دوشنبه, ۱۰ رمضان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۳/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا «د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»

د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا
«د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»

 

 

د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا
«د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»

(ژباړه)

 

 

الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی أشرف المرسلین، سیدنا محمد، وعلی آله وصحبه ومن تبعهم بإحسان.

درنو حضارو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

په هغې وینا کې چې جنرال عبدالفتاح البرهان د تش په نوم ملي او ټولنیزو سیاسي ځواکونو د مشورو د پای ته رسېدو پر مهال وکړه، چې د سوډاني ډیالوګ او د سولې د ټینګښت لپاره یې نقشه جوړه کړې وه، د راتلونکې دورې د حکومت بڼه یې توضیح کړه. هغه خپله وینا له في البديهه خبرو څخه پیل کړه او ویې ویل: «د نعمت باید شکر وشي. موږ د الله تعالی شکر کوو چې د پخوانیو کلونو په پرتله په ښه حالت کې یو».

ایا د الله سبحانه وتعالی شکر ایستل د هغه سبحانه وتعالی له شریعت سره سم عمل دی، که د کفر استعماري غرب د قوانینو سره سم؟ هماغه غرب چې موږ یې دې کندې ته غورځولي یو؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

« اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْراً وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ» [سبا: ۱۳]

ژباړه: «د داوود كورنۍ! (د دې ټولو نعمتونو) شكر پر ځاى كړئ او له بندګانو مې ډېر لږ شکر کوونکي دي.»

البرهان په خپله وینا کې دا هم وویل: «موږ د رب د رضا لپاره هڅه کوو چې رانه راضي شي.»
له شک پرته چې د الله سبحانه وتعالی رضا د هر مسلمان هدف دی، خو دا رضا یوازې هغه وخت ترلاسه کېدلای شي، چې مسلمان حاکم د اسلام نظام او قوانین نافذ کړي، نه د کفري غرب نظامونه لکه سیکولریزم، ډیموکراسي او نور. هغوی چې د حل لارو لپاره له بشري افکارو، ورکشاپونو او کنفرانسونو څخه مرسته غواړي، باید د واک پر څوکۍ نه وي، ځکه چې هغوی د دې وړ نه دي!

سره له دې چې البرهان دغه جګړه د سوډان په تاریخ کې یوه مهمه نقطه بولي او وایي چې د سوډان خلک باید عبرت ترې واخلي او خپل مسیر اصلاح کړي، هغه زیاتوي: «که موږ له دې جګړې څخه عبرت وانه‌خلو او داسې دولت رامنځ ته نه‌کړو چې د پخواني دولت خلاف وي، نو موږ به ترې هیڅ ګټه نه وي اخیستې، یوازې مو خپل ځوانان، زموږ ظرفیتونه او د دولت بنسټونه بې‌ځایه ویجاړ او له منځه وړي دي.» خو هغه پخوانی نظام چې باید ځان لرې ترې وساتو، کوم نظام دی؟ له شک پرته چې دا هماغه سیکولریزم، ډیموکراسي، جمهوري نظام، د خلکو واکمني او د ژوند منفي نظامونه دي. ایا موږ واقعاً د دې د بدلولو جدي هوډ لرو؟!

البرهان په خپله وینا کې د یوه نوي حکومت جوړولو نیت څرګند کړ، چې د انتقالي دورې اداره به پر مخ وړي. دغه حکومت چې د "سرپرست حکومت" نوم ورته ورکول کېدای شي، له ملي خپلواکو مسلکي کسانو به جوړ وي. البرهان دا هم وویل چې د صدراعظم ټاکنه به د اساسي قانون له تصویب وروسته ترسره کېږي او هغه به د دولت د اجرایوي مدیریت مسول وي، پرته له دې چې څوک یې په چارو کې مداخله وکړي. البرهان زیاته کړه چې د اساسي قانون تعدیلات دغه سند د پخوانیو شریکانو له سند څخه، چې اوس یې یو له بل سره دښمني پیدا کړې، بېلوي. همداراز، که د ملي کانګرس ګوند واک ته رسېدل غواړي، نو باید له سیاسي ځواکونو سره سیالي وکړي. هغه نقشه چې البرهان تایید کړې او سیاسي ځواکونو ورته وړاندې کړې، تر جګړې وروسته دوه پړاوونه لري: د بنسټ ایښودنې پړاو - چې یو کال دوام کوي، ترڅو نظامي چارې بشپړې شي او ثبات او سوله راشي. بل انتقالي پړاو - چې څلور کاله دوام کوي، ترڅو ټاکنو ته چمتووالی ونیول شي. په دې موده کې به البرهان واکمن وي. دغه نقشه وړاندیز کوي چې د واکمنۍ شورا وساتل شي، البرهان به یو ملکي صدراعظم وټاکي چې د خپلواکو متخصصینو حکومت به تشکیل کړي او مدني ځواکونه به پکې ګډون نه لري. سربېره پر دې، یوه تقنیني شورا به هم رامنځ ته کېږي، چې ۲۵۰ غړي به ولري او د سیاسي او ټولنیزو ځواکونو، ښځو او اتحادیو استازي به پکې شامل وي. البرهان په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د سیاسي ځواکونو سپارښتنې به د پاملرنې وړ وګرځي او د پلي کېدو چانس به ولري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ» [صف: ۲-۳]

ژباړه: «اې مومنانو! ولې هغه څه وایاست چې نه یې ترسره کوئ؟ دا الله ته ډېر بد او د کرکې وړ عمل دی چې تاسو هغه څه وایاست چې نه یې ترسره کوئ

الله سبحانه وتعالی همداراز فرمایي:

« وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَكِن كَرِهَ اللهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ » [توبه: ۴۶]

ژباړه: «که هغوی واقعاً د وتلو اراده درلودای، نو د دې لپاره به یې تیاری نیولی وای، خو الله تعالی د هغوی راوتل نه خوښول، نو هغوی یې شاته پرېښودل او هغوی ته وویل شول: له پاتې کېدونکو سره کښېنئ 

د البرهان له وینا څخه ښکاري چې هغه د پخواني رژیم هماغه جوړښتونه بیا راژوندي کوي، چې د اساسي قانون سند، د واکمنۍ شورا، د وزیرانو شورا او د مقننه شورا لا هم د هغه کافر استعماري نظام له چوکاټ څخه نه دي وتلي، چې دین یې له ژوند څخه جلا باله او د همدې بنسټ پر اساس یې خپل سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او نور نظامونه جوړ کړل. همدا عقیده وه چې د هغوی ډیموکراتیک حکومتونه ورباندې ولاړ وو او بیا یې دا نظامونه په ۱۸۹۹ میلادي کال کې، د برېتانوي ځواکونو د جنرال کیچنر په مشرۍ، سوډان ته صادر کړل. له هماغه وخته تر ننه پورې، د سوډان د حکومت نظام هم په اساساتو او هم فروعاتو کې د اسلام خلاف و. هغه څه ته چې ملي حکومتونه ویل کېدل، یو پر بل پسې واک ته ورسېدل؛ ځینې ملکي وو، ځینې نظامي، خو هغوی هېڅکله د کافر استعماري نظام له چوکاټ څخه نه دي وتلي. نو الله سبحانه وتعالی موږ د دې جګړې په وسیله وازمويلو، ترڅو بېرته د اسلام حاکمیت ته راوګرځو؛ دا راګرځېدل باید یوازې په عبادتونو کې نه وي، بلکې په سیاست، حکومت او ټول ژوند کې وي، تر څو د اسلام له احکامو سره سم ژوند وکړو تر څو الله سبحانه وتعالی راضي شي.

خو زموږ حکام، که نظامي دي او که ملکي، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرمانۍ ته دوام ورکوي. له دې مخکې چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه دغه ابتلا او ازموینه لرې کړي، همدا حکام د غرب د کافر استعماري نظامونو د پلي کولو خبرې کوي، هماغه نظامونه چې موږ یې ذلیل کړي، رسوا کړي او پر موږ یې د شرم او سپکاوي خوند څکلی!

موږ باید د الله سبحانه وتعالی لارې ته بېرته وګرځو، د هغه احکام تطبیق کړو، ترڅو د نړۍ پالونکی الله سبحانه وتعالی راضي شي او موږ ته عزت راکړي.

د البرهان د دې خبرې په ځواب کې چې «موږ دوې ستونزې لرو؛ قدرت او شتمني، همدا د سوډان د ټولو ستونزو لامل دي... دغه هېواد څنګه اداره کړو او د هغه شتمني څنګه ووېشو؟» موږ البرهان او د هغه سیاسي ملاتړو ته چې د غربي پانګوالۍ نظریې اسیران دي، وایو: په اسلام کې د حکومت سیسټم او نظام د خلافت نظام دی، هغه راشده خلافت چې د نبوت پر منهج وي؛ لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ تَكْثُرُ...» [صحیح مسلم]
ژباړه: «بني اسرائیل به د پیغمبرانو له خوا اداره کېدل، کله چې به یو پیغمبر وفات شو، بل به د هغه ځای ناستی شو. خو زما وروسته بل پیغمبر نشته، بلکې خلفاء به وي، او ډېر به وي...»

د خلافت نظام یو ځانګړی او ممتاز نظام دی، چې له ټولو نورو حکومتي نظامونو سره توپیر لري؛ هغه که د اساس له اړخه وي، که د افکارو، مفاهیمو او هغو معیارونو له پلوه چې حکومت پرې چلیږي او که د قوانینو او اساسي اصولو له مخې چې نظام ورباندې عملي کېږي.

اسلامي دولت د اسلامي عقیدې پر بنسټ ولاړ وي او دا ایجابوي چې اساسي قانون او ټول قوانین یې باید له قران او سنت څخه اخیستل شوي وي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

« فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ » [نسأ: ۶۵]

ژباړه: «نه! ستا پر رب قسم، دوی به هېڅکله مؤمنان نه شي، ترڅو چې خپلمنځي شخړې  دحل په موخه تا ته وړاندې نه کړي.)

همداراز، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

« وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللهُ » [مائده: ۴۹]

ژباړه: « او ته د دوی ترمنځ د الله تعالی د نازل کړي قانون سره سمه فیصله وکړه

په اسلامي دولت کې خلکو ته اجازه نشته چې د خپلو اړیکو د تنظیم لپاره قوانین جوړ کړي او نه د اساسي قانون یا قوانینو د وضع کولو صلاحیت لري. واکمن ته دا حق نه‌ورکول کېږي چې خلکو ته د بشر د جوړو کړو قوانینو منلو امر وکړي، یا د هغوی پر خوښه پرېکړې وکړي. بلکې ټول خلک د اسلام د هغو قوانینو پر تطبیق مکلف دي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي او پرته له هغه بل قانون د منلو وړ نه‌ دی.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

« وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ » [احزاب: ۳۶]

ژباړه: «هیڅ مؤمن سړي او مؤمنې ښځې ته دا روا نه ده، چې کله الله تعالی او د هغه رسول یو حکم صادر کړي، نو دوی ته د خپلې پرېکړې کولو اختیار پاتې شي.»

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د اسلامي دولت بنسټ کېښود، چې دا دولت خپل اساس، اصول، ارکان، نظامونه، پوځ، داخلي او خارجي اړیکې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه دولت مشر و، د هغه صلی الله علیه وسلم مرستیالان، والیان، قاضیان، پوځ، د چارو مدیران او یوه مشورتي شورا موجوده وه، چې هغه صلی الله علیه وسلم به پکې مشورې کولې. د دولت دا بڼه د شریعت په نصوصو کې ذکر شوې ده، نو ځکه صحابه کرامو رضوان الله علیهم، دا ډول دولت پېژندلی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې یې پیروي وکړه.

الله سبحانه وتعالی تعالی فرمایي:

« لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ » [احزاب: ۲۱]

ژباړه: « بېشکه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شخصیت کې غوره بېلګه ده

همداراز الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا» [حشر: ۷]

ژباړه: «هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته درکړي، واخلئ او له هغه څه چې مو منع کوي، ځان وساتئ.»

دا روښانه ده چې د دولت بڼه، بنسټونه او قواعد په اسلام کې له هغو نظامونو څخه چې په نړۍ کې دي، بشپړ توپیر لري. په اسلام کې واک د ملوکیت (سلطنتي) نظام په څېر نه دی، چې زوی له پلار څخه حکومت میراثي واخلي، بلکې واک خلیفه د امت له بیعت څخه ترلاسه کوي. دا ځکه چې د اسلامي نظام له قواعدو څخه یو دا دی چې حاکمیت د امت دی، یعنې امت د خپل حاکم د ټاکلو حق لري. په اسلام کې د حکومت نظام جمهوري هم نه دی، چې پر ډيموکراسۍ ولاړ وي، چې حاکمیت د خلکو وي او هغوی قوانین جوړ کړي، بیا یو حاکم د قانون د تطبیق لپاره ګومارل کېږي. برعکس، په اسلامي حکومت کې حاکمیت یوازې د شریعت دی. نه امت او نه هم خلیفه د قانون جوړولو حق لري؛ قانون جوړوونکی یوازې الله سبحانه وتعالی دی. خلیفه یوازې دا حق لري، چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه احکام تبني کړي او پلي یې کړي. هغه د امت یو کارکوونکی نه، بلکې د امت استازی دی، چې د الله سبحانه وتعالی شریعت نافذ کړي. نو واک د امت دی او امت هغه کس انتخابوي، چې د حاکمیت شرایط پوره کړي او د واکمنۍ او حکومت استازیتوب وړ وي. په اسلامي نظام کې حاکم ته ځانګړي امتیازات، ځانګړي حقوق یا معافیتونه نشته، خو په بشري نظامونو کې واکمنانو ته دا مسایل شته. له همدې امله، «اسلامي جمهوریت» هیڅ نشته. دا یوه غولونه، دوکه او د دین ناسم تفسیر او استثمار دی. د اسلامي احکامو جزیات، که د حاکمیت په برخه کې عملي شي، نو په سوډان کې د حکومت کړکېچ ته د حل لاره برابرولی شي.

د شتمنۍ د مسلې او د خلکو ترمنځ د هغې د وېش په اړه، له اسلامي نظام پرته هیڅ داسې نظام نشته چې دغه ستونزه په حکمت او تجربې حل کړي. موږ د دې ټولو تفصیل لرو. د فقهي احکامو له مخې، په اسلام کې ملکیت درې ډوله دی: فردي ملکیت، دولتي ملکیت، عامه ملکیت. درېیم ډول ملکیت (عامه ملکیت) یوازې کافي دی چې د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي؛ که چېرې د کفري استعماري شرکتونو غاښونه چې له براعظمونو را تېرېږي او زموږ شتمنۍ لوټوي، مات شي. څنګه خلک د خپلو ستونزو حل له اسلام پرته په نورو نظامونو کې لټوي؟ په داسې حال کې چې اسلامي دولت د خلکو د چارو ساتونکی سمبالوونکی دی، لکه څنګه چې پلار د خپلو بچیانو سرپرستي کوي. د اسلامي دولت دنده دا ده چې د دولت د هر وګړي اساسي اړتیاوې، لکه خواړه، لباس او استوګنه، پوره کړي. دولت یوه ستره اداره ده، چې د خلکو اړتیاوې د تعلیم، درملنې او امنیت له اړخه څاري. کله چې دولت د خلکو د چارو سرپرستي کوي، د اسلام د یووالي نظام دا تضمینوي چې خلیفه به د هغو سیمو له سرچینو څخه د بې وزلو سیمو د خلکو ښه پالنه کوي چې شتمني پکې زیاته ده. دا کار د دې لامل کېږي چې د دولت ټول خلک مناسب او عزتمند ژوند وکړي. کله چې د اسلام اقتصادي نظام په بشپړ ډول د خلافت تر چتر لاندې تطبیق شي، نو دا به خلیفه ته د شتمنو خلکو زړه راواړوي، ترڅو دوی خپلې پانګونې په ریښتینې اقتصاد کې وکړي، چې تولیدات او خدمات وړاندې کوي.

په پای کې؛ حزب التحریر د اسلامي خلافت دولت لپاره د اساسي قانون مسوده چمتو کړې، چې ۱۹۱ مادې لري. دا مادې د الله سبحانه وتعالی له کتاب، د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، د صحابه کرامو له اجماع او د صحیح اجتهاد له لارې له قیاس څخه اخیستل شوې دي. سربېره پر دې، حزب التحریر د دغه اساسي قانون د دلایلو او د استدلال طریقې تشریح په دوو جلا کتابونو کې کړې ده. موږ، حزب التحریر - ولایه سوډان، د اساسي قانون دا مسوده ټولو سیاسي، نظامي او مدني قدرتونو ته وړاندې کوو، موږ هر مسلمان ته بلنه ورکوو، چې په اسلام حکم وکړي، دا مسوده وڅېړي او عملي یې کړي چې الله سبحانه وتعالی رانه راضي شي او زموږ د ژوند ستونزې راکمې کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى» [طه: ۱۲۴]

ژباړه: «او څوک چې زما له ذکر (یاد) څخه مخ واړوي، نو بېشکه د هغه لپاره به تنګ ژوند وي او موږ به هغه د قیامت په ورځ ړوند راپاڅوو

و علیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)
د حزب التحریر - ولایه سوډان ویاند

ژباړن: اسرار تکل

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شعبان ۱۶مه

۲۰۲۵م کال، د فبرورۍ ۱۵مه

د صدور ګڼه: ۵۰/ ۱۴۴۶

 

Last modified onجمعه, 07 مارچ 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې