پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د زکات مستحقينو ته د زکات ورکولو اعظمي حد

  • خپور شوی په فقهي

شاني ایاز ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

زه يوه پوښتنه لرم، هیله ده راته ځواب یې کړئ.

يو کس په زکات کې څومره پیسې ترلاسه کولی شي؟ د بېلګې په ډول؛ يو کس دومره پيسې ترلاسه کولی شي چې کور پرې جوړ کړي، البته که دغه کس کور ونه لري؟ يا هم داسې يو حد شته چې يو کس څومره پيسې ترلاسه کولی شي؟ جزاک الله

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستا پوښتنه مستحق کس ته د زکات د اعظمي حد ورکولو په اړه ده.

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په شريعت کې په دې اړه کوم ښکاره نص نشته چې وښیي د زکات اعظمي حد څومره دی، چې یو مستحق کس ته باید ورکړل شي. خو د زکات (صدقې) په اړه ايت شته چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

[التوبة:۶۰]

ژباړه: دا صدقات (زکاتونه) د فقیرانو او مسکینانو لپاره دي او د هغو خلکو لپاره چې د صدقې (زکاتونو) د چارو مامورین وي، د هغو لپاره چې موخه یې زړونه لاسته راوړل وي. دغه راز د غاړې خلاصول (مسوولیت اداکول) او د پوروړو د مرستې لپاره، د الله په لار کې، او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. دا د  الله تعالی له لورې یوه فریضه ده. الله سبحانه وتعالی په هر څه پوهېدونکی او د حکمت څښتن دی.

کېدای شي له دغه ایت څخه یو مستحق کس ته د اعظمي اندازې زکات ورکولو په اړه استنباط وکړو. دا ځکه په دې ايت کې زکات اخيستونکي کسان له بشپړ وضاحت سره بيان شوي او دوی ته د زکات ورکولو علت هم ښودل شوی دی. دا په دې مانا چې زکات اخيستونکي د دوی د شته حالت په نظر کې نيولو سره د زکات مستحقین ګرځېدلي دي. تر کومه ځايه چې په پورته ايت کې د زکات مستحقين ډلبندي شوي، نو زکات همدوی ته ورکول کېږي. که د يادې ډلبندۍ له مخې کوم څوک د زکات مستحق نه شي، نو زکات نه ورکول کېږي.

د بېلګې په ډول: د بېوزلۍ او اړمنتیا د تعریف له مخې بېوزله او اړمن کسان د زکات مستحقين دي، نو دوی ته د زکات ورکولو اعظمي حد هغه مقدار زکات دی، چې دوی د اړتیا له حالت څخه وباسي. يعني هغه زکات چې دوی شتمنوي او دوی د زکات د مستحقينو له ډلې څخه باسي. يا په بل عبارت؛ له زکات ورکولو وروسته پر دوی هغه تعریف پلی نه شي چې یو کس یې له مخې فقیر او بېوزله پېژندل کېږي. دوی ته ښايي هغومره اندازه زکات ورنه کړل شي چې فقر له منځه وړي او ياده اندازه کېدای شي له يوه تن څخه بل تن ته او له يوه حالت څخه بل حالت ته توپير ولري.

د بېلګې په ډول، زکات ټولونکي (العاملین عليها) ته ځکه زکات ورکول کېږي، چې د دوی دنده همدغه زکات ټولول دي، يعني د زکات ټولولو په لار کې د دوی د هڅو په بدل کې زکات ورکول کېږي. دولت کولی شي د دوی هڅو ته په کتو تنخوا ورکړي. که دولت دوی ته تنخواګانې ونه ټاکي، دوی ته به د دوی د هڅو بدله (المثل) ورکول کېږي، نه زیات. ځکه زکات دوی ته نه دی وربښل شوی، دوی یوازې د خپلو هڅو بدله ترلاسه کوي.

دغه راز پوروړي (غارمين) ته په دې موخه زکات ورکول کېږي چې خپل پور په بشپړه توګه تادیه کړي او تر دې زيات شی په زکات کې نه ورکول کېږي، ځکه دوی د پور له امله د زکات مستحقین ګڼل شوي دي. که دغه تعریف بدلون وموند او پر دوی نه پلی کېده، نو دوی د زکات مستحقين نه دي.

له همدې امله دا د ټولو ډلو لپاره صدق کوي؛ دوی ته زکات په دې موخه ورکول کېږي، ترڅو د دوی دغه حالت چې دوی يې د زکات مستحقین ګرځولي دي، ترې لرې شي. که د دوی دغه حالت بدلون مومي چې دوی يې د زکات مستحقين ګرځولي ، بیا نو دوی د زکات مسحقين نه دي.

له پورته ښودل شویو ماناوو څخه یې موږ ځیني د " خلافت د دولت مالي سرچينو " کتاب کې د زکات د مصارفو په فصل کې ذکر کړي چې په لاندې ډول دي:

۱. بېوزله (الفقرا): هغه کسان دي چې د خپلو لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره په کافي اندازه پیسې لاسته نه شي راوړلای، ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه غذا، جامې او سرپناه پرې برابره کړي. هر هغه څوک چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لږ عايد لاسته راوړي بېوزله ګڼل کېږي، نو صدقه (زکات) اخيستل ورته جواز لري. دغه کسان زکات اخيستلی شي، دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده اړتيا او فقر له منځه يوسي. الله سبحانه وتعالی شتمن له زکات اخيستلو منع کړی دي. امام احمد او اهل سنت له عبدالله بن عامر څخه روايت کوي: د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لا تحل الصدقة لغنيّ، ولا لذي مِرَّةٍ سَوِيّ»

ژباړه: صدقه (زکات) د شتمن کس لپاره نه ده روا او نه هغه چا ته روا ده چې روغ او پياوړی وجود لري. ذي مرة هغه کس دی چې ځواک او د رزق لاسته راوړلو توان ولري. که دی توانايي او ځواک ونه لري، نو بيا بېوزله ګڼل کېږي. شتمن هغه کس دی چې له نورو څخه په مالي لحاظ خپلواک وي. داسې چې تر خپلو اړتياوو زيات عايد لاسته رواړي. په دې اړه احادیث شته چې شتمن کس یې واضح کړی دی. عبدالله بن مسعود وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«ما من أحد يسأل مسألة، وهو عنها غني، إلاّ جاءت يوم القيامة كدوحاً، أو خدوشاً، أو خموشاً في وجهه. قيل: يا رسول الله، وما غناه، أو ما يغنيه؟ قال: خمسون درهماً، أو حسابها من الذهب»

(رواه الخمسة)

ژباړه: هيڅوک په داسې حال کې د کوم شي غوښتنه نه کوي چې شتمن وي. که داسې وکړي، دی به د قيامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې مخ يې چیچل شوی، توږل شوی او ټپي شوی وي. يو چا وويل، ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، د ده شتمني څومره کېدای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:۵۰ درهمه يا د هغه معادل سره زر.

څوک چې ۵۰ درهمه یا ۱۴۸،۷۵ ګرامه سپين زر، يا یې معادل سره زر ولري او د ده د غذا، جامو، سرپناه، کورنۍ ماشومانو او نوکر تر لګښتونو زیات شي، دی بډای ګڼل کېږي او د ده لپاره جواز نه شته چې د زکات مال واخلي.

۲. مفلس (المساکين): دوی هغه کسان دي چې څه نه لري او مفلسۍ سخت راګير کړي وي، خو بيا هم دوی له خلکو څخه د کوم شي غوښتنه یا سوال نه کوي. ابوهريره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وایي: 

«ليس المسكين الذي يطوف على النّاس، تَرُدُّه اللقمة واللقمتان، والتمرة والتمرتان، ولكن المسكين الذي لا يجد غنى يغنيه، ولا يفطن به فيتصدق عليه، ولا يقوم فيسأل النّاس»

ژباړه: مسکين هغه کس نه دی چې په خلکو پسې ځي او له دوی څخه يوه يا دوې ګولې ډوډۍ يا يوه یا دوې خرماوې غواړي. مسکين هغه څوک دی چې دومره څه نه شي پيدا کولی چې د ده لپاره بسنه وکړي او نه هم خلک د ده حالت درک کولای شي، ترڅو خيرات ورکړي. نه هم دی له خلکو سوال کوي.

(متفق عليه)

 مسکين د الله سبحانه تعالی د قول مطابق تر فقير د شتمنۍ له اړخه خوار دی: (أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ) [البلد: ۱۶]  ژباړه: یا پر خاورو ناست مسکين ته. یعني د ده د لوږې او لوڅوالي له امله په خاورو ککړ وي. زکات (صدقه) د مسکين لپاره روا دی او دی یې ترلاسه کولی شي. ده ته په دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده نيستي پرې لېري شي او دی پرې خپلې لومړنۍ اړتياوي پوره کړای شي.

۳. هغه کسان چې د زکات ټولولو دنده ورسپارل شوې ده (العاملين علیها): دوی پيغام رسوونکي او د صدقې ټولونکي دي او دنده ورکړل شوې ده چې صدقه (زکات) له هغو کسانو څخه ټول کړي چې پرې فرض دی، يا ټول شوی زکات پر مستحقينو وېشي. دوی ته هم صدقه (زکات) ورکول کېږي، ان که شتمن هم وي. دوی ته د زکات ټولولو يا ويشلو په مقابل کې د زکات مال ورکول کېږي. ابو عبید له عطا بن ياسر څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ لخمسة: عامل عليها، أو رجل اشتراها بماله، أو رجل له جار فقير تصدّق عليه بصدقة فأهداها إليه، أو غازٍ، أو مغرمٍ»

ژباړه: صدقه (زکات) اخيستل د شتمن لپاره روا نه دي، پرته له دغو پنځو کسانو څخه: هغه څوک چې صدقه ټولوي، هغه سړي چې صدقه په خپلو پيسو سره پېري، هغه چا ته چې صدقه ورکړل شي او دی يې خپل ګاونډي ته خيرات کړي، مجاهد يا پوروړی.

 بسر بن سعيد له ابن السعدي المالکي څخه روايت کوي: "عمر رضی الله عنه زه د صدقې راټولولو مسوول وټاکم. کله چې ما ياده چاره بشپړه کړه او صدقه مې ده ته تسليم کړه، ده زما لپاره د يو څه مزد دستور ورکړ. ما وويل: ما د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ياده چاره ترسره کړې. ده وويل: هغه څه چې زه درکوم هغه واخله. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په دې دنده ګومارل شوی وم. هغه صلی الله عليه وسلم زه ګومارلی وم او ما همدا خبره وکړه چې تا اوس ماته وويل. رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل:

«إذا أعطيت شيئاً من غير أن تَسألَ فَكُلْ وتَصَدَّق»(متفق عليه)

ژباړه: که تا ته له سوال کولو څخه پرته يو څه درکول کېږي، ويې خوره او خيرات يې کړه.

۴. هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت پیدا شي (مؤلفة القلوبه): دا هغه حاکمان، مشران، متنفذين او مخور کسان دي چې لا یې پر اسلام ثبات نه وي پيدا کړی. په داسې حال کې چې خليفه يا د هغه واليان دا مناسبه وګڼي، ترڅو دغو کسانو ته د زکات یوه برخه ورکړي او د دوی په زړونو کې اسلام بشپړ ځای ونيسي. عقيدې يې پياوړې شي او له دوی څخه د اسلام او مسلمانانو په ګټه کار واخيستل شي، یا هم د دوی پر ټولنه اغېز وکړي. دا هغه حالت ته ورته دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوسفيان، عیينه بن حصن، الأقرع بن حابس او عباس بن مرداس او نورو ته زکات ورکاوه. عمرو بن تغلب وايي:  

«أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بمال، أو سبي فقسمه، فأعطى رجالاً، وترك رجالاً، فبلغه أن الذين ترك عتبوا، فحمد الله، ثم أثنى عليه، ثمّ قال: أمَّا بعد، فوالله إني لأعطي الرجل، وأدع الرجل، والذي أدع أحب إليّ من الذي أعطي، ولكني أعطي أقواماً، لما أرى في قلوبهم من الجزع والهلع، وأَكِلُ أقواماً إلى ما جعل الله في قلوبهم من الغنى والخير» [بخاري]

ژباړه: يو څه پيسې او اسیران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لاس ورغلل، نو ويې وېشل. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه شیان ځينو خلکو ته ورکړل او ځينې يې پرېښودل. وروسته خبر شو، هغو کسانو چې ونډه نه وه ترلاسه کړې د کمۍ احساس يې کاوه. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله سبحانه وتعالی حمد او ثنا وويل او زياته يې کړه: پوه شئ! پر  الله قسم ما يوه سړي ته ونډه ورکړه او بل مي پرېښود. هغه کس چې ما پرېښود ما ته ډېر غوره دی، تر هغه چا چې ما ونډه ورکړه. البته، زه هغو خلکو ته چې د دوی په زړونو کې وېره او بې صبري وينم ونډه ورکوم او زه پر نورو هغو خلکو باور لرم چې الله سبحانه وتعالی د دوی په زړونو کې غنا او نيکي اېښې ده.

هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت واچول شي په هغه صورت کې د زکات مستحقین دي چې مسلمانان وي. که دوی کافران وي، دوی ته زکات نه ورکول کېږي، ځکه کافرانو ته زکات ورکول نه دي روا. دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې وینا مطابق چې یمن ته یې د معاذ د لېږلو پر مهال وکړه:

«فأعلمهم أن الله افترض عليهم صدقة في أموالهم، تؤخذ من أغنيائهم، وترد على فقرائهم» ژباړه: دوی پوه کړه چې الله سبحانه وتعالی د دوی پر شتمنو زکات فرض کړی دی چې ورڅخه اخيستل کېږي او بېوزلو ته ورکول کېږي. [دا حدیث بخاري له ابن عباس څخه روايت کړی دی] همدې ته ورته دوی ته په هغه صورت کې زکات نه ورکول کېږي چې د زکات ورکولو علت شتون ونه لري. د علت له مخې دوی ته مخکې زکات ورکول کېده. که دلیل نه وي دوی ته زکات نه ورکول کېږي. لکه ابوبکر او عمر رضی الله تعالی عنهما چې د اسلام له پیاوړتیا او پراختیا وروسته مولفة القلوب ته زکات ورکول بند کړل.

۵. غلامان (الرقاب): هغو غلامانو ته زکات ورکول کېږي، چې يا ورسره بادار د ازادېدلو تړون کړی وي، يا دوی د زکات په پيسو پېرل کېږي او ازادېږي البته په هغه صورت کې چې د ازادولو تړون یې نه وي شوی، خو اوسمهال غلامان نشته.

۶. پوروړي (الغارمين): دوی هغه څوک دي چې پوروړي دي او د پور په ادا کولو کې له ستونزو سره مخ وي. دوی ته ځکه زکات ورکول کېږي چې خپل پورونه تاديه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو مخنيوی وشي، ديت ورکړي يا خپل شخصي پورونه ورکړي. هغه پوروړي چې ديت ورکوي يا شخړې حلوي هغوی ته هم زکات ورکول کېږي که څه هم هغوی شتمن يا بېوزله وي، فقط په هغه اندازه چې دوی خپل پورونه تاديه کړي، نه زيات. انس رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: 

«إن المسألة لا تحل إلاّ لثلاثة، لذي فقر مدقع، أو لذي غرم مفظع، أو لذي دم موجع»

ژباړه: دروېزه کول له دریو کسانو پرته بل چاته نه دي روا: ډېر زیات فقیر، سخت پوروړی او هغه کس چې ديت يې پر غاړه وي او د نه خلاصولو په صورت کې يې د خپلوان ژوند په خطر کې وي.

مسلم، ابوداوود او النسايي له قبيصة بن مخارق الهلالي څخه روايت کوي چې نوموړی وایي:

«تحملت حَمَالَةً، فأتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم، أساله فيها، فقال: أقم حتى تأتينا الصدقة، فنأمر لك بها، ثمّ قال: يا قبيصة، إن المسألة لا تحل إلا لأحد ثلاثة: رجل تحمل حمالة، فحلت له المسألة حتى يصيبها، ثمّ يمسك، ورجل أصابته جائحة اجتاحت ماله، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال سداداً من عيش، ورجل أصابته فاقة حتى يقول ثلاثة من ذوي الحجا من قومه لقد أصابت فلاناً فاقة، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال: سداداً من عيش، فما سواهن في المسألة يا قبيصة، فَسُحْتٌ يأكلها صاحبها سُحْتاً»

ژباړه: زه تر ډېر فشار لاندې راغلم، نو د سوال (دروېزه)  لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ولاړم. هغه راته وفرمايل: په تمه اوسه ترڅو چې موږ ته صدقې راشي، نو له هغو څخه به یې درکړم. وروسته يې وويل: ای قبيصة، سوال کول پرته له درو تنو بل چا ته نه دي روا: هغه کس چې تر ډېر فشار لاندې راشي، نو ده ته جواز شته چې د صدقې غوښتنه وکړي او ترلاسه يې کړي بیا دې د نورې صدقې غوښتنه نه کوي؛ هغه کس چې شتمني يې له مصیبت سره مخ شي، هغه ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره ترلاسه چې د ده اړتياوې پوره کړي او هغه کس چې له فقر سره مخ وي او د ده د محل درې عاقل سړي ووايي چې فلانی سړی له فقر سره مخ دی، بیا ده ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره څه تر لاسه کړي چې د ده اړتياوي پوره کړي. له یادو کسانو پرته چې هر څوک سوال کوي، ای قبيصه، هغه حرامې پيسې خوري.

هغه کسان چې پور اخلي، ترڅو خپلې شخصي چارې مخ ته يوسي دوی ته هم زکات ورکول کېږي، ترڅو خپل پورونه ادا کړي. که دوی بېوزله وي يا هم نه وي بېوزله، خو نه شي کولی خپل پورونه ادا کړي. که شتمن وي او کولی شي چې پورونه ادا کړي دوی ته هيڅ نه ورکول کېږي، ځکه دوی ته زکات  نه دی روا.

۷. د الله سبحانه وتعالی په لار کې (في سبيل الله): يعني جهاد، کوم څه چې د جهاد لپاره لازم وي او جهاد پرې مخ ته ځي لکه: د پوځ تجهیز، د فابریکو تاسيسول او د وسلو توليد. کله چې په قران کريم کې د «في سبيل الله» لفظ يادونه کېږي هدف ترې له جهاد پرته بل شی نه دي. زکات د جهاد لپاره لګول کېږي او اړتیاو یې هم شته. کوم حد يې هم نه دی معلوم چې څومره باید ولګول شي. نو د دې جواز شته چې د خليفه له حکم سره سم ټول زکات يا يوه برخه د جهاد لپاره ولګول شي. ابو داود له ابي سعيد څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله...»

 ژباړه: د شتمن سړي لپاره زکات نه شته پرته له دې چې د الله په لاره کې یې ورکړي.... او په بل روايت کې: « ...أو لغازٍ في سبيل الله...» ژباړه: يا د الله سبحانه وتعالی په لار کې د مجاهد لپاره.

۸. لاروی مسافر (ابن السبيل): هغه کس چې سفر يې ځنډېدلی وي او دومره پيسې ونه لري چې کور ته ځان ورسوي. ده ته دومره اندازه زکات ورکول کېږي چې ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي، کچه یې نه ده مالومه ښایي لږ وي يا زیات. همدارنګه ده ته د ده اړتيا وړ لګښتونه ورکول کېږي، ترڅو ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي ان که دی په خپله سیمه کې شتمن هم وي. رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې تړاو فرمايي: «لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله، أو ابن السبيل، أو...» ژباړه: شتمن ته صدقه نه ده روا پرته د الله په لاره کې، يا مسافر، يا... [ابو داود]

له يادو اتو ډلو پرته بل چا ته زکات نه ورکول کېږي. زکات د مساجدو، روغتونونو، خیريه اسانتیاوو په جوړولو يا د دولت يا امت په چارو کې نه شي مصرف کېدای، ځکه زکات شخصي شتمني ده چې د اتو ډلو لپاره ځانګړې شوې ده او نور هېڅوک له دوی سره په زکات کې ونډه نه لري.
خليفه مسوولیت لري چې يادو اتو ډلو ته زکات، د دوی د ګټو په نظر کې نيولو سره ورکړي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او تر هغه وروسته خليفه ګانو د زکات ورکولو څارنه کړې ده. خليفه ته جواز شته چې د اتو ډلو ترمنځ زکات ووېشي او دی کولی شي چې له يادو اتو ډلو څخه ځينې د مصلحتونو له مخې ترې مستثنا کړي. که له يادو ډلو څخه څوک پيدا نه شي، زکات د بیت المال د صدقاتو په ریاست کې ساتل کېږي، ترڅو په هغه ځای چې اړتيا یې وي د مستحقينو لپاره ولګول شي.

ابن عباس د صدقې په تړاو وايي: «که له يادو اتو ډلو څخه پر يوې ډلې هم صدقه مصرف شي، صدقه صحيح ده.» عطا او حسن هم ورته نظر لري. مالک وايي: «د صدقې ويشل زموږ په اند اجتهادي موضوع ده چې د والي صلاحيت دی او والي حالاتو ته په کتو، هره ډله چې اړتيا ورته لري او د نورو په نسبت لومړيتوب لري ورکوي يې.»

پورته نقل قولونه د (الاموال في دولت الاخلافه)کتاب څخه را اخیستل شوي دي.

فکر کوم همدومره به بس وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او حاکم ذات دی.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابوالرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

 

د مطلب ادامه...

د یمن سیاسیون دروغجن دي

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

په عدن کې د معین عبدالمالک د حکومت د روغتیا او د نفوس وزیر ناصر بوم د چهارشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس درلود. ده په دغه کنفرانس کې په منصوره او عدن کې د کرونا ویروس د پنځو مثبتو پېښو د ثبت او دوو تنو د مړینې خبر ورکړ. د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې د ورځې په سهار په خپل غبرګون کې د وزیر ناصر خبرې رد کړي او دی یې په دروغو او درغلۍ تورن کړی.

 د روغتیا او نفوس وزیر دغه دروغ د هدراموت د والي فارج سلمین البحساني د دروغو وروسته مخې ته راځي. والي د الشهر په ساحلي ښار کې د ۲۰۲۰ م کال د اپریل په څلورمه د کرونا ویروس د لومړنۍ مثبت پېښې تر اعلان وړاندې په خپل ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي او احتیاط کمپاین ترسره کړی و. د ده ترڅنګ په صنعا کې د اینکا د دولت د روغتیا او نفوس وزیر طاحا المتوکیل هم د ۲۰۲۰ م کال د اپریل پر څلورمه پارلمان ته وویل چې د ده دنده له ۲۰۰۳ م کال راهیسې غزول شوې ده. د ده د وزارت د وړاندوینو سره سم به په یمن کې ۲۸ میلیونه خلک د کرونا پر ویروس اخته شي او په دې ډول به دوی یو میلیون بسترونو ته اړتیا ولري. ولې په هېواد کې د کرونا ویروس په اړه دروغ ویل کېږي!؟ دغه دروغ دا په ډاګه کوي چې دوی یوازې غواړي له خپلو کافرو بادارانو څخه د خپلو بانکي اکونټونو تشې خېټې ډکې کړي، نه دا چې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي. دغه کړنې په داسې یو هېواد کې ترسره کېږي چې خلک یې هرڅه لري، خو د دغو واکمنانو له امله به له لوږې مړه شي. همدارنګه روان حالت دا په ډاګه کوي چې دوی د روغتیایي سهولتونو په برابرولو کې پاتې راغلي او په زرګونو خلک د نورمالو شرایطو لاندې د درملنې لپاره بهر ته ځي.

دا په یمن کې د دوو سیاستوالو د څرګندونو حقیقت په ډاګه کوي، د وزیر او والي، دوی غواړي یوازې له خلکو ګټه پورته کړي او حقایق وپوښي. دوی فکر کړي چې سیاست یوازې دروغ او دوه مخيتوب دی؛ ځکه دوی د کپیټلېزم د چټل سیاسي مکتب روزل شوي شاګردان دي او دوی ته د شهزاده ماکیاولي هغه کتاب په لاس کې ورکړل شوی چې یو اصل یې په ډاګه وایې چې، هدف وسیله توجیه کوي. دوی د رسول الله صلی علیه وسلم دغه حدیث نه دی اورېدلی چې وایې:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ»، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: «بني اسرائیل د پیغمبرانو لخوا رهبري کېدل، کله به چې یو پیغمبر مړ شو، نو بل به ورته لېږل کېده، له هغه وروسته به بل و. له ما وروسته پیغمبر نه راځي، خو  خلفا به وي او د دوی شمېر به ډېر وي.» صحابه وو وویل: «موږ په هغه وخت کې باید څه وکړو؟» رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: «له دوی سره یو پر بل پسې بیعت وکړئ او دوی ته حق ورکړئ، له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی به دوی د هغه څه په اړه چې ورکړل شوي محاسبه کړي.»

دوی د یو وړوکي ویروس پر وړاندې چې یوازې تر مایکروسکوب لاندې د لېدلو وړ دی، داسې حالت ته ورسېدل، نو د لویو مسایلو پر وړاندې به څنګه وي!؟ له شک پرته چې دوی فاسقان دي؛ ځکه د یو حکمران په حیث په اسلام کې د عدالت څخه انکار کوي. هو نور د یمن د خلکو لپاره بس دی، دوی باید د هغه خلکو په لټه کې شي چې  د دوی رهبري او د چارو تنظیم د دروغجن سیاست پر ځای د اسلامي سیاست له لارې ترسره کړي او د رسول الله صلی علیه وسلم هغه حدیث په نظر کې ولري چې سیاستوال اړباسي ترڅو د اسلام له لارې حکومت وکړي او له هغه مبارک وروسته د هغه د خلفاوو لاره تعقیب کړي.

اې د یمن خلکو! حزب التحریر یوازینۍ حزب دی چې په پوره صداقت تاسو ته پاملرنه کړي. د امت سره کار کړي ترڅو د خپل ژوند او مرګ موخه د الله سبحانه وتعالی د بیرغ د لوړول وګرځوي او د نبوت پرمنهج د دویم راشده (ریښتیني) خلافت پر تاسیس سره اسلام د امت ژوند ته راستون کړي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته د نبوت پر منهج خلافت راځي.

حزب التحریر-ولایه یمن

 

د مطلب ادامه...

د روژې په مبارکه میاشت کې باید خپل همت لا لوړ کړو!

  • خپور شوی په تثقیفي

سږ کال د روژې مبارکه میاشت نسبت له نورو کلونو څخه په توپیر کې را ورسېدله. دغه توپیر د اسلامي امت د ژوند له ځورېدونو لکه ظلم، وژل، لوږه، د هغو د پانګو لوټل، نورې غمیزې او د پانګوالۍ په اور کې د ټول بشریت د سوځېدو له زاویې نه دی، بلکې د کورونا مصیبت راغی، څو د امت پر ژوند سختۍ او بدبختۍ نورې هم ور ډېرې شي. په ورته وخت کې دې ناوړه پدیدې د پانګوالۍ ایډیولوژۍ له فساد، انحطاط او له هغو فاحشو زیانونو پرده پورته کړه چې بشریت ته یې په عام ډول او مسلمانانو ته یې په خاص ډول رسولي دي.

بیاهم وایو چې په پانګوالۍ ایډیولوژۍ کې هېڅ فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، صحي، ښوونیزه او نظامي مثبته روحیه نشته او د دې تر څنګ ټینګار کوو چې تولید شوي صفتونه باید د بېوسۍ، زیان او لارورکۍ له دیده تولیدوونکی واقعیت منعکس کړي.

له دغې مبارکې مياشتې څخه هر کلی کوو او ټول هیله‌مند او خوښ یو؛ ځکه موږ هغه امت یو چې نا هيلي نه پېژنو. کېدایشي د الله سبحانه وتعالی غوښتنه دا وي چې د کورونا ویروس په رامنځته کېدو سره نړیوال خپل ژوند ته په دقیقه، لویه او تر ټولو ښکاره هنداره کې وګوري.

په اوسني واقعیت او د پانګوالۍ د چټل نظام په پای ته رسېدو، همدارنګه د جدول په سر کې د اسلامي نظام په بیا راتګ سره یو ځل بیا زیر ورکوو او د دې لپاره چې بیا هغه ژوند ته وګرځو، باید له خپل ځان او مال تېر شو؛ هغه نظام چې مسلمانانو د څو پېړیو په ترڅ کې د هغه تر چتر لاندې ژوند کاوه او تر سیوري لاندې یې د اسلام له عزت او پت څخه برخمن وو. الله سبحانه و تعالی  فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[توبه: ١١١]

ژباړه:  له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو ځان او مال د جنت په بیه پېري. هغوی باید د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جګړه وکړي، هڅه وکړي او ووژل شي. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې هغه یې په اسماني کتابونو، تورات، انجیل او قران کې په یو معتبر سرلیک ثبت کړې ده. همدارنګه له هغوی سره یې رښتینې ژمنه کړې ده. څوک تر الله سبحانه وتعالی ښه خپل عهد ته ښه ژمن دي؟ اوس دې د هغې معاملې له کبله پر تاسو زیر وی چې تاسو له الله سبحانه وتعالی سره کړې ده او دا لویه بریا ده.

د مسلمانانو له ننني واقعيت څخه له بده مرغه ښکاري چې  مفاهېم او ارزښتونه يې د هغه څه خلاف دي چې اسلام يې غواړي؛ ځکه دنيوي کارونو ته په سرعت منډې وهي، خو د اخرت لپاره سستي او ټنبلي کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی موږ ته د اخرت کارونو سپارښتنه کړې او داسې وايي: ﴿فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ﴾ ژباړه: د نيکۍ پر لور حرکت وکړئ. همدارنګه فرمايي: ﴿وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ﴾ ژباړه: د خپل رب مغفرت او بښنې ته  مخه کړئ. د دنيوي کړنو لپاره يې هم  لار ښوونې را ته  کړې او داسې يې فرمايلي دي: ﴿فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا﴾ ژباړه: د هغې لارې په شاوخوا کې وګرځئ. یعنې ورو ورو ځئ، بیړه مه کوئ.

دلته دوه پیغامونه لرم: لومړی پیغام مسلمانانو ته دی، هغوی چې تر اوسه د دعوت له کاروان سره نه دي يو ځای شوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾

[توبه: ٣٨]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه وخت چې تاسو ته وویل شي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ته ولاړ شئ، پر ځمکه کېنئ او سستي کوئ؟ ایا د اخرت پر ځای د دنیا ژوند ته خوښ یاست؟ په داسې حال کې چې د اخرت په پرتله د ژوند متاع له یو واړه څیز پرته بل څه نه دي.

فرضونه یوازې هغه نه دي چې تاسو يې په درسونو او جماعتونو کې زده کوئ، چې هغه یوازې په عباداتو راټول دي؛ بلکې په فرضونو کې داسې تاج شته چې ټول فرضونه د هغه په تاسیس سره ترسره کېږي او ټول فرضونه یوازې د همغه فرض یا تاج په تاسیس کېدو سره شوني دي.

له شک پرته هغه فرض د الله سبحانه وتعالی د حکم نافذول (د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت راتګ) دی. دغه فرض په کورونو او جماعتونو کې په کېناستلو او دعا کړلو نه راځي؛ باید قرباني ورکړو. د هغه لپاره قرباني لازمه ده. شرعي قاعده ده «ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب» (هغه څه چې له هغه پرته واجب نه بشپړېږي، هغه هم واجب دي.) یعنې قرباني ورکول فرض ده.

نو اې مسلمانانو! اصحاب کرام ـرضی الله عنهم اجمعین چې د اسلام لپاره يې سختۍ ګاللې او په دغه لار کې يې کلک عزم او کوښښ کړی، د خپل ځان لپاره يې غوره نمونه او لارښوود وګڼئ، څو خپل ځان د حساب په ورځ له عذابه خلاص کړئ.  ابو درداء رضی الله عنه فرمايلي: د هغه څه نه چې ډېره وېره لرم، دا دي چې د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی په حضور کې و درېږم او راته وویل شي چې علم دې زده کړ، نو په هغه دې څه عمل کړی دی؟

دویم پیغام: دویم پیغام خپلو دعوت ګرو وړنو او خویندو ته لرم او وایم: څراغ لمبې ته ضرورت لري چې رڼا شي. موږ د امت د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه اخيستی او د امت د بچیانو لاس مو نيولی؛ چې د پانګوالۍ د نظام له چټلیو څخه وژغورل شي او په دغه لاره کې د څراغ بېلګه لرو. موږ ته غوره دا ده چې د څراغ رڼا ډېره او لوړه وي او داسې رڼا خوره کړي چې ټول ځایونه پرې روښانه شي. د دغه کار ترسره کولو لپاره بیا ټنبلي او سستي ونه شي.

هغه ستر مسوولیت چې زموږ پر غاړه دی، پېټی مو يې دروند کړی او حرص مو هم ډېر شوی دی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو عالمانو په ډله کې شامل کړي چې عمل او اخلاص لري، څو د دوزخ له اور څخه په امن کې پاتې شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«العالِمُونَ في النارِ إِلّا العَامِلينَ، والعَامِلونَ في النارِ إِلّا المُخْلصينَ، والمُخْلصونَ في بَلاءٍ عَظيمٍ»

ژباړه: هغه عالمان د جهنم په اور کې دي چې پر علم عمل نه کوي، همدارنګه هغه عمل کوونکي چې اخلاص نه لري، هغوی هم په جهنم کې دي او څوک چې مخلصین دي، هغوی له لویې ازموینې او ابتلاء سره مخ دي.

اوس یې وخت دی چې یو ځل بیا په خپله اراده او عزم غور وکړو او شپه او ورځ کوښښ وکړو، څو خپلې لویې موخې ته ورسېږو او د هغه لپاره د دعوت له کاروان سره يو ځای شو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې خپلې مېرمنې خديجې رضی الله عنها ته يې کړې ده، تل په ياد ولرو.

 «لا راحة بعد الیوم»  یعني له نن وروسته راحتي او اسانتیا نشته. دغه وخت د زړورتیا او عمل دی. د سستۍ پرېښودو وخت دی! خپل کار ته باید دوام ورکړو او په حق منګولې ولګوو. باید خپلې نفسي غوښتنې تر پښو لاندې کړو او اجاړه ور نه کړو چې مخه مو ونیسي. که ودرېږو، دا کړنه سرټیټي او انحراف رامنځته کوي.

څه کم اووه لسيزې کېږي چې موږ اوږد مزل پیل کړی. د الله سبحانه وتعالی په اذن نور به ژر خپل دغه پیل شوي مزل ته ورسېږو. موږ په دغه لوبه کې یو او سترګې مو د هغه وروستۍ پایلې ته په تمه دي.

کله چې لوبغاړی د لوبې پای ته نېږدې کېږي، لا چټک او تېز ګامونه اخلي. تاسو د الله سبحانه وتعالی په لار کې د اعمالو ډېروالي، د قدمونو چټک والي او د الله سبحانه وتعالی د مغفرت لپاره سبقت ته رابولم. د الله سبحانه وتعالی ژمنه راتلونکې او پوره کېدونکې ده. موږ باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړو او يا دغه ځای بل چاته پرې نه ږدو، که نه پېښمانه به شو. الله سبحانه وتعالی ته پناه وړو. ایا ګټونکی له هغه چا سره یوځای کېږي، چې د قطار په وروستیو کې وي؟!

د دې لپاره چې خپلو کړنو ته وګورو، باید د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه خطبه رایاده کړو: «اې د الله سبحانه وتعالی بنده ګانو پوه شئ! تاسو نن یا سبا مړه کېږئ او د مړینې له نېټې خبر نه یاست. که مو وخت پر داسې کړنو او کارونو تېر کړ چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر کار کولو بوخت وئ، نو دا غوره ده او دا کار د الله سبحانه وتعالی په مرستې سره شونی دی. نو په دغو وختونو او کارونو کې وړاندې له دې چې وخت تېر شي او خدای مه کړه ناوړه کارونو ته وروګرځئ، د ښو کارونو په ترسره کولو کې سبقت وکړئ؛ ځکه داسې قومونه وو چې وختونه یې په بېځایه کارونو تېر کړل او خپل نفسونه یې هېر کړي وو.

زه تاسو د هغوی په څېر له کارونو راګرځوم، نو ژر کوئ او ژر کوئ....! خپل ځانونه وژغورئ، ځکه تاسو داسې یو څوک څاري چې تاسو د ښوو کارونو ترسره کوونکي نه غواړي او د هغه کار ډېر چټک دی.

لیکونکې راضيه عبدالله

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر راډيو ته

ژباړن: الهام (پردېس)

د مطلب ادامه...

د خلکو د ساتنې په پلمه حکومت قرنطین اوږدوي او په دې سره د خلکو کړاوونه نور هم ډېروي چې د دفاع قانون څخه مخکې یې د ترسره کېدلو جرأت نه کېدو!

  • خپور شوی په اردن

د کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوی، د دفاع قانون د وضع کېدلو لامل نه و، بلکې دا یو فرصت و، چې رژیم او حکومت یې انتظار ایستلو تر څو د کرونا ویروس او قرنطین څخه پرته احتیاطی تدابیر وضع کړي. د دې لپاره شواهد هغه بدلونونه او بندیزونه دي، چې په عین وخت کې نورمال ژوند ته د تدریجي بېرته راستنېدو لپاره په خپلو پرېکړو او دفاعي قوانینو کې د حکومت په اړه لیدل کېږي.

په پیل کې، له دغه ویروس څخه د  ډار او وېرې لپاره کار واخیستل شو تر څو وکولای شي چې پر خلکو خپل اقدامات پلي کړي، په بشپړه توګه دوی په خپلو کورونو کې قرنطین کړي او پرته له څو مشخصو ځایونو او وختونو څخه خلک له معیشت او د ژوند له چارو څخه راوګرځوي. د ناورین په پيل کې یې هېڅ نه ویل او نه یې هم د مخنیوي پر وړاندې ګامونه اخیستل، میاشت تېره شوه چې اوس لومړی وزیر د اونیو او میاشتو د کړکېچ د دوام په اړه غږېږي. سربېره پر دې چې په عمومي ډول د ناروغۍ کنټرول او د قضیو کمېدل دا په ګوته کوي چې په اردن کې رژيم د اقداماتو مسئله پای ته نه ده رسولې او پر خلکو د پلي کولو په لټه کې دي، غواړي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او پر خلکو نرم فشار راوړي چې د کرونا ویروس څخه وړاندې یې نه درلود. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ»

ژباړه: «اې الله سبحانه و  تعالی، څوک چې زما د خلکو پر چارو یو ډول کنټرول تر لاسه کوي او پر هغوی سخت دي، پر هغه باندې سخت شه، څوک چې زما د خلکو پر چارو  یو ډول کنټرول تر لاسه کوي او پر دوی مهربان دی ـ د هغه سره مهربان اوسه».

رژيم او حکومت پرته له هغه ناعادلانه وضعیت څخه چې له مرستې او همکارۍ څخه لرې دي، خلک له کار کولو څخه راګرځوي او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو مخنیوی یې کوي، دوی د پلورنځیو پرانیستلو او پير او پلور ته نه پرېښودل کېږي، د حکومت ویاند تکرار کړې، چې حکومت په ډېر ناوړه وضعیت کې ښکېل دی، هر څوک چې دولتي مرسته غواړي، هغه مرسته چې نه لوږه لرې کولای شي او نه هم څوک سم تغذیه کوي او څوک چې غواړي خپل کار ته دوام ورکړي او خپل دوکانونه پرانیزي، اړ دي چې په ټولنیز امنیت کې ځان ثبت کړي، حتی که څه هم دا ثبت اختیاري دی او له ۱۰۰ زرو څخه ډېرې داسې ادارې شته چې هېڅ ثبت نه دي. 

سربېره پر دې، دولت به د دې کړنلارې لپاره هېڅ فیسونه ترلاسه نه کړي او د کارمندانو معاشونه به ورنه کړي، پرته له هغو کسانو څخه چې د ګرځنده ټليفون له لارې په الکټرونیک ډول ثبت دي، هغه کسان چې بانکي حسابونه نه لري، نغدې پيسې نه ورکول کېږي او د فیس ورکولو لپاره یې انلاین سیسټم ته اړ کوي. هغه څوک چې دا شرایط پوره نه کړي، د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي. ایا له دې څخه ډېره ګټه اخیستل کېدلای شي؟ څه چې رژيم غواړي هغه شخصي معلومات، د خلکو لیست، مالي حسابونو ته لاسرسی، د دوی جیبونه خالي کول او ناروا مالي سیسټم فعاله کول دي. سربېره پر دې هم دولت د سږ کال لپاره د ملکي او نظامي تخصیصونو په مخنیوي سره د ښوونکو د امتیازونو مخه ونیوله، د رژيم حکومت د ښوونیز کال په پيل کې په زور له کارمندانو څخه لوړ امتیازونه اخیستې دي؛ دا هغه موخې دي چې رژيم یې له دې ټولو شرایطو او کړنلارو له لارې په لټه کې دی.

د اردن په ډېرو برخو کې د وبا د کنټرول په اړه د پرله پسې راپورونو سربېره، له هغو ځایونو پرته چې بندیزونه لرې شوي، حکومت بیا هم له خلکو سره په معاملو کې د زورواکۍ او ظالمانه ذهنیت څخه کار اخلي، دوی نه پرېږدي چې مراسم ونیسي. په ځانګړې توګه دوی د جمعې لمونځ ته نه پرېښودل کېږي چې په روژه کې په مسجدونو کې په غوره توګه عبادت وکړي او الله سبحانه و تعالی ته د دعا لاسونه لپه کړي، خو رژیم یې پر بندیز ټینګار کوي. د دوی جرم اوس خلکو ته روښانه شوی دی، ټول خلک اوس پوهېږي، چې د حکومت عذرونه د تارکشې(غڼې) له کور څخه هم ډېر کمزوري شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللَّهُ رَعِيَّةً، يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ، إِلَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ»

ژباړه: «هر هغه بنده ته چې د  الله سبحانه و تعالی له لوري د رعیت رعایت وسپارل شي او دی له هغوی سره دوکه وکړي او مړ شي، الله سبحانه و تعالی به جنت پرې حرام وګرځوي»

د رژیم او حکومت تر څارنې لاندې اقتصادي، مالي او د باج اخیستلو اقدامات، یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې د کرونا له ناورین څخه تېر شي، څوک چې مدافع قوانین د الکټرونيکي پیسو د معامله کولو سره د غصب شوې پانګوالي اقتصادي نظام سره معامله کوي او د مسجدونو د تړلو په دوام سره د هغوی د پرانیستل کېدو لپاره اړین ګامونه اخلي، حکومت د کرونا ویروس څخه وړاندې دا جرات نه کولو چې دا اقدامات وضع کړي، ځکه چې د خلکو د روغتیا ساتلو له توجیه څخه ليرې دي او حکومت او وزیران یې ادعا کوي چې نوي اقدامات به ترسره کړي.

امت د رژیم پر لوبو، دروغو او حضور ډېر ښه پوهېږي. ټولې اندېښنې یې یوازې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د پروګرامونو او د ټرامپ د معاملې د شرایطو د پوره کولو لپاره کار کول دي، د خلکو د ژوند او روغتیا لپاره اندېښنه نه لري، بلکې دوی محکوموي او دا اقدامات پرې مني، د یهودي شرکت سره د ګازو تړون هوکړه یوازې څو میاشتې کېږي، مګر بیا هم ټولو خلکو رد کړ.

لکه څنګه چې امت ورځ تر بلې پوهېږي، چې حاکم رژیمونه یوازې د استعماري کفارو د چوپړ لپاره دي. دوی اوس پوهېږي او ليوالتیا لري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره مټې راونغاړي او په دې سره د خپلو لمونځونو، روژو او زکاتونو سره د الله سبحانه و تعالی رضایت تر لاسه کړي، د عزت او مال ساتنه وکړي او د کفارو له منګولو یې مالونه او شتمنۍ بېرته راوګرځوي.

[الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجاً أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ]

ژباړه: «هغه خلک چې د دنیا ژوند پر اخرت غوره بولي، دغه راز د الله سبحانه و تعالی له لارې خلک منع کوي او غواړي چې دغه لاره (د هغوی له هیلو سره سمه) کږه شي؛ نو دا خلک په ګمراهۍ کې ډېر ليرې تللي دي

[ابراهیم:۳]

د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

په اسلامي نړۍ کې ویل کېږي چې شریعت نه عملي کېږي

خبر:

دغه اصلاحات چې د سعودي عربستان د پاچا سلمان او د نوموړي د زوی (ولیعهد محمد) له خوا ورته اقدام شوی، د قضا په ګډون د ژوند هره برخه په نظر کې نیسي. په تېرو نږدې وختونو کې د یاد هېواد سترې محکمې د شریعت د جزا د له منځه وړلو لپاره قانون جوړ کړ، تر څو هغه خلک چې د زناکولو له امله په درو وهل کېږي، یا د الکول خوړلو او یا هم د غلا کولو له امله سزا ورکول کېږي باید وبښل شي. (سرچینه:(islamnews.ru)

تبصره:

له یادو پېښو څخه معلومېږي چې سعودي عربستان د ډیموکراسۍ په پلوۍ د شریعت د قانون له تطبیق څخه ځان ګوښه کوي. په اصل کې هغه ادعاوې چې د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې د شریعت د قانون عملي کولو تر شعار لاندې کېږي یوازې تش په نامه خبرې دي. په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران اسلامي جمهوریتونه او د سعودي عربستان پاچاهي یې ښه مثالونه دي. همدارنګه سوډان، افغانستان او شمال لویدیځې افریقا او داسې نور هېوادونه د یادولو وړ دي.

دغه ارزښت لرونکی یاددښت د دغه داستان عیبونه په ډاګه کوي، چې هر هېواد یې د اداري او اقتصادي سیستم له مخې ښه مشخص کېږي. د حکومتونو د بېلابېلو څانګو او د دوی د قدرتونو تعریف داسې دی چې د هېواد مشر او د نوموړي د انتخاب مودې سرچینه مقننه قوه ده، مهمه اقتصادي ستونزه د دارایۍ ډولونه دي، د هېواد د پیسو پلان یوازې د معیارونو په وېشلو سره رامنځ ته کېږي چې په دغه کار سره باید په هېواد کې د شریعت لپاره اړتیا وسنجول شي.  

دا ناسمه ده چې شریعت د یو جدا عنصر په ډول او یا له نورو قوانینو سره د یو برابر قانون په ډول ومنل شي. سربېره پردې ږیره حتا پنځه وخته لمونځ هم د اسلامي نړۍ د مشرانو له عاداتو پرته بل څه نه دي، لنډه دا چې د اسلامي نړۍ د رهبرانو هېڅ عمل له شریعت سره برابر نه دی. د متحده ایالاتو سیاسي سیستم هم د مسیحیت پر اساس نه دی، حتی د متحده ایالتونو ولسمشر پر انجیل باندې قسم یادوي. دغه تش په نامه له نومونو سره لکه د ایران او پاکستان سره د اسلامي جمهوریت تړل د یادو هېوادونو سیاست دی چې په عام ډول وښیي چې اسلامي هېوادونه دي. تر اوسه پورې مقننه قوه د شریعت نه، بلکې د پارلمان په واک کې ده لکه څنګه چې د اسلام خوښه ده داسې نه ده.

که سعودي عربستان ته راوګرځو، نو دا به کافي وي چې ووایو، په اساساتو کې اسلام د حکومتدارۍ سلطنتي سیستم منع کړی دی. پر اسلامي شریعت بنا هېواد ته د پاچاهۍ سیستم نه دی روا. مګر زه دوه ډېر ساده مثالونه درته بیانوم: د معلوماتو پر اساس له ۲۰۱۶ م کال څخه راپه دېخوا سعودي عربستان په امریکا کې د خپلو قرضونو ۲۰٪ طلا او یا هم بهرنۍ تبادلې ذخیره ترلاسه کړې ده. موږ د امریکا د دولت قرضونو د خوندیتوب په هکله د مشخصې ګټې پر نرخ خبره کوو.

هو! تاسې به اورېدلي وي چې دغه هېوادونه چې ځانته واحدپرستان هم وایي، د سود له لارې ګټه لاسته راوړي، چې سود قران او سنتو په واسطه په ښکاره ډول منع شوی دی.

لاندې مثالونه د ځینو هېوادونو د بهرني سیاست په هکله وړاندې کوم چې یاد هېوادونه په ښه ډول واضح کوي. تاسو فکر کولو چې په ۲۰۱۱م کال کې په مصر کې د انقلاب پر وخت سعودي له مرسي څخه ملاتړ کولو، مګر داسې خبره نه وه. سعودي عربستان له دېکتاتور حسن مبارک څخه هم ملاتړ کولو. وروسته له دې چې مرسي واک په لاس کې واخیست، نوموړي خپل حکومت له لاسه ورکړی و. مګر کله چې په ۲۰۱۳ م کال کې د پوځ په لاس له واک څخه لرې شو، نو سعودي عربستان هم خپل ملاتړ د مصر له نوي فرعون الفتاح السیسي څخه اعلان کړ. دا د لمر په څېر یو روښانه حقیقت دی چې په منځني ختیځ کې سعودي د امریکا یو وفاداره متحد دی.

پایله:

په اسلامي نړۍ کې هېڅ کوم هېواد نشته چې په پوره ډول د الله سبحانه وتعالی شریعت عملي کړي. ټول تش په نامه اسلامي هېوادونه که مخکې تېرشوي او یا اوس موجود دي لکه سېکولر ډيموکراسۍ، پاچاهۍ او جمهوریتونه د شریعت له ځینو ځانګړو قوانینو څخه پرته یې په پوره ډول شریعت نه دی عملي کړی.

دغه ناسم ویل چې د نورو ناسمو تعبیرونو څخه رامنځ ته شوي او بیا یې په اسلام پورې ورتړلي دي، چې نن ورځ یې اسلامي نړۍ له پرمختګ څخه وروسته پاتې کړې ده. همدارنګه په اصل کې اسلامي نړۍ د عثماني خلافت له سقوط څخه وروسته (۱۹۲۴م) کال څخه راپه دېخوا د اسلامي شریعت قانون هېڅ کله هم نه دی عملي کړی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: فاضل

په اکراین کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رئیس

 

 

د مطلب ادامه...

د کرونا ویروس (کوویډ ۱۹) خپرېدو په مسلمانانو کې شته خیر او د واکمنانو فساد په ډاګه کړ!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د پاکستان نجیب او عزتمند مسلمانان به د هرې هغې بلا پر وړاندې چې د الله سبحانه وتعالی له لوري وه، لکه زلزله او سېلابونه، داځل هم په صبر، زغم او د کرونا ویروس پر وړاندې د خواخوږۍ احساس په درلودو سره مبارزه کوي. نو هلته خلکو له هرې هغې وسیلې چې ګټه یې رسولی شوای د خپلې ټولنې له خلکو سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره له یوبل سره مرسته وکړه. د دوی دغه عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم دی. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

(ابن ماجه)

ژباړه: مه د زیان لامل کېږئ او مه چاته زیان رسوئ!

په غرب کې د خپلسرو خریداریو او د دې وبا د خپرېدو په جریان کې د لومړنیو توکو د برابرولو په پرتله، د پاکستان مسلمانانو خپل پام تر ډېره خریداریو ته کړ. دوی له بېوزلو کسانو سره په مرسته کولو کې له خپلو شتمنیو ګټه واخیسته. نو دا عمل یې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ اَلدُّنْيَا، نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ»‏‏

(سنن ترمذی)

ژباړه: هر هغه څوک چې د دونیا له غمیزو او مصبتونو یو مسلمان وژغوري، الله سبحانه وتعالی هغه د قیامت په ورځ له مصبتونو څخه ساتي.

د پاکستان مسلمانانو په صبر، دعا او پر الله سبحانه وتعالی په توکل سره پخپل باطن کې په شته خیر غوښتنې او خیر رسوونې سره د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې دا څه ثابت کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عِظَمُ الْجَزَاءِ مَعَ عِظَمِ الْبَلاَءِ وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلاَهُمْ فَمَنْ رَضِيَ فَلَهُ الرِّضَا وَمَنْسَخِطَ فَلَهُ السُّخْطُ»

(ابن ماجه)

ژباړه: تر ټولو ډېر ثوابونه له لویو بلاګانو سره دي او هر کله چې الله سبحانه وتعالی له کوم چا سره مینه ولري، هغوی له بلا سره مخ کوي؛ نو که هغه راضي او خوښ و، د الله سبحانه وتعالی خوښي یې تر لاسه کړه او که ناخوښ و، غچ یې ترې اخلي.

 د پاکستان د واکمنانو او عامو خلکو تر منځ ښکاره ټکر لیدل کېږي. له یوې خوا پر اسلام د پاکستان د مسلمانانو منګولې لګول او بل خوا د پاکستان واکمنان په خپل حاکمیت کې د هغه څه خلاف امر کوي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي. دغو واکمنانو په دې الهي ابتلا (امتحان) کې د مسلمانانو د ستونزو د حل پر ځای، د اسلام د حکم خلاف د خلکو پر ستونزو نور دروند بار هم ور ډېر کړ. که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته دستور کړی او فرمایلي یي دي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

(رواه بخاری)

ژباړه: که مو واورېدل چې په کوم هېواد کې طاعون ښکاره شوی او خپور شوی دی، هغې خاورې ته مه دننه کېږئ او هر کله چې په داسې خاوره کې اوسېږئ، چې هلته طاعون ښکاره شو، بېرون ته مه ترې وځئ.

د دغه هېواد واکمنانو هغه کسان چې له ایران څخه راتلل او هغه کسان چې پر کرونا اخته وو، په یوه ځای کې وساتل. دغو واکمنانو هغه ټول کسان بیرته ازاد کړل، څو په ټول پاکستان کې خپلو کورونو ته ولاړ شي. دغه امر په بلوچستان، پنجاب او سند کې د کرونا وېروس د خپرېدو لامل شو. که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحِّ»

(رواه بخاری)

ژباړه: د احتیاط په توګه، هېڅ وخت یو ناروغ له بل روغ سره په یو ځای کې مه ساتئ.

همدغو واکمنانو روغ کسان او ناروغان یوځای د دغه هېواد په پولو کې د قرنطین په مرکزونو کې یوځای وساتل او یاد امر د دې لامل شو چې له ناروغ څخه روغ ته د کرونا ویروس د خپرېدو زمینه برابره شي. همدارنګه د دغه هېواد واکمنان پر دې هم ونه توانېدل چې د نرسانو او ډاکترانو لپاره شخصي محافظتي جامې برابرې کړي، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ذرې په هوا کې (aerosole)، چې د روغتون په چاپېریال کې پیدا کېږي، ټولو ته خپرېږي. دوی له یوې خوا له عامو خلکو د یو بل تر منځ د واټن ساتلو غوښتنه کوي، خو له بلې خوا یې له کرونا ویروس څخه د ډاکترانو او نرسانو په ساتلو کې ظلم روا وباله. که څه هم الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ -فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ...﴾

[بقره: 278-279]

ژباړه: اې هغو کسانو چې اېمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی له عذاب او  فرمان څخه له سرغړونې ډډه وکړئ او هغه څه پرېږدئ چې له سود او ربا څخه پاتې دي؛ که مومنان وئ. که مو داسې ونه کړل، پوه شئ چې له الله سبحانه وتعالی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو جګړې ته دانګلي دي.

د پاکستان واکمنان د سودي پورونو د ورکړې په راټولولو ټینګار کوي، چې تر اوسه یې د دولت ډېره برخه بودجه لګولې ده. په داسې حال کې چې د ټولنې عام خلک د روغتیایي سیسټم د ساتنې په اړه له سختې ستونزې او ځورېدنې سره مخ دي. په هغه خاوره کې چې ملي بیړنی حالت اعلان شوی، دویم سودي معاملې چې د شرعیت خلاف دي؛ خو د پاکستان واکمنانو د ډېر پور د اخیستلو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره خبرې اترې وکړې، چې ټولې د سود پر بنسټ دي.

‏یاد حکومت د روغو او ناروغو کسانو د بېلولو لپاره هڅه ونه کړه او وروسته یې په پاکستان کې ملاماتوونکی قرنطین پلی کړ. جالبه دا ده چې وروسته همدغه حکومت د خلکو لپاره مرستندویه اقتصادي بستې (لومړني توکي) اعلان کړل. په حقیقت کې دغه کومکي بستې له غربي حکومت څخه له تقلید کولو پرته بل هېڅ نه دي، چې په دغو پالیسیو سره غواړي د کپیټلېزم ډوبه شوې بېړۍ له ورکېدو او ویجاړېدو څخه وژغوري؛ خو دې وبا یو ځل بیا دا ثابته کړه چې ډیموکراسي د ګواښونو پر وړاندې څومره کمزورې او ماتېدونکې ده.

 د پاکستان واکمنان ان د کوویډ ۱۹ ابتلا د خپرېدو په جریان کې هم غواړي چې تر ډېره د باطلو او سودي معاملو په ترسره کولو کې هڅه وکړي. دغه راز د پاکستان د روپۍ په ډېر چاپېدو سره د هغې د ارزښت راټيټېدل غواړي. همدغه امر د روپۍ په بې ارزښته کېدو سره د تورم ناوړه کېدو ته لار هواروي. د یاد امر پایله د کرونا ویروس تر پایته رسېدو وروسته د ډېرو سودي مالیو د ورکړې لامل کېږي. د پاکستان واکمنانو د الله سبحانه وتعالی له احکامو څخه په پرلپسې سرغړونې سره د الله سبحانه وتعالی دغه کلام حقیقت ثابت کړ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا...﴾

[طه: 124]

ژباړه: هر هغه څوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي (د اسماني کتابونو له احکامو څخه لېرې شي) له سخت او تنګ ژوند سره به مخ شي.

د پاکستان واکمنانو پخپله واکمنۍ کې د غفلت یوه بله دروازه هم پرانیستله او هغه دا چې مسلمانان یې مسجدونو ته له تګ څخه محروم کړل. که عامو خلکو روغتیایي تدابیر مراعات کړي هم وي. په داسې حال کې چې مسلمانان د مغفرت غوښتلو او الله سبحانه وتعالی د نېږدېوالي په موخه مسجدونو ته ځي. له لمانځه څخه د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د واکمنانو اوسنی عمل د اسلام له احکامو سره ښکاره په ټکر کې دی. په اسلام کې د مسجد د لمانځه حکم فرض کفایي او د جمعې د لمانځه حکم فرض عین دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! څنګه چې د حضرت موسی علیه السلام لکڼې د فرعون جادوګر بې نقابه کړل، همغسې د الله سبحانه وتعالی تر ټولو کوچني مخلوق د بشر په لاس جوړ شوي نظام له بې ثباتۍ پرده پورته کړه؛ هغه مخلوق چې یوازې د الکترونیکي میکروسکوپ په واسطه د لیدو وړ دی. د دې وبا خپرېدو نه یوازې په پاکستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو د روغتیا ساتنې او اقتصادي خوندیتوب په برخه کې د پانګوالۍ (کپیټلېزم) او واکمن نظام یعنې د ډیموکراسۍ ناکامي ښکاره کړه.

‏له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی په خپل تر ټولو کوچني مخلوق سره په دونیا کې شته انسانانو ته دا وښودله چې د بشر په لاس جوړ شوی نظام یعنې ډیموکراسي د خلکو د ساتنې په برخه کې ناکامه او بې پروا ده. عام خلک د داسې باطل نظام مستحق نه دي، ځکه د دغه نظام د نسکورېدو وخت رارسېدلی دی. یا له ماتې سره مخ شوی، د ډیموکراسي نظام باید ژر تر ژره له ریښو سره له منځه یووړل شي او پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت تاسیس شي؛ څو د انسانانو په ژوند کې له کوم ځنډ او زیان پرته پر خیر غوښتونکو، نجیبو او رښتینو مسلمانانو یو داسې نظام واکمن شي چې د چارو په ساتنه کې یې پر حق دین ولاړ وي.

په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی د نبوت په تګلاره د راشده ثاني خلافت د تاسیس لپاره یو طلایي فرصت برابر کړی دی. د خلافت د تاسیس کېدو امر له مخالفت او مخالفینو پرته ترسره کېدای شي، ځکه د کرونا ویروس بحران دښمن ښکېلاکګر قدرتونه د خپلو اقتصادونو د سقوط په مخنیوي کې ناکام کړي او په ټولیز ډول یې هم اقتصاد او هم یې په خلکو کې باور له ګواښ سره مخ کړی دی.

 څنګه چې موږ د روژې مبارکې میاشتې په هر کلي کې بیړه کوو، راځئ موږ ټول له ستړیا پرته د ظالم حاکمیت د پای ته رسېدو لپاره فعالیت وکړو او د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو اړوندې واکمنۍ راژوندي کېدو لپاره لاس پکار شو. په رښتیا چې نړۍ اوس دې ته چمتو ده چې د بشر په لاس جوړ شوي نظام درند بار لېرې وغورځوي او دغه نړۍ هغه غوره امت ته په تمه ده چې د لارښوونې لپاره پیدا شوی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ...﴾

[آل‌عمران: 110]

ژباړه: تاسو تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره امت یاست، چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یئ. په معروف امر کوئ، منکر نه ترسره کوئ او پر الله سبحانه وتعالی اېمان لرئ.

حزب التحریر ـ ولایه پاکستان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

ایران د مسلمانو افغانو ځوانانو په ډوبولو یو ځل بیا خپله خاینه او غیر اسلامي څېره ډاګیزه کړه Featured

د ایران پوليسو ۵۸ افغانان له شکنجې وروسته سمندر ته غورځولي دي. یو ژغورل شوی کس وایي چې د ایران پوليسو نوموړی او ۵۷ ملګري يې چې د ایران خاورې ته يې د ننوتو نیت درلود، له شکنجې وروسته سمندر ته غورځولي دي. د هغه په وینا يوازې ۲۳ کسان ژغورل شوي دي.

د حزب‌التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر دغه عمل په خورا سختو ټکو غندي او د دې ویرجنې پېښې په اړه لاندې ټکي د يادونې وړ بولي:

لومړی: افغانستان یوه بډایه اسلامي خاوره ده چې منګی يې له اوبو ډکه دی؛ خو خپله له تندې مري. افغانستان سرشاره طبیعي سرچینې لري؛ خو د چارواکو د عذر او د استعمار د حاکمیت له امله هېڅکله دا فرصت نه دی ورکړل شوی او نه يې ورکوي، ترڅو پر خپل ځان یو متکي هېواد شي او له خپلو سرچينو سمه ګټه واخلي. سياسي او اقتصادي تړښت د غربي استمعار یو اسلوب دی چې پر اسلامي خاورو تپل شوی. له همدې امله د دې خاورې میلیونونه ځوانان د فقر او يوې ګولې ډوډۍ د لاسته راوړلو له امله نورو هېوادونو ته کډوال کېږي. د افغانستان خاین چارواکي هم چې په اشغال او استعمار پورې تړښت د ځان لپاره یو ډول ویاړ ګڼي، له يوې خوا دغه هېواد ته په راتویې شوو پيسو او عوايدو خپله خېټه ډکوي او له بلې خوا يې اقتصادي پلانونه او پروګرامونه هم خيالي او دروغ دي! دغه مفسد چارواکي هڅه کوي چې د خلکو له فقر او بېکارۍ ناوړه ګټه واخلي او خپل حاکمیت ته دوام ورکړي.

دویم: د ایران دولت د «اسلامي جمهوریت» له تشکیل راهيسې هڅه کوي چې ځان د اسلامي نړۍ لپاره سياسي محور، نمونه او قبله وګرځوي؛ خو دغه دولت په هغو لوړو شعارونو چې درلودل يې، نه يوازې دا چې د نړۍ د مسلمانو د ټپ پټۍ نه شو، بلکې د چټلو امريکايي سياستونو په پيروۍ يې د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې ستر خیانتونه ترسره کړي دي. د همدغو سياستونو په پايله کې په افغانستان، سوريه، عراق، یمن او نورو خاورو کې میلیونونه مسلمانان د باروتو سرو لمبو ته تړل شوي دي او تړل کېږي. نو سمندر ته د افغان ځوانانو غورځول د دغه تش په نامه اسلامي دولت د همغو غیر انساني او غیر اسلامي سياستونو دوام دی.

درېيم: له هغه مهاله چې اسلامي نړۍ د دولت - ملت په غېږ کې سقوط وکړ او د استعمار په مرزکښیو ټوټه ټوټه شو، دا ډول غميزې يې په ځلونو تجربه کړې دي. د ملي دولتونو په تشکیلېدو د امت او اخوت (ورورولۍ) مفکورې لمن ټوله شوه او دولتونه د سیکولري فکر او ملي ګټو پر بنسټ جوړ شول، چې د ایران ظالم دولت هم د هغو برخه دی. د ملي ګټو ليدلوري مسلمانان داسې یو د بل پر وړاندې درولي دي چې پر بنسټ يې يو افغانی د پاکستاني او یو ایرانی د افغاني قتل توجيه کوي او ورباندې وياړي. نو دا ظلم، فساد او غميزې هغه مهال پای مومي چې د عواملو جرړې يې وایستل شي. دا عوامل همدا ملي دولتونه، ملي پولې، غیر اسلامي نظامونه او... دي چې پر اسلامي نړۍ تپل شوي او د مسلمانانو د تجزیې لامل شوي دي.

موږ کلونه کېږي چې اسلامي امت ته د دا ډول مفکورو له خطرونو خبرداری ورکوو او تر ننه پورې مو هڅه کړې چې اسلامي نړۍ خپل اصل ته چې اسلام دی، ور وګرځوو او د خلافت واحد دولت په تاسیس د دغو ټولو زهري او خطرناکو مفکورو جرړې وباسو او د مسلمانانو تر منځ فکري، سياسي او جغرافيايي وحدت رامنځته ته کړو.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د برېښنا خپلواک تولیدوونکو (IPPs) ښکاره غلا په پاکستان کې د ډیموکراسۍ اصلي مخ څرګندوي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان د برېښنا سکتور دوه ټريلیونه پور چې له سود سره ۲.۸ ټريلیونه  روپیو ته رسېږي، د پاکستان اقتصاد له پښو غورځولی. دغه حالت د باجوه عمران رژیم اړ کړی چې د برېښنا د سکتور پر تړون له سره غور وکړي، دا په داسې حال کې ده چې روان حالت له وړاندې د پاکستان د اقتصاد ملا ماته کړې ده. د دغو تړونو پر اساس ۵۷۰ تریلیونه روپۍ په کلني ډول د برېښنا خپلواکو تولیدوونکو (IPPs) ته د «ظرفیت قېمت» په نامه په داسې حال کې ورکول کېږي چې حتی د دوی د یو واحد برېښنا تولید ته هم اړتیا نه لیدل کېږي.

شپاړسو (IPPs) یوازې د ۵۰ میلیاردو روپیو په پانګونې سره ۴۱۵ میلیارده پیسې ترلاسه کړې او په ورته ډول ډېر شمېر (IPPs) د خپلې پانګونې له ۵۰-۸۰ سلنې په کلني ډول تر لاسه کوي. د (IPPs)  پر تړونونو کې لوټ او تالان له ورایه ښکاري؛ ځکه دا هرڅه په یوه داسې هېواد کې ترسره کېږي چې د سږني مالي کال پرمختیایي بودیجه یې یوازې ۴۸۰ میلیارده روپی ده.

څنګه دا ډول تړونونه لاسليک شي؟ څوک واکمنانو ته دا حق ورکوي چې هغه تړونونه لاسليک کړي چې ښکاره غلا ته پکې قانوني بڼه ورکړل شوې؟ ځواب یې بیخي واضح دی، ډیموکراسي! هو ډیموکراسي د الله سبحانه وتعالی اوامرو ته پابنده نه ده او د قران او سنتو پروا نه ساتي.  ډیموکراسي د حاکمیت حق پارلمان ته ورکوي او د پارلمان غړي دا حق لري چې هر هغه قانون او سیاست تصویب کړي چې دوی ته مناسب ښکاري. د شریعت د اصولو خلاف د برېښنا تولید د نړیوالو مالي بنسټونو سره پر توافق د تېرې پېړۍ په ۹۰یمو کلونو کې خوصوصي سکتور ته ورکړل شو. له هغې وروسته د اړمنو خلکو د عاید په تريلیونو روپیۍ په تېرو دریو لسیزو کې د څو پانګوالو د خېټو د ډکولو لپاره ورکړل شوې دي. د ۲۰۰۲ م کال د برېښنا پالیسي او  د ۲۰۱۳ یا ۲۰۱۵ م کال د برېښنا پلې شوې کارخانې دا ښیي چې د برېښنا ټولې پالیسۍ د عامه خلکو پر لوټولو او د پانګوالو د جیبونو پر ډکولو تمرکز لري.  په حقیقت کې ډیموکراسي د پانګوالو د لوټمارۍ د پټولو نقاب دی.

په دغو تړنونو کې دولت د نړیوالو پانګوالو لپاره ددې ترڅنګ چې دوی د تېلو په بیو کې د بدلونونو له زیان څخه ژغوري، دوی ته د ډالر د بیا ورکړې خپلواک ضمانتونه برابروي. د ظرفیت د قیمت تر نامه لاندې د پیسو پر ورکړه له دې کبله  توافق شوی و ترڅو دوی د خپلې پانګې بیا ترلاسه کول، د بانکونو د پور ورکړه او خپل عملیاتي لګښتونه تضمین کړي. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو کې دوولسو (IPPs) ۷۹ میلیارده روپۍ د خپلې برېښنا لګښت وباله چې د هغې له جملې څخه ۵۳ میلیارده روپۍ د دوی د ظرفیت قېمت ته ځانګړې شوې چې د ټولو پیسو له دریو برخو څخه دوې برخې تشکیلوي. د ظرفیت قېمت د پیسو اندازه په اوس وخت کې ۹۰۰ میلیاردو روپیو ته رسېدلې، دا پیسې باید پرې شي، که څه هم د IPPs له خوا د برېښنا یو واحد هم نه وي تولید شوي. له سود او نورو پیسو سره د دغو پیسو اندازه ۲۰۰۰ میلیارده روپیو ته رسیږي.

د پانګوالۍ ړوند تعقیب په میلیونونو فقیرانو د بدبختۍ لامل ګرځېدلې؛ ځکه ډیموکراسي یوازې د غټو صنعتونو د مالکانو، د برېښنا سکتور، مخابراتي سکتور او د زیربینایي  پروژو د څښتنانو په چوپړ کې ده. په دې دول دولت د خپل عاید په میلیاردونو روپۍ چې د بې وزله خلکو د ستونزو د حل په موخه یې کارولی شوی، د څو تنو غټو پانګوالو په جیبونو کې اچوي. دا څه ډول اقتصادي نظام دی چې ګټه یې یوازې پانګوال ترلاسه کوي او زیان او پورونو یې د دولت او عامه خلکو د اوږو بارونه دي؟ په واقعیت کې اوس دا راز ښکاره شوی چې د عامه سرچینو د شخصي ملکیت په اړه د پانګوال نظام پالیسي او د پانګونې د تشویق صنعت یوازې د عامه خلکو د لوټولو وسیلې دي.

The Messenger of Allah (saw) clarified to Muslims 1400 years ago that,

رسول الله صلی علیه وسلم دغه مسئله ۱۴۰۰ کاله وړاندې مسلمانانو ته په ډاګه کړې ده:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ؛ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ»

ژباړه: مسلمانان په دریو شیانو کې شریک دی، اوبه، څړځای او اور «انرژي»

(احمد)

اسلام په اساسي ډول د برېښنا د لوړ قيمت او دوراني پورونو مسئله حل کوي. په اسلام کې د انرژۍ د سرچینو،  د انرژۍ د تولید اسانتیاوې او د زیربیناوو د توضیع خصوصي کول منع شوي دي. دغه ټولې عامه شتمنۍ دي چې دولت به د خلکو په نمایندګي پر مستقیم ډول له هغه څخه نظارت کړي او له هغه څخه راټول شوی عاید به بېرته پر خلکو باندې مصرفوي. په دې ډول به د تېلو او ګازو د استخراج او تولید او لېږد او وېش د کمپنیو ګټه او همدارنګه په لویو صنعتونو کې د پانګونې ګټه د دولت ذخیرې ته لاړه شي. هو دا د ډیموکراسۍ د هغه اصل خلاف ده چې دغه ګټه د خصوصي سکتور جیبونو ته لېږي. ددې ترڅنګ به د خلافت دولت د سود پر اساس ولاړ پورونه له منځه یوسي او هغه میلیاردونه پیسې به خوندي کړي چې بانکونو ته د سود په نامه لېږدول کېږي. که خصوصي سکټور ته د برېښنا د سرچینو، د هغه د تولید او وېش صلاحیت نه وی ورکړی شوی، نو نن ورځ به د پانګوالو د ۲۰۰۰ میلیارده دوراني پور بار د دولت ذخیره نه ګواښله.

په واقعیت کې د خلافت بیا تاسیس نه یوازې دا چې امت د الله سبحانه وتعالی د رضا د ترلاسه کولو لور ته نږدي کوي، بلکې د دې ترڅنګ به خلافت د اسلام د اقتصادي نظام پر پلي کولو سره د امت لپاره د هوساینې یو نوی دور پیل کړي. دغه نظام به دا یقیني کړي چې د عامه سرچینو څخه ترلاسه کېدونکی عاید به یوازې د عامه خلکو د هوساینې لپاره استفاده کېږي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د نجومي شمار پر اساس د میاشتې معلومول جواز نه لري

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

الله تعالی دې په عمر کې برکت واچوه! د نجومي د شمېر پر اساس د میاشتې پېژندلو نه جواز ځواب مې ولوست، خو یوه بله موضوع پاتې ده چې واضیح کوم یې؛ ځینې کسان چې د میاشتې له نه لیدلو ډاډه شي، بیا د نجومي پر حساب باور کوي. یعنې که حساب سم وي، نو د هلال حساب ته ارزښت نه ورکوي او که چېرې څوک ووایي چې هلال مې لیدلی، د هغه خبرې ته د شک په سترګه ګوري او شهادت یې ردوي.

دې مسالې ته ورته نظریات مې د اسلامي تاریخ په کیسو کې هم لوستي، چې د یوه شخص شهادت به نه قبلېده. یو له هغو کسانو چې په دې عقیده دی د (الابهاج في شرح المنهاج) د فقهي اوصولو کتاب لیکونکی امام قاضي تقي الدین علی بن عبدالکافي سبکي دمشقي دی، چې ده دا لیدلوری او ځینې نور حوادث په دې کتاب کې د (میاشتو ثابتولو منشور نښي) تر عنوان لاندې بیان کړي دي. پخوا د نجوم علم پوهانو اعلان کړی وو؛ تر هغه چې لمر ونه لوېږي، میاشت نه معلومیږي او وروسته یې په هماغه ماښام د میاشتې له داخلېدو خبر ورکړ.

په دې اړه موږ ته توضیحات راکړه، الله تعالی دې برکتونه نصیب کړه او ستا په وسیله دې بریا رامنځته شي.

ځواب:

وعلیکم سلام ورحمت الله و برکاته!

له نجوم پرته د میاشتې د لیدلو په اړه زما پخوانی ځواب واضیح او هر اړخیز و، تاسو وویل چې له هغې خبر یاست، نو اوس تاسو ته داسې ځواب درکوم: 

ګرانه وروره! لکه څنګه مې چې په مخکیني ځواب کې واضیح کړي و؛ د روژې میاشتې او کوچني اختر په اړه د هلال لیدل شرط دي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ»

ژباړه: د هلال په لیدو روژه ونیسه او ماته یې کړئ.

الله تعالی موږ د نجومي له حساب او د شاهدانو له شهادت څخه منع کړي یو. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم دا برخه راته واضیح کړې، خو د شاهد د شاهدۍ ثابتولو دنده د قاضي ده، چې له شاهد سره خبرې کوي، د هغه د لیدلو له حس او چاپیریال له صحت څخه ځان ډاډه کوي. په دې مانا چې د دې مسالې د اثبات لپاره له ټولو وسیلو او بشري هڅو ګټه اخلي. قاضي د میاشتې لیدلو له مدعي سره داسې بحث کوي، چې د هغه له سترګې وېښته لرې کوي او بیا ورته وایي کوم دی هلال؟ په داسې حال کې هغه هلال نه ویني. مطلب دا چې ټول شکونه له منځه وړي.

د میاشتې په پیل او نه پیل کې د نجومي د حساب مداخله ارزښت نه لري، ځکه موږ د میاشتې د پیل د حقیقت پر بنسټ نه بلکې د هلال پر بنسټ روژه نیسو او په دې اړه زیات صحیح احادیث شته، لکه دا حدیث چې بخاري روایت کړی دی:

حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ زِيَادٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَوْ قَالَ: قَالَ أَبُو القَاسِمِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِينَ»

ژباړه: یوه کس راته وویل، چې شعبه له محمد بن زیاد څخه رانقل کړی، چې هغه وویل: له ابو هریره رضی الله عنه څخه مې واورېدل، چې ویل یې: نبي یا ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هلال په لیدو روژه ونیسئ او ماته یې کړئ، خو که چېرې درته مالومه نه شوه، نو د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ.

د دې حدیث مانا دا ده، چې ځينې وخت هلال وي، خو د ورېځو شاته پټ وي، نه ښکاري، نو دېرش ورځې باید روژه ونیسو.

ګرانه وروره! دا واجبه ده، چې په هغه نص عمل وکړو، چې د هلال لیدل یې شرط ګرځولي دي.

په دې اړه هغه کیسه یاد ته راغله، چې څو کاله مخکې یوه غونډه جوړه شوې وه، داسې غونډه چې فکر کېده اسلامي کنفرانس، یا د اسلامي علماوو کنفرانس او یا هم دېته ورته څه دي. په دغه غونډه کې ځينو داسې وړاندیز کړی و، چې په دېرشمه ورځ دې الوتکه له ورېځو پورته والوزول شي او هلال دې وکتل شي.

الله تعالی د عبادت لپاره وسایل ښودلي او هماغه باید لازم وګڼو. موږ باید کار دومره پېچلی نه کړو، چې ستونزې راته جوړې کړي؛ په داسې حال کې چې الله تعالی موږ ته اساني غواړي، نه سختي:

﴿...يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ...

(البقره: 185)

ژباړه: الله تعالی ستاسو لپاره اساني غواړي، نه سختي.

د (یُسر) کلیمې موخه له اسلام سره سم د شرعي احکامو پیروي ده.

دغه راز د نجوم علم پوهان له لمر لوېدو وروسته ساعتونو په اړه د نظر اختلاف لري، چې هلال پکې راڅرګندیږي. کله وایي هلال باید د شمېر پر اساس ولیدل شي، ځکه ځینې وخت هلال په یوه ځای کې لیدل کېږي او په بل کې نه. دغه راز په ځینو ځایونو کې له لمر لوېدو وروسته دوې دقیقې او په ځینو ځایونو کې پنځلس دقیقې پاتې کېږي... .

نو دې میاشتې د پیل معلومولو لپاره د نجومي حساب بې ځایه زحمت دی او الله تعالی هم موږ ته د هغه په اړه امر نه دی کړی، بلکې په دې اړه واضیح او صریح نصوص راغلي او بدلون نه مني.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته 

 

د مطلب ادامه...

حوثیانو! له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، تاسو ادعا کوی چې د قرآني بريد ساتونکي یئ؛

  • خپور شوی په یمن

حوثیانو د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۷مه ښاغلی عبدالرحمن محمد هزه د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې هغه مهال له یو مسجد څخه ونیولو چې د خلافت د سقوط د ۹۹م تلین په اړه یې د حزب التحریر د امیر لوی عالم شیخ عطا بن خلیل ابو رشته د وینا کاپیانې وېشلې؛ هغه خلافت چې د ۱۳۴۲ هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه راوپرځېد او حزب یې د ۱۹۵۳م کال د تاسیس راهیسې د بیا راګرځېدلو لپاره کار کوي. لوی عالم شیخ تقی الدین نبهاني رحمة الله علیه او ورپسې د هغه ځایناستي لوی عالم شیخ ابو یوسف رحمة الله علیه یې د تاسیس لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه غوره کړه، داسې بلاک یې رامنځته کړ چې غړو ته یې پکې د اسلامي شخصیت بڼه ورکړي، د فکري مبارزې له لارې د مسلمانانو له ژوند څخه د کفر نظریات او احکام لرې او پر ځای یې اسلامي احکام ځای پر ځای او همدا راز د سیاسي هڅو له لارې د مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د دسیسو مخنیوی وکړي. د قدرت لرونکو خلکو څخه د نصرت په لټه کې دي، تر څو د خلافت دولت په رامنځته کولو سره د اسلام په واکمنۍ سره اسلامي خاورې سره یو ځای کړي.

حزب التحریر د یمن په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او مسلمانانو ته د خپل دولت د راپرځېدلو په تلین سره دوی ته وریادوي چې د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره مټې راونغاړي.

هغه حوثیان چې د یهودانو له لوري قرانکریم ته د سپکاوي او د اقصی د ازادۍ لپاره یې په لاریونونو کې زموږ سرونه مات کړل، نن ورځ دوی د هغو کسانو پر وړاندې ولاړ دي چې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي او د خلافت دولت تاسیسوي، دوی همدا راز زموږ غوږونه کاڼه کړل چې وايي موږ سیاسي بندیان له بند څخه ازادوو. دوی په وروستیو کې ادعا کوله چې د کرونا ویروس د وېرې له امله غواړي له زندانونو څخه ټول بندیان ازاد کړي، په داسې حال کې چې دوی تر اوسه پورې خلک زندانونو ته اچوي. له عدالت پرته د بې ګناه کسانو نیول له زندانونو څخه بهر ناوړه پایلې لري، چې د ترسره کوونکو د زیان لامل ګرځي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ]

ژباړه: «اوس چې دغه ظالمان څه کوي، ته الله سبحانه و تعالی له دوی څخه غافل مه ګڼه، الله سبحانه و تعالی خو دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې داسې حالت به وي چې سترګې به یې رډې پاتې وي.

[ابراهیم: ۴۲]

مګر پوه شئ چې د حزب التحریر غړي له زندانونو او ترهګرو څخه نه وېرېږي او نه هم ستړي کېږي؛ ځکه چې دوی ورسره مخ شوي او اوس هم د جنایتکارو رژيمونو سره لاس او ګرېوان دي چې د دې غوښتنې مخه نه شي نیولی.

موږ دوی ته وایو: اې تاسو چې د قرانکریم د برید ادعا کوی، عبدالرحمن کوم جرم کړی دی؟ ایا دا د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره د مسلمانانو د یووالي غوښتنه ده!؟ کوم کار چې تاسو ترسره کوی، په قرانکریم کې یې چېرې یادونه راغلې ده؟ ایا تاسو هغه ایاتونه ویلي، چې د مسلمانانو سیاسي یووالی واجب بولي!؟ نو سبا به د خپل رب لپاره د خپل جرم ځواب ورکړی.

موږ له حوثیانو څخه غواړو چې د حزب التحریر غړي عبدالرحمن محمد هزه او عبدالله احمد ناجي، چې شاوخوا دری کلونه کېږي د الصالح ښار په کرغېړن زندان کې بندي دي، خوشي کړي. موږ غواړو چې دوی د ژر تر ژره خوشي شي؛ ځکه دوی هېڅ داسې جرم نه دی کړی چې د بند سزا ورکړل شي. که د الله سبحانه و تعالی پر ژمنې ایمان لری، باید د هغو کسانو د زنداني کولو پر ځای د هغوی پښې ښکل کړی چې شپه او ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ستاسو د هغو کسانو څخه چې ایمان راوړي او ښه عملونه ترسره کوي، ژمنه کړې ده چې هغوی به پر ځمکه باندې هسې خلیفه ګان وګرځوي لکه له هغوی څخه مخکې یې چې تېر شوي خلک ګرځولي وو»

[نور: ۵۵]

همدا راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...او بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت وي». 

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

                        

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې