- مطابق
حزبالتحریر ـ ولایه ترکیه، یو ولسي کنفرانس تنظیموي چې سرلیک یې دا دی:
«د غزې لوی کنفرانس»
په دې کنفرانس کې به د مبارکې خاورې (فلسطین) د قضيې د اصلي او دایمي حل په اړه بحث وشي.
په داسې حال کې چې د یهودو مجرم رژیم له ۵۶۳ ورځو راهیسې په غزه کې اشغال او وحشي عاموژنې روانې ساتلې دي، د اسلامي خاورو مشران یوازې د غندنې پیغامونه خپروي، پرته له دې چې کوم عملي ګام پورته کړي. همدې د یهودي رژیم زړورتیا نوره هم ډېره کړې ده او لا یې عاموژنه زیاته کړې ده.
که څه هم اسلامي مشران د ډيپلوماسۍ په ناکامۍ اعتراف کوي، خو بیا هم ګډ حرکت نشي کولی، یو پر بل تور لګوي، غونډې جوړوي او یوازې د غندنې اعلامیې خپروي. فلسطین او غزه د نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو، غاړې ته غورځوي.
په داسې حال کې چې د نږدې یو نیم کال راهیسې په غزه، او د ۷۶ کلونو راهیسې په ټول فلسطین کې د یهودي اشغال او نسلوژنې د بندولو لپاره هیڅ حل ندی وړاندې شوی، حزبالتحریر ولایه ترکیه له پراخ ولسي ګډون سره دا لوی کنفرانس جوړوي، تر څو د مبارکې خاورې (فلسطین) د قضيې د حقیقي او دایمي حللاره وڅېړل شي.
د کنفرانس سرلیک: «کلمات خلاص شول! ډيپلوماسي ناکامه شوه! د حقیقي او دایمي حل لپاره... د غزې لوی کنفرانس»
هر څوک چې د غزې خواخوږی دی، دې کنفرانس ته بلل شوی دی.
ویناوال:
◾️عبد الله إمام أوغلو
◾️عبد الرزاق اتش
◾️دكتور علي محيي الدين كارادغي (د مسلمانانو د علماو د نړیوالې ټولنې رئیس)
◾️محمود كار (د حزبالتحریر ولایه ترکیې د مطبوعاتي دفتر رئیس)
◾️محمد غوكتاش
◾️محمد امين يلدريم
◾️محمد مشنيش (له فلسطین سره د همبستګۍ ټولنې رئیس)
◾️مصطفى اوزجان غونيشدوغدو
◾️نجم الدين إيرماك (د اسلامي همکارۍ تریبون)
◾️الدكتور نواف التكوري (د فلسطین د علماوو د اتحادیې رئیس)
◾️طيب إلجي (د مدارسو د علماوو د موسسې رئیس)
◾️الشيخ يوسف مخارزة (د فلسطین عالم)
زموږ سره اوسئ...او اجر او ثواب مو شریک کړئ..
۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالقعدې ۵مه
۲۰۲۵م کال د مې ۳مه
وخت او پته
ورځ او نېټه:
۲۰۲۵م کال د مې ۳مه
وخت:
(۲۰:۳۰ د انقرې او مدینې منورې پر وخت)
ځای:
د انقرې د شمال ټولنیز کمپلکس، د تقوی کنفرانس مرکز
د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه ترکیې پاڼې وګورئ
د حزبالتحریر ولایه ترکیې رسمي وېبپاڼه
د حزبالتحریر ولایه ترکیې فېسبوکپاڼه
د حزبالتحریر ولایه ترکیې اکسپاڼه
د حزبالتحریر ولایه ترکیې ډیليموشن ټلویزیون
د بنسټیز بدلون مجلې وېبپاڼه