- مطابق
پوښتنه:
ترکپرس وېبپاڼې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل پر ۱۴مه نېټه په دې اړه یو راپور خپور کړی و چې یهودي رژیم ولې د سوریې په خاوره کې، په «T4» هوايي ډګر کې د ترکیې لخوا د یوې هوایي اډې جوړېدو پر وړاندې اعتراض لري. په راپور کې راغلي وو چې له دغو اعتراضونو څخه یو، نظامي اړخ لري؛ یعنې د ترکیې حضور به په سوریه کې د اسرائیلي هوايي ځواک د خوځښت ازادي محدوده کړي او یوه داسې امنیتي همغږي به تحمیل کړي چې تلابیب دا مهال لېوالتيا نه ورته لري. له بلې خوا، د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د ۲۰۲۵ د اپریل پر ۱۲مه راپور ورکړی چې ټرمپ تېره اونۍ له نتانیاهو سره د لیدنې پر مهال د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی او ټینګار یې کړی چې دی باور لري چې دا ستونزه حل کولی شي؛ البته په دغه شرط چې دواړه خواوې په عقلانیت عمل وکړي.
نو آیا پورته یاد شوي موارد دا معنی لري چې یهودي رژیم، سره له دې چې د ترکیې او سوریې ترمنځ توافق شوی، بیا هم کولی شي چې په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور پر وړاندې خنډ جوړ کړي؟ او آیا امریکا په دې موضوع کې کوم رول لري چې د ټرمپ د منځګړیتوب چمتووالی یې نښه وي؟
ځواب:
د دې پوښتنې د روښانه ځواب لپاره، لږ شاته ځو او لاندې ټکي څېړو:
لومړی: هنګري ته د نتانیاهو د سفر په ترڅ کې، ټرمپ هغه امریکا ته را وباله؛ چې دا یوه د پام وړ بلنه وه:
۱. نتانیاهو د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل پر ۲مه هنګري ته سفر وکړ، دغه سفر څلور ورځې دوام وکړ، او دا له هغه وخته راهیسې چې تېر کال نړیوالې جزایي محکمې د نوموړي د نیولو حکم صادر کړی و، اروپايي هېوادونو ته د هغه لومړنی سفر ګڼل کېږي.
۲. په غیرمعمولي ډول، ټرمپ په بوداپست کې د نتانیاهو او د هنګري د لومړي وزیر، اوربان د لیدنې پر مهال له دوی سره تلیفوني اړیکه ونیوله او نتانیاهو ته یې له سپینې ماڼۍ څخه د لیدنې بلنه ورکړه. ټرمپ د ولسمشرۍ الوتکې ترڅنګ خبریالانو ته وویل چې نوموړي پنجشنبې له نتانیاهو سره تلیفوني خبرې کړې دي او د نړیوالو سیاسي موضوعاتو په اړه یې ورسره بحث کړی. هغه څرګنده کړه چې د اسرائیلو لومړی وزیر ښايي ژر امریکا ته سفر وکړي. یوه اسرائیلي چارواکي «اکسیوس» وېبپاڼې ته تایید کړه چې ټرمپ نتانیاهو ته رسمي بلنه لېږلې، خو د لیدنې نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې، خو یوه امریکايي چارواکي ویلي چې دا لیدنه ښايي په راتلونکو څو اونیو کې ترسره شي. (قاهرة الاخباریه، ۴/۴/۲۰۲۵)
۳. دغې بیړنۍ بلنې یهودي رژیم حیران کړ؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ دا وړاندیز ونهمانه چې دا لیدنه دې د یهودي اخترونو تر پایه وځنډېږي. د اسرائیلو د لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، په دفتر کې اندېښنې راپورته شوې، ځکه چې سپینې ماڼۍ ټینګار درلود چې دا لیدنه دې د نتنیاهو د دفتر له غوښتنې سره سم د یهودو تر «فصح» اختر وروسته نه، بلکې سبا دوشنبه ترسره شي. په هغه بیان کې چې پرون د نتانیاهو له دفتره خپور شو، راغلي: هغه به د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له بلنې سره سم واشنګټن ته لاړ شي. دوی به د ګمرکاتو، د یرغمل شوو کسانو د راګرځولو لپاره هڅو، د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ اړیکو، د ایران ګواښ او د نړیوالې جزایي محکمې پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي. د نتانیاهو په دفتر کې اندېښنه زیاته شوې، ځکه سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې دا لیدنه دې سبا وشي، او امکان لري چې ټرمپ نتانیاهو له داسې موضوع یا موضوعاتو سره مخ کړي چې اسرائیل ورته چمتو نه وي؛ لکه څنګه چې نن یکشبنه ۱۲ام چینل راپور ورکړ. (عرب ۴۸؛ ۶/۴/۲۰۲۵)
۴. نتانیاهو له هنګري څخه ووت او له همدغه ځایه مستقیماً واشنګټن ته روان شو؛ دا د عجلې او بیړني حالت بله نښه ده!
دوهم: دا ټول بېړني ترتیبات د یوې عاجلې او مهمې موضوع ښکارندويي کوي، او که د دوی د خبرو اترو اعلان شوو موضوعاتو ته په دقت وکتل شي، نو لږ تر لږه یوه موضوع د دې بیړنۍ بلنې اصلي انګیزه ښکاري، چې هغه غالباً د سوریې وضعیت دی؛ ځکه چې:
که د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل په ۷مه، د یو شمېر محدودو خبریالانو پر وړاندې –په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ تر ناستې وروسته دا خبري کنفرانس لغوه کړی و- له نتانیاهو سره د لیدنې پر مهال د امریکا د ولسمشر، ټرمپ، د خبرو محتوا ته په دقت وکتل شي، څرګندیږي چې د سوریې د وضعیت او له ترکیې سره د اړیکو په اړه د هغه څرګندونې ډېرې مثبتې وې. هغه د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان، سره د اړیکو او تلیفوني خبرو په تړاو داسې وویل: «ما ولسمشر اردوغان ته مبارکي ورکړه. ورته ومې ویل: تا داسې یو کار وکړ چې نورو په دوو زرو کالو کې ونه شو کړی. تا د خپلو استازو له لارې سوریه ونیوله؛ که څه هم د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل نومونه ورکول کېږي، خو خبره هماغه یوه ده». ټرمپ دوام ورکړ: «اردوغان وویل: نه، نه، نه... سوریه ما نه ده نیولې. ما ورته وویل: همدا تا نیولې، خو سمه ده، حتمي نه ده چې ویې منې. هغه وویل: ښه، کېدای شي ما نیولې وي». ټرمپ دا هم وویل: «اردوغان یو سختدریځه او ډېر هوښیار شخصیت دی، او داسې یو کار یې وکړ چې تر ده وړاندې هېڅوک نه وو پرې توانېدلي. باید د هغه بریا ومنل شي». بیا ټرمپ خپل مېلمه، بنیامین نتانیاهو ته مخ کړ او ویې ویل: «که له ترکیې سره کومه ستونزه لرې، فکر کوم زه یې حل کولی شم، البته که ته په خپلو غوښتنو کې منطقي واوسې... باید منطقي وې... موږ ټول باید منطقي وو.» (ترک پرس، ۸/۴/۲۰۲۵) هغه همداراز له یهودي رژیم څخه وغوښتل چې د ترکیې په اړه، په ځانګړي ډول د سوریې په مسئله کې، باید په عقلانیت عمل وکړي.
۱. یهودي رژیم د امریکا د دغې غوښتنې له منلو پرته بله چاره نه لرله: د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ټینګار وکړ چې تلابیب به اجازه ورنهکړي چې سوریه د یهودي رژیم پر ضد د بریدونو د ترسره کولو لپاره د یوې اډې په توګه وکارول شي، او اشاره یې وکړه چې له ترکیې سره یې پخوا دوستانه اړیکې لرلې، خو دا اړیکې اوس «د ترینګلتیا پر لور روانې دي». هغه د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سره تر لیدنې وروسته وویل: «موږ د سوریې د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. پخوا مو له ترکیې سره دوستانه اړیکې لرلې، خو دا اړیکې اوس کمزورې شوي دي». نتانیاهو زیاته کړه: «موږ نه غواړو داسې وضعیت ووینو چې نور هېوادونه – د ترکیې په ګډون – له سوریې څخه پر اسرائیلو د برید لپاره د اډې په توګه کار واخلي». هغه دوام ورکړ: «موږ پر دې بحث وکړ چې څنګه کولی شو د دې شخړې مخه ونیسو، او زه باور لرم چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د امریکا له ولسمشر نه غوره منځګړی نشته.» (القدس العربی، ۸/۴/۲۰۲۵)
۲. یهودي رژیم د سوريې پر هوایي ډګرونو سخت هوایي بریدونه کړي وو. د روسیې RT شبکې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل پر ۲مه د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له بیان څخه په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو په یوازې ۳۰ دقیقو کې په ټول هېواد کې پر پنځو بېلابېلو سیمو هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د حماة پوځي هوایي ډګر نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شو او لسګونه ملکي او نظامي کسان ټپیان شول. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دا کړنه داسې بیان کړه: «دا بېدلیله شدت، د سوریې د بېثباته کولو لپاره یوه قصدي هڅه ده، او د دغه ملت د کړاوونو د اوږدولو په هدف ترسره شوې ده». دا هوایي ډګرونه چې د سوریې په مرکزي سیمو کې دي، هماغه هوايي ډګرونه دي چې ترکیه د سوریې له نوي حکومت سره د یوه تړون له مخې، پکې د پوځي اډو د جوړولو نیت لري. د یهودي رژیم د بهرنیو چارو وزیر، ترکیه په سوریه کې د «منفي رول» په لوبولو تورنه کړه، او د انتقالي دورې سوري ولسمشر، احمد الشرع، ته یې خبرداری ورکړ چې که هغه «د دښمن ځواکونو» ته اجازه ورکړي چې خاورې ته یې ننوځي، نو «ډېر دروند قیمت به پرې کړي». په اوسني وخت کې، انقره د الشرع له نوي حکومت سره د یوه ګډ دفاعي تړون د لاسلیک لپاره پر خبرو بوخته ده، او داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي ترکیه نیت لري چې په راتلونکو ورځو کې د سوریې په دوو هوایي اډو، T4 او حلب کې خپلې الوتکې او د هوايي دفاع سیستمونه ځای پر ځای کړي. ځینې شنونکي پر حماة هوایي ډګر د روانې اونۍ د سختو بریدونو او د T4 اډې شاوخوا د اسرائیلي رژیم د نسبتاً نرمو بریدونو ترمنځ پرتله کوي، چې دا ښايي دې ته اشاره وي چې ترکیې مخکې له مخکې خپل یو شمېر تجهیزات هلته انتقال کړي وي. (بي بي سي، ۵/۴/۲۰۲۵)
همداراز، داسې راپورونه خپاره شوي چې د حماة پر هوایي ډګر د یهودي رژیم د برید په پایله کې درې ترکي انجنیران وژل شوي دي. د سوريې د پوځي سرچینو په وینا، درې ترکي انجنیران تېره چهارشنبه د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې ووژل شول. دغو سرچینو ټینګار کړی چې دغه انجنیران په هوایي ډګر کې د تخنیکي تجهیزاتو پر نصب بوخت وو؛ په دې کې د هوايي دفاع هغه سیستمونه هم شامل وو چې ترکیې هلته انتقال کړي وو. (ارم نیوز، ۴/۴/۲۰۲۵)
۳. ښکاري چې ترکیه د یهودي رژیم پر وروستیو بریدونو ـ په ځانګړې توګه د سوریې پر هوایي ډګرونو بریدونو ـ باندې سخته غوسه شوې ده او سمدستي یې له امریکا سره اړیکه نیولې چې د یهودي رژیم د کړنو د مهار لپاره ګام پورته شي؛ په ځانګړې توګه دا چې ترکیه په سوریه کې هغه ماموریت پرمخ وړي چې له امریکا سره پرې توافق شوی دی. دغه وضعیت ته په کتو، واشنګټن ته د یهودي رژیم د لومړي وزیر دا بیړنۍ بلنه وشوه او ټرمپ ترې وغوښتل چې له ترکیې سره اختلافات په عقلانیت سره حل کړي.
درېیم: هغه څه چې دا څرګندوي چې دا موضوع د یادې ناستې تر ټولو مهم او بیړنی محور و، دا دي چې ګڼ شمېر نورې څرګندونې هم پر همدې مسله دلالت کوي:
۱. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «اړینه ده چې امریکا د اسرائیلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو، تر کنټرول لاندې راولي او یو روښانه چوکاټ ورته وټاکي.» (انادولو خبري اژانس، ۹/۴/۲۰۲۵)
۲. همداراز اعلان شوې چې د یهودي رژیم او ترکیې ترمنځ مستقیمې او بې ځنډه خبرې اترې پیل شوې دي. RT شبکې د ۲۰۲۵ د اپریل پر ۹مه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، د څرګندونو په حواله راپور ورکړ چې د سوریې په اړه د سوء تفاهم د مخنیوي په موخه، دوی له اسرائیلو سره مستقیمه اړیکه ټینګه کړې ده. هغه تشریح کړه چې یهودي رژیم داسې ستراتیژي غوره کړې چې له مخې یې باید د سوریې نوې ادارې ته هېڅ شی پاتې نه شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اسرائیلو لخوا د سوریې د خاورو اشغال او د بنسټیزو تأسیساتو بمبار باید بند شي. هغه دا هم څرګنده کړه چې د ترکیې له ګاونډیو هیوادونو څخه د یوه بېثباته کېدل به پر ترکیه ناوړه اغېز وکړي، او خبرداری یې ورکړ چې انقره «د دې پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدی»، هغه زیاته کړه: «موږ هېڅ نیت نهلرو چې په سیمه کې د اسرائیلو په ګډون له کوم هېواد سره د شخړې یا جګړې لور ته لاړ شو... موږ د سوريې له نوې ادارې سره د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې همکاري کوو».
۳. رویټرز خبري آژانس تېره اونۍ راپور ورکړی و؛ مخکې له دې چې دغه اډې د یهودي رژیم د هوایي بریدونو هدف وګرځي، د ترکیې پوځي ټیمونو په سوریه کې لږ تر لږه درې هوایي اډې تر ارزونې لاندې نیولي، څو د یوه احتمالي ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، فیدان، چهارشنبه له سي.ان.ان ترک سره په خبرو کې وویل: «په سوریه کې زموږ د عملیاتو پر مهال اړتیا ده چې یو ډول میکانیزم موجود وي څو له اسرائیلو سره –چې الوتکې یې په هغې سیمه کې الوتنې کوي- د نښتې مخه ونیول شي؛ داسې میکانیزم لکه له امریکا او روسیې سره يې چې لرو. » (العربیه، ۱۰/۴/۲۰۲۵)
۴. یوې باخبره سوري سرچینې «انډیپنډنت عربي» ته په خبرو کې ویلي: «په حقیقت کې، دا مهال د یوه تړون په اړه خبرې روانې دي. دا تړون د نښتې د درولو نه، بلکې د نښتې نه کولو تړون دی، ځکه چې په اصل کې په سوریه کې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ کومه شخړه نه ده رامنځته شوې. په بل عبارت، دا تړون د پولو د تعریف لپاره دی، داسې چې که اسرائیلي الوتکې د سوریې په فضا کې وي، د مسیر په اړه به یې له مخکې اطلاع ورکړل شي.» (انډیپنډنټ عربي، ۹/۴/۲۰۲۵) یعنې دا هغه تړون ته ورته دی چې ترکيې له روسيې سره درلود، څو د سوریې په خاوره کې د نښتې مخنیوی وشي.
۵. دا ټول مسایل د ترکي چارواکو له څرګندونو څخه څرګندېږي، لکه څنګه چې الشرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر ۱۳مه راپور ورکړی: ترکیې تایید کړې چې له اسرائیلو سره خپلې تخنیکي خبرې روانې ساتي، څو داسې یو میکانیزم ته ورسېږي چې - په ځانګړې توګه په سوریه کې- د تاوتریخوالي د راکمولو، د نښتو د قواعدو ټاکلو او د پېښو یا ټکرونو د مخنیوي سبب شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې غواړي سوریې ته ثبات راولي، او هڅه کوي چې د سوریې دننه له هر هېواد سره له هر ډول پارونې او نښتې څخه ځان وساتي. د ترکیې او اسرائیلو دوو پلاوو تېره چهارشنبه د آذربایجان په پلازمېنه، باکو کې سره وکتل. دا خبرې اترې د دې لپاره وشوې چې د سوریې په خاوره کې د پېښو یا نښتو مخه ونیول شي، په تېره بیا وروسته له هغې چې د وروستیو دوو اونیو په ترڅ کې تاوتریخوالی زیات شوی و. (الشرق الاوسط، ۱۳/۴/۲۰۲۵)
۶. الجزیرې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل پر ۱۴مه، د ایټالوي وېبپاڼې "اینسایداوور" پر بنسټ، د لیکوال او ژورنالیست اندریا موراتوري (Andrea Muratore) د راپور په حواله لیکلي: ترکیه د امریکا د نوي حکومت لپاره یو محوري رول لري، او د یوه ارتباطي پُل په توګه عمل کوي څو د منځني ختیځ او نورو سیمو د ګڼو مهمو مسایلو د حل لار ومومي؛ په تېره بیا وروسته له هغې چې له پخواني حکومت سره یې کلونه کلونه ترینګلې اړیکې لرلې. نوموړي په خپل راپور کې یادونه کړې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، څو څو ځله د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د شخصیت او سیاسي ځیرکتیا ستاینه کړې، او د خپلې دویمې دورې له پیل سره سم یې څرګندې نښې ورکړي چې غواړي له اردوغان سره په ګڼو قضیو کې همکاري وکړي. (الجزیره، ۱۴/۴/۲۰۲۵) دا ټول څرګندوي چې امریکا د یهودي رژیم او د ترکیې دولت دواړه هممهاله د خپلو ګټو پر محور راټول ساتي، او د دوی ترمنځ اړیکې داسې مدیریت کوي چې خپله ګټه پکې باوري کړي.
څلورم: دا واقعاً دردوونکې ده چې نن ورځ امریکا زموږ د خاورو چارې له خپلې خوښې سره سم سمبالوي، او د سیمې لومړیتوب یې یهودي رژیم ته ورکړی، هغه رژیم چې د اسراء او معراج سپېڅلې خاوره، فلسطین، یې غصب کړې ده؛ حال دا چې د مسلمانانو حکام ټول د امریکا تر واک لاندې دي. ان د عثماني خلافت خاوره، چې کله یهودو غوښتل د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي، او چمتو وو چې په بدل کې یې میلیونونه د سرو زرو سکې ورکړي، خو خلیفه په کلکه دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل: «فلسطین زما شخصي ملک نه دی، بلکې د اسلامي امت ملکیت دی، زما ولس د دې خاورې لپاره جهاد کړی او دا یې په خپله وینه خړوبه کړې ده. یهود دې خپلې د ملیونونو زېرمې له ځان سره وساتي، که یوه ورځ خلافت ټوټه ټوټه شي، هغه وخت به یې له کوم قیمت پرته ونيولی شي» او همداسې وشول!
نن ورځ، د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته، ترکیه سره له دې چې سوریې ورسره منلې، د یهودي رژیم له لوري منع کېږي چې په سوریه کې پوځي اډه ولري... ! دا دی د خلافت تر پرځېدو وروسته د مسلمانانو حالت! دا یو ستر ناورین دی! بېشکه چې د مسلمانانو ځواک او عزت د دوی په منځ کې د خلافت له قیام سره تړلی دی. حزبالتحریر، چې یوه مخلصه رهبري ده، د اسلامي خاورو د واک او ځواک خاوندانو ته بلنه ورکوي چې د راشده خلافت د بیا تاسیس له لارې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره نصرت ورکړي؛ ځکه چې یوازې د خلافت تر تاسیس وروسته به د مسلمانانو عزت او عظمت بېرته راستون شي. لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمايي:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به مؤمنان د الله سبحانه وتعالی په نصرت خوښ شي. الله سبحانه وتعالی هر چاته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هماغه غالب او مهربان ذات دی»
۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۱۸مه
۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۶مه