- مطابق
د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۳مه، د جمعې په ورځ، د تونس په پلازمېنه کې د جمعې تر لمانځه وروسته، د الفتح جومات مخې ته یو لاریون وشو چې د حزب التحریر ولایه تونس له خوا د اقصی او بندیانو د ملاتړ لپاره تر دې سرلیک لاندې تنظیم شوی و:
«د پوځونو خوځول، د کرسیو راپرځول او د جهاد اعلان، د بندیانو د ژغورنې او د مسجد اقصی د ازادۍ لپاره یوازینی لاره ده»
په لاریون کې د "الخضراء" (تونس) خلکو پراخ ګډون درلود او له دې شعارونو سره پیل شو:
«لبیک لبیک لبیک یا اقصی» او «ای اقصی! موږ دې بلنې ته ځواب ویلی، د تونس ټول خلک درسره دي.»
په لاریون کې ډېر بنرونه پورته شوې وې چې پر اصلي بنر د لاریون سرلیک لیکل شوی و، او پر نورو بنرونو لیکل شوي وو:
«ای مسلمانانو! د هغو بندیانو لپاره څوک شته چې د دار ځوړندونې ستنې ورته تیارې شوې دي؟»
ګډونوالو د پلازمېنې په اصلي سړکونو کې د لاریون پر مهال داسې شعارونه ورکول چې د امت احساسات راویښ کړي او د ځواک لرونکو صادقو کسانو همت لوړ کړي، لکه:
«اقصی پر مسلمانانو غږ کوي... غیرت چېرې دی؟ دین چېرې دی؟»
«شرم دی، شرم دی... د بندیانو اعدام په الله قسم شرم دی!»
«ای افسرانو او قومندانانو... اقصی جهاد ته بلنه درکوي!»
«اقصی پر ازادانو غږ کوي... څوک دا محاصره ماتوي؟»
«ای پوځونو او ازادانو... د بندیانو لپاره څوک غیرت کوي؟»
«ای د مسلمانانو پوځونو... بندیان ستاسو د دین وروڼه دي!»
«ای د مسلمانانو پوځونو... جهاد په فلسطین کې!»
«ای د جهاد پوځونو... ستاسو رب به درسره مرسته وکړي!»
«ای پوځونو! ازادي نشته... تر څو کرسۍ ونه غورځول شي!»
لاریون د انقلاب په سړک کې، د ښاروالۍ د تیاتر مخې ته، له یوې غونډې سره پای ته ورسېد، چې پکې د حزب التحریر ولایه تونس یو ځوان وینا وکړه. هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امت دنده نن هم د پرون په څېر ده؛ باید راپورته شي، نه یوازې د غندنې لپاره، بلکې خپل پوځونه د ایمان په تودوخې سره راوپاروي، د الله په لار کې د جهاد لمبه بله کړي، او د خپلو واکمنانو کرسۍ راوپرځوي، او د مسجد اقصی پر لور یې وخوځي، تر څو یې ازاد کړي، تکبیر ووایي:
﴿وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً﴾
ژباړه: او دې مسجد ته ننوځي لکه څنګه چې لومړی ځل ننوتل، او هغه څه چې یې نیولي دي، په بشپړه توګه له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه چې هر حرکت چې له دې وجیبې پرته وي، د الله، د هغه د رسول ﷺ، د رسول د مسجد اقصی، او د فلسطین د خلکو او بندیانو د وینو سره خیانت دی.
هغه همدارنګه وویل چې د یهودو دولت او د هغه ستر مجرمان دومره کمزوري دي چې د مسجد اقصی اشغال نشي ساتلی، ځکه الله تعالی پرې ذلت او بېوسي لازم کړې ده، او فرمایلي یې دي:
﴿وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ﴾
ژباړه: پر هغوی ذلت او بېوسي ټاپه شوې ده.
او فرمایلي یې دي:
﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾
ژباړه: هغوی به تاسو ته یوازې لږ ضرر ورسوي، او که جګړه وکړي نو شا به درکړي، بیا به مرسته ونه مومي.
او فرمایلي یې دي:
﴿وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ﴾
ژباړه: تاسو به هغوی د ژوند پر وړاندې تر ټولو حریص خلک ومومئ.
دا د تونس په "بلد الزیتونة" کې د حزب التحریر کار دی؛ دا د خپل امت پر وړاندې د هغه وجیبه ده، چې د ځواک خاوندان راویښ کړي، هغوی ته خپل شرعي مسؤولیت بیان کړي، او له هغوی څخه پرده لرې کړي تر څو حقیقت درک کړي او پرې عمل وکړي، او د یو انسان په څېر راپورته شي، د اسلام دولت قائم کړي، بندیان او مسجد اقصی ازاد کړي، د یهودو دولت له منځه یوسي، او د اسلام پیغام د هدایت او رڼا په توګه نړۍ ته ورسوي.
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾.
ژباړه: الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، ژمنه کړې چې هغوی به په ځمکه کې ځای ناستي کړي لکه څنګه چې یې له هغوی مخکې کسان کړي وو، او د هغوی لپاره به خپل خوښ کړی دین ټینګ کړي، او د هغوی وېره به په امن بدله کړي؛ هغوی به یوازې زما عبادت کوي او له ما سره به هېڅ شریک نه نیسي، او څوک چې وروسته کفر وکړي، نو هماغوی فاسقان دي.
په حزب التحریر ولایه تونس کې د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ،ق کال د شوال ۱۶مه
۲۰۲۶م کال د اپرېل ۳مه
https://hizbuttahrir.today/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4972#sigProIdd21741a5a5
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه تونس وېبپاڼې وګورئ:




