دوشنبه, ۲۳ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مرګ او لېونتوب سیوری: د یهودي رژیم په سرتېرو کې د ځانوژنې او رواني ستونزو ناورین!

خبر:

پر غزې تړانګې د اسراییلو له برید څخه د ۴۱۴ ورځو په تېرېدو او لبنان ته د شخړو په پراخېدو سره، له یهودي رژیم څخه خپرو شوو راپورونو ښودلې چې اشغالګر ځواکونه له زیاتو انساني تلفاتو سره مخ شوي دي. د جګړې له پیل څخه ۸۰۴ نظامیان، چې سرتېري او افسران پکې شامل وو، وژل شوي دي. دا شمېرې یوازې تر وژل شوو پورې نه محدودېږي، بلکې د اشغالګرو ډېری ځواکونه له جدي رواني ستونزو سره مخ دي او ځینو یې ان ځانوژنې ته لېوالتیا ښودلې ده. د راپورونو له مخې د هغو معلولو کسانو شمېر چې د درملنې په حال کې دي، ۷۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی. همدارنګه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷مه د جګړې له پیل څخه تراوسه تر ۸۶۶۳ کسانو ډېر ټپیان ثبت شوي دي، چې ۳۵ سلنه یې د رواني اختلالاتو تر درملنې لاندې دي. کارپوهان وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه شاوخوا ۴۰ سلنه هغه کسان چې روغتونونو ته لېږدول کېږي، له رواني ستونزو لکه؛ اندېښنې او ژور خپګان سره به مخ وي. پر دې سربېره تر ۱۰ زرو ډېرو ذخیره سرتېرو د رواني روغتیا د خدماتو غوښتنه کړې ده. همدارنګه راپورونه خبر ورکوي، چې په وروستیو میاشتو کې لږترلږه ۶ سرتېرو ځانوژنه کړې ده. د دغو سرتېرو ۹۸ سلنه کورنیو اعلان کړی، چې د کورنۍ غړي یې د نظامي خدمت په سبب له رواني او ذهني ستونزو سره مخ شوي دي. دا وضعیت څرګندوي چې د یهودي رژیم نظامي ځواکونه د رواني روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو او ناورینونو سره مخ دي.

تبصره:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللهُ عَلِيماً حَكِيماً﴾ [نساء: ۱۰۴]

ژباړه: «د دښمن په څارلو او پلټلو کې سستي مه کوئ. که چېرې تاسو (له دښمن سره د مخ کېدو پرمهال) له درد او رنځ سره مخ کېږئ، هغوی هم ستاسو په شان درد او رنځ لري؛ خو تاسو له الله (سبحانه وتعالی) څخه هیله لرئ، چې هغوی یې نه لري او الله پوه او حکیم دی»

که څه هم د یهودو رژیم له ټولو غړو، احزابو او ځواکونو سره «د یهودو کیان» ادعا کوي، یعنې دا چې نه ماتېدونکی قدرت دی او د هر مخالف د له منځه وړلو توان لري؛ دغه رژیم هڅه کوي چې خپل هغه درانه زیانونه پټ کړي، چې په خپله وحشیانه جګړه کې د غزې د بې‌دفاع ملکیانو لخوا ورته اوښتي دي او ځان د یوه مغرور زمري په څېر وښيي. خو په ورته وخت کې ټکان ورکوونکې او اندېښمنوونکې شمېرې خپروي، چې په هغو کې د خپلو قربانیو رول ادا کوي، په دې هیله چې په غزه کې خپل جنایتونه توجیه کړي او د نړۍ عمومي نظر منحرف کړي او ملاتړ یې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغوی په خپله اصلي مجرمین دي.

اعلان شوي زیانونه دا څرګندوي چې یهودي رژیم نه یوازې دا چې د جګړې توان نه لري، بلکې د فشارونو پر وړاندې هم نشي درېدلی، که دوی هرڅومره د دې خلاف ادعاوې وړاندې کوي. دغه رژیم په هغو مرګ‌ژوبلو او عاموژنو کې چې د امریکا او نورو غربي هېوادونو په ملاتړ یې د بې‌ګناه خلکو – ښځو، ماشومانو او بوډاګانو – پر وړاندې ترسره کوي، په بشپړه توګه په خپل میل او خوښه عمل کوي. که چېرې یوه ورځ رښتینی جګړه وشي او د مسلمانانو له یوه پوځ سره مخ شي، هغه مهال به څه ډول مقاومت کوي؟

هغه څه چې دغه حقیقت نور هم تریخ کوي، دا دي چې ټول دغه جنایتونه د مسلمانو پوځونو د سترګو پر وړاندې رامنځته کېږي. په دې توګه مسلمان پوځونه په غیرمنطقي او نامناسبو پلمو سره له خپل هغه مسولیت څخه ځان ګوښه کوي، چې د یهودو د دغه کمزوري او بې‌زړه پوځ پر وړاندې سخت کار نه دی!

دغه زیانونه په رسنیو کې د مبالغې په توګه لوی ښودل کېږي، ترڅو داسې تعبیر شي؛ هغه زیانونه چې یهودو ته رسېږي، په همغه اندازه د دوی لخوا مسلمانانو ته هم اوړي. له دغو تبلیغاتو څخه موخه دا ده، چې د هغو پېښو په اړه د عامه افکارو غبرګون کنټرول کړي، چې د فلسطین په مبارکه خاوره کې مسلمانان ورسره مخ دي، په مسلمانو پوځونو کې د مخلصو ځواکونو د قهر مخنیوی وکړي او د یهودي رژیم د جنایتونو دوام توجیه کړي.   

پر همدغه اساس تل باید د امت او مسلمانو پوځونو په ذهن کې شرعي لیدلوری ژوندی وي؛ دا چې د الله سبحانه وتعالی په نزد د یوه مسلمان د وینې تویول د کعبې تر نړولو هم ډېر اهمیت لري او د نړۍ د هېڅ کفارو وینه د یوه مسلمان له وینې سره د پرتلې وړ نه ده، د هغو کسانو (یهودو) وینه خو لا پرېږده چې له الهي غضب سره مخ دي! په همدې توګه پر مسلمانه ټولنه او مسلمانو پوځونو واجب دي، چې د هغو شهیدانو روح تازه کړي چې شمېر یې تر پنځوسو زرو اوښتی دی او د هغوی د وینو د انتقام لپاره په جدي توګه هڅه وکړي. همدارنګه د یوې لویې جګړې لپاره چمتو شي، هغه جګړه چې اسلامي امت پکې له یهودو سره مخ کېږي او هغوی له منځه وړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ» (متفق علیه)

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي چې څو مسلمانان او یهودان نه وي جنګېدلي؛ داسې چې که چېرې یهود له مسلمانانو څخه وتښتي او د ډبرې تر شا پټ شي، الله (سبحانه وتعالی) به هغه ډبره په خبرو راولي او مسلمانانو ته به وایي، چې د هغې تر شا یو یهودی دی، ترڅو راشي او هغه ووژني.

لیکوال: بلال مهاجر_ ولایه پاکستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اې ترکي الفیصله! ایا د غزې یتیمان د انتقام په لټه کې دي؟

 

خبر:

د سعودي د استخباراتو پخواني رییس، ترکي فیصل په یوه مرکه کې چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۵مه یې په انګلیسي ژبه وکړه، وویل: «په راتلونکي کې ښايي د غزې د یتیمانو موخه دا وي چې د السنوار پشان کسانو باندې بدل شي او امریکایانو، د سعودي خلکو او په نړۍ کې پر نورو قربانیانو برید وکړي. تاسو د السنوار او نورو مجرمانو په وژلو د تاوتریخوالي دا څرخ نه ختموئ، ځکه چې نور کسان یې ځای نیسي.»

تبصره:

ترکي فیصل په دغې مرکه کې د قران کریم دغه ایت ته اشاره وکړه:

﴿مَن قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً﴾ [مائده ۳۲]

ژباړه: «كه چا يو انسان بې له قصاص يا پر ځمكه له فساد خپرولو پرته وواژه؛ نو لكه چې ټول خلك يې وژلي وي

هغه ټینګار وکړ چې یهودي رژيم باید دا ایت په پام کې ونیسي؛ ځکه چې دا رژیم د نړۍ په کچه په رسمیت پېژندل شوی دولت دی. ده وویل چې «ترهګرې ډلې» د هغو کسانو شمېر ته نه ګوري چې وژني یې، بلکې یوازې پر خپلو موخو تمرکز کوي.

ترکي فیصل چې حق او باطل نه پېژني؛ حق، باطل او باطل، حق ګڼي؛ له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو غوښتونکی دی او مجاهدینو ته ترهګر وايي. هغه په ډاګه وايي چې د کافرانو په صف کې دی. دا ذلیل او حقیر انسان وېرېږي چې هسې نه یهودي او امریکايي وروڼو ته یې زیان ورسېږي؛ ځکه خو دا ورته سخته ده چې د غزې یتیمان د خپلو عزیزانو د وینې غچ واخلي او په داسې مجاهدینو بدل شي چې ځمکه ازادوي، د مسلمانانو د عفت او حیثیت دفاع کوي او د مسلمانانو وینه ساتي. پر تاسو دې لعنت وي اې د آل سعود حکامو!

د مسلمانو سیاسیونو او حکامو څرګندونې او دریځونه ښيي چې له دغو مصیبتونو او بدبختیو چې پر اسلامي امت یې سیوری غوړلی، بنسټیز بدلون ته اړتیا ده. دا بدلون باید د دغو مستبدانو د تختونو له راپرځولو پیل شي؛ دغو کسانو له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او هغو امانتونو سره خیانت کړی چې ورته سپارل شوي. دوی د مسلمانانو پر ځای کفار خپل وليان او ملګري نیسي، د اشغالګرو پولې ساتي او جنایتونو ته یې مشروعیت بښي. د دوی عملونه په دنیا او اخرت کې بابیځه دي او باید پوه شي چې هیڅ کوم سرپرست او ملګری نه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا * ذَلِكَ بِأَنَّ اللهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ﴾ [محمد ۱۰، ۱۱]

ژباړه «نو ايا دوى په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري؛ تر دوى د وړاندې خلکو پاى څنګه وه، الله دوى وځپل او كافرانو ته همدغسې سزاګانې دي. دا ځكه چې الله د مؤمنانو پالندوى (او کار سازى) دى؛ خو د كافرانو پالندوى (او مرستندوى) نشته

لیکوال: درة البکوش

د مطلب ادامه...

په سوریه کې د ظالم رژیم راپرځېدو مظلوم خلک خوشاله کړل

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

موږ په عام ډول ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړې توګه د شام او لبنان خلکو ته د شام د ظالم، د بعث ګوند، د الاسد کورنۍ، د هغوی د لاسپوڅو، جاسوسانو او پلويانو د زوال مبارکي وایو. دغو ظالمانو په لبنان او سوریه کې مسلمانان ووژل، شکنجه یې کړل، زندانونو ته یې واچول او بې ځایه کېدو ته یې اړل کړل.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه، بشار له انقلابيونو څخه وتښتېد او ظالمانه واکمني یې پای ته ورسېده. اوس د مجرمانو د سزا ورکولو وخت دی. مسلمانان د سترې خوښۍ حق لري، او زموږ خوښي هغه وخت بشپړېږي چې د الله جل جلاله قانون پلی شي او اسلامي هېوادونه سره یو موټی شي.

اې په لبنان کې زموږ خلکو: تاسو د شام او د مسلمانانو د ځمکو یوه برخه یاست، او د شام ظالمو لاسپوڅو تل تاسو داسې سپک کړي یئ لکه څنګه يې چې د فلسطین بې ځایه شوي خلک سپک کړي دي. اوس د دې وخت دی چې د سپکاوي دوړه ټک وهئ او د خپلو هغو دښمنانو - له یهودي ادارې نیولې بیا د حکامو په منځ کې د هغوی تر ساتونکو او د دوی تر غربي بادارانو پورې- پر وړاندې سره یو موټی شئ چې ستاسو شاوخوا یې کمین نیولی دی.

موږ، حزب التحریر - ولایت لبنان، له تاسو غواړو چې له موږ سره د الله سبحانه وتعالی د وعدې پوره کولو لپاره کار وکړئ، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت په تاسیس کولو سره اسلامي ژوند بیا پیل کړو؛ هغه خلافت چې د الهي احکامو له مخې به حکومت کوي او ټولې نړۍ ته به یې رسوي. په هغه ورځ به مومنان د الله په فتح خوښ شي، او د امت د هویت بیا رغونه به د مسلمانانو او نورو لپاره یو راحت وي. لکه څنګه چې هر چا سلګونه کلونه د خلافت تر سیوري لاندې د امنیت، خوندیتوب، شتمنیو ساتنې، تعلیم، طبي درملنې او پاملرنې په ګډون خپل حقونه ترلاسه کړي دي، تاسو به هم په خپل دولت، یعنې د نبوت پر منهج راشده خلافت کې له دغو حقونو برخمن شئ.

د لبنان چارواکي باید بې له ځنډه اقدام وکړي او له رومیه زندان او د لبنان له نورو زندانونو څخه هغه مسلمان بندیان خوشې کړي چې په ناحقه او ظالمانه توګه بندیان شوي دي؛ دا بندیان له کومې استثنا پرته د شام له انقلاب څخه د ملاتړ په جرم د زندان د میلو شاته پراته دي. دا کار به د لبنان د مسلمانانو د ډېرې زیاتې خوښۍ سبب شي.

«وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ» [القصص: ۵]

ژباړه: «او غواړو د دې خاورې پر کمزورو کړاى شويو (مظلومانو) منت وکړو او دوى (د خلكو) پیشوایان او وارثان كړو.»

حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – ولایه لبنان

۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الثاني ۶مه

۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۲مه

 

د مطلب ادامه...

د سوریې پېښې او د اسد د نظام نسکورېدل

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه او ځواب

 

پوښتنه:

الشرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۴م د ډسمبر په ۸مه نېټه ولیکل: د اسد نظام نسکور شو: د سوریې مخالفینو نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دمشق یې ازاد کړ او د ولسمشر بشار الاسد حکومت يې، چې ۲۴ کاله یې دوام وکړ، نسکور کړ. د مخالفینو په بیانیه کې چې د رسمي ټلویزیون له لارې خپره شوه، راغلي دي: «د الله سبحانه وتعالی په مهربانۍ سره دمشق ازاد شو او د بشار الاسد طاغوت نسکور شو.» همدارنګه مخالفینو اعلان وکړ، چې ټول زندانیان ازاد شول.

هیئت تحریر الشام د سوریې په شمال کې «د تېري مخنیوی» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۷مه نېټه برید پیل کړ او له هغه وروسته د سوریې ملي پوځ «د ازادۍ پیل» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۳۰مه نېټه برید ترسره کړ. د دغو بریدونو په بهیر کې حلب او د ادلب ټولې سیمې او ورپسې د حماه او حمص ښارونه او نن ورځ دمشق هم ونیول شول او دغه ټول پرمختګونه په لسو ورځو کې وشول. په سوریه کې د دغو پېښو حقیقت څه دی؟

الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته خیر درکړي!

ځواب:

د موضوع د وضاحت لپاره لازمه ده، چې لاندې حقیقتونو ته پام وکړو:

لومړی: د برید پیلوونکې ډلې: د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر ۲۸مه د بي‌بي‌سي د راپور پر بنسټ، په برید کې ګډون کوونکې ډلې عبارت دي له: «د الفتح المبین عملیاتو خونه» چې د هئیت تحریر شام لخوا رهبري کېږي او د ترکیې په ملاتړ ازادي غوښتونکې ملي جبهه او د "جیش العزة" ډله دي. همدارنګه «د سوریې ملي پوځ» د هغو مخالفو ډلو د ایتلاف استازیتوب کوي، چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده، خو په "الفتح المبین عملیاتو خونه" کې ګډون نه لري. پر همدغه بنسټ په دغه برید کې ډېری ګډون کوونکې ډلې، په ترکیه پورې تړلې ډلې وې، چې تر شا یې د دغه هېواد ملاتړ دی. ملي پوځ د ترکیې په واسطه جوړ شوی دی او هئیت تحریر الشام هم د ترکیې تر نظر او کنټرول لاندې فعالیت کوي. د دغه هئیت او ترکیې تر منځ نږدېوالی او همغږي هغه چاره ده، چې د پېښو د څارونکو پام ځان ته اړوي.

دویم: د دغو حرکتونو پیل تر ډېره د بشار الاسد لپاره د ګواښ یو پیغام و، ځکه هغه د اردوغان غوښتنو ته ځواب نه و ورکړی. اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي وو، چې د انقرې او دمشق تر منځ د اړیکو عادي کولو لپاره د خبرو اترو په چټکۍ کې هڅه وکړي او بشار وهڅوي چې د لیدنې لپاره د اردوغان دعوت ومني (رویټرز خبري آژانس، ۲۰۲۴م د اکټوبر ۲۵مه). خو بشار الاسد نه یوازې دا غوښتنې ونه منلې، بلکې له سوریې څخه یې د ترکیې د ځواکونو د ایستلو غوښتنه هم وکړه او داسې شرطونه یې وټاکل چې د خبرو اترو د ځنډ لامل شول. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د دغو خبرو اترو منځګړي "سرګي لاوروف" هم دا مسله تایید کړه او د ترکیې حریت ورځپاڼې ته یې د ۲۰۲۴م د نومبر په لومړۍ نېټه وویل: بشار الاسد د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او د سوریې په شمال کې د ترکیې د ځواکونو حضور په دې لاره کې تر ټولو اصلي خنډ دی. دا چلند د اردوغان د غوسې لامل شو او هئیت تحریر الشام او ملي پوځ ته یې شین څراغ ورکړ، ترڅو خپل بریدونه پیل کړي. (د مخالفینو یوې سرچینې چې د ترکیې له استخباراتي دستګاه سره اړیکه لري، د المان دویچه‌وله ته د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰مه وویل، چې انقرې د دغه برید لپاره شین څراغ ورکړی دی).

درېیم: که څه هم په لومړیو کې د دغو خوځښتونو د پیل کېدو موخه دا وه، چې د ادلب شاوخوا د شخړو کمولو لپاره سیمې ازادې کړي او همدارنګه د بشار الاسد او د مخالفینو تر منځ خبرو اترو او یوې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره، د ترکیې وړاندیز ته د بشار د نه پاملرنې پر خلاف غبرګون وښيي؛ خو دغه خوځښتونه په چټکۍ له دغه چوکاټ څخه ووتل. ډېری سوریایي وګړو چې له کلونو راهیسې د بشار له ظلم څخه ځورېدل، دغه فرصت غنیمت وګاڼه او په ټولو جبهو کې یې خپل قیام پیل کړ. دغه خوځښتونه د ادلب تر شاوخوا سیمو پورې، چې شخړې باید پکې پای ته رسېدلې وای، محدود پاتې نشول، بلکې د سوریې ټولو سیمو ته خپاره شول. له بلې خوا د سوریې پوځ چې دوی هم د بشار الاسد تر ظلم او فشار لاندې وو او له هغه څخه د دفاع انګېزه یې نه درلوده، په پرله‌پسې توګه شا تګ وکړ. په دغو شاتګونو سره هغه خلک چې قیام یې کړی و، په دې وتوانېدل چې له شخړو کموونکو سیمو څخه په چټکۍ تېر شي او حلب، حماه او وروسته حمص ته دننه شي. په پایله کې د خلکو دغه څپه دمشق ته ورسېدله. دغه ټول پرمختګونه په ډېرې چټکۍ او د دغو خوځښتونو له پیل؛ د ۲۰۲۴م د نومبر له ۲۷مې وروسته یوازې په لسو ورځو کې وشول.

څلورم: د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو دریځونه

۱ـ ایران او روسیه: ایران او روسیه په سوریه کې د وروستیو بدلونونو په اړه سخت حیران شول. روسیې په بېړه په حمیمیم هوایي اډه او په طرطوس بندر کې خپل امنیتي تدابیر پیاوړي کړل او په همدې وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ټینګې شوې. د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د هغه روسي سیال سرګي‌لاوروف د سوریې د بدلونونو په اړه مشوره وکړه. د دغو پېښو په غبرګون کې ایران له ترکیې سره ډیپلوماټیکې هڅې پراخې کړې، ترڅو د شخړو او تاوتریخوالي مخه ونیسي. په همدغه وخت کې عباس عراقچي د ۲۰۲۴م د ډسمبر په ۲مه انقرې ته سفر وکړ او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره یې ولیدل. له بلې خوا هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې: «د نظام او مخالفینو تر منځ سیاسي بهیر باید د پام وړ او مثبتې پایلې ولري، ترڅو په سوریه کې سوله او امن راشي.» (انادولو خبري آژانس، ۲۰۲۴م د ډسمبر ۱)

۲ـ ترکیه: ترکیې غوښتل چې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره له بشار الاسد سره سوله‌يیزې خبرې اترې وکړي، لکه څنګه چې امریکا هم دې ته ورته غوښتنه درلوده. خو بشار ګومان کاوه، چې له دې حالت څخه ګټه اخیستلی شي او له همدې امله یې د اردوغان وړاندیزونو ته په ځواب ورکولو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړ. بشار الاسد ګومان کاوه چې دا چلند به د امریکا غوسه نه پاروي. په دې توګه دغه چلند د اردوغان د ناخوښۍ لامل شو. هغه د امریکا رضايت ترلاسه کړ او پرېکړه یې وکړه چې بشار ته درس ورکړي، ترڅو خبرې اترې په داسې فضاء کې ترسره شي، چې په ظاهره اردوغان ګټونکی وي. له همدې امله ترکیې مخالفې ډلې د بریدونو د پیلولو لپاره وهڅولې او په اړینو وسلو او استخباراتي معلوماتو سره یې د هغوی ملاتړ وکړ.

الف: اردوغان د ۲۰۲۴م د اکتوبر په ۲۵مه په کازان کې د برېکس غونډې پرمهال له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: «د روسیې له ولسمشر پوتین څخه مې وغوښتل چې د انقرې او دمشق تر منځ د اړیکو د عادي کولو په موخه د خبرو اترو د چټکۍ لپاره هڅه وکړي او بشار الاسد د لیدنې لپاره زما دعوت قبول نه کړ.» (رویټرز خبري آژانس، ۲۰۲۴م د اکتوبر ۲۵مه).

ب: روسان چې د منځګړي په توګه عمل کوي، څو ځله یې اردوغان ته ځواب ورکړی چې بشار الاسد د لیدنې او د اړیکو د عادي کولو لپاره شرطونه لري، چې یو پکې له سوریې څخه د ترکیې د ځواکونو وتل دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۲۴م د نومبر په لومړۍ د ترکیې حریت ورځپاڼې ته وویل: «دواړه هېوادونه ترکیه او سوریه د اړیکو د عادي کولو په موخه بیاځلې خبرو اترو ته جدي لېوالتیا لري، خو په دغه مسیر کې اصلي خنډ د سوریې په شمال کې د ترکیې د ځواکونو حضور دی». دغه څرګندونې د بشار الاسد سرسختي ښيي، چې د اړیکو د عادي کولو لپاره د اردوغان له شدیدې لېوالتیا څخه یې ګټه اخیستې ده. همدارنګه هغه د عربي هېوادونو له ملاتړ څخه ګټه واخیسته او په دې باور و چې امریکا هم هغه ته اړتیا لري، ځکه د هغه ځایناستی یې نه دی پیدا کړی.

ج: کله چې د ترکیې نظام په اوسنیو شرايطو کې له بشار الاسد سره د خبرو اترو له لارې حللارې ته له رسېدو څخه نهیلی شو، اردوغان د امریکا رضايت ترلاسه کړ چې د سیاسي حللارې لپاره د مقدمې په توګه له نظامي فشار څخه استفاده وکړي. پر همدغه اساس د ۲۰۲۴م د نومبر په ۲۷مه یې وسله‌والې ډلې د بشار پر نظام د فشار راوړلو لپاره وخوځولې. له دې مسلې څخه ښکاري چې د ترکیې نظام د دغو بریدونو د اجازې په برخه کې کلیدي رول ادا کړی دی. (د مخالفینو یوې سرچینې چې د ترکیې له معلوماتي دستګاه سره په اړیکه کې ده، د المان دویچه‌وله ته د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰ وویل، چې انقرې د دغو بریدونو لپاره شین څراغ ورکړی دی). له دغه اقدام څخه د اردوغان موخه د خبرو اترو مېز ته د بشار راوستل، له ترکیې سره د اړیکو عادي کول او له مخالفینو سره سوله کول وو، ترڅو په پایله کې د امریکا له غوښتنو سره سمه یوه سیاسي حللاره رامنځته کړي. اردوغان دغه بدلون د سوریې لپاره «نوی پړاو» وباله. هغه د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتيرش سره په ټلیفوني اړیکه کې ټینګار وکړ: «سوریه یوه نوي پړاو ته داخله شوه، چې په ارامۍ سره مدیریت کېږي.» (عربي۲۱ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۵مه).

۳. خو امریکا د سوریې د مخالفینو برید حیرانه نه کړه. د امریکا د ملي امنیت سلاکار، جیک سالیوان وویل: «له نویو شرایطو د سوریې مخالفو وسله‌والو ګټې اخیستنې موږ حیران نه کړو.» (الجزیره نیټ؛ ۲۰۲۴ د ډسمبر ۱). امریکا کومه ځانګړې انديښنه نه ده ښودلې. الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سپینې ماڼۍ په حواله خبر خپور کړ: موږ د سوریې وضعیت څارو او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو له څو سیمه‌يیزو پلازمینو سره اړیکه نیولې. دغه راز د امریکا د ملي امنیت سلاکار، شان ساویټ وویل: «متحده ایالات له خپلو شریکانو سره د شخړو کمېدو، د ملکي وګړو او اقلیتونو خوندیتوب او یوه نوي جدي او معتبر سیاسي بهیر د پیل کېدو غوښتونکې ده؛ تر څو وکولی شي دا کورنۍ جګړه د تل لپاره د سیاسي حللارې له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ ګڼې پرېکړه‌لیک سره سمه حل کړي.» (آر ټي، ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱) الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۲مه راپور ورکړ: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: روانې شخړې د سوریې د خلکو په رهبرۍ یوې سیاسي حللارې ته اړتیا لري؛ داسې حللاره چې د امنیت شورا له ۲۲۵۴ ګڼې پرېکړه‌لیک سره سمه وي.» دا پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۱۵ کې تصویب شو، په سوریه کې د سولې پروسې پلي کېدو ته اشاره کوي چې تر اوسه نه ده شوې. د دغه پرېکړه‌لیک له مخې، د سوریې د سولې خبرې اترې باید د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې پیل شوې وای؛ دا پرېکړه لیک پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د سوریې ملت باید خپل برخلیک وټاکي، وايي چې یو انتقالي دولت باید جوړ شي، د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنې وشي او پر ملکي وګړو هر راز بریدونه باید ژر تر ژره ودرېږي. الحره د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مه راپور ورکړی: «بلینکن ټینګار وکړ چې اوسمهال تر ټولو مهم اقدام دا دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک له مخې یو سیاسي بهیر پر مخ لاړ شي چې د سوریې کورنۍ جګړه ختمه کړي» الانباء خبري اژانس هم د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۷مه راپور ورکړی: «د ترکیې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې موږ پر بلینکن ټینګار کړی چې د سوریې دولت باید له مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي.»

۴. یهودي رژیم: یورونیوز (عربي) د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۳۰مه راپور ورکړ: «د اسرایلي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، تېره سه شنبه شپه خپلو خلکو ته په وینا کې اعلان وکړ چې له حزب الله سره اوربند یې منلی. هغه په خپله وینا کې د سوریې ولسمشر، بشار الاسد ته اشاره وکړه او ویې ویل: اسد له اور سره لوبې کوي. له دغو خبرو څو ساعته وروسته سوري ډلو د سوریي په شمال کې د اسد د ځواکونو پر وړاندې همغږي بریدونه پیل کړل؛ دې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې. نتنیاهو دغه راز د سوریې په شمال کې د تحولاتو په اړه ځانګړې امنیتي ناسته راوبلله؛ اسرایلي رسنیو دا کړنه د داسې یوې موضوع لپاره د معمول خلاف توصیف کړه.» الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په لومړۍ د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې په حواله راپور ورکړ: «د اسرایلي رژیم ځواکونو په سوریه کې د یوې ایراني الوتکې د کېناستو مخه ونیوله؛ ځکه چې ښايي په دغې الوتکه کې د لبنان د حزب الله لپاره وسلې او مهمات راوړل شوي وي.» داسې ښکاري چې یهودي رژیم هڅه کوي د سوریې صحنې ته د ایران د بیا راتللو مخه په دې پلمه ونیسي چې ګواکي حزب الله ته وسلې او مهمات راوړي او له دې سره پر لبنان او سوریه د ایران یا حزب الله د نظامي تمرکز مخه ونیسي.

پنځم: لنډیز؛ پورتنیو توضیحاتو ته په کتو، دا پایلې لاسته راځي:

۱. ترکیه د امریکا په ملاتړ په سوریه کې د کمو شخړو سیمو کې د بریدونو پیلولو مسوله وه.

۲. موخه د یوه جدي سیاسي بهیر پيل او په سوریه کې د نوي نظام جوړولو لپاره نوي پړاو ته تګ و. په دې اړه د ځینو ترکي او امریکايي چارواکو څرګندونې تکراروم: د امریکا د ملي امنیت سلاکار، شان ساویټ وویل: «متحده ایالات له خپلو شریکانو سره د ناندریو کمېدو، د ملکي وګړو او اقلیتونو خوندیتوب او یوه نوي جدي او معتبر سیاسي بهیر د پیل کېدو غوښتونکي دي؛ تر څو وکولی شي دا کورنۍ جګړه د تل لپاره د سیاسي حللارې له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ ګڼه پرېکړه‌لیک سره سمه حل کړي.» (آر ټي، ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱) د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۵مه وویل: «سوریه یوه نوي پړاو ته ننوتې چې په ارامۍ مدیریت کېږي.» (عربي ۲۱)

۳. که څه هم د هغوی د خوښې حللارې جزیات نه دي مشخص شوي؛ خو روان وضعیت او د ښکېلو ځواکونو پراخ شمېر ښيي چې امریکا او متحدین یې په سوریه کې د یوه ایتلافي نظام جوړولو په لټه کې دي. دا نظام به له مختلفو ډلو جوړ وي او د اوسني حکومت ځایناستی کېږي. دغه راز په دغه نظام کې د عراق د کردستان سیمې پشان خودمختاره سیمو د شتون وړاندوینه کېدی شي.

۴. امریکا چې د دغه بهیر رهبري کوي؛ داسې حللاره وړاندې کوي چې د یهودي حکومت ګټې تضمینوي. دا موخه د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۷مه د یهودي رژیم او لبنان ترمنځ تړون کې منعکسه شوې ده؛ دا تړون په سوریه کې د جګړې له پیل سره سم وشو. اصلي موخه دا ده چې د حزب الله د ملاتړ لپاره د سوریې صحنې ته د ایران د پیاوړي بیاراتګ مخه ونیول شي او د ایران او د لبنان حزب الله تر منځ ځمکنۍ نظامي اړیکه پرې شي.

دا ټکي په سوریه کې د بریدونو د پیل په اړه د ترکي او امریکايي چارواکو د څرګندونو اصلي موخه ښکاره کوي.

شپږم: په پای کې، په سوریه کې چې نن څه پېښېږي؛ د وینو بهیدنه، ویجاړ کورونه او بېځایه شوې کورنۍ؛ په حقیقت کې ډیر دردناک دي. په ځانګړي ډول دا چې د دغو فجایعو موخه یوې داسې سیاسي حللارې ته رسېدل او د داسې نوي پړاو پیل وي چې په اسلامي نړۍ کې له شتو سیکولر نظامونو سره توپیر نه لري. دا شرایط وروسته له هغه رامنځته شول چې استعمارګرو کفارو او په هغوی پورې تړلو کسانو یوه پېړۍ وړاندې د اسلام حکومتي نظام (خلافت) له منځه یوړلی شو. له هغه وخت راهیسې اسلامي امت د دښمنانو ګډ ښکار شو.

سره له دې؛ اسلامي امت به یو ځل بیا خپل پخواني عزت او افتخار ته ورګرځي او که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه، راشده خلافت به تاسیسوي. خو الهي سنت داسې نه دي چې موږ کرار ناست وو او د خلافت د تاسیس لپاره له اسمانه پرښتې راکوزې شي. بلکې مسولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې پر خپل رب ایمان لري او د حق په مسیر کې ډیر هدایت ورته شوی.

دا کسان که په پوځ کې وي که د مخالفینو په منځ کې؛ ان که یې شمېر هم کم وي؛ خو شته دي. که د تېرو لسو ورځو پېښو ته وګورو، د نظام پر وړاندې یوازې د ترکیې او امریکا ملاتړ لرونکو ډلو مخالفت ونه کړ چې سیکولر بدلونونو ته د رسېدو لپاره کار وکړي. بلکې نورې ډلې هم وې چې له ظلم څخه تنګ شوي او د سوریې د مسلمانو خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره را میدان ته شوې دي.

موږ دغو کسانو ته په خطاب کې وایو: د هغو فاسدو او سیکولر پلانونو د ناکامولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ چې استعمارګر کفار او ورپورې تړلي کسان یې لري. هسې نه چې ستاسو قربانۍ بېځایه لاړې او هېرې شي! نو د هغو کسانو ملګرتیا وکړئ چې د اسلامي حکومت او راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي؛ څو له ستر اجر او بریا څخه برخمن شئ. په دې صورت کې به تاسو له هغو کسانو وئ چې دا زیری ورکړل شوی:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾
ژباړه: نصرت د الله سبحانه و تعالی له لوري دی او بری نیږدې دی؛ او مومنانو ته زېری ورکړه.

د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الثاني ۶مه

د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۸مه

د مطلب ادامه...

حقوقي راپور د یهودو د رژیم په زندانونو کې د شکنجې له ناورینونو پرده پورته کړه

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

د غزې پر وړاندې د یهودي رژیم روان د نسل‌وژنې ویجاړوونکې جګړې یو ځل بیا د یهودود د رژیم له جنایتونو او شکنجې څخه پرده پورته کړه، چې په سیستماتیک ډول او قانوني ملاتړ سره د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې ترسره کېږي. دغو جنایتونو د مجرمینو بشپړه ازادي تضمین کړې او په وروستیو کې د افشا شوو جنایتونو په دوام یو ځل بیا د اشغالي سیمو د جنوبي برخې په بدنامه نظامي اډه «سده تیمان» کې ښکاره شوي دي.

د جګړې په پیل کې یهودي رژیم دغه نظامي اډه د «النقب» په دښته کې پر زندان بدله کړه، چې د غزې په ۳۰ کیلو مترۍ کې د «بئر السبع» ښار لور ته پرته ده. د غزې ډېری بندیان چې ماشومان، ځوانان او بوډاګان پکې شامل وو، دغه سیمې ته ولېږل شول.

حقوقي او رسنیزو راپورونو تایید کړې، چې د یهودي رژیم نظامیانو په دغه زندان کې د زندانیانو پر وړاندې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او هغوی یې له شکنجې او سپکاوي سره مخ کړي دي. د یهودي رژیم په زندانونو او اډو کې د فلسطیني زندانیانو شمېر ۹۶۲۳ کسانو ته رسېدلی دی، چې په دوی کې ۴۷۸۱ کسان یې له هر ډول محاکمې پرته بندیان شوي دي، یعنې دوی نه د تورونو په اړه معلومات ورکولی شي او نه له ځان څخه د دفاع حق لري. همدارنګه نه د دوی کورنۍ او نه هېڅ بله مرجع د هغوی د ځای په اړه معلومات لري.

د بشري حقونو د معلوماتو مرکز (اسرائیلي) په اشغال شوو سیمو کې د (بتسلیم) تر نامه لاندې په یوه راپور کې چې د یهودي رژیم له زندانونو څخه د ۵۵ ازادو شوو فلسطینیانو د شاهدۍ پر بنسټ دی، تایید کړې ده چې دغه کسان له شکنجې، جنسي تېري، سپکاوي او لوږې سره مخ دي. دغه راپور په ۹۰ صفحو کې د «دوزخ ته ښه راغلاست: د شکنجې د اډو پر شبکه باندې د اسرائیلي زندانونو بدلېدل» تر سرلیک لاندې خپور شوی، چې په عبري، انګلیسي او عربي ژبو وړاندې شوی دی. په دغه راپور کې د ۲۰۲۳م د اکټوبر له ۷مې راهیسې د یهودي رژیم په زندانونو کې په غیرانساني شرایطو سره د فلسطیني بندیانو د ساتنې په اړه معلومات راغلي دي. هغه زندانونه چې د شکنجې په اډو بدل شوي دي او هر څوک چې ور داخل شي، نو له شدید درد او رنځ سره مخ کېږي. په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې په یاد زندان کې د شکنجې او ځور سیستماتیکه کړنلاره حاکمه ده، چې په هغې کې سخت او خپلسری تاوتریخوالی، جنسي تېری، سپکاوی، لوږه، د روغتیا ناوړه شرایط، خوب ته نه پرېښودل، له عبادت څخه منعه کول، د عبادت پرمهال مجازات کول، د شخصي او ګډو ټولو وسایلو ضبطول او له مناسبو درملو څخه مخنیوی شامل دی.

د الوعې تبصره: دا د مسلمانانو پر وړاندې د یهودانو چلند دی (هغه کسان چې دښمني یې تر هر څه بده ده) خو مسلمانان بیا داسې نه دي او د هغوی دین له بندیانو سره د انساني او با اخلاقه چلند سپارښتنه کوي؛ هغه څه چې موږ په تاریخ کې لیدلي او نن ورځ یې هم شاهدان یو. دا چار څرګندوي چې د اسلام دین یو الهي او انساني دین دی، چې له نژادپالنې او تحریف سره مخ شوی نه دی. په مقابل کې د یهودو دین د سرکښو او تحریف شوو کسانو په ځانګړي دین بدل شوی دی.

له الوعې مجلې څخه په 458-459 شمېرې اخیستل، نهه دېرشم کال، د ۱۴۴۶هـ.ق کال ربیع‌الاول-ربیع‌الثاني، د ۲۰۲۴م کال د اکټوبر – نومبر میاشت

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د دعوت د یوه حامل د وفات خبر

 

یو ستر اسلامي شخصیت او په لیبیا کې د حزب التحریر یو مخکښ، انجنیر علي محمد کجیجي له دې فاني نړۍ وکوچېد. له الله سبحانه و تعالی نه ورته رحمت او جنت غواړو. هغه یې له خپلو ملګرو؛ محمد مهذب حفاف، حسن کردي، عبدالله مسلاتي، عبدالرحمن بیوض، صالح نوال، خلیفه کمیشي، عبدالله حموده، ماجد قدسی، عمرو نامی، محمد عمر نعاس او ډیرو نورو سره یوځای شو چې هیڅکله یې د الله په دین کې تغیر او تبدیل را نه وست او د دې نړۍ په مادیاتو یې ونه پلوره؛ موږ د الله سبحانه و تعالی په وړاندې د دوی تزکيه نه کوو کوو؛ څکه چې له پټو نیتونو او رازونو یوازې هغه سبحانه و تعالی خبر دی.

هغه رحمه الله علیه، له هغو کسانو و چې د طاغوت پر وړاندې ودرېد او دې دنیا – چې یوازې د الله تعالی په اختیار کې ده او بل هیڅکوم مالکیت نه پرې لري- فریب ور نه کړ. د دغه ستر شخصیت خبرې به هېرې نه شي؛ تر ۱۵ کاله زندان تېرولو او له اسلامي باورونو د هغه د منصرف کولو له هڅو وروسته یې د ازادۍ لپاره یو د طاغوت ملګری ورته راغئ او ترې ویې پوښتل: «اې کجیجي، ایا خپل نظر دې نه دی بدل کړی؟» هغه ځواب ورکړ: «ته د رایې سړی نه یې چې بحث درسره وکړم.» او تر دې وروسته یې له خپلو ملګرو سره ۱۵ کاله نور هم په زندان کې تېر کړل؛ د الله سبحانه و تعالی تقدیر همداسې و.

إنا لله وإنا إليه راجعون. الله تعالی دې هغه ته پرېمانه رحمتونه او په جنت کې پراخ ځای ورکړي؛ الله سبحانه و تعالی دې هغه ته له خپلو ملګرو سره په کوثر حوض کې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې ځای ورکړي. کورنۍ ته یې د الله سبحانه و تعالی له دربار څخه صبر غواړو. الله تعالی دې یې خالي ځای په خیر او برکت ډک کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادي الاول ۲۹مه

۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱

د مطلب ادامه...

د اوربند تړون که د صهیونيستي رژیم د ساتنې او امنیت د تضمین تړون؟

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

ملعون رژیم او د لبنان حکومت د اوربند د تړون په اړه خپل توافق اعلان کړ. نتنیاهو په هغې وینا کې چې د خپل حکومت د دغه تړون د تصویب په اړه یې وکړه، څرګنده کړه چې په لبنان کې د اوربند یو دلیل د جبهو جلا کول دي، یعنې د لبنان جبهه د غزې له جبهې څخه جلا کول.

د امریکا په لارښوونه او د ایران د حکامو په موافقه د لبنان او دغه جنایتکار رژیم ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو. دا په داسې حال کې ده چې یهود له لبنان څخه ونه وتل او ان د تړون له مخې دا حق ورکړل شوی چې د ځان د دفاع په پلمه برید وکړي! دغه تړون جنوبي لبنان له هر هغه فعالیت څخه خوندي سيمه ګرځوي چې د صهیونيستي رژیم امنیت ته زیان ورسوي. سربېره پر دې، د لبنان د پوځ رول د دغه جنایتکار رژیم د ساتونکي په توګه دی!

داسې یو ستر خیانت د بریا په توګه ښودل کېږي. له دغه تړون سره د صهیونيستي رژیم جنایتکار مشر خپله شمالي جبهه خوندي کړه، نو ولې به خوښ نه وي؟ په ورته وخت کې د فلسطین سپېڅلې خاورې خلکو ته ویل کېږي چې تسلیم شي، د خپلې سپېڅلې خاورې بایللو ته راضي شي او د فلسطیني ادارې او د امنیتي جوړښت په څېر رول ولوبوي.

الله سبحانه وتعالی  دې له تاسو، د مسلمانانو حکامو، سره وجنګیږي! الله سبحانه وتعالی مو  په خپل ذلت، رسوایۍ او خیانت کې وشرموه. ایا د ملعون رژیم د جنایتونو پر وړاندې مو ځواب دغه دی؟ د دې پر ځای چې په مصر، اردن، لبنان او شاوخوا هېوادونو کې د مقاومت اور بل کړئ، پوځونه مو بې حرکته کړي او هغوی ته مو اجازه نه ده ورکړې چې د غزې او لبنان د مرستې او د صهیونيستي رژیم د ریښو د ایستلو لپاره حرکت وکړي. بیا، د لبنان حکومت ته دغه له خیانت څخه د ډک تړون د لاسلیک مبارکي ورکوئ، د لبناني پوځ مکلفیت د مصر او اردن د پوځونو په څېر کوئ چې د صهیونيستي رژیم امنیت خوندي کړي او د غزې خلک د نابودۍ په ګرداب کې پرېږدي چې د دغه ملعون رژیم لپاره یو اسانه ښکار وي؛ لکه څرنګه چې د دغه تړون له مخې تاسو امریکا او صهیونيستانو ته وایاست چې که تاسو د غزې له خلکو، نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو سره هر څه کوئ، موږ بشپړ واک درکوو او پر وړاندې به مو هېڅ حرکت ونه کړو.

د غزې د خلکو حال داسې دی چې مرغان یې په حال ژاړي. ایا ستاسو زړونه نه نرمېږي؟ اې د مسلمانانو د ځمکو د قدرت او ځواک خلکو! تاسو څنګه د اسلام عسکر یاست، د "لا اله الا الله محمد رسول الله" کلمه وایاست، خو د ماشومانو چیغې، د وېرې لړزې او غرېو نیولي ستوني مو په حرکت نه راولي!؟

ایا وخت يې نه دی رارسېدلی چې دغه زړونه د الله سبحانه وتعالی په یادولو نرم شي؟ ایا وخت يې نه دی چې د دغو سترو پېښو او هغو سختو کړاوونو پر وړاندې چې ستاسو وروڼه یې په غزه کې ګالي، تاسو هم نرم شئ؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې تاسو خپله چوپتیا ماته کړئ او له خپلو حکامو څخه لوړ شئ؛ لکه څنګه چې ابن مسعود د ابو جهل پر سینه پورته شو او د خیانت ګناه او په بریا او جګړه کې د مخ اړولو شرم یې له منځه یووړ؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې دغې پریمانه بې‌عزتۍ او سپکاوي ته د پای ټکی کېښودل شي!؟

ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې تاسو د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج ځای او سپېڅلې ځمکې په ازادولو، نړۍ ته د محمد صلی الله علیه وسلم د عسکرو همت ښکاره کړئ؟ ایا ستاسو زړونه د عزت ژوند، د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد او د مخکینیو غوره کسانو ځایناستي کېدو لپاره تږي نه دي؟ داسې چې د الله سبحانه وتعالی په فتح خوشالي وکړئ او خپل امت ته خوشالي ورکړئ.

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿١٠﴾ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١١﴾ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿١٢﴾ وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٣﴾» [صف:۱۰-۱۳]


ژباړه: « اې مومنانو، ایا تاسو ته هغه تجارت ونه ښیم، چې له دردناک عذاب څخه مو ژغوري. پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم اېمان راوړئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په خپلو سرونو او مالونو جهاد وکړئ. که تاسو پوهېږئ، نو دا ستاسو لپاره غوره تجارت دی. الله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو ته به هغه جنتونه درکړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او په دایمي جنتونو کې به غوره استوګنځي درکړي او دا تر ټولو ستره بریا ده. هغه بل نعمت (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي، د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مومنانو ته زیری ورکړه.»

د فلسطين په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۲۶مه

۲۰۲۴م کال، د نومبر ۲۸مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

امریکا د اوربند په مرسته د یهودو لپاره ځیرک پلان پلی کړی: د لیطاني سیند شمال ته د ایران د حزب شاتګ او د دوو جبهو ترمنځ درځ!

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷مه نېټه، د لبنان په جبهه کې د یهودي رژیم او د ايران د حزب ترمنځ اوربند وشو. د دې اوربند له شرایطو څخه یو دا و چې اشغالګر رژیم به له سویلي لبنان څخه د دوو میاشتو په موده کې خپل ځواکونه وباسي او د ايران حزب به خپل ځواکونه د لیطاني سیند شمال ته لېږدوي. همدارنګه، که د ايران حزب دغه توافق نقض کړي، نو یهودي رژیم به په سویلي لبنان کې بشپړه ازادي ولري او پر دې سربېره به د لبنان په فضا کې د اشغالګر رژیم جاسوسي او نظارتي الوتنې دوام وکړي.

د الجزیرې د ۲۰۲۴ کال د نومبر د ۲۷مې راپور له مخې، د اوربند د توافق تفصیلات په لاندې ډول دي:
۱. د ځواکونو شاتګ: د اسرایلو پوځ به په تدریجي ډول له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي او دغه بهیر به په ۶۰ ورځو کې بشپړ کړي. حزب ‌الله به خپل ځواکونه د لیطاني سیند شمال ته چې د اسرایلو له پولې څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې دی، انتقال کړي.

د لبنان پوځ به هم خپل ۵ زره ځواکونه د لیطاني سیند په سویل کې ځای پر ځای کړي، چې د اسرایلو له پولې سره نږدې ۳۳ اډې پکې شاملې دي.

۲. د څارنې میکانیزم: د دغه توافق د تطبیق څارنه به د درې اړخیز میکانیزم له لارې ترسره کیږي چې له مخکې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواک (یونیفل)، د لبنان پوځ، او د اسرایلو پوځ ترمنځ رامنځته شوی و. دغه څارنه به د امریکا او فرانسې په ګډون پراخه شي، او د دې ډلې مشري به امریکا پر غاړه واخلي.

له دغه توافق سره سره، د اشغالګر رژیم کړنې لاهم روانې دي. اشغالګر رژیم څلور کسان چې خپلو کلیو ته ستانه شوي وو، په دغه شک نیولي چې دوی د مقاومت له ځواکونو سره تړاو لري. همدارنګه، د لیطاني سیند په سویل کې یې د تګ راتګ بندیزونه ولګول، داسې ښکاري چې دغه سیمه لاهم د دغه رژیم تر کنټرول لاندې ده.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷مه نېټه په خپله ویبپاڼه کې خبر خپو کړ چې: «د اسرایلو پوځ نن (چهارشنبه) اعلان وکړ چې د سویلي لبنان اوسېدونکو لپاره چې د لیطاني سیند سویل ته ځي، به د تګ راتګ بندیز پلی شي. د اسرایلو د پوځ ویاند، آویخای ادرعی، نن (چهارشنبه) عربي رسنیو ته وویل: په دغو سیمو کې هر ډول حرکت ستاسو ژوند له خطر سره مخ کوي. موږ تاسو ته خبر درکوو چې د نن ماښام له ۵ بجو د سبا سهار تر ۷ بجو پورې د لیطاني سیند سویل ته تګ راتګ مطلق منع دی».

العربیه شبکې هم د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷مه نېټه د توافق د شرطونو په اړه راپور ورکړی: دا تایید شوي موارد دي چې د توافق شرطونه به د سختې څارنې او د امریکا تر مشرتابه لاندې عملي کیږي.

العربیه شبکې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷مه نېټه د توافق د شرطونو په اړه داسې راپور ورکړ:

د تحرک او خوځښت حق: په سویلي سیمه کې اسرایل حق لري چې د تعهداتو د نقض پر وړاندې هر وخت اقدام وکړي. له سویلي سیمې بهر، اسرایل حق لري چې د پرمخ تلونکو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي؛ دا په هغه صورت کې چې که لبنان ونه توانیږي یا ونه غواړي دغه ګواښونه کنټرول کړي، لکه د سرحدونو او لارو له لارې د ناقانونه وسلو د ننوتلو مخنیوی وکړي.

که اسرایل د داسې اقداماتو پرېکړه وکړي، نو په هر حالت کې به امریکا ته خبر ورکوي. د لبنان په فضا کې د اسرایلو کشفي الوتنې یوازې د استخباراتي، نظارتي او د کشف موخو لپاره ترسره کیږي، او د امکان تر حده به له مستقیم لید څخه پټې وي او د صوتي دېوال له ماتولو به ډډه کوي.

په دې توګه، په لبنان او غزه کې دوې جبهې سره جلا شوې، او د یهودي رژیم تر جلا بریدونو لاندې غزه، پرته له دې چې د لبنان له جبهې ملاتړ ترلاسه کړي، پاتې شوه. امریکا، له یهودي رژیم او د فلسطین ګاونډیو خاینو حکامو سره یوځای، د داسې توافق د ترلاسه کولو لپاره کار کوي چې په غزه کې د یهودو بریا د هغو معیارونو له مخې تضمین کړي چې دوی ټاکلي دي. دغه اقدامات په ښکاره ډول د هغو حکامو پر وړاندې ترسره کیږي چې نه له الله سبحانه وتعالی، نه د هغه له رسول صلی‌الله علیه وسلم او نه له مومنانو څخه وېره لري، او نه له خپل دغه خیانت څخه شرمیږي. پر دوی دې د الله سبحانه وتعالی لعنت وي، څنګه له حق څخه اوړي!

امریکا او د هغې ملګري او مزدوران هڅه کوي چې د ورته موافقې له لارې غزه تجزیه کړي او په غزه، لویدیځه غاړه، قدس او ټول فلسطین کې د یهودو واک ټینګ کړي.

دغه هڅې تر هغې موافقې وروسته پیل شوې چې د لبنان او غزې دوې جبهې یې سره بېلې کړې او د ایران د حزب ځواکونه یې د لیطاني سیند شمال ته په شا کړل. دغه ټول اقدامات د اسلامي خاورو؛ په ځانګړي ډول مصر، اردن، سعودي، ترکیې، ایران، سوریې او عراق، چې فلسطین ته نږدې دي؛ د حکامو د سترګو پر وړاندې ترسره کیږي؛ داسې ښکاري چې دغه حکام بې پرې دي، خو په حقیقت کې د یهودي رژیم پلوي دي! ان ایران هم خپل پوځ د خپل حزب د ملاتړ لپاره لبنان ته ونه لیږه څو له خپلو دریځونو څخه په شا تګ ته اړ نه شي او د غزې ملاتړ وکړي. همدارنګه د مصر او اردن رژیمونو، چې له غزې او لویدیځې غاړې سره په سرحد کې دي، خپل پوځونه د دغو سیمو د ملاتړ لپاره ونه خوځول، بلکې په قاهره کې سره راټول شول چې د فلسطین د ځمکو پر سر له یهودي رژیم سره مذاکره وکړي. په داسې حال کې چې د دوی اصلي مکلفیت دا دی چې خپل پوځونه د استعمارګرو کفارو له ککړو لاسونو څخه د فلسطین سپېڅلې خاورې ازادولو لپاره وخوځوي.

الیوم السابع ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷مه په خپله ویبپاڼه کې ولیکل: «ولسمشر سیسي او د اردن پاچا د فلسطین د ځمکې د تحولاتو په اړه د دریځونو همغږي کولو هڅې وڅیړلې». خو د اسرایلو له وحشتونو څخه د فلسطین د مظلومو خلکو د ازادولو او ملاتړ لپاره یې یوه خبره هم ونه کړه!

اې مسلمانانو!

موږ ښه پوهېږو چې د یهودو رژیم د جګړې اهل نه دی؛ ځکه چې ذلت او خواري پرې حاکمه شوې ده:

﴿وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (۱۱۱) ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران:  111 او 112]‏

ژباړه: که دوی له تاسو سره وجنګېږي، نو تاسو ته به شا کړي او له هېڅ لوري به مرسته ورته ونه رسېږي. دوی چې هر ځای وموندل شي، نو ذلت به پرې مسلط وي؛ مګر دا چې د الله پر رسۍ او د خلکو پر رسۍ منګولې ولګوي.

بې‌غیرتۍ د دوی په زړه کې ریښې غځولې دي او یوازې د الله او خلکو پر رسۍ باندې په منګولو ټینګولو سره پر ځای پاتې کېدلی شي. له الله سره یې رسۍ د خپلو پیغمبرانو د وژلو راهیسې پرې شوې ده او یوازې د خلکو پر رسۍ چې واګې یې د امریکا په لاس کې دي، تکیه کړې ده. د اسلامي خاورو د حکامو خیانت هم له دې رسۍ سره مرسته کړې ده. له دغو ملاتړو پرته د یهودو رژیم د غڼې له ځالې څخه هم کمزوری دی. د دغه حقیقت شواهد ښکاره دي؛ ځکه د هغو ډلو پر وړاندې له ۴۰۰ ورځو زیات وخت جنګېږي، چې نه الوتکه لري او نه هم ټانک.

همدارنګه موږ پوهېږو چې د یهودي رژیم د ریښو ایستل او له منځه وړل، د مقاومت ډلو په جګړې سره امکان نه لري. یوازینۍ لاره دا ده چې پوځونه په حرکت راشي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى الْحَرْبِ فَشَرِّد بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾ [انفال: 57]

ژباړه: که هغوی دې په جګړه کې پیدا کړل او پرې مسلط شوې، نو هغوی داسې وځپه چې هغه خلک هم ترې عبرت واخلي (تیت او پرک شي)، کوم چې د دوی تر شا ولاړ دي (ملاتړ یې کوي).

استعمارګران دغه حقیقت پېژني او په همدغه دلیل د اسلامي خاورو حکامو ته پرېکنده او قاطع دستورونه ورکوي، چې پوځونه په نظامي اډو کې ایسار کړي. له همدې امله د استعمارګرو په ځانګړې توګه امریکا استازي له قطر څخه مصر، اردن، عربستان او ترکیې ته سفر کوي، ترڅو ډاډه شي چې دغو مزدورو حکامو د دوی دستورونه پر ځای کړي او پوځونه یې له هر ډول حرکت پرته په اډو کې خوندي کړي دي!

اې مسلمانانو او اې د مسلمانانو پوځونو سرتېرو!

د دغه امت مصیبت د دوی په حکامو کې دی. دوی په خپلو سترګو د شهیدانو جسدونه ویني، په خپلو غوږونو د ماشومانو چیغې اوري او هغه خلک ویني چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي. دوی دغه ټولې دردناکې پېښې لیدلې او اورېدلې دي؛ خو غیرت او شرف یې نه دی راویښ شوی!

دا ټول په داسې حال کې دي چې دغو حکامو د یهودو د رژیم شاوخوا داسې کړۍ را تاو کړې، لکه لاسبند چې تر مړوند راتاو شوی وي؛ خو خپل پوځونه په حرکت نه راولي او د مسلمانانو د مرستې غوښتنې ته ځواب نه وایي. هغوی ځانونه ذلیل او خوار کړي دي او دا څه بد حالت دی چې یو ژوندی انسان د نورو د ټپونو او زخمونو درد نشي حس کولی!

اې د اسلامي پوځونو سرتېرو!

تاسو پوهېږئ چې فلسطین یوه مبارکه خاوره ده او په دې کې هېڅ شک نشته دی؛ هغه اسلامي خاوره چې یهود باید هېڅ ډول واک پرې ونه لري. د دوو دولتونو حللاره هم په دې خاوره کې ځای نه لري. لکه څنګه چې عمر فاروق هغه فتحه کړه، راشده خلفاوو خوندي کړه، صلاح‌الدین ازاده کړه او عبدالحمید له یهودو څخه وساتله، همداسې به دا خاوره یو ځل بیا د الله سبحانه وتعالی د رښتینو سرتېرو په هڅه را وګرځي. دوی به د هغه امام په مشرۍ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ به یې په لاس کې نیولی وي، دغه خاوره ازاده کړي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه حدیث به پر ځای کړي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ» (مسلم)

ژباړه: تاسو به خامخا له یهودو سره جنګېږئ، نو هغوی به حتمي وژنئ.

اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو!

ایا له دوو نېکیو څخه د یوې هیله‌من نه یئ؟

‏‏﴿يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (۱۲) وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: 12-13]

ژباړه: (که چېرې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ) ستاسو ګناهونه به وبښي او تاسو به د جنت هغو باغونو ته داخل کړي، چې تر (ماڼیو او ونو) لاندې یې روانې ویالې دي او تاسو ته به په غوره کورونو کې ځای درکړي، چې د جنت په باغونو کې د تل لپاره جوړ شوي دي. دا تر ټولو لوی بریالیتوب دی. (پر دغو نعمتونو سربېره) نور نعمتونه هم لرئ، چې نږدې بریالیتوب او فتحه ده او (اې پیغمبره!) مومنانو ته د همدې زېری ورکړه.

اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو!

د دې مبارکې خاورې د ملاتړ لپاره حرکت وکړئ، ترڅو یو ځل بیا دغه مبارکه خاوره د اسلام پر کور بدله شي. الله د هغه چا مرسته کوي، څوک چې د هغه (د هغه د شعایرو) مرسته وکړي:

﴿وَ لَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]

ژباړه: او الله حتمي د هغه چا مرسته کوي، څوک چې د هغه (د دین) مرسته وکړي، الله (سبحانه وتعالی) ځواکمن او برلاسی دی.

حزب‌التحریر

د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی‌الاولی ۲۷مه

۲۰۲۴م کال د نومبر ۲۹مه

ژباړن: صهیب منصور

 

د مطلب ادامه...

د وحې تر نزول وروسته د ښځې مقام

(ژباړه)

له ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې ویې ویل:

«بَايَعْنَا رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فَقَرَأَ عَلَيْنَا: {أَنْ لا يُشْرِكْنَ باللَّهِ شيئًا}، ونَهَانَا عَنِ النِّيَاحَةِ، فَقَبَضَتِ امْرَأَةٌ يَدَهَا، فَقالَتْ: أسْعَدَتْنِي فُلَانَةُ، أُرِيدُ أنْ أجْزِيَهَا، فَما قالَ لَهَا النبيُّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ شيئًا، فَانْطَلَقَتْ ورَجَعَتْ، فَبَايَعَهَا.» (رواه البخاري)

ژباړه: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ او هغه دغه ايت را ته ولوست: «... چې له الله سره به هيڅ شی نه شریکوي...» او موږ يې له ویر (ساندو) څخه منعه کړو. یوې ښځې خپل لاس را غونډ کړ او ویې ویل: فلانۍ ماته له ما سره مرسته کړې (زما پر مړي يې وير کړی او ساندې يې ويلي) او غواړم چې بدله يې ورکړم (زه هم د هغه پر مړي وژاړم او وير وکړم). رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ ورته ونه ویل. ښځه لاړه، بیرته را وګرځېده او وروسته یې بیعت وکړ.

د وحې د نزول له پیل سره سم ښځه هغې اصلي موخې ته چې د هغې لپاره پیدا شوې وه، ورسېده او هغه د الله سبحانه وتعالی عبادت دی او په دې پوه شوه چې د تکلیف په ادا کولو او مسوولیت منلو کې له نارینه‌وو سره برابره ده؛ خو خپل هغه توان او ځانګړتیاوو ته په پام سره چې الله سبحانه وتعالی هغې ته ورکړي دي او همدارنګه د هغه چلند خلاف چې د جاهلیت په وخت کې به له ښځو سره کېده. په همدې توګه ښځې پوه شوې چې له حاکم سره د بیعت کولو حق لري، هغه ته د مشورې ورکولو حق لري او کولی شي چې د حسبه قاضي او د خصومتونو او هغو نورو چارو د حلولو قاضي شي، چې ښځې له هغو څخه معلومات لري. د هغو کسانو له نظره چې په جاهلیت کې یې ژوند کاوه، دا شونې نه وه چې ښځه دې په ټولنه کې دغه مقام ته ورسېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره بیعت وکړ او دا په ټولنه کې د ښځو د مقام د لوړېدو او داسې ځای ته د هغوی د رسولو لپاره لومړی ګام و، چې الله سبحانه وتعالی د دوی لپاره ټاکلی و، ترڅو د اسلام دعوتګرې شي، د راتلونکو نسلونو روزونکې شي او هغه نیکمرغه مېرمنې شي، چې د خپل خاوند زړه ته خوښي او خوشالي دننه کړي.

ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تر بیعت وروسته د علم زده کړه او د الله سبحانه وتعالی د فرایضو پر ځای کول پیل کړل او تر خپله وسه یې دغه فرایض ترسره کول. لکه څنګه چې د فرضونو په ادا کولو کې یې هڅه کوله، همداسې یې له حرامو څخه هم ځان ساته. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته امر وکړ چې له شرک او ویر کړلو څخه ډډه وکړي، نو دوی پوه شوې چې دا امر د هغه قانون یوه برخه ده، چې الله سبحانه وتعالی د ښځې او رب تر منځ د اړیکې د تنظیم لپاره رامنځته کړی او ښځې بې‌ګټې نه دي پیدا شوي، بلکې پر خپلو حقونو سربېره واجبات هم لري، چې باید ترسره یې کړي. په پایله کې ښځه یوازې هغه مهال خپل مقام پیدا کولی شي، چې هغه وپېژني او دا چاره یوازې هغه وخت شونې ده، چې د خپل رب شریعت زده کړي.

 

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د امت له لارې څخه د حکامو لرې کول

(ژباړه)

د ابن حجر عسقلاني په اثر د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کې تر «إماطة الأذی» باب لاندې داسې راغلي دي: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إماطة الأذي عن الطريق صدقة» (متفق عليه)

ژباړه: له لارې څخه د هغه شي لرې کول، چې د (مسلمانانو) د ځورېدو لامل کېږي، صدقه ده.

اسلام د ژوند په ټولو برخو کې موږ د نېکو اخلاقو رعایت کولو ته دعوتوي. که چېرې یو مسلمان پر لاره تېرېږي او کوم خنډ وویني، باید هغه له مخې لرې کړي. که یې ناسمه خبره واورېده، باید په معروف یې امر او له منکر څخه یې منعه کړي او که له داسې پېښې سره مخ شو چې هلته د مرستې اړتیا وه، باید مرسته ورسره وکړي. اسلام موږ ته راښودلي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې دغه ډول چلند وکړو.

کله چې "په لاره کې د خنډونو او اذيت څیزونو د لرې کولو" په اړه څه وایو، په حقیقت کې د مسلمانانو له ژوند او لارې څخه د ظالمو حکامو د لرې کېدو په اړه خبرې کوو؛ ځکه پر دغه امت د اوسنیو حکامو له ظلم څخه ستر ظلم او ازار به چېرې وي، چې د خلکو پر وینه او عزت یې تېری کړی دی؟ دغو حکامو هغه خیانت ترسره کړ چې په تاریخ کې یې ‌ساری نه دی لیدل شوی او داسې خیانتونه یې وکړل چې مسلمانانو یې (د اسلامي حاکمیت) په هېڅ دوره کې بېلګه نه ده لیدلې.

پر همدغه اساس خاین حکام هغه لوی ازار او خنډ دی، چې د مسلمانانو له ژوند او لارې څخه د هغوی د لرې کېدو لپاره باید هڅه وکړو! نو (اې مسلمانانو!) له هغو مخلصو دعوتګرانو سره یوځای شئ، چې د خاينو حکامو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي او د هغه خلیفه د ټاکلو لپاره کار وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ عمل کوي او خلک د هوساینې او امنیت لوري ته هدایت کوي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او کړاوونه حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې کړي! اې ربه! پخپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې