- مطابق
د یهودي جنایتکارې ادارې لخوا په محاصره شوې غزه کې د بېدفاع مسلمانانو پر وړاندې له ۱۷ میاشتو راهیسې وحشیانه ټولوژنې روانې دي، چې تر دې مهاله یې تر ۱۷۰۰۰۰ زیات مسلمانان، نارینه او ښځینه، شهیدان او ټپیان کړي دي. د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه، سهشنبه سهار وختي، دغې ظالمې ادارې یو ځل بیا د اوربند نازک تړون په ډیره بېرحمۍ مات کړ. دغو ظالمانو د غزې په تړانګه کې پر بېدفاع مسلمانانو باندې یوځای ۱۰۰ هوایي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې تر ۴۳۰ زیات مسلمانان شهیدان کړل چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، سلګونه نور یې ټپیان کړل او لسګونه نور د ورانو ودانیو تر خاورو لاندې ورک دي.
په همدې تړاو حزبالتحریر- ولایه ترکیه د ترکیې په یو شمېر ښارونو کې تر «تاسو به کله د غزې لپاره اقدام کوئ؟!» سرلیک لاندې د شپې مهال غونډې جوړې کړې.
د دغو غونډو موخه د دوو-دولتونو درواغجنې حللارې ردول او دې ته د مسلمانانو رابلل وو چې د یوه داسې خلیفه تر بیرغ لاندې سره یو موټی شي چې سمدستي به د فلسطین مبارکې خاورې د مسلمانانو د ملاتړ لپاره پوځونه تیار کړي؛ مسجد الاقصی د ظالمو جنایتکارو یهودو له منګولو خلاص کړي او له سیند څخه تر بحیرې، د فلسطین ټوله سپېڅلې خاوره بیرته د امت لمنې ته راولي.
سه شنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان ۱۸مه/د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۸مه
https://hizbuttahrir.today/pa/index.php/dawahnews/%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%D9%87/4633#sigProId57f68a56da