دوشنبه, ۱۳ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ټکنالوژي؛ هغه اغېز چې پر موږ یې لري او هغه رول چې په جوړولو کې یې موږ پرې لرو!

(ژباړه)

مقدمه

 اوس یو انسان ته اسانه نه ده چې یو کتاب تر پایه ولولي، بلکې ان تر دې چې نور څو دقیقې داسې کېناستلی چې په لاس کې یې موبایل نه وي. له دې وروسته تمرکز کول یو طبیعي حالت نه دی، بلکې په یوې استثنایي هڅې بدل شوی دی. له همدې امله، نن ورځ پوښتنه دا نه ده چې له ټکنالوژۍ سره څه وکړو؟ بلکې پوښتنه په ډېره خطرناکه بڼه داسې مطرح کېږي، چې ټکنالوژۍ له موږ سره څه کړي چې موږ یې له نورو او ان له ځان سره په داسې حیرانوونکې اړیکه کې ښکېل کړي یو؟ که څه هم دا بدلون په ښکاره د فرد او د هغه له ورځني چلند سره اړوند ښکاري، خو رښتینې پایلې یې په روښانه توګه په هغو شخړو کې څرګندېږي، چې نننۍ نړۍ یې شاهده ده؛ ځکه نن سبا جګړې یوازې په وسلو مخته نه وړل کېږي، بلکې په معلوماتو (ډېټا) سره هم پر مخ ځي. د تصویرونو، وېډیوګانو او د هغو الګوریتمونو له لارې چې دا ټاکي، څه شی باید وښودل شي او څه شی باید پټ پاتې شي، څه شی روښانه شي او څه شی څنډې ته او بې ارزښته کړل شي.

په داسې وخت کې چې پوځي غوره‌والی نور د سلطې یوازنۍ وسیله نه ده او اقتصاد هم په یوازې ځان د ځواک معیار نه ګڼل کېږي، د واکمنۍ یو نوی ډول د راڅرګندېدو په حال کې دی؛ داسې سلطه چې ډېر ارام، خو خورا ژور اغېز لري. دا سلطه پر ذهنونو برید او خپل لوري ته د انساني غریزې راکښل دي؛ داسې سلطه چې په زور سره نه تپل کېږي، بلکې د سکرینونو له لارې د حشرې په بڼه نفوذ کوي. په هماغه شېبه کې نه درک کېږي، خو ورو ورو راغونډېږي، ترڅو انسان په خپل فکر، لېوالتیا او چلند کې له دننه څخه بېرته له سره ورغوي.

نو موږ په یوه بې‌طرفه ډیجیټلي نړۍ کې ژوند نه کوو، بلکې په یوه دقیق او حساب شوي نظام کې دننه ځای پر ځای شوي یو، چې په ډېر دقت سره طرحه شوی دی؛ ترڅو زموږ پام، چلند، هویت، د ژوند لاره او د ژوند نظامونه له سره برابره کړي.

په داسې یوه چوکاټ کې پلټ فارمونه نور یوازې د خبرونو د لېږدولو وسیلې نه دي، بلکې د ارزښتونو د مراتبو لړۍ د بیا تنظیمولو، د معیارونو د ټاکلو، د مفاهېمو او په ځانګړي ډول د عقیدوي مفاهېمو د لوري بدلولو په وسیلو اوښتي دي. همداراز دا پلټ فارمونه د ټولیز پوهاوي په بیا جوړولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د هغو لویو روایتونو په جوړولو کې خورا مهم رول لوبوي، چې دا مشخصوي چې څوک قرباني دی او څوک تېری کوونکی؛ څوک د زړه سوي او همدردۍ وړ دی او څوک څنډې ته کېږي یا څوک د بریا مستحق معرفي کېږي او څوک د ماتې کندې ته ور ټېل وهل کېږي.

له همدې امله، د اطلاعاتو د بهیر کنټرول د قدرت د انډول (توازن) په یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی دی؛ داسې برخه چې ارزښت یې تر پوځي یا اقتصادي لوړتیا لږ نه دی. په همدې وخت کې د غرب ذهن یوه نوې وسله ومونده؛ داسې وسله چې غواړي په مرسته یې زموږ تاریخ ولیکي او زموږ جغرافیه انځور کړي.

مصنوعي ځیرکتیا او چلند لوري

مصنوعي ځیرکتیا نور یوازې یوه تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د معلوماتو د تحلیل او د چلند د وړاندوینې د وړتیا درلودو له امله د پوهاوي په جګړه کې پر یو فعال عنصر بدله شوې ده. دا ټکنالوژي تر دې وړاندې چې د انسان په نیتونو پوه شي، د هغه د چلند الګوریتمونه او نمونې تحلیلوي او د تېرو معلوماتو پر بنسټ، د راتلونکي احتمالات بیا جوړوي او وړاندوینه یې کوي. له همدې امله، انسان په یو «ډیجیټلي پل» بدلېږي، چې چلند او پرېکړې یې تر ډېره بریده د وړاندوینې وړ دي.

لوی قدرتونه په خپلو تمدني شخړو کې پر همدې وسلې تکیه کوي؛ داسې وسله چې د همدې ابزارو په مرسته د ملتونو د ډله‌ییزو چلندونو د مطالعې او تحلیل له لارې د دروغجن پوهاوي د تولید لپاره کارول کېږي. وروسته واقعیتونه له خپل حقیقي او طبیعي حالته را ایستل کېږي، ترڅو لا پسې مبهم شي او په پایله کې، فکر یا له کاره لوېږي او یا هم په یو بې‌ګټې او شنډ فکر بدلېږي. د همدې محاسبې په اډانه کې هر هغه فکر په نښه کېږي، چې د بدلون لامل ګرځي.

دا بهیر په روښانه توګه په «وړاندیز کوونکو نظامونو» کې لیدل کېږي؛ هغه نظامونه چې منځپانګه د هر کاروونکي د لېوالتیاوو او غوښتنو پر بنسټ هغه ته وړاندې کوي. په ظاهره داسې ښکاري چې انتخابونه ازاد دي، خو په حقیقت کې دا هر څه په یوه داسې مدیریت شوي ډیجیټلي چاپېریال کې ترسره کېږي، چې د پاملرنې د جلبولو او د ځانګړو چلند لرونکو نمونو د پیاوړي کولو لپاره طرحه شوي دي.

له همدې ځایه داسې یو څه رامنځته کېږي چې اټکل کېدای شي «د وړاندوینې وړ انسان» ورته وویل شي؛ هغه انسان چې له کوم مستقیم فشار او جبر پرته د هغو الګوریتمونو په واسطه لارښوونه او هدایت کېږي، چې د ممکنه انتخابونو پولې ټاکي او ان په خپله د ازادۍ شرایط له سره تعریفوي.

د دې مسلې تر ټولو ښکاره او غوره بېلګه، د «فېسبوک او کمبرېج انالیټیکا» رسوایي ده؛ چېرته چې د میلیونونو کاروونکو شخصي معلومات د هغوی له رضایت پرته، د سیاسي اعلاناتو او تبليغاتو لپاره وکارول شول.

دې پېښې وښوده چې د ټکنالوژۍ شرکتونه تر کومه بریده کولی شي، چې د عامه افکارو پر جوړولو او د هغو د لوري پر ټاکلو اغېز وکړي. په همدې لړ کې، برېښنایي پلټفورمونه هغه څه چې «الین دونو» هغه د «ابتذال د نظام» په توګه یادوي، تر بل هر وخت زیات پیاوړي کړي دي. داسې یو نظام چې پکې د فکرونو او نظریو ارزښت نور د هغوی د فکري ژورتیا پر بنسټ نه، بلکې د خپرېدو د چټکتیا او د غبرګونونو او تعاملاتو د شمېر پر اساس سنجول کېږي.

په دې توګه، «د پوهې اقتصاد» د پاملرنې جلبولو په «اقتصاد» بدل شوی او هیجان راپارونه، د غریزو تحریکول او د ابتذال او بې‌بندوبارۍ خپرېدل پر فکر، مانا او د پوهاوي پر رامنځته کولو غالب شوي دي.

ډیجیټلي فضا او د پوهاوي جګړه

نن ورځ پر ډیجیټلي فضا واکمني د ټولنو لپاره په یوه برخلیک ټاکونکې مسله بدله شوې ده. هر هغه ملت چې خپل ډیجیټلي ابزار په واک کې ونه لري او د خپلې معلوماتي فضا کنټرول ترلاسه نه کړي، په ناچارۍ سره به په هغه چوکاټ شوي روایت کې راګیر شي، چې نور یې ورته لیکي. په پایله کې، د هغه اساسي مسلې تر دې کچې راټیټېږي او هویت یې د داسې فلټرونو او معیارونو پر بنسټ له سره تعریفېږي، چې دی پرې هیڅ واک او کنټرول نه لري.

د بېلګې په توګه هغه څه چې د غزې پېښو وښودل، یوازې د قدرت د توازن ګډوډېدل نه وو، بلکې پخپله د پوهاوي او شعور په جوړښت کې یو اختلال و. هلته چې انسان د ډېرو معلوماتو او انځورونو په منځ کې کلابندېږي، خو خپله لاره او لوری ورکوي؛ په صحنه کې موجود وي، خو د عمل په ډګر کې ورک وي.

په پایله کې، د ډیجیټلي فضا پراخ شتون د دې لامل کېږي، چې انسان له یوه احتمالي فاعل (شخص) څخه په یو تلپاتې نندارچي بدل شي. هره ورځ یې په ذهن کې پرېمانه معلومات راټولېږي، خو دا معلومات په فکر، درک او باخبره لوري ټاکلو نه بدلېږي. له همدې امله، د نښو نښانو له ډېروالي سره سره، لاره ورکوي؛ فکر له احساسه بېلېږي او ټولنه د یو ډول سرګردانۍ ښکار ګرځي، چې د ډله‌ییزې قطب‌نما د له لاسه ورکولو ښکارندويي کوي.

له همدې امله، نننۍ جګړه یوازې پر پولو او سرچینو نه ده، بلکې پر روایت او ان تر دې چې د حقیقت د تعریف پر سر ده. هر پلیټفارم په ضمني بڼه نړۍ ته یو ځانګړی لیدلوری لېږدوي او په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه، د غربي پانګوالۍ لور ته لېوالتیا لري. همدا لامل دی چې د پولي تبلیغاتو، دقیق هدف ټاکلو، فلټر کولو، بلاک کولو او د خپرېدو د دایرې کمولو په څېر وسیلې رامنځته شوې دي؛ هغه وسیلې چې دا چانس برابروي، ترڅو ځینې فکرونه جلا او منزوي کړل شي او ځینې نور بیا ډېر لوی وښودل شي.

ګوسټاو لوبون په خپل کتاب «د پرګنو ارواپوهنه» کې تشرېح کوي چې څنګه د ډله‌ییز ادراک د بیارغونې لپاره له احساساتو او تکرار څخه ګټه اخیستل کېږي؛ خو دا میکانیزمونه نن ورځ د هغو الګوریتمونو په برکت چې د اغېز د شخصي کولو او د هغې د لوی ښودلو وړتیا لري، خورا پیاوړي شوي دي. په پایله کې، مصرفوونکي ملتونه په داسې لیدونکو او مخاطبانو بدلېږي چې ادراک یې په دقیق ډول ډیزاین شوې ډیجیټلي فضا کې، له سره رامنځته کېږي.

د غلا شوې پاملرنې د بېرته لاسته راوړلو لپاره له غرب څخه خبرداری

یو شمېر غربي پوهانو د دغه بدلون د خطر په اړه خبرداری ورکړی او پر وړاندې یې د اندېښنې غږ پورته کړی دی؛ هغه خبرداری چې په دې لنډ فرصت کې یې لنډیز نشي وړاندې کېدای. امریکایی حقوق‌پوه «ټیم وو» په خپل کتاب «د پام سوداګر» کې تشریح کوي چې شرکتونه نور یوازې توکي نه پلوري، بلکې د انسانانو پام پېري او هغه پر اعلاناتو خپروونکو پلوري. په داسې یو حالت کې، انسان نور یوازې یو مصرفوونکی نه دی، بلکې پخپله په یوه اقتصادي سرچینه بدل شوی؛ هرڅومره چې ډېر په پليټفارمونو کې پاتې شي، هغومره یې اقتصادي ارزښت هم زیاتېږي.

خو بریتانوی لیکوال یوهان هاري، په خپل کتاب «غلا شوی پام» کې پر دې باور دی چې انسان خپل تمرکز په خپله خوښه له لاسه نه دی ورکړی، بلکې د هغه پام په یوه داسې ډیجیټلي چاپېریال کې غلا شوی چې په دوامداره توګه یې شعور او پوهاوی ټوټه ټوټه کوي. په دې توګه، یو داسې ذهن رامنځته کېږي چې ګړندی او غبرګون ښودونکی دی، خو پاشلی دی او ژور فکر نه شي کولای؛ ډېر څه ویني، خو په لږو پوهېږي.

همدارنګه د سونې لېمن څېړنو، چې په ۲۰۱۹ کال کې په «نیچر کمونیکیشنز» (Nature Communications) مجله کې خپرې شوې، وښودله چې «ډله‌ییز پام» د تېر په پرتله لنډ شوی دی؛ په داسې توګه چې عامه افکار په ډېر سرعت سره له یوې پېښې څخه بلې پېښې ته لېږدول کېږي. دا چاره د معلوماتو د ګړندي بهیر په منځ کې، د تمرکز لپاره د فردي او جمعي وړتیا د کمښت ښکارندويي کوي. پر دې سربېره، شوشانا زوبوف په خپل کتاب «د څارنې د پانګوالۍ عصر» کې تشرېح کوي چې څنګه ډېټا (معلومات) د انساني چلند د اټکل او لوري د ورکولو لپاره په خامو توکو بدله شوې ده.

 د هغه په باور، د ګوګل او مېټا په څېر د ټیکنالوژۍ ستر شرکتونه نور یوازې د معلوماتو د لېږد وسایل نه دي، بلکې په داسې پټو جوړښتونو بدل شوي چې د انسان پام او چلند له سره تنظیموي؛ په داسې توګه چې کوم وخت کاروونکي په دغو پلیټفارمونو کې تېروي، د شرکتونو د ګټې او عاید په اصلي سرچینه بدلېږي.

سایبري فضا د یو جیوپولیټیکي لوبغاړي په توګه

د دغو بدلونونو خطر یوازې د فرد په کچه نه رابرسېره کېږي، بلکې د ټولنو برخلیک هم تر اغېز لاندې راولي. کله چې د عامو خلکو ذوق او ذهنیت له سره رغول کېږي او فکر کول یوازې تر چټکو او لومړنیو غبرګونونو پورې راکښته کېږي، انسان د اغېزناکو ګامونو د پورته کولو وړتیا له لاسه ورکوي؛ ځکه چې هر جدي اقدام منسجم پوهاوي، د فکر کولو فرصت او د مسایلو او چارو د یو ځای کولو وړتیا ته اړتیا لري.

په دې توګه، ټکنالوژي د ملتونو په منځ کې د «لنډمهالې حافظې» د تولید پر وسیله بدلېږي؛ هغه حافظه چې ټاکي خلک څه په یاد وساتي او څه هېر کړي، ترڅو په پای کې هویتونه د پانګوالۍ د نړیوال کېدو په روایتونو کې منحل او ذوب شي. په داسې یو بستر کې ډیجیټلي پليټفارمونه په واقعي جیوپولیټیکي لوبغاړو بدل شوي او دلته د جګړې اصلي ډګر زموږ ذهنونه دي.

دا مسئله د «ټیک‌ټاک» پليټفارم پر سر په نړیواله شخړه کې په بشپړه توګه روښانه کېږي؛ هغه ځای چې پوښتنه نور یوازې تخنیکي نه ده، بلکې د حاکمیت له مسئلې سره تړل کېږي. هر څوک چې د پليټفارم څښتن وي، د عامه افکارو د بڼې ورکولو وړتیا هم په لاس کې لري.

همدارنګه د NSO شرکت پر وړاندې د «واټساپ» دوسیې هم د ډیجیټلي فضا زیان منل ښکاره کړل؛ وروسته له هغه چې په لسګونو هېوادونو کې د خبریالانو، فعالانو او دولتي چارواکو ګرځنده ټلیفونونو ته د نفوذ لپاره له تخنیکي کمزوریو څخه ګټه واخیستل شوه. دې پېښې وښودله چې د شخړې ډګر نور یوازې ځمکه نه ده، بلکې ډېټا (معلومات)، پوهاوی او روایتونه هم د دې جګړې په اصلي ډګر بدل شوي دي.

دلته د یهودي رژیم د استخباراتو د یوې پخوانۍ څېرې، ایلا کینان خبرې رااخلو؛ هغې په یوه یهودي غونډه کې ټینګار وکړ چې له تل‌ابیب څخه اغېزناک او نفوذ لرونکي عملیات مدیریت کوي، چې په ټوله نړۍ کې د «څه باندې ۶۰ زره کسانو» په همکارۍ پر مخ ځي، ترڅو د هغوی محتوا په پراخه کچه خپره شي او نږدې «۳ ملیارده کتونکو» ته ورسېږي. هغې همدارنګه زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې وروسته، د «حماس هماغه داعش دی» شعار پخپله دې جوړ کړی او د هغه د خپرولو او ترویج لپاره دومره کار شوی، چې د هغې په وینا «آن بایډن ته هم ورسېد».

د مسلمانانو د ډله‌ییزې حافظې له لاسه ورکولو خطر

هغه بې‌ثباته او پاشلی حالت چې د پانګوالۍ رسنیو د محتوا د دې نه ختمېدونکي سېلاب په واسطه رامنځته کړی دی، په تدریجي ډول د اساسي او فرعي چارو او همدارنګه د مانا او غوغا (شورماشور) ترمنځ د توپیر کولو وړتیا کمزورې کوي. په پایله کې، ډله‌ییز پوهاوی د «فکري بې‌ثباتۍ» له حالت سره مخ کېږي؛ داسې یو حالت چې پکې هر څه په هماغه شېبه کې شتون لري، خو په حافظه کې یې پایښت او پاتې کېدل خورا لږ وي.

له همدې امله، د دې پر ځای چې د یوې عقیدې او نظام په توګه د اسلام په اړه او د امت د برخلیک ټاکونکو مسایلو په تړاو عامه پوهاوی او بیداري رامنځته شي، موږ د «ډله‌ییزې حافظې د له لاسه ورکولو» له خطر سره مخ کېږو؛ هغه حافظه چې د دغه ستر رسنیز بمبار تر فشار لاندې، په تدریجي ډول دا هېروي چې موږ د یوه امت په توګه څه ډول هویت لرو.

﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ﴾ [حشر: ۱۹]

ژباړه: او تاسو د هغو کسانو په شان مه کېږئ چې الله (سبحانه وتعالی) یې هېر کړی، نو الله (سبحانه وتعالی) له دوی څخه خپل ځانونه هېر کړل. همدغه کسان نافرمانه دي.

یعنې د الله سبحانه وتعالی هېرول، انسان داسې یو حالت ته بیایي چې له خپل ځان څخه سمه پېژندنه او د خپل شتون اصلي مانا هم له لاسه ورکوي. دا تر ټولو خطرناک حالت دی چې ممکن انسان پکې راګیر شي؛ ځکه چې هغه په غفلت کې ژوند تېروي، پرته له دې چې د ژوند په اړه د خپلو انګېرنو او قضاوتونو د جوړولو لپاره کومه کلکه او پیاوړې فکري اډانه ولري.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ﴾ [انبیاء: ۱]

ژباړه: له خلکو سره د حساب کړلو وخت رانږدې شوی، خو هغوی اوس هم په غفلت کې او مخ اړوونکي دي.

له همدې امله، نن ورځ تر ټولو خطرناک څه چې ټولنې ګواښي، پخپله ټکنالوژي نه ده؛ بلکې د ګټور فکر کولو د وړتیا له لاسه ورکول او د یوه روښانه فکري لیدلوري له زاویې څخه پېښو ته په کتلو کې پاتې راتلل دي. نو ځکه، حقیقي مبارزه نور یوازې د ابزارو او وسایلو جګړه نه ده؛ بلکې د شعور، هویت او مانا جګړه ده.

دا غفلت او د ډله‌ییزې حافظې له لاسه ورکول موږ له هغه رغنده فکر څخه بې برخې کوي، چې د نهضت بنسټ دی. په پایله کې، موږ د اسلام په اړه فکر کوو، خو له اسلام سره (د اسلام په وسیله او د هغه د لارښوونو پر بنسټ) فکر نه کوو؛ بلکې دا وړتیا نه لرو چې پېښې او واقعیتونه د اسلام له زاویې او عینکو وګورو. یعنې اسلامي عقیدې او له هغې څخه راپیدا شویو حل‌لارو ته د یوه سیاسي فکر په توګه نه ګورو. همدا چاره له موږ څخه د واقعیتونو د سم درک کولو چټکتیا او د سم قضاوت کولو وړتیا اخلي.

له همدې امله، د اوسني عصر د مجدد، نابغه، متفکر او ستر عالم شیخ تقي الدین نبهاني رحمه الله په کتاب «سرعة البدیهه» کې داسې راغلي دي:

«د نن ورځې ستونزه دا نه ده چې موږ څنګه فکر او تفکر رامنځته کړو؛ ځکه چې فکر کول د خلکو په منځ کې په طبیعي ډول شته دي. بلکې ټوله ستونزه د غرب استعمار دی. غرب پخپلې مطالعې او پوهې سره دا موندلې چې په انسان کې فکر شته؛ له همدې امله د هغه ټوله هڅه دا ده چې دا فکر څنګه له کاره وغورځوي، یا یې څنګه بې‌ګټې او له فعالیته بې‌برخې کړي. په پای کې، که یې په درولو بریالی نه شي، نو څنګه وکولی شي چې په یو زیان‌رسوونکي فکر یې بدل کړي.»

په راشده خلافت دولت کې معلوماتي ټکنالوژي او اړیکې

دا برخه (د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ برخه) په پیل کې د کافر غرب په لاس رامنځته شوه، وده یې وکړه او بنسټونه او زېربناوې یې د ژوند په اړه د لوېدیځ د نړۍلید او لیدلوري پر اساس کېښودل شوې. غرب هم د خپل استعمار په یوې وسیلې بدله کړه؛ داسې یوه وسیله چې د شتمنیو د لوټلو، د نفوذ د پراخولو، په خپله خوښه د افکارو د څرخولو، د تړلو مهرو د روزلو، د ژوند د بېلابېلو برخو د ویجاړولو او د خپلې خوښې د ژوند دود، د چلند د نمونو او اخلاقي ارزښتونو د تپلو لپاره کارول کېږي.

له همدې امله، له ډېرو اړخونو څخه د دې وسیلې اغېز د پوځي وسلو تر بریدونو هم خورا نفوذ لرونکی او ویجاړونکی پاتې شوی دی. د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د دې ټکنالوژۍ ټولو نفوذ کړیو څانګو ته په کتو او هغې ته د خلافت دولت د جدي اړتیا له امله، اړینه ده چې په خلافت دولت کې د دې ساحې لپاره یوه عمومي تګلاره تدوین شي؛ داسې تګلاره چې له اسلامي عقیدې څخه سرچینه واخلي او دا برخه له رېښې او بنسټ څخه د ژوند په اړه د اسلام د لیدلوري پر اساس له سره بیا ورغوي.

پر همدې بنسټ، حزب‌التحریر د خپلو یو شمېر ویښو او متفکرو ځوانانو په ډله‌ییزو هڅو، «په راشده خلافت دولت کې د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ دایره» تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړی دی.

په دغه کتاب کې د دې ادارې بشپړ جوړښت روښانه او تشرېح شوی دی. دا اداره د دولت له مهمو ارګانونو (بنسټونو) څخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې د چارو په سمبالښت او د دولت په اړیکو مستقیم اغېز لري او له نورو دولتي بنسټونو، په ځانګړې توګه د جګړې له ادارې (دایرة الحرب)، د صنایعو له ادارې، د کورني امنیت له ادارې او د بهرنیو چارو له ادارې سره نږدې او کلک تړاو رامنځته کوي.

له همدې امله، لازمه ده ترڅو ټول هغه کسان چې دا وسایل کاروي، په ځانګړې توګه د دعوت لېږدوونکي او د دولت کارکوونکي، چې د الله سبحانه وتعالی په خوښه د راتلونکي تمدني مولود، یعنې راشده خلافت دولت د هرکلي لپاره ځانونه چمتو کوي؛ ژر تر ژره د دغه کتاب مطالعې ته مخه کړي، هغه په سمه توګه درک کړي او له دې برخې سره د تړلو جزیاتو او احکامو په اړه په خلکو کې پوهاوی خپور کړي.

په دې توګه به، د عمل په ډګر کې د عمومي امنیت د یوه بنسټ په توګه د ډیجیټلي حاکمیت د تحقق زمینه برابره شي او ټولنه به د ټکنالوژیکي احتیاج له ټولو هغو بڼو څخه وژغورل شي، چې کافرو استعمارګرو رامنځته کړې دي.

 په پایله کې، د معلوماتو واک او کنټرول، د هغو د تولید سرچینې، د ګټې اخیستنې لارې چارې یې، سافټویرونه او کارول (اپلیکیشنونه) یې، ټکنالوژي او د هغې د کارولو ډګرونه، الکترونیک صنایع، خام توکي، فلزات او د هغوی د اکمالاتو ځنځیرونه او ان تر دې چې سپوږمکۍ او د هغو مدارونه به هم د امت په لاس کې وي.

په هغه صورت کې به دا امکانات نور د هغه منفور پانګوال نظام په انحصار کې نه وي، چې انسانان بنديانوي او هغوی ته یوازې د خپلې مادي ګټې په معادلو کې د ارقامو په سترګه ګوري؛ بلکې هڅه به وشي ترڅو ټکنالوژي یو ځل بیا انسان ته خپل کرامت او انسانیت بېرته ور په برخه کړي؛ ځکه چې موږ د داسې یوه رسالت لېږدوونکي یو چې الله سبحانه وتعالی یوازې موږ پکې د بشریت پر برخلیک امین ګرځولي یو.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ﴾ [انبیاء: ۱۰۷]

ژباړه: موږ ته نړیوالو ته د یو رحمت به توګه استولی یې.

 

لیکوال: المهندس وسام الأطرش

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې