دوشنبه, ۲۳ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
مطبوعاتي اعلامیه اسماني فريضه، د ځمکنۍ دسيسې قرباني

اشغالګر کفار او د اسلامي خاورو بې کفايته او لاسپوڅي حکام د فلسطین له خلکو سره د اسلامي امت د خواخوږۍ او يووالي څپو، چې د "طوفان الاقصى" له عملياتو سره راپورته شوې، حيران کړل. دا په داسې حال کې وه چې دوی له سلو کلونو زيات د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې رامنځته کولو هڅې کړې وې. که څه هم دوی په سياسي ډګر کې بريالي شول او اسلامي خاوره يې تر پنځوسو پر ډېرو ټوټو ووېشله، خو هيڅکله يې ونه شو کولای چې د دوی زړونه او احساسات سره بېل کړي.

د فتنو، جګړو او ملي‌پالنې، قوم‌پالنې او نورو زړو تعصباتو له خپرولو سره سره، بيا هم مسلمانانو د یوه بدن د غړو په څېر له یو بل سره خواخوږي کړې؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌و‌سلم فرمايلي دي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» (رواه بخاري)

ژباړه: له یو بل سره په دوستۍ، زړه‌سوي او مهربانۍ کې د مسلمانانو مثال د یوه بدن په څير دی؛ که د دغه بدن يوه برخه په تکليف شي، نورې برخې يې په ويښه او تبه کې ورسره ملتياکوي.

د دې قوي او ايماني روحيې د مقابلې لپاره، اشغالګر کفار له فاسدو حکامو او درباري عالمانو سره يوځای کښېني ترڅو وګوري چې څنګه کولای شي دغه يووالی مات کړي. دا ځل يې د اسلام درېيم رکن، يعنې روژه هم په نښه کړه. دوی له مزدورو علماوو وغوښتل چې د خپلو غربي اربابانو، په ځانګړي ډول د ټرمپ ګوند له غوښتنو سره سمه فتوا ورکړي؛ يوه داسې فتوا چې د شرعي راجح او روښانه نظر خلاف ده او د عيد الفطر ورځ لکه څنګه چې اسلام امر کړی دی د هلال د اتفاق پر بنسټ نه، بلکې د سايکس-پيکو د تپل شوو پولو پر بنسټ ټاکي.

دغه اختلاف په ښکاره ډول ښيي چې موضوع د فقهي اختلاف نه، بلکې د اسلام او د امت د يووالي پر ضد سياسي دسيسه ده. څنګه کيدای شي له هغو رژيمونو پر شریعت د پابندۍ تمه وشي چې په اساسي ډول له اسلام سره واټن لري، پردي دي او دښمني ورسره لري؟ دوی نه د اسلام اقتصادي نظام پلي کوي، نه اسلامي عباداتو ته پاملرنه کوي؛ نه لمونځ او روژه فرض ګڼي او نه هم داسې کوي چې له شتمنو زکات واخلي او اړمنو ته يې ورکړي.

خو کله چې د دوی ګټې په خطر کې وي او غواړي په امت کې تفرقه واچوي، نو درباري علما ميدان ته راولي، ترڅو د دوی په امر فتواوې ورکړي. دغه علما تل د سلطان د خوشالولو لپاره چمتو دي، خو کله چې امت د يووالي، د مظلومانو د دفاع يا د سپېڅلي فلسطين د مرستې لپاره د دوی غږ ته اړتيا لري، چوپ پاتې کيږي.

نو بايد هوښيار وو، پر داسې علماوو باور ونه کړو، او خپل دين د دوی له ژبو وا نه خلو.

د اسلامي شعائرو پر ضد د رژيمونو دغه دسيسې ښکاره دي، په ځانګړي ډول هغه وخت نورې هم روښانه کيږي چې د دغو شعائرو پلي کول د امت په متفرق کولو کې د دوی له پلانونو سره په ټکر کې وي. د دې يوه روښانه بيلګه سږکال په ځينو عربي خاورو کې وليدل شوه، چې مسلمانان د اختر په ورځ روژې نیولو ته اړ شول؛ په داسې حال کې چې دغه کار شرعاً حرام دی او د خپلو پخوانيو علماوو د فتواوو خلاف يې عمل وکړ.

د بيلګې په توګه، د سوريې، اردن او مصر فقهي مجامعو کلونه وړاندې د مطالع د يووالي پر بنسټ فتوا ورکړې وه، او ان په علمي کنفرانسونو او غونډو کې، چې د تقويم او هلال د لیدنې موضوع يې څيړله، د "مطالع يووالي" اصول د اساس په توګه منل شوي وو. د دغو غونډو په ډله کې د ۱۹۶۶م کال د الازهر اسلامي څيړنو مجمع، د ۱۹۷۸م کال د استانبول مشهور کنفرانس، د ۲۰۱۶م کال د استانبول کنفرانس، د ۱۹۷۳م کال د کويټ کنفرانس، د ۲۰۰۹م کال د اروپا د فتوا او څيړنې شورا، او د ۲۰۱۲م کال د رابطة العالم الإسلامي کنفرانس يادولای شو.

خو د پاکستان، بنګله‌ديش، اندونيزيا او ماليزيا په څېر خاورو کې دغه دسيسه لا نوره هم ښکاره ده. دا خاورې تقريباً هر کال له نورو اسلامي خاورو، په ځانګړي ډول عربي خاورو، سره د روژې د پيل او د عيد الفطر د ورځې په ټاکلو کې توپير لري او ځينې وختونه ان د عيدالاضحى د ورځې په ټاکلو کې هم اختلاف لري. دغه کړنې په بشپړ ډول له هغه رول سره سمون لري، چې انګلیسي استعمار ورته ټاکلی و؛ داسې رول چې تر اوسه دوام لري: په اسلامي امت کې تفرقه اچول او د دې ناسمې انګيرنې خپرول چې مسلمانان يو واحد امت نه دی؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی څرګند فرمايلي دي:

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبياء: ۹۲]

ژباړه: «دا ستاسو امت يو واحد امت دی (او يو واحد دين او يو واحد نظام لري) او زه ستاسو د ټولو رب يم، نو يوازې زما عبادت وکړئ (ځکه چې د یوه واحد نظام لرونکی واحد امت باید يوازې يوه معبود ته مخ واړوي

سږ کال په رمضان مياشت کې رامنځته شوې پېښې، د ديني علماوو او د مسلمانانو د حکامو چوپتيا، د غزې پر ضد د صهيونيستي رژيم د بريدونو پر وړاندې د دوی د پوځونو ناتواني او د فلسطيني مظلومانو د چيغو پر وړاندې د دوی بې پروايي، دا ټول د اختر په ورځ د تفرقې لپاره د دوی له لوړو چيغو سره په بشپړ تضاد کې دي. دا ښکاره تضاد د دغو رژيمونو د نسکورولو او د دوی درباري عالمانو د لرې کولو د اړتيا يو روښانه دليل دی. دغه دسيسې يو ځل بيا دا ثابتوي چې دا هغه کسان دي، چې د اسلام کړۍ يو پر بل پسې شلوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌و‌سلم فرمايلي دي:

«لَيُنْقَضَنَّ عُرَى الْإِسْلَامِ عُرْوَةً عُرْوَةً، فَكُلَّمَا انْتَقَضَتْ عُرْوَةٌ تَشَبَّثَ النَّاسُ بِالَّتِي تَلِيهَا، وَأَوَّلُهُنَّ نَقْضاً الْحُكْمُ، وَآخِرُهُنَّ الصَّلَاةُ» (رواه احمد)

ژباړه: د اسلام کړۍ به يو پر بل پسې وشلول شي؛ هر کله چې يوه کړۍ وشلول شي، خلک به پر بلې کړۍ منګولې خښې کړي. لومړۍ کړۍ چې شلول کيږي "حکم" دی، او وروستی يې "لمونځ" دی.

له همدې امله، اسلامي امت بايد په يقين سره پوه شي چې د دوی د ټولو دردونو او مصيبتونو اصلي ريښه همدا فاسد رژيمونه دي او د دوی تر شا اشغالګر کفار ولاړ دي. پر هر هغه مسلمان چې په خپل دين غيرت لري، واجب ده چې له خپل ټول توان سره د حزب‌التحرير تر څنګ د دغو رژيمونو د نسکورولو او د نبوت پر منهج د دويم راشده خلافت د بيا تاسيس لپاره هڅه وکړي؛ هغه خلافت چې يو ځل بيا به اسلام د ژوند صحنې ته راولي او د امت يووالی به بيا احيا کړي.

د حزب‌التحرير ـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شوال ۵مه

۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۳مه

د صدور ګڼه: ۱۰۱/ ۱۴۴۶

ژباړونکی: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې