- مطابق
د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۵مه په پلازمینه تونس کې د جمعې تر لمانځه وروسته د الفتح جومات مخې ته یو لوی لاریون ترسره شو. دا لاریون د حزب التحریرولایه تونس لخوا تر دې سرلیک لاندې تنظیم شوی و:
«جمهوري او شاهي رژیمونو غزه ناکامه کړه... له خلافت سره به موږ له غزې څخه دفاع وکړو»
د لاریون په لړ کې، بنرونه پورته شول. پر اصلي بنر د لاریون سرلیک لیکل شوی و، پر دوهم بنر لیکل شوي و چې «اې د مسلمانانو لښکرو، ستاسو امت ستاسو ملاتړ غواړي. تر ۶۱۰۰۰ ډیر شهیدان او تر ۱۱۲۰۰ ډیر د کنډوالو لاندې ورک دي. نو تاسو به کله د دوی دفاع کوئ؟» په نورو بنرونو لیکل شوي وو: «یو خلافت جهاد اعلانوي»، «یو خلافت فلسطین آزادوي» او «یو خلافت د خدای قانون پلی کوي.»
د لاریون په اوږدو کې، ګډونوالو د جمهوري نظام، شاهي نظام او ملي دولت پر ضد شعارونه ورکول، لکه «نه جمهوریت، نه سلطنت... اسلامي خلافت». دوی نور شعارونه هم ورکول، لکه «نتنیاهو، واورئ، واورئ... زموږ خلافت به بیرته راشي»، «امریکا، واورئ، واورئ... زموږ خلافت به بیرته راشي»، «صهیونیستانو، واورئ، واورئ... زموږ خلافت به بیرته راشي»، «مسلمان پوځونو، جهاد په فلسطین کې دی» او «هغه واکمنان چې فلسطین یې د پوستونو او ملیونونو ډالرو په بدل کې پلورلی دی».
لاریون د پلازمینې له اصلي واټونو څخه د انقلاب سړک ته وغځول شو او د ښاروالۍ تیاتر مخې ته د حزب التحریر ولایه تونس د یوه شباب په وینا سره پای ته ورسید. هغه په ډاګه کړه چې جمهوري او شاهي رژیمونو غزه ماته کړې. د مصر جمهوري رژیم په غزه کې زموږ د وروڼو اصلي محاصره کوونکی دی او د اردن شاهي رژیم د ځمکې دهلیز له لارې د دغه رژیم ملاتړ کوي او پر ایران یې له بریدونو څخه دفاع کوي. د ترکیې جمهوري رژیم د بندرونو له لارې د کاروانونو په تمویل سره د دغه رژیم ملاتړ کړی. امارات او ورته نور عربي رژیمونه چې د سایکس-پیکو تړون په پایله کې د برتانویانو او فرانسویانو لخوا رامنځته شوي ورته شرمناکه دریځونه لري.
حل لاره هغه څه دي چې زموږ دین یې له موږ څخه غواړي: د یو متقی او پاک سړي په مشرۍ د راشده خلافت تاسیس چې د هغه تر شا به جګړه کوو او د هغه لخوا به ساتل کېږو. هغه به د اسراء او معراج ځمکه بیرته راوګرځوي او مجرم یهودیان او هر ظالم به یوې ژورې کندې ته وغورځوي.
په دې توګه، حزب التحریر ولایه تونس په داسې شرایطو کې خپل ښکاره او سرکش غږ ته دوام ورکوي چې د غزې خلک او نور مظلوم مسلمانان د لوږې، بمبارۍ او لویو وحشتونو سره مخ دي. حزبالتحریر د مصر، اردن، ترکيې، پاکستان د پوځونو او د واک په خاوندانو کې پر مخلصینو غږ کوي چې د اسلام د بلنې ملاتړ وکړي او خپل هغه دولت رامنځته کړي چې غزه به وژغوري، فلسطین به آزاد کړي، پر ځمکه به د الله تعالی شریعت حاکم کړي، او د نړۍ لپاره به د لارښوونې او رڼا پیغام ولري.
په ولایه تونس کې د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ.ق کال د محرم ۳۰مه
۲۰۲۵م کال د جولای ۲۵مه
https://hizbuttahrir.today/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4754#sigProId53321891c7
د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه