- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یهودي اشغالګر رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «عراق له ایران سره موازي قدرت و او د دوه زره کلونو په جریان کې په بېلابېلو نومونو سره جنګېدلي دي؛ خو کله چې امریکا د عراق حکومت له منځه یووړ، ایران ناڅاپي پر منځني ختیځ واکمن شو او دا یو ناسم اقدام و.» (السومریه نیوز)
تبصره:
که څه هم د ټرمپ څرګندونې په ظاهره یو ناوخته اعتراف ښکاري، خو په حقیقت کې ګمراه کوونکې دي او د شخړو اصلي جوهر او د امریکا اساسي رول پکې پټوي.
د ټرمپ دغه ادعا چې د امریکا له خوا د عراق د حکومت نسکورول د دې لامل شول، چې په منځني ختیځ کې د ایران نفوذ پراخ شي، د سیاسي او تاریخي واقعیتونو ښکاره او قصدي تحریف دی؛ ځکه د عراق اشغال، د سیاسي نظام چپه کول، د پوځ منحلول او د دښمنو قومي درزونو پر بنسټ د سیاسي جوړښت بیارغونه، نه یوازې دا چې محاسبې له مخې تېروتنه وه، بلکې یوه سنجول شوې او چټله ستراتیژي وه؛ هغه ستراتیژي چې موخه یې د عراق کمزوري کول او په سیمه کې د یوې اسلامي طرحې (د اسلامي شریعت او اسلامي عقیدې پر بنسټ د ټولنې او وګړي د ژوند د تنظیم لپاره ستره فکري، سیاسي او عملي طرحه) مخنیوی بلل کېږي.
پر دې سربېره، د ایران او عراق شخړه هېڅکله د سترو قدرتونو له رول څخه بېله نه وه. دغو دولتونو شخړو ته په لمنوهلو او جګړې ته د حالاتو په ټېل وهلو سره، د ډېرو کلونو لپاره د دواړو خاورو وړتیا او سرچینې کمزورې کړې. د عراق له اشغال وروسته هم د امریکا تر سیوري لاندې د ایران نفوذ رامنځته شو؛ هغه نفوذ چې د واشنګټن د غوښتنو پر خلاف نه، بلکې د هغه د سترګو پر وړاندې و او د سیاسي او نظامي ملاتړ په مرسته نور هم پراخ شو.
د دغه واقعیت ښکاره ثبوت دا دی، چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو له شتون سره په یوه وخت کې د ایران نفوذ دوام درلود او په عراق پورې اړوند په ګڼو قضیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همغږي موجوده وه. د دې تر څنګ ایران د سیمې د مهارولو او د یوې خپلواکې اسلامي طرحې د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره د وسیلې په توګه وکارول شو.
د ټرمپ څرګندونې دا حقیقت بیانوي چې په کافر غرب کې د مسلمانانو وینه او شتمني څومره بېپامه او بېارزښته ګڼل کېږي؛ ځکه د تېروتنې په توګه د یوې خاورې د له منځه وړلو بیانول یو څرګند سیاسي او اخلاقي تحریف دی.
هغه څه چې په عراق کې پېښ شول، یو سیاسي او نظامي جنايت و چې په پایله کې یې سلګونه زره انسانان ووژل شول، ټولنه وپاشل شوه، قومي شخړې لا ژورې شوې او د مسلمانانو سرچینې لوټ شوې. د ټرمپ یادې څرګندونې په ورته وخت کې هغه استعماري توجیه ده، چې هڅه کوي داسې وښيي، چې دغه سیمه له قومي او مذهبي شخړو پرته بل ډول نه اداره کېږي.
کېدای شي ټرمپ د دغو څرګندونو له لارې هڅه وکړي، چې د «تېرو تېروتنو د اصلاح» په پلمه د نوې لاسوهنې لپاره زمینه برابره کړي، خو الله سبحانهوتعالی دې د هغه ګامونه کمزوري کړي، ترڅو خپلو موخو ته ونه رسېږي.
اې د عراق او نورو اسلامي خاورو مسلمانانو! دا د کافر غرب رښتینې څېره ده، ستاسو لپاره د دغه ډول غمیزو اراده لري او په دې بڼه مو وینې په هېڅ حسابوي. پر دې سربېره، په ټول توان هڅه کوي چې ستاسو تر منځ د یووالي او عزتمن دولت د رامنځته کېدو مخه ونیسي؛ هغه خلافت دولت چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی. لکه څنګه چې هغه فرمایلي:
«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ» (رواه احمد)
ژباړه: «خلافت به یو ځل بیا د نبوت په منهج راشي.»
کله چې دغه حقیقت ورسېږئ، نو د خلافت دولت د تاسیس لپاره له هڅې او زیار پرته بل څه نه پاتېږي؛ ځکه یوازې د خلافت دولت په تاسیس سره عزت لاسته راځي، د الله سبحانه وتعالی د دښمنانو له سلطې څخه ژغورل کېږو او د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کېږي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی پر امت واجب کړي چې د هغه سبحانه وتعالی حکم ته غاړه کېږدي او شریعت یې هغسې پلی کړي، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی.
﴿وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمرِهِۦ وَلَٰكِنَّ أَكثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعلَمُونَ﴾ [یوسف: ۲۱]
ژباړه: او الله یې پر خپل کار برلاسی دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.
لیکوال: بلال زکریا
ژباړه: بهیر «ویاړ»
۱۴۴۷هـ.ق د رجب ۱۴مه
۲۰۲۶م کال د جنوري ۳مه




