- مطابق
پوښتنه:
له څه باندې دریو میاشتو راهیسې پر ایران د امریکا بریدونه او د دغو بریدونو پر وړاندې د ایران غبرګونونه دوام لري. «سېنټکام ویلي چې د قشم په جزیره کې یې د ایران د ځمکنۍ پوځي قوماندې پر یوه مرکز دقیق بریدونه کړي دي. په ځواب کې یې د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې په سیمه کې یې یوه امریکايي اډه په نښه کړې ده.» (الجزیره، ۲۰۲۶/۶/۳)
همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم بریدونه هم دوام لري. «د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ شپنۍ نښتې روانې وې، سره له دې چې ټرمپ اعلان کړی و چې دواړو لورو د جګړې د درولو هوکړه کړې، څو د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د خبرو نوې دوره نن په واشنګټن کې ترسره شي.» (بيبيسي، ۲۰۲۶/۶/۲)
امریکا د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۸مه له خپل لاسپوڅي صهیونیستي رژیم سره یو ځای ایران تر خپلو بریدونو لاندې راوست، چې نږدې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ. په دغو بریدونو کې د ایران د رهبر «علي خامنهیي» په ګډون شاوخوا ۴۰ لوړپوړي سیاسي او پوځي چارواکي ووژل شول.
د امریکا موخه دا وه چې یا د ایران نظام نسکور کړي او یا یې له داسې دولت څخه چې د امریکا د نفوذ په مدار کې و، په بشپړ تابع دولت بدل کړي؛ خو بریالۍ نه شوه.
تر دې وروسته په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې پیل شوې. په دغو خبرو کې دواړو لورو بېلابېل وړاندیزونه وکړل، وړاندیزونه رد او بدل شول او هممهاله د امریکا او د هغې د لاسپوڅي صهیونیستي رژیم بریدونه او د ایران غبرګونونه هم دوام لري. تر اوسه پر هېڅ وړاندیز هوکړه نه ده شوې.
نو اوس د ایران واقعیت څه دی؟ ایا ایران خپلواک دولت شوی؟ که لا هم د امریکا د نفوذ په مدار کې دی؟ او که د خپلواکۍ او د امریکا د نفوذ په مدار کې د پاتې کېدو ترمنځ په تذبذب او نوسان کې دی؟ جزاكم الله خيراً.
ځواب:
د دې پوښتنې د ځواب لپاره لاندې ټکي بیانوو:
۱. کله چې امریکا او د هغې متحد صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید وکړ او د ایران د رهبر علي خامنهیي په ګډون یې شاوخوا ۴۰ سیاسي او پوځي مشران ووژل، دا ښيي چې امریکا د ایران له رهبرۍ او سیاستونو څخه راضي نه وه. هغې غوښتل دغه مشرتابه له منځه یوسي او د هغه سیاستونه بدل کړي؛ ځکه امریکا احساس کړې وه چې د ایران اوسنی مشرتابه د خپلواکۍ لوري ته تمایل لري. له همدې امله یې غوښتل داسې مشران واک ته ورسوي چې امریکا ته تابع وي.
موږ د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۴مه د «د ایران پر وړاندې جګړه» تر عنوان لاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو:
«داسې ښکاري چې د امریکا او اسرائیلو محاسبې ناسمې وې. کله چې دواړو پر ایران برید وکړ، څرګنده شوه چې هغوی د جګړې لپاره لنډه موده، یعنې څلور ورځې ټاکلې وه. دا باید یو ناڅاپي او پراخ برید وای، چې د ایران د لوړې کچې مشرتابه، اټومي تاسیسات او د توغندیو د جوړولو او توغولو مرکزونه په نښه کړي.
هغوی داسې ګومان کاوه چې یوازې د نظام د سر او د لومړۍ درجې مشرانو په نښه کول به بس وي، ترڅو دویم صف تسلیم شي او د هغوی شرطونه ومني؛ لکه څنګه چې په وینزویلا کې وشول: کله چې امریکايي ځواکونو د هغه هېواد ولسمشر برمته کړ، مرستیاله یې له خپلو ملګرو سره امریکا ته تسلیم شوه.
خو د ایران د رهبر علي خامنهیي او د نظام د ځینو نورو مشرانو تر وژل کېدو وروسته، په ایران کې دا حالت رامنځته نه شو. برعکس، سپاه پاسداران ودرېد، مقاومت یې وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د دغه تېري پر وړاندې مقابله وکړي او پر دښمنانو بریدونه وکړي ...
دا ټول څرګندوي چې د امریکا موخه دا وه چې د ایران سیاست بدل کړي؛ یعنې ایران له داسې دولته څخه چې د امریکا د نفوذ په مدار کې و، په بشپړ تابع دولت بدل کړي، ترڅو په مذاکراتو کې خپل شرطونه پرې وتپلی شي. خو بیا هم په دې کې بریالۍ نه شوه، نو د جګړې د دوام پرېکړه یې وکړه.»
نو د ایران اوسنی وضعیت دا دی چې له امریکا سره یې اړیکې پرې شوې دي؛ خو بیا هم د دواړو خواوو د بهرنیو چارو د ځینو چارواکو ترمنځ محدود ټیلیفوني تماسونه شته او همدارنګه د درېیم لوري، لکه پاکستان له لارې غیرمستقیمې اړیکې روانې دي.
۲. د ایران غبرګون اغېزناک و؛ ځکه یې د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي په اړه له شاتګ او امتیاز ورکولو انکار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دوی په ځواب کې دا غوښتنې شاملې وې: د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول؛ د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې ختمول؛ او په بهر کې د هغو ایراني شتمنیو ازادول چې له کلونو راهیسې د بندیزونو له امله کنګل شوې دي. (العربیه، ۲۰۲۶م د مې ۱۲مه)
دا ټول ښيي چې هغه لارې چارې ناکامې شوې دي، چې امریکايي ادارې له ایران سره د تعامل او د هغه د بشپړ تابع دولت په بدلولو لپاره کارولې وې. همدا لامل دی چې د ایران د موضوع په اړه د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې د اوږدمهاله او حوصلهمند سیاست نښې ښیي.
۳. کله چې ټرمپ د ایران په اړه خپلې ټاکلې موخې ته ونه رسېد، سره له دې چې جګړې ۴۰ ورځې دوام وکړ او د ایران د لومړۍ او دویمې درجې ګڼ مشران پکې ووژل شول، یوه ۱۵ مادهییزه طرحه یې اعلان کړه.
د دې طرحې له مادو ښکاري چې دا په اصل کې د تسلیمۍ طرحه وه؛ ځکه موخه یې دا وه چې ایران له خپلو بنسټیزو ځواکمنو وسیلو، یعنې له توغندیز او اټومي ځواک څخه بېبرخې کړي.
خو ایران د ټرمپ شرطونو ته تسلیم نه شو او سپاه پاسداران یې پر وړاندې سخت غبرګون وښود. کله چې امریکا ولیدل چې ایران نه تسلیمېږي، پر خپل دریځ ولاړ دی او جګړې ته چمتو دی، اعلان یې وکړ چې له ایران سره به د یوې هوکړې د لاسلیک لپاره بیا مذاکرات پیل کړي. له همدې امله یې خپل دویم لوړپوړی چارواکی، د ولسمشر مرستیال جېډي وېنس، د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۱مه پاکستان ته واستاوه، ترڅو له ایراني استازو سره خبرې وکړي.
جېډي وېنس وویل: «هغه [ټرمپ] نه غواړي یوه کوچنۍ هوکړه وکړي؛ بلکې غواړي ستره معامله وکړي... امریکا په ۴۹ کلونو کې هېڅکله د ایران له حکومت سره په دې کچه ناستې نه وې کړې... په پاکستان کې مو ډېر پرمختګ وکړ... هغه کس چې عملاً ایران اداره کوي، د امریکا مرستیال ولسمشر ته مخامخ ناست و؛ دا هېڅکله نه وو شوي.» (فاکس نیوز، ۲۰۲۶/۴/۱۴)
کله چې د امریکا ولسمشر ولیدل چې ایران یې ځینې شرطونه مني، لا زیاتې غوښتنې ته لېواله شو؛ لکه څنګه چې مرستیال یې وویل: «دا هماغه ډول ټرمپي ستره معامله ده، چې ولسمشر پر مېز ایښې ده.»
۴. تر دې وروسته ټرمپ له ایران سره د اوربند تر نامعلومې مودې پورې د غځولو اعلان وکړ. دا اعلان د هغه اوربند تر پای ته رسېدو څو ساعته مخکې وشو، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې اعلان کړی و. د ټرمپ په وینا، دا غځول د دې لپاره وو چې «دواړو هېوادونو ته د سولې د خبرو د دوام فرصت برابر شي.» (الجزیره، ۲۰۲۶/۴/۲۲) خو ایران د فشار تر سیوري لاندې مذاکرات رد کړل او غوښتنه یې وکړه چې پر ایراني بندرونو د امریکا محاصره دې ختمه شي.
ټرمپ د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۲۰مه په خپله ټولنیزه شبکه «Truth Social» کې ولیکل: «د نیمې شپې د څټک عملیات ـ هغه برید چې په ۲۰۲۵م کال کې یې له صهیونیستي رژیم سره یو ځای ترسره کړی و ـ په ایران کې د اټومي دوړو مرکزونه، یعنې د غني شویو یورانیمو ځایونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي. له همدې امله به د هغو راایستل یوه اوږده او سخته پروسه وي.»
د دې څرګندونې موخه دا وه چې ټرمپ خپل هغه پخوانی شرط نرم کړي، چې ایران باید غني شوي یورانیم امریکا یا کوم درېیم لوري ته وسپاري. اوس داسې ښکاري چې ټرمپ د خپل هېواد د موخو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې پر ځای مذاکراتو ته ډېر تمایل لري؛ ځکه پوه شوی چې د جګړې له لارې دغو موخو ته رسېدل اسانه نه دي. له همدې امله یې په دریځ کې نرمښت ښکاري. د دغه نرمښت نښې دا دي:
- اوربند نور په ټاکلې موده پورې محدود نه دی؛
- او د هغو شاوخوا ۴۴۱ کیلوګرامه یورانیمو راایستل هم ستونزمن ګڼل کېږي، چې تر ۶۰٪ پورې غني شوي دي.
۵- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۳مه په اېکس (X) کې له امریکا سره په پاکستان کې د ترسره شوو مذاکراتو جزئیات څرګند کړل؛ هغه د خپل هېواد د پلاوي غړی و. نوموړي وویل: «کله چې د "اسلاماباد هوکړې" ته یوازې څو ګامه پاتې وو، له زیاتو غوښتنو، پرلهپسې بدلېدونکو موخو او محاصرې سره مخ شوو». دا خبره د ټرمپ د مرستیال جېډي وېنس له هغې وینا سره سمون لري، چې ویل یې خبرې یوې مشخصې هوکړې ته نږدې شوې وې، خو ټرمپ تر دې ډېر څه غوښتل! هغه غواړي ایران تسلیم شي او د سیمې د نورو هېوادونو په څېر یو تابع دولت وګرځي.
وروسته ټرمپ وویل: «د ایران په مشرتابه کې سخت اختلاف او ګډوډي ده... که هغوی خبرې کول غواړي، نو یوازې دې اړیکه ونیسي!» (فاکس نیوز، ۲۰۲۶/۴/۲۵)
۶. ایران درک کوي چې امریکا د ټرمپ د داخلي سیاسي وضعیت له امله د کړکېچونو کمولو ته اړتیا لري او نه غواړي جګړه پراخه شي.
که د ټرمپ ګوند د نومبر په منځمهالو ټاکنو کې ماتې وخوري، دا به د هغه پر ولسمشرۍ منفي اغېز وکړي؛ ځکه دی په ډېرو موضوعاتو کې د کانګرس موافقې ته اړتیا لري، د جګړې پیلول هم پکې راځي. همدارنګه دا ماتې به دوه کاله وروسته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه پر چانسونو هم اغېز وکړي.
پر دې سربېره، ټرمپ دا هم په پام کې لري چې امریکا د فوټبال د نړیوال جام کوربه ده، چې د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۱مه پیلېږي. له همدې امله ایران خپل دریځ پیاوړی کړی او اعلان یې کړی، چې د امریکا او د هغې د لاسپوڅي صهیونیستي رژیم پر وړاندې بیا جګړې ته چمتو دی.
دا ښيي چې د ایران په نظام کې هغه لوری، یعنې سپاه پاسداران اوس د خپلې ارادې او پرېکړې له مخې حرکت کوي او له امریکا څخه د خپلواکۍ هڅه کوي. دا د هغه سیاسي لوري پر خلاف دی چې غواړي له امریکا سره تعامل وکړي او لږ تر لږه ایران بېرته د امریکا د نفوذ په مدار کې وساتي، نه دا چې په بشپړ تابع دولت بدل شي.
۷. ټرمپ پر ایران د فشار لپاره بلې تګلارې ته مخه کړه. د ۲۰۲۶م کال د مې په ۴مه یې د «د ازادۍ پروژه» په نوم عملیات اعلان کړل. پلمه یې دا وه چې د هغو هېوادونو له بېړیو سره مرسته کوي چې ده بېطرفه بلل او د منځني ختیځ له کړکېچ سره یې بېاړیکې ګڼل، ترڅو د هرمز له تنګي تېرې شي. خو کله چې دا هڅه بریالۍ نه شوه، عملیات یې وځنډول. ټرمپ د ۲۰۲۶م کال د مې په ۶مه سهار وختي په خپله Truth Social پاڼه کې ولیکل: «د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو په غوښتنه او د هغو سترو نظامي بریاوو په پام کې نیولو سره چې موږ د ایران پر ضد په خپلو عملیاتو کې ترلاسه کړې دي او همدارنګه د ایران له استازو سره د یوه بشپړ او وروستي تړون د ترلاسه کولو په لور د پام وړ پرمختګ له امله، موږ په ګډه پرېکړه کړې چې د ازادۍ پروژه د لنډې مودې لپاره وځنډوو، خو محاصره به په بشپړ ډول پر خپل ځای پاتې وي، ترڅو وګورو چې ایا وروستۍ هوکړې ته رسېدل او د هغې لاسلیکول ممکن دي که نه».
۸. د اکسیوس (Axios) امریکايي وېبپاڼې د ۲۰۲۶م کال د مې په ۶مه د یوې پاکستانۍ سرچینې له قوله راپور ورکړ: «سپینه ماڼۍ باور لري چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې یو مخیزې تفاهمنامې هوکړې ته نږدې شوې ده. د دې هوکړې له مخې به ایران د یورانیمو د غني کولو د ځنډولو ژمنه کوي، امریکا به خپل بندیزونه لرې کوي، د ایران هغه میلیاردونه ډالر به ازادېږي چې کنګل شوي دي او دواړه لوري به د هرمز تنګي له لارې پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه لرې کوي».
دا راپور څرګندوي چې ټرمپ له ایران سره د هوکړې د ژر ترلاسه کولو لپاره بېړه لري؛ ځکه که هغه وغواړي جګړه بېرته پیل کړي، د کانګرس موافقې ته اړتیا لري او دا موافقه تضمین شوې نه ده. سربېره پر دې، د جګړې بیا پیل د پایلو له پلوه هم نامعلوم دی؛ ځکه ټرمپ مخکې دا لاره ازمویلې او خپلو موخو ته نه دی رسېدلی. همدارنګه د هغه «د ازادۍ پروژه» چې موخه یې په خلیج کې د ایسارو بېړیو خلاصول وو، د بریا لپاره اوږد وخت غواړي او له خطرونو ډکه ده؛ ځکه ایران د غبرګون ګواښ کوي او دا کار هغه بېړۍ له خطر سره مخ کوي چې امریکا یې د ژغورلو هڅه کوي.
د یادولو وړ ده چې ټرمپ د املاکو د یوه سوداګر په توګه، غواړي چټکې او ګټورې سیاسي معاملې وکړي؛ یعنې له سیاست سره هم د سوداګریزې معاملې په څېر چلند کوي.
۹. [د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ هغه ځواب رد کړ چې ایران د پاکستاني منځګړي له لارې، په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ده وړاندیز ته ورکړی و. ټرمپ په خپله Truth Social پاڼه کې ولیکل: «ما همدا اوس د هغو کسانو ځواب ولوست چې ځانونه د ایران "استازي" بولي. دا ځواب مې خوښ نه شو؛ په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی!»
د ټرمپ له خوا د ایران د ځواب تر ردولو وروسته، د ایران دولتي ټلوېزیون په لومړي غبرګون کې وویل: «د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د تهران ځواب، چې ټرمپ د منلو وړ ونهباله، د ایران د خلکو پر بنسټیزو حقونو ټینګار درلود.» دوی زیاته کړه: «تهران د امریکا وړاندیز رد کړ، ځکه منل یې د تسلیمېدو په معنا وو». همدارنګه یې وویل: «د ایران په ځواب کې پر دې هم ټینګار شوی و، چې امریکا باید د جګړې تاوانونه ورکړي او د هرمز پر تنګي د ایران حاکمیت ومني.»] (العربي الجدید، ۲۰۲۶/۵/۱۱)
۱۰. د ایران دغه ځواب د امریکا ولسمشر ټرمپ سخت په غوسه کړ. هغه د ۲۰۲۶م کال د مې په ۱۲مه وویل: «اوربند اوس د ژوند ژغورنې پر دستګاه ولاړ دی؛ داسې لکه یو ډاکټر چې خونې ته ننوځي او ووايي: ستاسې د عزیز د ژوندي پاتې کېدو چانس یوازې یو سلنه دی. ایران فکر کوي چې زه به له دې موضوع ستړی شم، زړه به مې تور شي، یا به د ځینو فشارونو تر اغېز لاندې راشم». هغه همدارنګه وویل: «کله چې ما هغه بېارزښته لیکنه ولوسته چې هغوی موږ ته رالېږلې وه، ان لوستل مې یې هم بشپړ نه کړل...» (الشرق الأوسط، ۲۰۲۶/۵/۱۲)
خو له دې توندو څرګندونو سره سره، ټرمپ وروسته نرم دریځ وښود او ویې ویل: «وبه ګورو چې څه کېږي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، غواړي مذاکرات وکړي... موږ به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړو ...» (الجزیره، ۲۰۲۶/۵/۱۲)
۱۱. وروسته بیا دواړو لورو د تړون د تعدیل او ښه کولو په اړه خبرې پیل کړې. د اکسیوس (Axios) وېبپاڼې په هغه راپور کې، چې د ۲۰۲۶م کال د مې په ۲۴مه «النجاح» خبري وېبپاڼې هم خپور کړ، د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویل شوي: «امریکا او ایران د داسې یوه تړون د لاسلیکولو په درشل کې دي، چې له مخې به یې اوربند ۶۰ ورځې وغځول شي او په دې موده کې به هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي».
د دغه راپور له مخې، په وړاندیز شوي تړون کې دا ټکي شامل دي:
- ایران به وکولای شي خپل تېل په ازاد ډول وپلوري؛
- د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په اړه به مذاکرات وشي؛
- هرمز تنګی به د ۶۰ ورځو په موده کې له محصول پرته پرانیستی وي؛
- ایران به هغه ماینونه لرې کوي چې په تنګي کې یې ځای پر ځای کړي، څو بېړۍ په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.
راپور زیاته کړې چې په مقابل کې به د وړاندیز شوي تړون د یوې برخې په توګه، امریکا پر ایراني بندرونو لګېدلې محاصره پای ته ورسوي او د بندیزونو ځینې معافیتونه به صادر کړي، ترڅو ایران خپل تېل په ازاد ډول وپلورلی شي.
په یاد راپور کې همدارنګه راغلي چې د تړون په مسوده کې د ایران له لوري دا ژمنې هم شاملې دي:
- هېڅکله به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي؛
- د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځنډولو په اړه به مذاکرات کوي؛
- او د لوړو غني شوو یورانیمو موجودې زېرمې به له منځه وړي یا به یې لیرې کوي.
د اکسیوس (Axios) د راپور له مخې، امریکا به هم د ۶۰ ورځنۍ مودې په ترڅ کې د بندیزونو د کمولو او د ایران د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته چمتو وي. تر اوسه سپینې ماڼۍ د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
۱۲. العربیې د ۲۰۲۶م کال د مې په ۲۹مه، د رویټرز له قوله راپور ورکړ: «امریکا او ایران د اوربند د غځولو، د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ پر محدودیتونو د نرمښت، د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې د پای ته رسولو او پر ایران د لګېدلو ځینو بندیزونو د لیرې کولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي؛ خو تر اوسه یې وروستۍ بڼه نه ده بشپړه شوې».
راپور زیاتوي: «که دا هوکړه وروستۍ شي، نو دا به د هغې جګړې د پای ته رسولو په لور یو لوی ګام وي، چې نړۍ یې د انرژۍ له بحران سره مخ کړې ده. خو د ایران د اټومي پروګرام په اړه اساسي اختلاف به یوازې په راتلونکو اونیو کې د جلا مذاکراتو له لارې وڅېړل شي.» د امریکا د ولسمشر مرستیال جېډي وېنس هم د پنجشنبې په ورځ ویلي وو: «موږ لا وروستۍ هوکړې ته نه یو رسېدلي؛ خو ډېر نږدې شوي یو او په دې اړه به کار ته دوام ورکړو».
تر دې مهاله ایران په رسمي ډول کومه تبصره نه وه کړې؛ خو د ایران نیمه رسمي خبري اژانس «تسنیم» د مذاکره کوونکي ټیم د یوې نږدې سرچینې له قوله ویلي وو: «د تړون متن لا وروستی شوی نه دی او تر اوسه په بشپړ ډول تایید شوی نه دی... په ۲۰۱۵م کال کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تړون لپاره د متخصصینو او کارپوهانو د لویو ډلو ترمنځ کلونه مذاکرات وشول؛ خو ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال، په ۲۰۱۸م کال کې له هغه تړون څخه ووت.»
۱۳. [سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ به له تهران سره هېڅ تړون نهايي نه کړي، ترڅو یې ټول شرطونه پوره نه شي. اکسیوس وېبپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی: «له ایران سره د هوکړې اعلان ښايي څو ورځې یا ان تر یوې اونۍ زیات وخت ونیسي، ترڅو ولسمشر ټرمپ هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي یې».
د راپور له مخې د ټرمپ مهمې غوښتنې او ملاحظات په لاندې موضوعاتو پورې تړاو لري:
- د هرمز تنګي د پرانیستلو څرنګوالی؛
- د امریکا له خوا د غني شوو یورانیمو ترلاسه کول؛
- د ایران د اټومي پروګرام د مسودې په ځینو برخو کې بدلونونه.
همدارنګه نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ټرمپ نوي تعدیلات د پاکستاني منځګړو په ګډون بېرته تهران ته استول شوي، ترڅو د ایران مشرتابه پرې غور وکړي. راپور زیاتوي چې د رسمي تړون اعلان ښايي نور هم وځنډېږي؛ ځکه د ایران له رهبر «مجتبی خامنهیي» سره مستقیمه اړیکه او مشوره ستونزمنه ده. په همدې وخت کې سېنټکام د ایران پر بندرونو خپله سمندري محاصره لا پسې سختوي.] (الجزیره، ۲۰۲۶/۵/۳۱)
۱۴. په همدې وخت کې په داسې حال کې چې د ټرمپ او ایران ترمنځ د توافق موضوع لا هم د منلو او رد ترمنځ روانه ده، صهیونیستي رژیم د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي:
الف: [الف: د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان وکړ چې د الشقیف کلا یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. دا کار تر هغو سختو نښتو وروسته وشو، چې د درانه توپخانهیي او هوايي ملاتړ تر پوښښ لاندې روانې وې. دا پرمختګ د النبطیه، وادي السلوقي او وادي الحجیر په سیمو کې له پراخو پوځي عملیاتو سره هممهاله، د هغو نښتو په لړ کې رامنځته شو چې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا، اسرائیلو او ایران د جګړې په سیاق کې له حزب الله سره پیل شوې وې...] (الجزیره، ۲۰۲۶/۶/۱).
ب: [د اسرائیلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، له هغې لارښوونې څو ساعته وروسته چې د پوځي عملیاتو د زیاتولو لپاره یې کړې وه، د صهیونیستي رژیم پوځ د بیروت د جنوبي ضاحیې اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ. پوځ د دوشنبې پر مازدیګر په یوه بیان کې وویل: که حزب الله د اسرائیلو د ښارونو او مېنو پر لور د راکټونو توغولو ته دوام ورکړي، موږ به د بیروت په جنوبي ضاحیه کې ځینې سیمې په نښه کړو...] (الجزیره، ۲۰۲۶/۶/۱).
ج: [که څه هم العربیه نېټ د ۲۰۲۶م کال د جون په ۲مه راپور ورکړ، چې ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي وو: «یو کوچنی خنډ رامنځته شوی و؛ خو ما ډېر ژر حل کړ. موضوع پر لبنان د اسرائیلو له بریدونو څخه د ایرانیانو ناخوښي وه. ما له حزب الله سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل: ډزې مه کوئ؛ او له نتنیاهو سره مې هم خبرې وکړې او ورته ومې ویل: ډزې مه کوئ. دواړو لورو یو پر بل ډزې بندې کړې.»] (العربیه نېټ، ۲۰۲۶/۶/۲)
خو په عملي توګه صهیونیستي رژیم دا خبره پر ټول لبنان تطبیق نه کړه؛ بلکې یوازې یې د بیروت جنوبي ضاحیه پکې شامله وبلله او په جنوب کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
په طبیعي ډول دا کار د ټرمپ له شین څراغ پرته ممکن نه ښکاري؛ ځکه صهیونیستي رژیم په ستراتیژیکو موضوعاتو کې له امریکا څخه جلا اقدام نه کوي. له همدې امله یې د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
[د «په اسرائیلو کې زموږ دریځ نه دی بدل شوی» تر عنوان لاندې، نتنیاهو وویل چې ټرمپ ته یې ویلي: که حزب الله پر اسرائیلو بریدونه ونه دروي، نو ځواکونه به یې بیروت په نښه کړي. نوموړي زیاته کړه: «زموږ دریځ په دې موضوع کې نه دی بدل شوی او په عین حال کې به اسرائیلي پوځ د لبنان په جنوب کې خپل عملیات د پلان له مخې روان وساتي...»] (انډیپنډنټ عربي، ۲۰۲۶/۶/۲)
[د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ شپنۍ نښتې روانې وې، سره له دې چې ټرمپ اعلان کړی و چې دواړو لورو د جګړې د بندولو هوکړه کړې ده او د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د نوو مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی روان و...] (بيبيسي، ۲۰۲۶/۶/۲)
۱۵. د دغو پرلهپسې پېښو او پایلو له څېړلو څخه لاندې ټکي څرګندېږي:
الف: تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ واټن او سیاسي پرېکون موجود دی او اوس مهال د سیمې په چارو کې د دواړو ترمنځ هغه ډول همغږي نه لیدل کېږي، چې پخوا د امریکا د نفوذ په مدار کې د ایران د پاتې کېدو پر مهال موجوده وه. په ځانګړي ډول، اوس په ایران کې د واک اصلي مرکز د سپاه پاسداران په لاس کې ښکاري. د دغه ځواک مشران د خپلواکۍ لوري ته تمایل لري او هڅه کوي چې ایران بېرته د امریکا د نفوذ مدار ته ستون نه شي. داسې ښکاري چې دوی به پر واک خپل نفوذ وساتي؛ ځکه د نوي رهبر «مجتبی خامنهیي» په ټاکنه کې هم د دوی مهم رول و.
همدارنګه د حکومت په بنسټیزو او حساسو چارو کې؛ لکه جګړه، امنیتي کړکېچونه او د داخلي پاڅونونو مهارول، نوی رهبر د خپل واک د ساتلو لپاره تر ډېره پر همدغه ځواک تکیه کوي.
که څه هم په ایران کې لا هم سیاسي طبقه شته؛ لکه ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان رئیس؛ خو د دې سیاسي طبقې تر ټولو ستره هیله دا ښکاري چې ایران لږ تر لږه بېرته د امریکا د نفوذ مدار ته ورنږدې شي. سره له دې د دوی عملي نفوذ دومره پیاوړی نه ښکاري، چې د سپاه پاسداران د ځواک او نفوذ پر وړاندې ودرېږي یا د هغوی مسیر بدل کړي.
ب: له بلې خوا، امریکا تر اوسه په دې نه ده بریالۍ شوې چې د ایران نظام په بشپړه توګه خپل تابع کړي؛ یعنې د اسلامي خاورو د نورو مزدورو نظامونو په څېر یې وګرځوي.
سره له دې، ټرمپ لا هم پر دې ټینګار کوي چې د ایران نظام باید تابع وي، نه دا چې د پخوا په څېر یوازې د امریکا د نفوذ په مدار کې وګرځي. د هغه له دریځه ښکاري چې دی له ایران څخه بشپړ امتیاز غواړي، نه جزوي امتیازات؛ لکه څنګه یې چې ویلي وو: «زه ۹۰ سلنه نه غواړم، ۹۵ سلنه هم نه غواړم؛ ما ورته ویلي چې زه هر څه غواړم.» (TV Lebanon، ۲۰۲۶/۴/۱۲)
او همدا نن، د ۲۰۲۶م کال د جون په ۳مه نوموړي وویل: «د ایران وضعیت په چټکۍ سره پر مخ روان دی او ښه لوري ته روان دی». هغه اشاره وکړه چې ایران هوکړه کړې چې اټومي وسلې به نه لري. (العربیه، ۲۰۲۶/۶/۳)
که څه هم د ټرمپ څرګندونې تل دقیقې نه وي، خو اعلان شوی دریځ یې دا دی چې ایران باید داسې تابع دولت شي چې د ده مخالفت ونه کړي؛ سره له دې چې تر اوسه په دغه کار کې ناکام شوی دی! د دې ناکامۍ د پټولو لپاره له الفاظو سره لوبې کوي، د تړونونو طرحې بیا بیا وړاندې کوي، بیا بېرته ورڅخه په شا کېږي او مخالفت ورسره څرګندوي... او همداسې دا لړۍ دوام لري!
ج: او هغه څه چې د ټرمپ او د هغه په څېر د استعمارګرو کافرانو ملا ماتوي او د مسلمانانو پر خاورو د تېري جرئت ترې اخلي، د راشده خلافت بیا راتګ دی. همدا خلافت به هر یرغلګر بېرته خپلو سیمو ته وشړي، البته که یې سیمې پاتې وي. خلافت به د الله سبحانه وتعالی په مرسته بېرته راګرځي؛ د هغه سبحانه وتعالی د دې وعدې له مخې:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ﴾
ژباړه: «الله له تاسو څخه هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده کړې چې هغوی به خامخا په ځمکه کې خلیفهګان وګرځوي».
او رسول الله ﷺ هم د هغه خلافت زېری ورکړی، چې تر جبريه واکمنۍ وروسته به راځي. له حضرت حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَت.
ژباړه: ... بیا به جبريه واکمني وي، تر هغه به دوام کوي چې الله وغواړي، بیا به یې الله پورته کړي (لیرې کړي)، او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي. (مسند احمد)
بیا به داسې خلیفه وي چې مسلمانان به یې تر شا قتال (جهاد) کوي او د هغه په وسیله به خوندي کېږي؛ نو اسلام او مسلمانان به عزت ومومي او کفر او کافران به ذلیل شي.
او لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾
ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشحاله شي؛ الله چې چا ته وغواړي، نصرت ورکوي او هغه ډېر ځواکمن او مهربان ذات دی».
۱۴۴۷هـ.ق کال د ذیالحجې ۱۷مه
۲۰۲۶م کال د جون ۳مه




