دوشنبه, ۱۳ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
طاغوت ټرمپ او د هغه لاسپوڅي یهودي «رژیم» پر ایران وحشیانه بریدونه پيل کړل

(ژباړه)

امریکا او یهودي «رژیم» شنبه پر ایران پراخ او ګډ برید وکړ؛ داسې برید چې د پلازمېنې تهران او ګڼو نورو ښارونو ــ لکه قم، اصفهان، کرمانشاه او کرج ــ فضا یې د چاودنو په غږونو ولړزوله. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید د پیل اعلان وکړ او ویې ویل: «موږ همدا اوس په ایران کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي دي.» د یهودي رژیم ۱۲مې شبکې راپور ورکړ چې «"اسراییلو" د ایران لسګونه دولتي هدفونه په نښه کړل». (الجزیره، ۲۸/۲/۲۰۲۶) ټرمپ خپلو متکبرانه څرګندونو ته دوام ورکړ او ټینګار یې وکړ چې امریکا او پوځ یې په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن او پیاوړی دي، او هېڅکله به پرېنږدي چې ایران اټومي وسلې او توغندي ولري. د هغه روزل شوي لاسپوڅي، نتنیاهو، هم د ټرمپ خبرې تکرار کړې. بل‌ لور ته ایران اعلان وکړ: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې هېواد به یې د مشروع دفاع ذاتي حق څخه په استفادې، له خپلو پوځي وړتیاوو څخه د ځان د دفاع لپاره کار واخلي.» (الجزیره، ۲۸/۲/۲۰۲۶) ایران هم پر یهودي «رژیم» او د خلیج په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل.

په دې توګه، د یهودي «رژیم» او امریکایي الوتکو له ځمکې، سمندر او هوا څخه نن پر ایران بریدونه پيل کړل؛ دغو بریدونو پوځي اډې او دولتي مرکزونه په نښه کړل، او تر ټولو ډېر تمرکز یې په پلازمېنه، دولتي ودانیو، او «د ایران د مذهبي مشر» او ولسمشر پر دفترونو وو. د هغوی په لومړنیو څرګندونو کې راغلي چې دغه بریدونه به له څلورو تر لسو ورځو دوام وکړي، او ښايي د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو تر بشپړ له منځه تلو پورې روان وي. «یهودي سرچینو ویلي چې د بریدونو لومړی پړاو ښايي څلور ورځې دوام وکړي، او دا یې د ۲۰۲۵م کال د جولای میاشتې دوولس ورځنۍ جګړې دوام بللی دی. په همدې حال کې، یوې امریکایي سرچینې د CBS نیوز په حواله ویلي چې د امریکا اوسني پوځي بريدونه ښايي شاوخوا لس ورځې دوام وکړي.» (العربیه، ۲۸/۲/۲۰۲۶)

اې مسلمانانو!

پر ایران دغه وحشیانه برید په داسې وخت کې کېږي چې ایران د امریکا په مدار کې څرخي او په عراق، افغانستان او د سیمې په ګڼو نورو برخو کې یې د امریکا د جګړو لپاره خدمتونه کړي دي. امریکا هېڅکله له ایران سره د توغندیو او اټومي وسلو موضوع جدي نه وه راپورته کړې؛ بلکې برعکس، اوباما په ۲۰۱۵م کال کې د اروپایي هېوادونو په ګډون له ایران سره هوکړه وکړه چې له مخې یې ایران ته اجازه ورکړل شوه چې تر ۳.۶۷٪ یورانیم غني کړي. ایران په هماغو کلونو کې، د ترکیې په څېر، د امریکا په مدار کې پاتې شو. خو کله چې طاغوت ټرمپ واک ته ورسېد، غوښتل یې ایران خپل تابع او لاسپوڅی دولت وګرځوي؛ داسې دولت چې د ده خبره ومني، هغه څه ووایي چې دی یې غواړي، او هغه څه ترسره کړي چې دی یې امر کوي. هغه په پیل کې په مسقط کې د فریب او دوکې ډکې خبرې اترې پيل کړې چې شاوخوا پنځه پړاوونه یې دوام وکړ. وروسته بیا د ټرمپ او یهودو بریدونه وو چې د «۱۲ ورځنۍ جګړې» نوم ورکړل شو. ټرمپ اعلان وکړ چې د ایران درې اټومي تأسیسات یې په نښه کړي او د امریکایي برید د پر ځای لګېدو او بریا پخلی یې وکړ. هغه څرګنده کړه چې د فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونه هدف ګرځول شوي، او له ایران یې وغوښتل چې هوکړه وکړي او جګړه پای ته ورسوي. له بلې خوا، د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، هم تایید کړه چې امریکایي برید د ایران د اټومي ځواک کېدو هیلې له منځه وړې دي. (بي‌بي‌سي، ۲۲/۶/۲۰۲۵)

هغو بریدونو دا موخه ترلاسه نه کړه چې ایران له یوه داسې دولت څخه چې یوازې د امریکا په مدار کې دی، په یوه بشپړ لاسپوڅي او اجیر دولت بدل کړي. بلکې برعکس، داسې ښکاري چې که څه هم لږ وو، خو داسې غږونه پورته شول چې ان له همدغه مدار څخه یې هم د وتلو غوښتنه کوله. نو امریکا یو ځل بیا د مذاکراتو لوبې ته راوګرځېده او پر هماغو موضوعاتو یې تمرکز وکړ؛ یعنې له توغندیزو او اټومي وسلو د ایران بې‌وسلې کول. او لکه څنګه چې په لومړي پړاو کې له پنځو دورو خبرو وروسته برید وشو، همداسې دا ځل هم له دریو دورو وروسته برید ترسره شو!

اې مسلمانانو!

د اسلامي خاورو حکام د دغه ستر خطر په درک کې پاتې راغلي چې له کفارو سره دوستي او ایتلاف څومره ناوړه پایلې لري؛ او دا چې دا دوستي په دنیا کې د ذلت او په آخرت کې د دردناک عذاب سبب کېږي.

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً

ژباړه: «هغه کسان چې د مؤمنانو پر ځای کافران خپل اولیاء او دوستان نیسي؛ ایا له هغوی سره عزت لټوي؟ بې‌شکه چې ټول عزت یوازې د الله لپاره دی.» [النساء: ۱۳۹]

دوی نه درک کوي چې کفار تر هر څه مخکې یوازې خپلو ګټو ته ګوري، او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې شپه او ورځ کینه او دښمني ده. که هغوی له هغو دولتونو چې په مدار کې یې څرخي یا یې لاسپوڅي او غلامان دي، د رضایت څرګندونه کوي؛ نو هدف یې خیرغوښتنه نه ده، بلکې شر پټوي او شر اعلانوي. که دغو حکامو ــ که یې یوازې په مدار کې وي او که پوره اجیر او غلام- درک کړې وای چې کله د امریکا ګټه د دوی په لېرې کولو کې وي، نو هیڅ ارزښت نه ورته لري؛ له تاریخه به یې درس او عبرت اخیستی وای. امریکا څومره لاسپوڅي –د هغوی د خدمت او غلامۍ دورې له پوره کېدو وروسته او کله چې نوره اړتیا ورته نه وه- غورځولي او شړلي دي؟ که په دغو حکامو کې لږ شعور او درک هم وای، نو کفار به یې له ځانه لرې کړي وای؛ خو دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، او بېرته نه راګرځي. دوی له کفري استعمارګرو سره خپلې دوستۍ تر هغه ځایه رسولې دي چې کله پر کومه اسلامي خاوره برید وشي، نور یې مرستې ته نه وردانګي. د دوی تر ټولو «ښه» کار دا وي چې وژل شوي او ټپیان وشمېري! لکه پر ایران په روان برید کې یې چې وینو.

اې مسلمانانو!

ستاسو عزت او وقار د راشده خلافت په بیا راتګ کې دی. حزب‌التحریر، هغه مخکښ چې خپل امت ته دروغ نه وایي، په اخلاص او جديت یې ځان وقف کړی چې د الله سبحانه وتعالی په اذن، د راشده خلافت د تاسیس له لارې اسلامي ژوند بیا پیل کړو. همدا هغه مخکښ حزب دی چې خپل امت ته دوکه نه ورکوي؛ خیر یې څرګند او روښانه دی، او څوک یې چې خیر نه شي زغملی، ترې لرې کېږي. زموږ درک همدا دی، او باور لرو چې ټول هغه کسان چې له دغه حزب سره کار کوي، جدي، هڅاند او مخلص کسان دي؛ داسې کسان چې د الله سبحانه وتعالی په اذن، انګېزه یې تر دنیا هم ډېر، آخرت دی. دوی شپه او ورځ هلې ځلې کوي، د الله سبحانه وتعالی د رحمت هیله لري، څو د الله وعده او د هغه د رسول ﷺ زیری د دوی په لاس پوره شي. او دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره هېڅ ستونزمن نه دی.

همدا هغه لاره ده چې امت به وژغوري، عزت به یې بېرته را وګرځوي، ځواک به یې پیاوړی کړي، او دښمنان به یې اړ کړي چې تر برید وړاندې زر ځله فکر وکړي. دا کار یوازې د خلافت په بیا راتګ سره شونی دی؛ هغه خلافت چې ځمکه به یې په خیر او عدالت روښانه شي. لکه څنګه چې خلافت د قیصر او کسری او د هغوی د قومونو تکبر مات کړ، همداسې به د هغوی د لارویانو - لکه طاغوت ټرمپ او د هغه په څېر نورو کفري استعمارګرو- تکبر هم مات کړي.

خو یهودي «رژیم»؛ هغه تر دې ډېر کوچنی او سپک دی چې وزن ورکړل شي؛ داسې دی لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمایي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ

ژباړه: «هغوی به تاسو ته له لږ اذیت پرته نور هېڅ زیان ونه رسوي؛ او که له تاسې سره وجنګېږي، شا به درته واړوي، او بیا به هېڅ مرسته ونه مومي.» [آل‌عمران: ۱۱۱]

هغه دومره توان نه لري چې په خپله پر پښو ودرېږي؛ که د نورو پر مټ نه وي، د جګړې وړتیا نه لري. لکه څنګه چې القوي العزیز رب فرمایي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ

ژباړه: «هغوی چې هر چېرې لاړ شي (او هر ځای وموندل شي) د ذلت ټاپه به پرې ووهل شي؛ مګر دا چې د الله په رسۍ او یا د خلکو به رسۍ منګولې ولګوي [آل‌عمران: ۱۱۲]

دوی د الله سبحانه وتعالی رسۍ پرې کړې ده، او یوازې د خلکو رسۍ ورپاتې ده؛ یعنې امریکا، اروپا او د هغوی اجیران؛ هغه خاین حکام چې پر اسلامي خاورو کې حاکم دي او د یهودو د وحشیانه تېري پر وړاندې هېڅ حرکت نه کوي. اصلي ستونزه د اسلامي خاورو په همدې موجوده دولتونو کې ده؛ ځکه حکام یې له کفري استعمارګرو، د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره د دوستۍ تړاو لري. نو د مسلمانانو مصیبت او بدمرغي په همدې حکامو او له کفري استعمارګرو سره د دغو حکامو په تړاو کې دی. دغه حکام، چې باید یوازې الله سبحانه وتعالی خپل ولي ونیسي، د هغه احکام پلي کړي، د هغه په لار کې جهاد وکړي، او د هغه د رسول ﷺ له سیرت څخه پیروي وکړي؛ د کفري استعمارګرو امرونه مني او له هغه څه ډډه کوي چې دغه باداران یې ترې منع کوي. که دغه حکام یوازې الله سبحانه وتعالی خپل ولي ونیسي، نو اسلام او مسلمانان به عزتمند شي، او کفر او کفار به ذلیل او سپک شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

ژباړه: «او په هغه ورځ به مؤمنان د الله په نصرت خوشحاله شي؛ الله (سبحانه و تعالی) هغه چا ته نصرت ورکوي چې خوښه یې وي، او هماغه برلاسی او ډېر مهربان ذات دی.» [الروم: ۴-۵]

حزب التحریر

۱۴۴۷هـ.ق؛ د رمضان ۱۱مه

۲۰۲۶م؛ د فبروري ۲۸مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې