سه شنبه, ۲۱ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۶/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
دا ستره ګناه ده چې د یهودو جنګي الوتکې د سیمې د دولتونو له فضا تېرې شي، ایران بمبار کړي او له کوم مقاومت پرته بېرته ستنې شي!

(ژباړه)

ټرمپ په خپل «تروث سوشیال» پلټفورم کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «ایران او اسرایل باید یوې هوکړې ته ورسېږي او هرو مرو به رسېږي، لکه هند او پاکستان مې چې ورسول...». ده زیاته کړې: «په دې توګه به ډېر ژر د ایران او اسرایلو ترمنځ سوله ټینګه شي. په دې تړاو اوسمهال ډېر تماسونه او غونډې روانې دي.» (سکای نیوز، ۱۵ جون ۲۰۲۵)

د یهودي رژیم د پوځ ویاند هم د یکشنبه پر خپله X پاڼه ولیکل: «اسرایلو هغو ایرانیانو ته چې د هستوي ري‌اکټورونو شاوخوا اوسیږي، خبرداری ورکړی چې خپل کورونه تخلیه کړي...». په ورته وخت کې د اسرایلو یوه پوځي ویاند اعلان کړی چې د دغه رژیم پوځ د ایران په مرکزي ښار اصفهان کې هستوي تأسیسات بمبار کړي دي. له بلې خوا، ایران د یکشنبې له سهار راهیسې پر اسرایلو د توغندیزو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي، او ودانیو ته یې پراخ زیانونه رسولي. په مقابل کې یې، تهران هم د اسرایلي بریدونو هدف ګرځېدلی دی. (الجزیره، ۱۵ جون ۲۰۲۵)

یهودي رژیم شنبه، د ۲۰۲۵م کال د جون په ۱۴مه اعلان وکړ: «نهه ۹ تنه هغه پوهان او متخصصین چې د ایران د هستوي پروګرام په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه، د دغه رژیم د هوایي بریدونو پر مهال وژل شوي دي. له دې اعلان سره، د قربانیانو رسمي شمېر لوړ شو. وژل شوي کسان دا دي: علي بخوي کریمي، منصور عسکري، سعید برجي، چې په ترتیب سره یې د میخانیک، فزیک او موادو انجنیرۍ په برخو کې تخصص درلود. دا کسان د پوځ په وینا جمعه د هوایي بریدونو پر مهال وژل شوي، او دا خبر د ایران نیمه‌رسمي تسنیم خبري آژانس هم تایید کړی دی.»

د یهودي رژیم پوځ جمعه سهار، د جون ۱۳مه، «پر ایران بې‌سابقې برید وکړ او د ایران د هستوي پروګرام مرکز او لوړپوړي نظامي مشران یې هدف وګرځول»، په داسې حال کې چې ایران تایید کړې چې د جمعې ماښام یې د اسرایلو پر لور د خپل غبرګون د پیل په توګه سلګونه توغندي توغولي دي. (سي‌ان‌ان، ۱۴ جون ۲۰۲۵)

پر ایران د یهودي رژیم تر برید وروسته سمدستي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، جمعه، د ۲۰۲۵م کال د جون په ۱۳مه اعلان وکړ: « پر ایران د اسرایلو برید یو عالي اقدام دی»، او ایران یې وهڅاوه چې د خپل هستوي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

کله چې ABC شبکې ترې وپوښتل: «آیا امریکا په دغه برید کې رول درلود؟»، نو ټرمپ ځواب ورکړ: «زه نه غواړم دې پوښتنې ته ځواب ووایم.» هغه په «تروث سوشیال» پلټفورم کې ولیکل: «ایران باید مخکې له دې چې څه ورپاتې وي، یوې هوکړې ته ورسېږي او هغه څه وساتي چې پخوا (د فارس امپراتوري) ګڼل کېده.» هغه دا هم وویل چې تهران ته یې خبرداری ورکړی چې: «متحده ایالات د نړۍ تر ټولو غوره او وژونکې وسلې جوړوي، داسې چې تر نورو ډیر مخکښ دي، له اسرایلو سره دا وسلې ډېرې دي او ډېر ژر به نورې هم ترلاسه کړي؛ او دوی (اسرایلیان) ښه پوهېږي چې له دغو وسلو څخه څنګه کار واخلي.»

ټرمپ په ورته څرګندونو کې وویل: «نن شپږ‌ شپېتمه ورځ ده. ما هغوی (ایرانیانو) ته وویل چې څه باید وکړي، خو هغوی ونه‌شوای کولای، او اوس یو دویم فرصت ورسره دی.» (الجزیره، ۱۳ جون ۲۰۲۵). که د دې پېښو ژور تحلیل وشي، نو دا پایله تر لاسه کېدای شي:

۱- دا خبره روښانه ده چې یهودي رژیم د ټرمپ په مشرۍ امریکا لخوا له شنه څراغ او تحریک کېدو پرته پر ایران برید نه دی کړی؛ ځکه د ټرمپ څرګندونې دا موضوع له کوم ابهام پرته ښکاره کوي. دا یو قطعي او له مخکې اټکل کېدونکی حقیقت دی؛ ځکه یهود پخپله هېڅ ځواک نه لري او د جګړې خلک نه دي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (۱۱۱) ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ﴾ [آل عمران: ۱۱۲-۱۱۱]

ژباړه: «هغوی (یهود) هېڅکله، پرته له ځورونې، تاسو ته بل زیان نه‌شي رسولی، او که له تاسو سره جګړه وکړي، نو شا به درواړوي او وبه تښتي، او مرسته به یې ونه شي. د هغوی لپاره، هر ځای چې وموندل شي، ذلت لیکل شوی. مګر دا چې د الله له رسۍ یا د خلکو (پیاوړو دولتونو) له رسۍ سره ځان ټینګ کړي. هغوی د الله په قهر اخته شوي، او ذلت پرې حتمي شوی دی

دوی د خپل تاریخ له پیل راهیسې، له پیغمبرانو سره د خپل تړون په ماتولو الهي رسۍ پرې کړې. په معاصر وخت کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې له وخته هغوی لومړی د بریتانیا تر ملاتړ لاندې شول او بیا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د امریکا تر سیوري لاندې راغلل. د هغوی ټولې جګړې دا حقیقت څرګندوي چې دوی یوازې د «خلکو رسۍ» پوري تړلي دي.

څوک چې درک کولای شي، زړه او غوږ نیسي، پر ایران د برید په برخه کې له یهودو څخه د ټرمپ ملاتړ د هغه له څرګندو خبرو ورته ښکاره دی.

۲ - تر پخواني ټکي لا دردونکې او تر هغې لا لویه فاجعه دا ده چې د یهودي رژیم جنګي الوتکې د هغو دولتونو له هوایي حریم څخه تېرې شوې چې د دغه رژیم په شاوخوا کې پر اسلامي خاورو حاکم دي؛ ایران یې بمبار کړ، وژنې یې وکړې او بیا په بشپړ امنیت سره بېرته اشغال شوې خاورې ته راستنې شوې. دغو دولتونو یوه مرمۍ هم ور ونه ویشتله؛ نه له شامه، نه له عراقه، نه له مصره، نه له ترکیې، او نه له بل هېڅ ځایه.

په دې توګه، یهودي رژیم په بشپړې آرامۍ راغئ، برید یې وکړ او بېرته لاړ. په دې منځ کې د اسلامي خاورو حکامو یوازې ننداره کوله او هېڅ غبرګون یې ونه ښود. هغوی هېر کړي یا یې ځانونه ناخبره نیولي چې د دې جنایت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، پخپله یو ستر جنایت دی، چې دردناکې پایلې لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾ [انعام: ۱۲۴]

ژباړه: «ډېر ژر به هغه کسان د الله لخوا پر خوارۍ او سخت عذاب اخته شي چې جرمونه یې کړي وي، ځکه چې مکر او فریب یې کاوه

هو، دا په ریښتیا یو ډیر ستر جنایت دی چې د یهودو جنګي الوتکې د مزدورو حکامو له فضایي حریم څخه تېرېږي، بریدونه کوي، او پرته له دې چې د اسلامي خاورو یو حاکم غبرګون وښيي یا اعتراض وکړي، سالمې او په بشپړ خوندیتوب بېرته راستنېږي!

۳ - او همداراز هر عاقل انسان ښه پوهېږي چې د یهودي رژیم پر وړاندې د دفاع تر ټولو غوره لاره دا ده چې باید لومړی وار وشي. یهودیان له ډېر پخوا راهیسې، په ځانګړي ډول په وروستیو ورځو کې، ایران ګواښي. ان ټرمپ څو ځله په ښکاره یا اشاره اعلان کړی و چې یهودي رژیم به د ایران پر هستوي تأسیساتو برید وکړي.

سره له دې، ایران د ځان د دفاع یا د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول مخکینی برید ونه کړ، چې دا پخپله حیرانونکې خبره ده!

ایران چوپ پاتې شو، تر هغه چې تأسیسات یې تر برید لاندې راغلل او ساینسپوهان یې ووژل شول، نو بیا یې غبرګون وښود... سره له دغو ټولو پرلپسې بریدونو، بیا هم ټرمپ دا څرګندونه کوي: «ډېر ژر به د اسرایلو او ایران ترمنځ سوله رامنځته شي، او د دې لپاره ډېر تماسونه او لیدنې روانې دي.» (سکای نیوز، ۱۵ جون ۲۰۲۵)

او موږ خبرداری ورکوو چې هسې نه دا جګړه له یهودي رژیم سره په سوله ختمه شي؛ بلکې هماغسې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ﴾ [انفال: ۵۷]

ژباړه: «او که په جګړه کې ورسره مخامخ شوې، نو داسې یې وځپه چې تر شا خلک یې هم وډار شي، تیت شي او عبرت واخلي.»

۴ - خو هغه څه چې زړه دردوي، د اسلامي نړۍ د سپکو حکامو حالت دی، په ځانګړي ډول هغوی چې د یهودي رژیم – چې د فلسطین د اشغال پر بنسټ جوړ شوی- شاوخوا دي. هغوی د دغه رژیم تر څنګ دي، نو څنګه نه ویني چې د یهودو الوتکې يې له فضا تېرېږي، د دوی پر سر الوزي، د مسلمانانو خاورې بمباروي، او بیا په بشپړ امنیت او آرامۍ - پرته له دې چې ان یوه مرمۍ وویشتل شي- بېرته ستنېږي!؟

داسې ښکاري چې دا حکام ځانونه بې‌طرفه ګڼي، یوازې د پېښو ننداره کوي؛ ته به وایې چې دا پیښې د مسلمانانو په خاورو کې نه، بلکې په ډیرو لرې، نااشنا ځایونو کې رامنځته کېږي!

دغه حکام چې په څه کې دي، سر تر پایه باطل دي او له دوی څخه دا ډول چلند حیرانوونکی نه دی؛ ځکه دوی د کفري استعماري دولتونو، په ځانګړي ډول د امریکا، مطیع او تابع دي؛ هر څه چې امریکا ووايي، هماغه وايي، او هر څه چې ترې وغواړي، هماغه کوي!

دوی خپلې بې‌عملۍ او چوپتیا ته توجیهات تراشي، او جعلي پولې مقدسې ګڼي؛ په داسې حال کې چې هېر کړي یې دي یا یې ځانونه ناخبره نیولي چې اسلامي خاورې یو واحد امت دی؛ که هغه د ځمکې تر ټولو لرې ګوټ کې وي یا تر ټولو نږدې.

د مومنانو سوله او جګړه هم یوه ده؛ مذهبي توپیرونه يې باید سره بېل نه کړي؛ تر هغې چې مسلمانان وي، یو واحد امت دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبیاء: ۹۲]

ژباړه: «بېشکه دا ستاسو امت، یو واحد امت دی، او زه ستاسو رب یم؛ نو یوازې زما عبادت وکړئ

نو څنګه دا منل کېدای شي چې د دښمن الوتکې د اسلامي خاورو د حکامو له فضا تېرې شي، بیا د مسلمانانو بله خاوره بمبار کړي، او دا حکام چوپ پاتې شي!؟

د دغو حاکمانو تر ټولو «ښه» هغه څوک دی چې د دښمن الوتکې په تګ راتګ کې ګوري، خو بیا هم چوپ پاتېږي او ځان بې‌طرفه یا د یهودو دښمن ته نږدې ښيي!

سره له دې چې دغه حکام د ټرمپ څرګندې خبرې بې کنایې او بې پردې پخپله اوري چې یهودي رژیم د امریکا په ملاتړ، د هغې په امر او وسلو جګړه کوي، بیا هم یو دومره جرات نه لري چې لږ تر لږه له امریکا سره خپلې اړیکې پرې کړي!

﴿أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ﴾ [نحل: ۵۹]

ژباړه: «دوی څومره ناوړه پرېکړه کوي

۵ - سره له دغو ټولو پېښو او خیانتونو؛ دا نالایقه او سپک حکام (رويبضات) به ډېر ژر ورک شي، او د الله په اراده به اسلامي دولت، یعنې راشده خلافت بېرته راستون شي، د نړۍ مخکښ دولت به شي، چې په ټوله نړۍ کې خیر او برکت خپروي.

د یهودو پر وړاندې جګړه او د هغوی د اشغال جرړې ایستل هم د الله په اذن حتمي دي؛ ځکه چې رښتینی او امانتدار رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ... بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي. (مسند احمد)

دغه راز، بخاري له عبدالله بن عمر رضی‌الله‌عنهما څخه روایت کړی چې وايي: وا مې ورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«تُقَاتِلُكُمُ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ..»

ژباړه: یهود به ستاسو پر وړاندې وجنګېږي او تاسو به پرې برلاسي شئ ...

دغه راز، مسلم هم له ابن عمر رضي الله عنه او هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت کړی:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ..»

ژباړه: هرو مرو به د یهودو پر وړاندې جنګېږئ؛ او هرو مرو به یې وژنئ...

هغه وخت به نړۍ د قوي، عزیز او حکیم رب په مرسته رڼا شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]

ژباړه: «بې شکه په دغو (آیتونو) کې د هغو کسانو لپاره عبرت دی چې زړه لري یا غوږ نیسي او په هوښیارۍ حاضر دي.»

او په پای کې، حزب‌التحریر ـ چې مخکښ قيادت دی او اهل یې د صداقت او حق خلک دي ـ تاسو ته بلنه درکوي چې نصرت ورکړئ او د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره همکاري ورسره وکړئ؛ هغه وخت به اسلام او مسلمانان عزتمن او کفر او پیروان به یې خوار شي. همدا ستره بریا ده! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «هغه ورځ به مومنان د الله په مرسته او نصرت خوشاله شي؛ الله چې هر چاته وغواړي نصرت ورکوي؛ او هغه نه ماتېدونکی مهربان ذات دی»

حزب‌التحریر

۱۴۴۶هـ.ق کال د ذی‌الحجې ۲۰مه

۲۰۱۶م کال د جون ۱۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې