جمعه, ۱۰ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۶/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه سوډان د پورټسوډان په لوی بازار کې د یوه لوی لاریون له لارې د ذو الحجې میاشتې د تکبیر شعیره راژوندۍ کړه

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذو الحجې شپږمه، چې د ۲۰۲۵م کال د جون له دویمې نېټې سره سمون لري، د حزب‌التحریر ولایه سوډان ځوانانو د ذو الحجې د مبارکې میاشتې د تکبیر شعیره راژوندۍ کړه. استاد محمد جامع (ابو ایمن)، چې د حزب‌التحریر ولایه سوډان د رسمي ویاند مرستیال دی، د ماسپښین تر لمانځه وروسته د پورټسوډان د لوی بازار په ابن مسعود جومات کې لمونځ کوونکو ته وینا وکړه.

هغه په خپله وینا کې مسلمانانو ته د ذو الحجې د مبارکو ورځو د فضیلت یادونه وکړه او و یې ویل چې صحابه کرامو رضی الله عنهم به دغه ورځې د تکبیر، تهلیل او تحمید له لارې لمانځلې. ورپسې یې د تکبیر پر ویلو پیل وکړ، لمونځ کوونکو هم ورسره یوځای تکبیرونه وویل او بیا ټولو په ګډه یو زورور لاریون پیل کړ.

لاریون کوونکو د رسول الله ﷺ بیرغونه پورته کړي وو، او یو لوی شعار هم ورسره و چې پرې لیکلي وو: «د ذو الحجې په میاشت کې د تکبیر شعیره راژوندۍ کوو».

لاریون د بازار له مختلفو برخو تېر شو، او ګډونوالو پرله‌پسې تکبیر او تهلیلونه ویل.

وروسته له دې، دوی جومات ته بېرته راغلل. هلته استاد ابو ایمن د ټولو مسلمانانو لپاره د حاجتونو د پوره کېدو، له فتنو د خلاصون او د الله ﷻ د دین د تمکین لپاره دعا وکړه، څو د نبوت پر منهج دویمه راشده خلافت دولت تاسیس شي، او مسلمانان پرې د الله شریعت نافذ کړي. ګډونوالو پر دعا "آمین" وویل.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب‌التحریر ولایه سوډان رسمي ویاند

۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجې ۶مه

۲۰۲۵م کال د جون ۲مه

د صدور شمېره: ۰۶۶/۱۴۴۶

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې