- مطابق
(ژباړه)
حزبالتحریر - ازبکستان په ټوله کې اسلامي امت او په ځانګړې توګه د ازبکستان ولس ته د خپل ورور نصرتالله میرزاکانوف د شهادت په اړه تسلیت وړاندې کوي چې د دې مبارکې میاشتې په لړ کې د شهیدانو له کاروان سره یوځای شو. نصرتالله رحمه الله په ۱۹۷۶ کال کې په اندیجان سیمه کې زېږېدلی و. هغه د اسلامي ژوند د بیا احیا کولو لپاره د حزبالتحریر له دعوت سره یو ځای شو چې په نتیجه کې یې په ۲۰۰۰م کال کې په ۲۴ کلنۍ او د خپلې ځوانۍ په اوج کې د کریموف د ظالم رژیم لخوا ونیول شو. له هغه وروسته یې نیم ژوند د همدغه جابر رژیم په زندانونو کې تېر کړ.
د سختو او له ظلم نه ډکو شرایطو او جسمي او رواني شکنجې له امله نصرتالله رحمهالله د سر شدید درد او مرګي (صرع) ناروغي پیدا کړه او روغتیايي حالت يې ډیر خراب شو. سره له دې، د وحشي کریموف ځایناستي، د میرضیایف رژیم هغه خوشې نه کړ. دا په داسې حال کې ده چې هغه مجرمین چې د قتل، د نشهيي توکو قاچاق، جنسي تېري او غلا په څېر لویو جنایتونو له امله بندیان وو، د سزاګانو موده یې کمه شوې او ان ډېر ځلې خوشې شوي هم دي! خو د اسلام دعوتګر د «دیني تورونو» په پلمه په بېرحمۍ ځپل کېږي؛ نه په محکمه کې رحم پرې کېږي او نه تر بندي کېدو وروسته. ان که دوی د مرګ تر پولې هم ورسېږي، د خوشې کولو غوښتنه یې نه منل کېږي؛ زموږ د ورور، نصرتالله او ګڼو نورو وروڼو درد او رنځ یې روښانه ثبوت دی.
دا ځوانان یوازې په دغه جرم چې ویل یې «زموږ رب الله دی»، د ظلم په تیارو او نمجنو زندانونو کې بندیان شوي او خپل ټول ژوند یې د بند په کړاو کې تېر کړی، چې ډېری یې د مرګ تر پولو رسیدلي او یا لا له وړاندې په شهادت رسېدلي دي. په داسې حال کې چې دغه جنایتکار رژیم اصلي مجرمین د «روغتیایي ستونزو» په پلمه خوشې کوي، خو دا بېګناه ځوانان کلونه-کلونه له کوم دلیل پرته په زندانونو کې ساتي. اوسمهال د ازبکستان رژیم خپل ظلم لا پسې زیات کړی؛ هغه کسان چې په وروستیو کې خوشې شوي وو، یو ځل بیا یې نیولي او د اوږدو مودو لپاره یې زندان ته اچولي دي. دغه ظالم رژیم په بې عدالتۍ او ظلم ۱۵ بې ګناه ځوانان زنداني کړي او ۳۱ نور یې محاکمه کړي دي؛ دا کړنې د کریموف د وحشتونو یادونه تازه کوي.
د دغو جنایتونو او د الله سبحانه وتعالی پر صالحو بندهګانو د ظلم له لارې، د ازبکستان رژیم خپل ځان د ټولې نړۍ پر وړاندې سپک کړی دی. اوس باید د قیامت په ورځ د شدید عذاب او رسوایۍ لپاره ځان چمتو کړي!
نصرتالله باید یو نیم کال وروسته خوشې شوی وای، خو د مرګي (صرع) ناروغۍ له امله یې حالت ډېر خراب شو او د مغزي خونریزۍ له امله بېسده شو. کله چې له زندان څخه د عملیاتو لپاره واېستل شو، د ژوند وخت یې پای ته رسېدلی و، او خپل روح یې رب ته وسپاره. د هغه په جنازه کې خلکو وویل چې «نصرتالله» د «الله نصرت او بري» معنی لري، او په رښتیا هم د الله سبحانه وتعالی په اراده، هغه له دې نړۍ څخه بریالی او په هسکه غاړه لاړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې ابن عمر رضي الله عنه روایت کړی، فرمایلي دي:
«من قام على لا إله إلا الله لا يكون له هول الموت ولا هول القبر ولا هول يوم القيامة»
ژباړه: څوک چې پر (لا إله إلا الله) کلمه ودرېږي، هغه ته د مرګ، د قبر او د قیامت د ورځې هېڅ ویره نه وي.
موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور نصرتالله له دغو وېرو څخه خوندي وساتي. اې الله! موږ هم سمې او مستقیمې لارې ته هدایت کړه. دا د زړه له اخلاصه ډکې دعاوې چې د هغه په جنازه کې وشوې، د خلکو زړونه یې ولړزول او د ډېرو سترګې یې له اوښکو ډکې کړې. نصرتالله (په ځوانۍ کې د زنداني کېدو په سبب) واده نه و کړی او هېڅ اولاد نه دی ترې پاتې.
موږ د خپل ګرانه ورور نصرتالله په جدایۍ ډېر غمجن یو، خو دې ته مو زړه خوشاله دی چې هغه د روژې په مبارکه میاشت کې، روژه په خوله، د الله سبحانه وتعالی لوري ته لاړ؛ په حقیقت کې دا تر ټولو لویه بریا ده. نصرتالله پر هغو ظالمانو غلبه وکړه چې غوښتل یې د هغه ایمان او استقامت مات کړي، خو په پای کې همدوی مات شول.
﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً﴾ [سورة الأحزاب: ۲۳]
ژباړه: « له مؤمنانو څخه ځينې يې داسې میړني دي، چې له الله سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او شهيدان شول) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له خپلې ژمنې نه دي تېر شوي.»
اې د الله محبوب بنده، نصرتالله! موږ تاته د شهادت مبارکي وایو. موږ دا دعوه نه کوو چې ستا د اخروي برخلیک په اړه پوهېږو، خو موږ تا د شهیدانو له ډلې ګڼو. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې تا ته د شهیدانو لوړ مقام درکړي او ستا پر حال رحم وکړي او په جنت الفردوس کې دې ځای کړي. موږ ستا کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوو او له الله سبحانه وتعالی څخه ورته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾ [سورة البقره: ۱۵۶]
ژباړه: «بېشکه موږ د الله تعالی یو او بیرته هغه ته ورګرځو»
د حزبالتحریر – ازبکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان ۱۱مه
۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۱مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۸