې په سعودي کې د حکومت بنسټ د ازادیو او مترقي ژوند غربي فکر ته په تعظیم پورې اړه لري. دا کارونه د سعودي د عصري کولو او په اړه یې د نړۍ ذهنیت بدلولو په موخه کېږي چې د دغه هېواد د حکامو پالیسي ده. ځان اسلامي حکومت ښودل خو په اصل کې نا اسلامي ایډیالوژي پلي کول د اسلام استازولي نه شي کولی. د سیلانیانو راجلبولو لپاره  شپنیو کلبونو، شرابو او منحط کوونکو صنعتونو ته جواز ورکول، ټول د «پرمختګ» تر نامه لاندې د سعودي حکومت په ملاتړ کېږي.  

له اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه زموږ د حکامو د غلامۍ له امله کېږي او هغو کفري بنسټونو د خوښۍ لپاره یې کوي چې زموږ هېوادونه کنټرولوي. دا هر څه چې د مسلمانانو د تسلیمولو لپاره کېږي، نور د زغملو نه دي.

موږ له ټولو مسلمانانو غواړو چې دا فکر رد کړي چې د شریعت قوانین استثنا لرلی شي او یا دا چې یوازې تر یوه حده د قران او سنتو پلي کول هم د منلو دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاوې! (درېیمه برخه)

  • خپور شوی په سیاسي

د حق پر پلویانو چې ظالمان حاکمان وي، په ظلم او زور خپل باطل پر خلکو ورتپي. دغه واقعیت په اسلامي خاورو کې د غربي دولتونو په ظالمانه کړنلارو کې ښکاره لیدل کېږي. هغوی په اسلامي خاورو کې ناپوه او جلاهان واکمنان کوي. د ډیموکراسۍ او ازادۍ په نوم د فساد او ناوړه اخلاقو خورېدو په لټه کې دي. خلک له اسلام څخه انحراف او ارتداد ته رابولي او ښځو او ماشومانو ته د ازادۍ ورکولو په شعار سره د اسلامي کورنۍ د له منځه تلو په هڅه کې دي؛ د «سیداو» او دې ته ورته هوکړو موخه همدا ده. هغوی په دې سره د اسلامي کورنۍ د له منځه وړلو په هڅه کې دي او مزدورې رسنۍ په دغو چټلو موخو کې مرسته ورسره کوي.

دغه واقعیت د دعوت پر لېږدونکو اغېز کړی. نو د حق دعوت یو شمېر لېږدونکي چې پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د قانون پلي کېدو غوښتونکي دي، داسې تصور کوي چې په دعوت کې یې ستونزه ده او له همدې امله نصرت نه تر لاسه کېږي. ځینې نور کېدای شي تر دې هم پښه وړاندې کړي او دعوت پرېږدي. دوی فکر کوي دعوت یې روح نه لري او ان ممکن ان خپل منهج بدل کړي؛ هغه منهج چې د بدلون راوستو لپاره یې له خپل دین او ایډیولوژۍ څخه استنباط او تبني کړ. دې چارې یې اراده هم کمزورې کړې او امکان لري چې د صحیح منهج په اړه د هغه د باور بې‌ثباته کېدو سبب شي، چې اوس یې تعقیبوي او له الهي وحی او حکیم شریعت څخه اخیستل شوی دی.

د نصرت موضوع د ځنډ دلیل د هغه چا په منهج پورې اړه نه لري چې د الله سبحانه وتعالی د دین پر اساس د بدلون په لټه کې وي؛ ځکه انبیاء علیهم السلام چې د الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره بنده‌ګان دي، هم د نصرت له ځنډ سره مخ شوي دي. د نصرت ځنډ د الله سبحانه وتعالی ابتلاء ده چې بنده‌ګان پرې ابتلاء کوي. پر دې موضوع د ټینګار لپاره قراني ایالت راغلی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿حَتَّىٰ إِذَا استَیئَسَ الرُّسُلُ وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّىَ مَن نَّشَاءُ وَ لَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ﴾ [یوسف: 110]

ژباړه: (پیغمرانو خپل دعوت او دښمنانو یې خپل مخالفت ته دوام ورکړ) تر دې چې رسولان نهیلي شول او (خلکو) ګمان وکړ چې درواغ ورته ویل شوي دي. په دې وخت کې مو له هغوی سره مرسته وکړه؛ څوک مو چې وغوښتل هغوی وژغورل شول او له ګنهکار قوم څخه زموږ عذاب او سزا نه لرې کېږي!

نوح علیه السلام خپل قوم ډېر دعوت کړ، خو هغوی دی درواغجن وباله، ملنډې یې پرې ووهلې، له پیراوانو سره یې ناوړه چلند وکړ او د مبارزې پرېکړه یې ورسره وکړه. نوح علیه السلام ۹۵۰ کاله په دې ابتلاء او ازمایښت کې پاتې شو. نوموړي په خپل دعوت کې ډېره هڅه کوله او هېڅکله نه ستړی کېده؛ پر دې ټولو هڅو او کوښښونو سربېره، د هغه د قوم ډېر کم شمېر کسانو ایمان راوړ. ده د خلکو له خوا د نه هرکلي له امله پر خپل منهج شک ونه وکړ، چې ګواکي فاسد نه وي؛ بلکې په قوي ایمان سره یې خپلې لارې ته دوام ورکړ... په دې اړه ډېرې بېلګې شته.

خو د مصیبتونو  د راپورته کېدو په وخت کې په بیړه د نصرت غوښتنه یوه انساني غریزه ده، ځکه انسان د الله سبحانه وتعالی له رحم پرته د غمونو اوږدېدل نه شي زغملی. مصیبت له یوې خوا د انسان هوډ کمزوری کوي او فعالیت یې سستوي، له بلې خوا د باطل پیراوان ډېروي او هغوی ته داسې ښيي چې پر حقه دي. دغه لیدلوری د دې لامل کېږي چې هغوی پر دعوتګرو خپل ظلم ډېر کړي چې په پایله کې یې پر هغوی مصیبت نور هم ډېرېږي او په نصرت غوښتنه کې بیړه کوي. له «خباب بن ارت» څخه روایت دی چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې سیوري ته پر څادر تکیه کړې وه، ما د سختیو او عذاب په اړه هغه ته شکایت وکړ او ومې ویل: «ایا موږ ته نصرت او بریا نه غواړې؟ ایا موږ ته دعا نه کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې د مخ رنګ یې سور شو، کېناست او ویې فرمایل:

«قَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ يُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَيُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ، ثُمَّ يُؤْتَى بِالْمِنْشَارِ فَيُجْعَلُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُجْعَلُ فِرْقَتَيْنِ، مَا يَصْرِفُهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ عَظْمِهِ مِنْ لَحْمٍ وَعَصَبٍ، مَا يَصْرِفُهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ، وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ اللَّهُ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مَا بَيْنَ صَنْعَاءَ وَحَضْرَمُوتَ مَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ تَعَالَى وَالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَعْجَلُونَ» (بخاری)

ژباړه: له تاسو مخکې داسې کسان وو چې د ځینو لپاره به یې ځمکه کیندله او هغه به یې پکې اېښودل؛ بیا یې «اره» راوړه او د هغوی پر سر یې اېښوده او دوې ټوټې یې کول؛ خو دغه عذاب هغه له خپل دین څخه لرې لرې نه کړ؛ ځينې یې په اوسپنیزو ښمنځو ږمنځ کېدل چې له غوښې به یې تېرېدې او هډوکو او عصبو ته به یې رسېدې؛ خو دغو عذابونو هغه له خپل دین څخه نه لرې کول!  قسم دې په الله وي چې دغه دین به داسې بشپړ او ځواکمن شي چې مسافر به له صنعا څخه تر حضرموت پورې ولاړ شي او په زړه کې به یې د الله له وېرې پرته د بل هېڅ شي وېره نه وي. مګر دا چې د لېوانو له کبله یې پر پسونو ووېرېږي؛ خو تاسو بیړه کوئ (صبر ولرئ!)        

هغه ځوروونکی واقعیت چې نن ورځ اسلامي امت ورسره مخ دی، هغه مهال پیل شو چې دولت یې (خلافت) وپاشل شو، کفارو یې ځمکې اشغال کړې او دا پاکې خاورې په داسې زندان بدلې شوې چې په هغه کې کفار او مزدوران د الله سبحانه وتعالی له دین سره جګړه کوي. په ښکاره ګناه کوي! تر ټولو سپک خلک یې حاکمان دي! هو، د کفارو په مزدورانو کې حکام، سرتېري، سیاستوال، روڼ‌اندي، خبریالان او نور شامل دي. د حج سورت د ایاتونو په اړه مې د «الظلال» تفیسر د لیکوال وینا خوښه شوه چې دغه واقعیت انځوروي. هغه وایي: «کېدای شي د نصرت ورکړې ځنډ او یا د دغه بهیر ورو کېدو علت دا وي چې تر اوسه د مومن امت جوړښت بلوغ ته نه دی رسېدلی او بشپړ شوی نه دی. تر اوسه اسلامي امت خپل ځواکونه نه دي سره یوځای کړي او د هغوی په راټولېدو او چمتو کېدو نه دي توانېدلي. که په داسې وخت کې نصرت رسېدلی وی، اسلامي امت په دغه دلیل چې په اوږدمهال کې یې د هغه ملاتړ نه شوی کولی، ژر یې له لاسه ورکاوه. نو که اسلامي امت الله سبحانه وتعالی ته ځان نږدې کوي او په دغسې حالت کې نصرت وځنډېږي، ستونزمنه نه ده؛ ځکه امت اوس له سخت درد او ځور سره مخ دی او له الله سبحانه وتعالی پرته بله تکیه نه شي پیدا کولی او یوازینی لوری چې د مصیبت په وخت کې د هغه لور ته رجوع کوي، الله سبحانه وتعالی دی او بس.

پر همدغه اساس، دغه امت له هغه حق، عدالت او خیر څخه سرغړونه نه کوي چې په واسطه یې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوي. کېدای شي د نصرت د ځنډ علت د هغه باطل پر وړاندې د مومن امت مبارزه وي چې په بشپړه توګه خلکو ته نه دی ښکاره شوی او که په دغسې حالت کې مومنان باطل له منځه یوسي او پرې برلاسي شي، هغه غولېدلي کسان چې تر اوسه یې د فساد د له منځه وړلو پر اړتیا باور نه دی کړی، د نصرت لپاره به چمتو شي او په پایله کې به د باطل ریښې د هغو بې ګناه کسانو په نفسونو کې ثابتې شي چې حقیقت ترې پټ شوی دی. 

الله سبحانه وتعالی غواړي چې باطل همداسې پاتې شي، څو فساد او زیان یې په بشپړه توګه خلکو ته ښکاره شي او په داسې حال کې له منځه ولاړ شي چې هېڅوک یې افسوس ونه کړي...!

کېدای شي د نصرت د ځنډ علت دا وي چې تر اوسه د حق، خیر او هغه عدالت لپاره فضا نه وي برابره چې امت عملي کاوه، او که په داسې حالت کې امت بریالی شوی وی، د فضا له مخالفت سره مخ کېده او هېڅ تصمیم یې نه شوی عملي کولی. مبارزه تر هغه دوام کوي چې څو نفسونه د حق د منلو او ساتنې لپاره چمتو شي. کېدای شي له همدې امله چې یوازې الله سبحانه وتعالی پرې پوهېږي، نصرت ځنډېده، قربانۍ ډېرېدې او دردونه زیاتېدل. پر دې سربېره، الله سبحانه وتعالی د مومنان دفاع کوي او بلاخره نصرت ورکوي. نصرت خپلې سختۍ او بیه. الله سبحانه وتعالی هغه وخت  نصرت ورکوي چې اسباب یې بشپړ چمتو، بیه یې پرې او د ساتنې، منلو او هرکلي لپاره یې فضا برابره شي.

﴿وَ لَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن یَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [سوره الحج: 40]

ژباړه: په رښتیا سره چې الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره مرسته کوي چې له دین څخه یې په دفاع کې مرسته وکړي. الله سبحانه وتعالی ځواکمن او ماتې نه منونکی دی (او هغه قدرت چې لري یي، خپل مخلص بنده‌ګان بریالي کوي او هېڅ شی نه شي کولی د هغه سبحانه وتعالی د ژمنو د ریښتیا کېدو مخه ونیسي).

د تاریخ په دغه وخت کې هغه کسان چې د اسلام د اقامې او د خلافت دولت له خوا د ځمکې پر مخ د اسلام د پلي کېدو لپاره فعالیت کوي، باید باور ولري چې منهج یې هغه تګلاره ده چې د بدلون او تغیر راوړلو وړ تیا لري؛ ځکه چې دا منهج د اسلام پر ایډیولوژۍ تکیه کړې او مقیاس یې شرعي احکام دي. پر دې سربېره، هغه حل لاره یې واقعي او له الهي وحی څخه اخیستل شوې چې په اصولو او فروع کې له صحیح اجتهاد څخه استنباط شوې ده. دغه پړاو پر منهج باور او ایمان سربېره، استقاومت او ثبات ته هم اړتیا لري چې الله سبحانه وتعالی پر موږ د نبوت پر منهج خلافت په وسیله رحم وکړي.

دوام لري....

الرایه جریده: ۴۱۸مه کڼه

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

په امریکا کې خپلمنځي اختلافونه

  • خپور شوی په سیاسي

د امریکا کانګرېس د څلورو ورځو لپاره تاریخي فلج تېر کړ؛ ځکه جمهوري غوښتونکو په خپل منځ کې د یوه ویاند، چې په استازو مجلس کې د دوی مشري وکړي، پر ټاکلو شخړه کوله او ۱۴ ځله یې یو مشر ونه شو ټاکلی. وروستی ځل چې د استازو مجلس کې د مشر ټاکلو لپاره دومره هڅې ناکامې شوې؛ ۱۸۶۰ کال او د اختلاف او وېش سرکشه دوره وه چې بیا د امریکا د کورنۍ جګړې سبب شوه. د امریکا ځينو تاریخپوهانو سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې «امریکا له کورنیو جګړو څخه وړاندې حالت ته ورته بحران سره مخ ده.» له دغو لانجو سره سم د جنورۍ د ۶مې ګډوډۍ او بغاوت دوه کاله پوره شول او د کانګرس ځینو غړو نورو ته وریاده کړه چې څنګه د ټرمپ پارېدلي مینوال د دروزاو ترشا راغلل او د ډیموکراتانو پر مخکينۍ مشرې –چې له ټرمپ څخه د ټاکنو د غلا تور پرې پورې و- یې د برید پلان درلود.

له کله راهیسې چې بایډن واک ته رسېدلی، جمهوري غوښتونکي دومره واک نه لري، ځکه چې د کانګرس دواړه مجلسونه له هغه څخه ملاتړ کوي. خو دوې میاشتې وړاندې، منځمهاله ټاکنو جمهوري غوښتونکو ته په کم توپیر سره د استازو مجلس واک په لاس ورکړ؛ جمهوري غوښتونکو ۲۲۲ او ډیموکراټانو ۲۱۳ څوکۍ خپلې کړې. له دغې بریا وروسته جمهوري غوښتونکو د ټرامپ له ماتې وروسته لومړی ځل هیله پيدا کړه چې اوس کولی شي د بایډن اداره د محاسبې مېز ته را کش کړي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره یې واک محدود کړي. د دې لپاره دوی باید لومړی د مجلس مشر ټاکلی وای چې د استازو مجلس د مشر په توګه کار وکړي، خو ګوند يې په خپل منځ کې وېشل شوی و.

دا کار باید دوی ته اسانه وای، خو نه و. یو ځای خو شخړه دومره زیاته شوه چې د استازو مجلس یو غړی له مت لګیتز سره –چې د هغې ډلې مشري یې کوله چې د جمهوري غوښتونکي کېوین مک کارتي د ټاکل کېدو مخه يې نیوله- له فزیکي شخړې را کش شو. بلاخره، په ۱۵مه هڅه کې، یکشنبه، د جنوري ۷مه، اکثریت مخالفو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه او د استازو مجلس مشر وټاکل شو، خو بیا هم شپږو جمهوري غوښتونکو خپله رایه ور نه کړه. مخالفان څه غواړي او د استازو مجلس د مشر په توګه د کېوین مک کارټي ټاکل به څه بدلون راولي؟

په لومړیو کې شلو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته منفي رایه ورکړه او ادعا یې کوله چې که څه هم هغه د دوی له ډلې دی؛ خو له فاسدو تشکیلاتو څخه دی. یوه محافظه کار شنونکي، ټکر کارلسن وویل: «مک کارټي په ځانګړي توګه محافظه کار نه دی. هغه له فکري اړخه د اګنوسټېزم پيرو دی. د امریکا د لابي‌ګرۍ ټولنه د هغه ټاکنیزه حوزه ده. د هغه په اند صادقانه سیاسي عقیده لرل ښه نه دي او غوسه یې راپاروي.» په هر حال، غوڅ اکثریت جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه، ان ټرمپ چې ویلي یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماندوي، له خپل ګوند څخه یې غوښتي چې پر مک کارټي راټول شي او ملاتړ یې وکړي: «جمهوري غوښتونکو، دا لویه بریا په لویه ماته او شرم مه بدلوئ... دا د لمانځلو وخت دی، تاسو یې وړ ياست! کېوین مک کارټي به خپله دنده ښه ترسره کړي.»

د مک کارټي پر وړاندې اپوزیسون رهبري کوونکو هغه دې ته اړ کړ چې لا فکري محافظه کاره لار غوره کړي. د استازو په مجلس کې د دغو کسانو کمېټه «د مجلس د آزادۍ کمېټه» نومېږي؛ د محافظه کاره ارزښتونو لپاره مبارزه کوي او د ټرامپ ډېر ملاتړي دي. مک ګیټز د هغو شپږ تنو له ډلې دی چې مک کارټي ته یې رایه ور نکړه، هغه پر خپله وېبپاڼه لیکلي: «موږ به هېڅکله د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره بښنه ونه غواړو. موږ به هېڅکله د لغوه کولو فرهنګ ته تسلیم نه شو. د ولسمشر ټرمپ تر څنګ ودرېږئ او د هېواد د بیا جوړولو لپاره مبارزه وکړئ!»

د آزدۍ کمېټه په ۲۰۱۵ کې رامنځته شوه، که څه هم په یاده کمېټه کې ګډون عام نه دی، خو ویل کېږي چې د مجلس څلورمه برخه د دغې کمېټې غړي دي. په کانګرس کې واک متمرکز دی او د مجلس د ازادۍ ډلې او د ټرمپ «امریکا بیا پیاوړې کړئ» خوځښت د کار یوه موضوع همدا ده چې دلته قدرت متمرکز نه وي او دغه راز هغه «مرداب وچ کړای شي» چې دوی فکر کوي د فدرال تشکیلات دي. په داسې حال کې چې ډېری جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند د دریځ پر وړاندې نه درېږي، یو څو یې دا کار ځکه ښکاره وکړ چې دا ګوند نور هم راډيکال لوري ته کش کړي. د جمهوري غوښتونکو په منځ کې دا راډیکال کېدل تر یوه حده د ډيموکراټ ګوند د راډیکال کېدو د زیاتېدو پر وړاندې غبرګون دی.

مک کارټي له ډېرو جوړجاړیو وروسته د مجلس د مشر په توګه ومنل شو؛ مثلاً د دې تسهیل کول چې یوازې د یوه کس رایه د دې لپاره بس ده چې مشر لرې کړي. پر دې سربېره، مک کارټي منلې چې د استازو مجلس په ځینو مهمو کمېټو کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې غړو ته ځای ورکوي؛ مثلاً هغه کمېټې چې د قانون په تدوین او اصلاح کې یې خبره چلېږي. ده همداراز منلې چې د دولت د لګښتونو پر وړاندې د مخالفت په برخه کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې پلوي کوي. د ډموکرات ګوند غړي، اریک سوالوېل د دې پر وړاندې شکایت وکړ او ویې وویل: «دوه کاله وړاندې یاغیانو کانګرس ماڼۍ ونه شوی نیولی، خو نن شپه مک کارټي هغوی ته اجازه ورکړه چې پر جمهوري غوښتونکي ګوند واکمن شي.» په راتلونکو میاشتو کې د اف بي آی د سیاسي رول، د کووېډ-۱۹ د منشا، د جنوري د شپږمې دسیسو او په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د جنجالي څېړنو تمه کېږي. همدا راز د دې تمه هم کېږي چې د ډیموکراټانو نوی وړاندیز شوی قانون بند شي او د روان کال په پای کې چې د فدرال د پورونو ۳۱،۴ ټرېلیونه سقف او د فدرال راتلونکې بودیجه تر بحث لاندې ونیول شي، جنجال او ناورین به رامنځته شي. د استازو مجلس اوس دا واک لري چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د محافظه کارانو مبارزه له سره پيل کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر عبدالله رابین

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ـ ښځو برخه غواړي یو نړیوال کمپاین پیل کړي: "ریښتینی بدلون یوازې خلافت ته د دعوت له لارې راتلی شي." Featured

نن ورځ ګرده نړۍ تیاره او له ګډوډۍ سره لاس او ګرېوان ده. ملتونه له یو ناورین څخه بل ناورین ته ځي او د بشر کړاوونه ورسره ورځ تر بلې ډېرېږي. بې وزلي، لوږه، اقتصادي بې ثباتي، نسل وژنې، وحشیانه اشغالونه، استبداد، بې مانا جګړې، د کورنۍ ماتې، خراب ژوند، جرایم، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې ستونزې او نور کړاوونه، په تېره بیا ناوړه رهبري، چې نه پوهیږي څنګه د خپلو خلکو چارو ته په اغېزناکه توګه پام وکړي او د دوی اړتیاوې پوره کړي. د دوی تګلارې، قوانین او کړنې د خپلو خلکو کړاوونه لا پسې ډېروي.

نور اسلامي خاورو او نړۍ ته نه ښايي چې تل له تیارو، ویجاړیو، ناورینونو او کړاوونو څخه ډک وضعیت کې پاتې شي. په هرصورت، واقعي بدلون په نيمګړو نظامونو کې د یو څو کوچنیو بدلونونو په راوستو سره نه شي ترلاسه کېدای او اوس مهال تدریجي جزوي بدلون داسې مثال لري لکه یوازې له سمندر څخه چې یو څاڅکی کم شي. لنډمهاله حللارې، یا د ناکامو سیکولر نظامونو په سر کې د نوو څېرو راوستل چې په وار وار یې د بشر د ستونزو په حل، له مظلومانو څخه د ملاتړ او عدالت په برخه کې ناکامي ثابته شوې او په دروغجنو ژمنو سره یې د اسلامي امت او بشریت کړاوونه لا پسې ډېر کړې دي.

موږ د مسلمانانو په توګه اړتیا لرو چې له اوسني وضعیت، اوسني پانګوال نظم او د بشر په لاس له جوړ شوو نظامونو څخه بهر وګورو. موږ اړ یو چې د خپلو چارو د تنظیم او پرمخ وړلو لپاره خپل لیدلوری ولرو چې له دغو ستونزو او کړاوونو څخه مو وژغوري. دا د یوه بدیل نظام پیدایښت ته اړتیا لري چې د بشر ستونزې په ریښتینې توګه حل کړي. د مسلمانانو په توګه موږ ته ښايي چې بېرته هغه څه ته وروګرځو چې الله سبحانه و تعالی وربللي یو لکه د الله سبحانه وتعالی قانون، د هغه سبحانه وتعالی نظام او د اسلام پیغام د زړه له تله ومنو او د بشریت لپاره واقعي رهبري چې د نبوت پر منهج راشده خلافت دی تاسیس کړو. یوازې د الله سبحانه و تعالی نظام دی چې دا امت او ټول بشریت بریالی کولی شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى

ژباړه: «اوس که زما له لوري تاسو ته کوم هدایت ورسېږي، نو څوک چې د هغه هدایت پیروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختۍ کې اخته شي او څوک چې زما له ذکر (احکامو) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.»  [طه: ۱۲۳ـ ۱۲۴]

د سږ کال رجب میاشت، د خلافت د سقوط له ۱۰۲مې کلیزې سره سمون خوري، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر - ښځو برخه غواړي تر " ریښتینی بدلون یوازې خلافت ته د دعوت له لارې راتلی شي" سرلیک لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړي. په دغه کمپاین کې پر دغو موضوعاتو بحث کېږي: د اسلامي خاورو د روښانه راتلونکې لپاره د اوسنیو نظرونو ارزونه، خلافت څنګه کولای شي چې ګډوډۍ په فرصت واړوي او د بشر ستونزو ته ریښتینې حللاره وړاندې کړي، مسلمانان د اسلامي خاورو او نورې نړۍ په ریښتیني بدلون کې څه رول لري او دا چې ایا راډيکال بدلون او د نبوت پرمنهج راشده خلافت بیا راتګ خیال دی او که شونی واقعیت.

دغه کمپاین په لاندو پتو څارلی شئ:

وېبپاڼه: www.hizbuttahrir.today

فسبوک: https://www.facebook.com/womenscmoht.

د کمپاین د معرفي ویدیو لېنک: https://youtu.be/zRk5dx2t1ew

 

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ـ د ښځو برخې مشره

 

                                                                                                      

د مطلب ادامه...

د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌ءګانې! (دویمه برخه)

  • خپور شوی په سیاسي

بېشکه نصرت پر صابرانو نازلېږي چې پر دې یقین او باور لري چې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوي. دغه باور یې د الله سبحانه وتعالی پر فتحو تل پر ځای پاتې وي او باور لري چې نصرت به یې په برخه شي. حتی که د څه وخت لپاره وهم ځنډېږي. دغه صابران هېڅ وخت د مصیبتونو پر وړاندې نه متزلزل کېږي، که هر څومره سخت هم وي.

هر څومره چې له سختو پېښو سره مخ شي، نه تسلیمېږي او له مبداء څخه تنازل نه کوي. حتی که مهمې او حیاتي ګټې یې هم زیانمنې شي، ځکه د هغوی حقیقي مصلحت او ګټې د الله سبحانه وتعالی رضایت ته په نږدې کېدو او د اسلام او شریعت د احکامو تر چتر لاندې په ژوند کولو پورې تړاو لري. دغه صابران د خپلې قضیې په اړه جوړجاړی نه کوي، حتی که د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د ژوند له سختیو او ستونزو سره مخ او اړ هم شي.

هو، جوړجاړی نه کوي، که څه هم وسوسې یې ډېرې شي. پر دغو ټولو سربېره، د هغوی قدمونه ثابت پاتې کېږي، شپه او ورځ په ځان یوه کوي، تر څو پخپله برخلیک ټاکونکې قضیه کې بریالي شي او هغه دا چې بنده‌ګان د الله سبحانه وتعالی د شریعت او حکم د اقامې له لارې بنده‌ګۍ او عبادت ته راوګرځوي او داسې دولت تاسیس کړي چې د خپل دین بیرغ ورپوي! بېشکه چې دغه صابران او ثابت قدمي همغه زیري ورکوونکي، رښتیني او بریالي کېدونکي دي! پروردګاره! موږ د هغوی په ډله کې حساب کړه!

دا چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو د کافرانو ښکاره بریدونه وینو، زموږ زغم نه کموي! د مسلمانان حاکمان په ښکاره او له شرم پرته له هغوی سره مرسته کوي، تردې چې تصمیم یې ونیو چې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې د کافرانو په جګړه کې د کافرانو پلوي وکړي. دا د الله سبحانه وتعالی فضل دی چې صفونه بېل شوي دي، خو په دې جګړه کې پر مومنانو او مخلصینو مصیبتونه نور هم سختېږي!

په دغه پړاو کې ثبات او استقامت ته اړتیا نوره هم ډېرېږي، هغه ثبات چې تر دې وروسته د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه نصرت او مبینه فتحه راځي. دلته یهودیان تل د فلسطین پر خلکو یرغلونه او له دوی سره دښمني نوره هم ډېروي، هره ورځ د ښارګوټو خلک اعلان کوي چې یهودیان پر مسجد القصی د برید لپاره هوډ لري، څو د اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ خپلې ویناوې عملي کړي. خو وینو چې د مسلمانانو حکام په ښکاره په مصر، اردن، سوریه او ترکیه کې له هغوی سره همکاري کوي او د ال سعود رژیم خپلو کړنو ته مشروع رنګ ورکوي.

پر خشوع او خضوع سربېره، د سوډان او شام یو شمېر حکام، سرتېري او ملکي وګړي له هغوی سره پټو او ښکاره لیدنو ته دوام ورکوي، ډېری علما په دې اړه چوپ دي او یو شمېر نور بیا په ناوړه او غیر اخلاقي چلند سره له یهودانو او کافرانو سره د اړیکو عادي کولو ته خلک رابولي؛ چې په دې سره د دین په حرمت، وینې او ناموس سترګې پټوي.

 په داسې وخت کې چې د فلسطین په ګډون په ډېرو اسلامي خاورو کې هر څه ویجاړ لیدل کېږي او د هغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل چې په فلسطین کې پېښېږي، خو د اوکراین له جګړې سره د اسلامي خاورو د حکامو خواخوږي شریکول ریاکاري او نړیوال منافقت دي! همدغه مسئله د چین د اېغور مسلمانانو په اړه هم همداسې تکراېږې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په راپور کې چې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ پر درېیمه خپور شوی، راغلي چې په چین کې «له بشري حقونو فاحشه سرغړونه» کېږي. په دغه راپور کې د چین له اېغور مسلمانانو سره چې کوم ظلمونه کېږي، د بشر ضد جنایتونه بلل شوي. (سرچینه: د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر ۹مه الجزیره شبکه)

د ۲۰۱۸ م کال په اګېسټ میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون راپور ورکړ چې چین شاوخوا یو میلیون اېغور مسلمانان د ختیځ ترکستان په پوځي اډو کې ساتي. کله چې چین په ۱۹۴۹ م کال کې پر دغه سیمه واکمن شوی، له همغه وخته تر اوسه دغه کسان په «کمپونو» کې ساتل کېږي. تر دې کچې ظلم ورسره شوی چې ډېری کسان یې «په زور شنډ» کړي دي. د اسټرالیا د ستراتیژیک سیاست موسسې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۶زره مسجدونه په ختیځ ترکستان کې ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي، چې ډېری یې په ۲۰۱۷ م کال کې د چین دولت د سیاست له کبله ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

د افسوس ځای دی چې په اسلامي خاورو کې ناپوه حکام اوس هم له اسلام سره په جګړه کې د اسلام د دښمنانو تر څنګ ولاړ او خپل د خوښې وړ کارونو ته وام ورکوي. د ۲۰۲۱ م کال د اکټوبر پر ۲۲مه ۶۲هېوادونو چې ډېری یې اسلامي او افریقایي هېوادونه وو، د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین له کړنلارې څخه دفاع وکړه. په هغه بیانیه کې چې د ۶۲هېوادونو له خوا لاسلیک شوې، راغلي: «هغوی د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ په سیاسي انګېزو سره د چین پر وړاندې په بې بنسټه تورونو او د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالف دي.» له ټولو هېوادونو څخه مصر، سعودي عربستان، پاکستان او المغرب د ملګرو ملتونو ټولو اصولو او موخو ته د دولتونو پر بشپړ ژمن پاتې کېدو او د بې طرفۍ پر ساتل کېدو ټینګار وکړ.

په دې کې شک نشته چې د اسلامي امت نننی واقعیت دردوونکی دی چې نور امتونه د نظام د نشت له امله، چې هغوی راټول او صفونه یې متحد کړي، بریدونه پرې کوي. پر همدغه اساس، د بدلون په موخه د داسې دولت رامنځته کېدل اړین دي چې له مسلمانانو څخه ملاتړ وکړي چې د دعوت لپاره یې تر پخوا ډېر فعالیت وکړ او ثبات او استقامت یې ډېر کړی دی. د قرآن کریم ډېری ایاتونه دا ښيي چې پر غمیزو او مصیبتونو پسې تر صبر او استقامت وروسته نصرت او بریا راځي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ لَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَ الجُوعِ وَ نَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَٰلِ وَ الْأَنفُسِ وَ الثَّمَرَٰتِ وَ بَشِّرِ الصَّٰبِرِينَ* الَّذِينَ إِذَا أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ* أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ﴾ [بقره: ۱۵۵-۱۵۷]

ژباړه: قطعاً تاسو په ډار، لوږې، په مالي او ځاني زیانونو او د مېوو په کمېدو سره ازمایم او صابرانو ته زېری ورکړه. هغه کسان چې کله مصیبت ورته راځي، وایي: «موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لورته بیرته ورګرځو. هغوی (باایمانه صبر کوونکي دي چې د الله مهرباني، رحمت، احسان او مغفرت یې په برخه کېږي او په رښتیا چې دوی (په حقه لاره او د خیر او نیکمرغۍ په طریقې) سره هدایت موندونکي دي.

الله سبحانه وتعالی د اصحابو کرامو په ستاینه کې فرمایي چې هغوی تر ټولو ګران بیه څیزونه او حتا ځانونه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې قرباني کول او دغه ستاینه یې په احزاب سورت کې داسې بیان کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحبَهُ وَ مِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَ مَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [احزاب: ۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.

په حقیقت کې د سختۍ پر مهال د ایمان د څښتنو دریځ‌نیوونه او چلند د ځمکې پر سر ټولو ظلم کوونکو ته دا قوي پیغام رسوي چې د ایمان څښتن بریالي کېدونکي دي. دغه کسان د دین د اظهار او خلکو ته د حق رسولو په لاره کې نه ستړي کېږي. هو، هغوی بریالي کېدونکي دي، ځکه باطل ته «نه» او ظالم ته له «ظلم څخه لاس واخله!» وایي. مومنانو ته دغه دریځ‌نیوونه او چلندونه چې په منځ کې یې علماء، د پوځونو مشران او یو شمېر عام خلک شته، پیغمبر او رهبر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور زده کړي دي.

هغه رهبر چې استقامت او ثبات یې وښود او پخپل دعوت کې یې په ښه چلند، د مصیبتونو په ډېرېدو، د فشارونو په زیاتېدو او له انسانانو څخه د نصرت ورکړې په کمېدو سربېره یې جوړجاړی ونه کړ. له دغه رهبر سره له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک نه وو، څومره ښه مرسته کوونکی! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاللَّهُ یَعصِمُکَ مِنَ النَّاسِ﴾ [مائده: ۶۷]

ژباړه: او الله سبحانه وتعالی تا د کافرانو له احتمالي ګواښونو او ځورونو څخه خوندي ساتي. (ځکه د الله سبحانه وتعالی سنت دا دي چې باطل پر حق نه بریالی کېږي).

الله سبحانه وتعالی همدرانګه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ اللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ الَّذِينَ ءَامَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ﴾ [حج: ۳۸]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د مومنانو دفاع کوي او د ایمان له کبله یې بریالي کوي. ځکه په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی خیانت کوونکي کافران نه خوښوي او خپل مومن دوست ملحدو کافرانو ته په لاس نه ورکوي.

نن ورځ موږ د ځمکې پر سر د اسلام د اظهار قضیې لپاره د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت په تاسیس سره ثبات او استقامت ته اړ یو، په داسې حال کې چې پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرو، په ښه بڼه پر خپلې قضیې باور لرو، قوي هوډ لرو، غیرت مو نه کمېږي؛ نو په داسې حال کې الله سبحانه وتعالی څنګه موږ ته نصرت رانه کړي؟!

دوام لري....

الرایه جریده: ۴۱۷مه ګڼه

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د پاکستان-افغانستان او پاکستان- TTP تر منځ نښتې

  • خپور شوی په سیاسي

پاکستاني واکمنان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښونو ته په دې هیله د نړیوالو پام راګرځوي چې دا خبره د پیسو ترلاسه کولو  لپاره په یوه جیوپولیټیکي سرچینه بدله کړي. پاکستان له همدې امله په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښ پیاوړی ښیي.

د پاکستاني چارواکو لخوا پر پولو کلکه څارنه د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ستونزو د رامنځته کېدلو لامل ګرځېدلی. پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د پولو له پرانیستلو څخه ځکه ویره لري، چې فکر کوي دغه چاره د دواړو اقتصادونو د طبیعي ادغام لامل ګرځېدلی شي او د پاکستان تولیدي ظرفیت باید د پاکستان او افغان بازارونو تقاضا (هغه څه چې په حقیقت کې د ځایي صنعت لپاره ګټه ده) پوره کړي. افغانستان ته د ډالرو، سرې (کیمیاوي کوډ)، غنمو او نورو توکو قاچاق د پاکستان د بې کفایته حکامو یوه اندېښنه ده. پاکستاني چارواکي له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلوالو له تګ راتګ او له افغان طالبانو سره د اړیکو له لارې په پاکستان کې د شته مدرسو له افراطي کېدلو څخه هم وېره لري. د افغان طالبانو لپاره له پاکستان او د پاکستان له اقتصاد سره اړیکې حیاتي ارزښت لري، ځکه خو د پولې پرانستلو ته لېواله دي. دغه پوله د پښتنو قبایلو لپاره یوه حساسه مسله ده او هېڅکله یې نه ده منلې؛ دوی دغې پولې ته د داسې کرښې په توګه ګوري چې یو قوم په دوو هېوادونو وېشلی.

د پاکستان په سرحدي سیمو کې د هغو وسله والو او پاکستاني دولت ترمنځ نښتې روانې دي چې د افغان طالبانو لخوا یې نامستقیم ملاتړ کېږي. سرحدي قبايلو هيڅکله هم په خپلو سيمو کې د دولتي جوړښتونو ژور نفوذ نه دی منلی او دا ډول جوړښتونه یې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ تر پښو لاندې کول ګڼلي دي. له همدې امله دوی له خیبر پښتونخوا سره د فاټا (FATA) سیمې یو ځای کېدلو ته د پاکستاني دولت لخوا د دوی پر خپلواکۍ د برید په سترګه ګوري او د دغې ادغام د بیرته ویشلو غوښتنه کوي. دا او د یو امریکایي پلوه سیکولر پاکستاني دولت په توګه پر اوسني نظام د دوی ایډیالوژیکي باور د پاکستان دولت پر وړاندې د دوی د وسلې د پورته کولو لاملونه دي.

افغان طالبان په فعاله او مستقیمه توګه د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ نه کوي، خو په افغانستان کې د دوی د پټنځایونو په نښه کول هم نه مني. افغان طالبان په لاندې دلایلو نه غواړي چې په خپله خوا کې د TTP پټنځایونه په نښه شي:

الف- د دوی په اند، پاکستان او امریکا چې په سرحدي سیمو کې وسله‌وال ونه شو ځپلی، دوی یې هم نه شي کولی.

ب- افغان طالبان دا وړتیا نه لري چې په سرحدي سیمو کې د وسله‌والو پر وړاندې دومره پراخه عملیات وکړي.

ج- که افغان طالبان د خپلو جهادي ملګرو پر وړاندې ګام پورته کړي، نو په دې کار سره دوی خپل جهادي مشروعیت ته زیان رسوي. دوی وېرېږي چې که په افغانستان کې د TTP پر وړاندې عملیات وکړي، نو د خپلو کادرونو په منځ کې به مشروعیت له لاسه ورکړي.

د- د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت پخپله د داعش-خراسان ډلې لخوا تر پرلپسې بریدونو لاندې دی. دوی وېره لري چې د TTP پر وړاندې هر ډول عملیات به د TTP غړي دې ته وهڅوي چې داعش-خراسان له لیکو سره یوځای شي یا هم ممکن پخپله د افغان دولت پر وړاندې وسله پورته کړي. د دوی په اند که له هوښیارۍ کار وا نخیستل شي، د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو ګواښ د افغان طالبانو ضد جبهې باندې بدلیدلی شي.

هـ - افغان طالبان غواړي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې ستونزې حل کړي. په سرحدي سیمو کې د TTP ګواښ او د TTP پر وړاندې د پاکستان د پوځ پوځي عملیات به دغې موخې ته د افغان طالبانو د رسېدو لار سخته کړي. د دې لپاره افغان طالبان غواړي له پاکستان سره د TTP د ګواښ په لرې کولو کې داسې مرسته وکړي، چې پخپله زیانمن نه شي. دوی ته د دې لپاره تر ټولو غوره لار د پاکستاني چارواکو او TTP تر منځ د خبرو اترو تسهیلول ښکاري؛ دوی د دې کار د پیل هڅه هم وکړه، خو د پام وړ پایله یې نه لرله.

افغان طالبان په سرحدي سیمو کې د TTP شته ګواښ ته په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د پر شا تمبولو د یوې لارې په سترګه ګوري. دوی ممکن دغې چارې ته د پاکستاني دولت پر وړاندې د یوې ګټورې وسیلې په سترګه وګوري. سره له دې هم دا ډول پالیسي له TTP څخه د فعال ملاتړ په معنی ده ده، بلکې، لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دا د TTP او د پاکستان دولت ترمنځ د خبرو اترو په تسهیل کې په مرستې، یو ډول نامستقیم ملاتړ دی.

د پاکستان پر دولت د TTP د وسله‌والو جنګیالیو بریدونه د سرحدي قبایلو د خودمختارۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره د دوی د ټیټې کچې مبارزه منعکسوي او دا له پاکستاني چارواکو سره یوه داسې جوړجاړي ته رسیدل دي، چې وکولی شي په هغه کې د فاټا سیمې لپاره یو څه خپلواکي او خودمختاري رامنځته کړی شي. د پاکستان پوځ نه غواړي په سرحدي سیمو کې وسلوالو ته دومره مجال ورکړي؛ ځکه دوی له هغو جهادي اړیکو ويرېږي، چې له واڼې تر کابل پورې غزېږي. پاکستانی پوځ له افغان طالبانو غواړي چې پر TTP فشار راوړي، ځکه دوی نه غواړي چې په سرحدي سیمو کې پراخ عملیات وکړي؛ د دغه ډول عملیاتو لپاره پر پاکستان دولت لوی اقتصادي او پوځي لګښت راځي. دوی همداراز د دغه ډول عملیاتو له اقتصادي پایلو وېرېږي، ځکه دا عملیات بهرني پانګوال وېروي او پاکستان پرېږدي. د پاکستان رژیم غواړي د عامه لفاظۍ او خبرو له لارې پر افغان طالبانو فشار راوړي او له TTP سره په مبارزه کې د دوی مرسته غواړي.

امریکا د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو حرکتونو د شتون مسالې ته د سیمې په امنیتي چارو کې د لاسوهنې او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد بنسټونو د ساتلو لپاره د یوې پلمې په نظر ګوري. داسې ښکاري چې امریکا غواړي پر افغان طالبانو د پاکستان د پوځي تاسیساتو له فشار څخه په ګټه اخیستلو سره هغوی دې ته اړ کړي چې نړیوال لیبرال نظم ته تسلیم شي او د دې ترڅنګ خپله دا غوښتنه پرې ومني چې د افغانستان سیاسي نظام دروازه په پخواني دولت کې د امریکایي اجنټانو پر مخ پرانیزي او په افغان دولت کې اصلاحات راولي. د افغان طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د پولې پر سر نښته د دې سبب کېږي چې پر خپله لوېدیځه پوله تمرکز وکړي او د پاکستاني پوځ پام له ختیځې پولې راواوړي؛ له دې سره هند هم دا فرصت پیدا کوي چې د پاکستان له اړخه بې غمه شي او خپل پوځي چمتووالی د پاکستان پر ځای پر چین متمرکز کړي.

په پایله کې، د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نښته په حقیقت کې د مسلمانانو تر منځ هغه جګړه ده چې سبب یې د انګریزي استعمار لخوا د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ د مصنوعي پولې جوړېدل دي. یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت کولی شي چې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا مسلمانان د اسلام تر حاکمیت لاندې سره یو کړي، د وروڼو قومونو تر منځ دښمني له منځه یوسي او د مسلمانانو ځمکې، ځواک او سرچینې سره واحدې، امنیت یې خوندي، او اسلامي ټولنه سوکالۍ ته ورسوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاي دفتر

انجنیر معز - ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې