پنجشنبه, ۰۷ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ابراهیم ملیک د تورونو پر وړاندې د حزب‌التحریر ځواب!

(ژباړه)

کله چې د حزب‌التحریر ـ ولايه سوډان له لوري د دارفور د بېلتون د پلان شنډولو لپاره پراخ کمپاین پیل شو ـ د هغه شرعي حکم پر بنسټ چې د مسلمانانو د خاورو وېش حرام ګڼي او ان اسلام دا هم حرام کړي چې مسلمانان دې دوه خلیفه‌ګان ولري ـ دا خپله له یوې خوا د امت د یووالي پر وجوب او له بلې خوا د تفرقې پر لویې ګناه څرګند دلیل دی؛ لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ، فَاقْتُلُوا الآخِرَ مِنْهُمَا» مسلم دغه حدیث له ابو سعید خدري څخه روایت کړی او همدارنګه مسلم له عرفجة بن اسعد څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ، يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ، أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ، فَاقْتُلُوهُ»

ژباړه: کله چې تاسو ته یو څوک راشي، په داسې حال کې چې ستاسو کارونه او چارې د یوه کس (امیر یا حاکم) پر غاړه دي او هغه غواړي چې ستاسو یووالي ته زیان ورسوي او ستاسو ټولی تیت‌ او پرک کړي، نو هغه کس ووژنئ.

په داسې حالت کې لازمه وه چې علماء او امامان په پوره ځواک سره د دې طرحې پر ضد راپورته شي او د هغې مبارزې ملاتړ وکړي چې حزب‌التحریر یې د دارفور د بېلتون پر ضد رهبري کوي؛ نه دا چې چوپ پاتې شي او په دغه وېش او جلاوالي رضا شي.

خو په داسې وضعیت کې چې حزب د امت یووالي او د هغه د وړتیاوو یوځای کولو ته دعوت کوي، ابراهیم ملیک ورور پرته له دې بل څه نه غواړي چې پر حزب‌التحریر او پر هغه مبارزه یې تور ولګوي، چې د دارفور د بېلتون د طرحې د ناکامۍ لپاره یې کوي؛ دا تور یې په دوو مقالو کې لګولی دی: لومړی په 9/4/2025 نېټه او دویم په 8/9/2025 نېټه. ډېر څه چې په دې دوو مقالو کې راغلي، بې‌بنسټه تورونه دي چې ځواب نه ورکوو؛ خو یوازې پر هغو مواردو بسنه کوو، چې د ځواب ویلو وړ دي.

په پیل کې باید وویل شي: حزب‌التحریر یو سياسي حزب دی چې د اسلام پر بنسټ رامنځته شوی او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د دولت د ټینګولو له لارې د اسلامي ژوند د بیا پيل لپاره هڅې کوي او د اسلام دعوت ټولې نړۍ ته رسوي، ترڅو بشریت د کفر له ګمراهۍ څخه وباسي او د اسلام لوی نور ته یې داخل کړي.

حزب‌التحریر د اسلامي فرهنګ له خزانې څخه لوړې او ژورې مفکورې را اخیستې دي، چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي ژوند په بېلابېلو برخو کې یې وړاندې کړي دي. همدارنګه یې د خلافت دولت لپاره له ۱۹۱ مادو جوړ اساسي قانون وړاندې کړی، چې د ژوند ټول سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تعلیمي او نور اړخونه رانغاړي. حزب‌التحریر د امت د نږدې ټولو مسئلو په اړه اعلامیې او نشرات لري، چې اسلامي حللارې د شرعي دلایلو پر بنسټ روښانه کوي.

خو لیکوال داسې ادعا کړې ده: «حزب‌التحریر د اسلامي خاورو له اوسنیو حکومتونو څخه هېڅ یو په رسمیت نه پېژني او په غرب پورې تړلي رژیمونه یې ګڼي، چې باید مقابله ورسره وشي ترڅو د خلافت دولت يې ځایناستی شي؛ په حقیقت کې دا پخپله د اسلامي نړۍ د لا تجزیې لپاره د غرب د نقشې د پلي کولو په هڅه کې دي.»

زه وایم، هر هغه څوک چې د اسلامي خاورو وضعیت وڅاري، بلکې هر ویښ مسلمان په یقیني توګه پوهېږي چې په دغو خاورو کې حاکم نظامونه نه اسلام عملي کوي، نه یې احکام پلي کوي او نه هم د شرعي حدودو ساتنه کوي. برعکس دغه حاکمان هر سهار او ماښام په بې‌پروایۍ سره خلک سېکولرېزم او ډیموکراسۍ ته رابولي، د امریکا تګلارې په بشپړه توګه عملي کوي، له یهودو مشرانو سره ښکاره لیدنې کوي او د خلکو د سترګو پر وړاندې د امت پر ضد ورسره یو لاس کېږي؛ پرته له دې چې په پټه یې ترسره کړي او یا شرم وکړي.

له دغه حقیقت څخه یوازې هغه څوک سترګې پټوي، چې په زړه کې مرض ولري او یا په سترګو ړوند وي؛ ځکه له غرب څخه د حاکمانو پیروي او د هغوی د تګلارو عملي کول اوسمهال د رڼا ورځې په څېر روښانه دي. همدارنګه لیکوال باید پوه شي، چې اسلامي امت یو واحد امت دی، نه بېلابېل امتونه؛ قبله یې یوه ده، یو وخت یې دولت، بیرغ او نظام واحد وو او مسلمانانو هغه وخت د «اسلامي هېوادونو» اصطلاح هېڅ نه پېژندله، خو کله یې چې په وروستیو کې مفاهیم او اندېښنې بدل شول.

خو د خلافت د تاسیس لپاره دعوت د دین له تر ټولو مهمو واجباتو څخه دی؛ لکه څنګه چې علماوو د «د فرضونو تاج» بللی او بې‌له شکه چې دین له هغه پرته نه قایمېږي.

له قران کریم څخه شرعي دلایل، د رسول الله ﷺ سپېڅلي سنت، د صحابه‌وو اجماع او د امامانو او د امت د علماوو اقوال، دا ټول د خلافت پر وجوب او پر دې ټینګار کوي چې حکم باید د هغه څه پر بنسټ وشي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي او له اسلام پرته د هر نظام جوړول حرام بولي. الله تعالی فرمایي:

﴿إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ﴾ [النساء: 105]

ژباړه: موږ دغه کتاب په حق سره پر تا نازل کړ، ترڅو د خلکو تر منځ پر هغه څه حکم وکړې، چې الله در ښودلي دي.

﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ﴾ [المائدة: 49]

ژباړه: او د هغوی تر منځ پر هغه څه حکم وکړه، چې الله نازل کړي او د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه.

همدارنګه د قران ایت هم د هغو خلکو ایمان نفې کړی، چې په اسلام سره حکم نه کوي، لکه څنګه چې فرمایي:

﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجاً مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً﴾ [النساء: 65]

ژباړه: نه، ستا په رب قسم چې دوی تر هغه وخته مومنان کېدلی نشي، ترڅو چې په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی ونه مني. کله چې ته پرېکړه وکړې، پر هغې باندې په خپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نه کړي او په بشپړه توګه تسلیم شي.

او الهي ایتونو هم هغه کسان چې د الله په شریعت حکم ونه کړي، ظالما، کافران او فاسقان یاد کړي دي:

﴿وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [المائدة: 45]

ژباړه: او هر څوک چې پر هغه څه حکم ونه کړي، چې الله نازل کړي، نو هغوی ظالمان دي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ځان وروسته سیاسي نظام «خلافت» معرفي کړی دی. لکه څنګه چې امام مسلم له ابوحازم څخه روایت کړی دی:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ. قالوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ.»

ژباړه: بني اسرائیل به پیغمبرانو رهبري کول؛ کله به چې یو پیغمبر له دنیا څخه لاړ، بل پیغمبر به د هغه ځای ونیو. خو له ما وروسته به بل پیغمبر رانشي او خلافت به وي او خلفاء به ډېر شي. اصحابو وپوښتل: نو موږ څه وکړ؟ ویې فرمایل: اول له لومړي سره بیعت وکړئ، بیا وروسته له بل سره، د هغوی حق ادا کړئ؛ ځکه الله (سبحانه وتعالی) به له دوی څخه د هغه څه پوښتنه وکړي، چې پر غاړه یې دي.

سربېره پر دې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک چې له خلیفه سره شرعي بیعت ونه لري، ګنهکار بللی دی؛ هغه کسان خو پرېږده چې خلک خلافت ته له دعوت کولو څخه منعه کوي! لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً» (رواه مسلم عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما)

ژباړه: هر هغه څوک چې مړ شي او پر غاړه یې (د خلیفه) بیعت نه وي، د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو اصحابو د خلافت پر وجوب اجماع درلوده. تر ټولو څرګند دلیل یې دا دی چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلی جسد دوه ورځې نه و دفن کړی،  ترڅو لومړی د خلیفه د بیعت مسئله حل کړي او ابوبکر صدیق رضي‌الله‌عنه د امت د خلیفه په توګه وټاکي. دا چلند څرګندوي چې د صحابه‌وو په اند، د خلافت تاسیس او د امت لپاره د امام ټاکل دومره واجب او اړین وو، چې ان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تدفین څخه یې هم مخکې ګڼلي دي.

د خلافت د وجوب په اړه د علماوو او امامانو خبرې ډېرې دي. له هغو څخه د امام قرطبي دا وینا چې د دغه ایت: ﴿وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً﴾ [البقرة: ۳۰]  په تفسیر کې وایي: دا ایت د امام او خلیفه د ټاکلو پر اړتیا باندې یو اساس او څرګند دلیل دی؛ یعنې هغه څوک چې حکم یې واورېدل شي او اطاعت یې وشي، ترڅو امت تر یوه بیرغ لاندې راټول شي او شرعي احکام د هغه له لارې پلي شي. په دغه وجوب کې د امت او امامانو تر منځ هېڅ اختلاف نشته؛ یوازې د «اصم» نظر چې د شریعت له حکمونو ناخبره و او هغه کسان استثنا دي، چې د ده نظر او مذهب ته میلان لري.

له امام غزالي څخه نقل شوی دی: «الديـن أس، والسـلطـان حـارس، ومـا لا أس لـه فمهـدوم، ومـا لا حـارس لـه فـضائـع؛ دین پایه ده او سلطان ساتونکی دی؛ هر هغه شی چې پایه ونه لري، نړېږي او هغه شی چې ساتونکی ونه لري، له منځه ځي.»

او ماوردي ویلي دي: «ليس دين زال سلطانه إلا بدلت أحكامه، وطمست أعلامه؛ هېڅ داسې دین نشته چې سلطنت یې له منځه لاړ شي، خو دا چې احکام یې بدل شي او نښې یې له منځه لاړې شي.

د ابن تیمیه په کتاب «السیاست الشرعیة فی إصلاح الراعی والرعیة» کې راغلي دي: «يجب أن يعرف أن ولاية أمر الناس من أعظم واجبات الدين؛ بل لا قيام للدين ولا للدنيا إلا بها...؛ باید پوه شو چې د خلکو د چارو ولایت او سرپرستي د دین یو لوی واجب دی؛ ځکه نه دین له هغه پرته قایمېږي او نه دنیا له هغه پرته سمون مومي.»

دا یوازې یوه بېلګه ده، نه ټول شواهد. له همدې امله لازمه وه چې لیکوال د یو مسلمان په توګه، ځان د خلافت دعوت ته ژمن ګڼلی وی؛ ځکه دا کار د لمانځه او روژې په څېر واجب دی او پرېښودل یې ګناه بلل کېږي.

اې ګرانه وروره! ته څنګه کولی شې چې شریعت او د الله حکم له نورو نظامونو سره برابر کړې او له حزب‌التحریر څخه وغواړې چې لاس ترې واخلي، په داسې حال کې چې پخپله د ډیموکراسۍ قانون او له دین څخه د ژوند بېلول منې؟! او څنګه د امت پاک او پرهیزګاره خلفاء له هغو حاکمانو سره برابر ګڼې، چې ښکاره یې د شریعت او د الله حکم رد کړی دی؟!

خو د لیکوال دغه ادعا چې ویلي یې دي: «په حزب‌التحریر ـ ولايه سوډان کې د خیالي حکومت د تاسیس تر اعلان وروسته خطرناک تضادونه څرګند شول؛ ځکه یوه اعلامیه یې خپره کړه چې پکې دغه حکومت ته اشاره شوې او د یو واقعیت په توګه منل شوی او د سوډان له دولت سره برابر ګڼل شوی دی...» دا خبره پرته له دروغ او تهمته بل څه نه ده، بلکې پخپله ښکاره تضاد لري؛ ځکه همدغه لیکوال مخکې ویلي وو: «حزب‌التحریر هېڅ حکومت په رسمیت نه پېژني او د غرب لاسپوڅي یې بولي»؛ نو اوس څنګه دا ادعا کوي چې حزب دغه تاسیس شوی حکومت منلی دی؟! ښکاري چې هدف یې یوازې بې‌دلیله تور لګول او جرم‌تراشي ده. اې ګرانه وروره! د «حکومت تأسیس» او «د چټک ملاتړ ځواکونه» د امریکا جوړښتونه دي، ترڅو د دارفور د بېلتون پلان عملي کړي؛ لکه څنګه چې یې د سوډان جنوب جلا کړ. هغه اعلامیې او نشرات چې موږ خپاره کړي، د حقیقت د روښانولو او څرګندولو لپاره بس دي؛ دا خبره نږدې او لرې ټولو ته ښه معلومه ده.

خو د حزب موقف د «قوات الدعم السریع» په اړه بشپړ روښانه دی او په اعلامیو، دریځونو، غونډو، محفلونو او خطبو کې څو ځله څرګند شوی او یوازې هغه څوک پرې سترګې پټوي چې په زړه کې غرض ولري. قوات الدعم السریع هغه جنایتکارې ملیشې دي چې د دارفور د تجزیې او ټوټه‌ کولو لپاره د امریکا پلانونه عملي کوي او د امریکا د نفوذ او د یهودو موجودیت ته لاره هواروي. دا حقیقت ان عمر البشیر او د هغه د بهرنیو چارو وزیرانو هم منلی دی او د یهودو مشرانو هم دا څرګنده کړې ده. ان د یهودو پخواني استخباراتي مشر «آفي ډيختر» په خپله وینا کې اعتراف وکړ، څنګه چې په جنوبي سوډان کې هدف ته ورسېدل، همداسې به په دارفور کې هم ورسېږي.

خو د لیکوال دا خبره چې ادعا کوي: «زموږ اوسنی ناورین د راشده خلافت په جوړولو کې نه دی؛ ځکه حزب‌التحریر پخپله پوهېږي چې د امت په داسې حالت کې دی چې وېشل شوی او کوچني دولتونه پکې موجود دي، چې ځينې یې د نورو پر ضد دسیسې جوړوي لکه څنګه چې د اماراتو دولت یې کوي؛ له همدې امله د خلافت تاسیس ناشونی دی...» ایا لیکوال نه پوهېږي چې خلافت یو شرعي حکم دی، چې الله سبحانه وتعالی هغه فرض او واجب ګرځولی دی؟!

ایا نه پوهېږي چې خلافت د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی؟! نو څنګه کېدای شي چې د الله ژمنه «ناممکنه» وبلل شي؟!

ایا هغه مسلمان چې د رب په توګه پر الله او د پېغمبر او رسول په توګه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان ولري، څنګه د الله ژمنه ناممکنه بللی شي؟!

ایا کوم مومن د خپل پېغمبر زېری دروغ بللی شي؟! ایا لیکوال د دغه زېري حدیث نه دی اورېدلی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې امت ته د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بېرته راتګ زېری ورکړی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تكونُ النُّبُوَّةُ فيكم ما شاءَ اللهُ أن تكونَ، ثم يرفعُها اللهُ تعالى، ثم تكونُ خلافةٌ على مِنهاجِ النُّبُوَّةِ ما شاءَ اللهُ أن تكونَ، ثم يرفعُها اللهُ تعالى، ثم تكونُ مُلْكاً عاضّاً، فتكونُ ما شاءَ اللهُ أن تكونَ، ثم يرفعُها اللهُ تعالى، ثم تكونُ مُلْكاً جبريّةً، فيكونُ ما شاءَ اللهُ أن يكونَ، ثم يرفعُها اللهُ تعالى، ثم تكونُ خلافةً على مِنهاجِ النُّبُوَّةِ. ثم سكتَ».

ژباړه: نبوت به‌ ستاسو تر منځ وي، تر هغه وخته پورې چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، بیا به الله هغه له منځه یوسي. ورپسې به خلافت د نبوت پر بنسټ رامنځته شي، تر هغه چې الله وغواړي، بیا به الله هغه هم له منځه یوسي. وروسته به په غاښونو نیوونکې پاچاهۍ راشي، تر هغه وخته چې الله وغواړي، بیا به الله هغه هم له منځه یوسي. ورپسې به جبريه پاچاهۍ راشي، تر هغه چې الله وغواړي او بیا به هغه هم له منځه یوسي. وروسته به د نبوت په منهج خلافت تاسیس شي. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

دا حدیث نعمان بن بشیر رضي‌الله‌عنه روایت کړی او امام احمد او بزار په خپلو «مسندونو» کې د همدې الفاظو سره نقل کړی، همدارنګه بیهقي په «دلائل النبوة» کې راوړی دی. الله سبحانه وتعالی له موږ سره ژمنه کړې او هغه هېڅکله خپله ژمنه نه ماتوي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً﴾ [النور: 55]

ژباړه: الله په تاسو کې له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او غوره عملونه ترسره کوي، ژمنه کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې ځایناستي کړي، لکه څنګه چې له دوی وړاندې خلک یې ځایناستي کړي وو او له شک پرته هغه دین چې د دوی لپاره یې غوره کړی، محکم کړي او له وېرې وروسته به امنیت ور په برخه کړي.

ایا لیکوال پر دې باور دی چې خلافت، یعنې هغه اسلامي دولت چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې، د سوډاني وګړي له غوښتنو «لرې» دی؛ هغه وګړی چې د ده په اند، تر خلافت وړاندې امنیت، استوګنځای، درملنې او زده‌کړې ته اړتیا لري؟!

خو ایا دا حقیقت نه دی چې همدا راشده خلافت هغه نظام دی، چې دغه اړتیاوې د خلکو لپاره په رښتیني او دوامداره توګه تضمینوي؟!

په الله قسم، دا رښتیا هم د حېرانۍ وړ خبره ده! خو دا خبره چې لیکوال کړې: «حزب‌التحریر له اوسنیو نظامونو سره جګړه کوي!» پرته له ښکاره دروغ او تهمته بل څه نه دي او دا ډول خبره کول، پخپله ویونکی د دوزخ اور ته بیایي.

حزب‌التحریر یو سیاسي حزب دی، نه یو وسله‌وال خوځښت. دغه حزب هیڅکله نظامي تګلاره نه ‌ده غوره کړې او هیڅ وسله‌واله څانګه نه‌ لري. بلکې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم همغه طریقه تعقیبوو، چې د دولت تر جوړولو مخکې یې په مکه کې درلوده؛ هغه صلی الله علیه وسلم په هغه دور کې د اسلام د دعوت د تحمیل لپاره نه کومه وسله پورته کړه او نه یې فزیکي چلند وکړ، تر هغه چې له اهل قدرت څخه یې د نصرت غوښتنه وکړه او انصارو یې مرسته وکړه، ترڅو په مدینه منوره کې اسلامي دولت جوړ شي.

خو د هغه د ادعا په اړه چې «حزب‌التحریر جغرافیوي پولې په رسمیت نه پېژني» باید له لیکوال وپوښتل شي، ایا هغه پوهېږي چې دغه پولې چا جوړې کړې دي؟ ایا دا کرښې اسماني وحې ده او که د نبوي سنت برخه؟ دغه سرحدي کرښې همغه استعمارګر کافر د ۱۹۱۶م کال د سایکس-پیکو له تړون وروسته رسم کړې، ترڅو د مسلمانانو خاورې ټوټې ټوټې کړي او د هغوی یووالی له منځه یوسي. نو له موږ څخه څه ډول غواړې چې د استعمار میراث او جنايتونه مقدس وبولو او د امت تجزیه تقدیس کړو؟

له بده مرغه، دا همغه آفت دی چې نن زموږ د خاورې رسنیزه او سیاسي فضا یې نیولې ده؛ هغه ځای چې د استعمار قوانین او مفاهیم مقدس ګڼل کېږي او د یو دین په څېر ښودل کېږي، خو په مقابل کې یې د اسلام احکام ردوي او د خلافت پر وړاندې، چې د الله سبحانه وتعالی حکم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی، په مخالفت کې راپورته کېږي.

خو د لیکوال دا خبره چې وایي: «که اسلام له انسان وړاندې د وطن جوړولو ته پام کړی وی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله له مکې څخه ـ چې د هغه تر ټولو د خوښې سیمه وه ـ نه وی وتلی او مدینې ته به یې هجرت نه وی کړی؛ لکه څنګه چې تر ده وړاندې پیغمبرانو هم هجرت کړی و...»

په دې وینا سره، خپله لیکوال د حزب‌التحریر مبارزه او هڅه تاییدوي؛ همغه مبارزه چې د دغو «ملي دیوالونو» پر ضد روانه ده؛ هغه دیوالونه چې استعمار د «وطن» په نوم جوړ کړي، د هغوی لپاره یې اساسي قانون او بیرغونه وضع کړي- چې نه د الله سبحانه وتعالی له شریعت څخه دي او نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بیرغ څخه- ترڅو امت تیت او پرک کړي. اصل دین دی، نه وطن؛ ځکه ټوله ځمکه د الله ده او د اسلام د احکامو له مخې، د اسلام او د هغه د پیروانو لپاره روا او پرانېستې ده.

خو اې ګرانه وروره! کله چې ته وایې: «حزب‌التحریر-ولایه سوډان چې په سیاسي ډګر کې تر دیني پوښ لاندې فعالیت کوي، په عمل کې د راشده خلافت د جوړولو په پلمه (هغه که شعوري وي یا نا شعوري)، د سوډان خلک تیت او پرک کوي»؛ نو بده نه ده چې وپوښتل شي: ایا د شریعت حاکمیت او د خلافت دولت د تاسیس له لارې د دین پلي کولو ته دعوت کول، چې مخکې مو ثابت کړل چې د دین له احکامو څخه دي، واجب دي، د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی؛ ایا دغه دعوت د مسلمانانو د تفرقې سبب کېږي او که د هغوی د یووالي؟!

دا چې لیکوال وایي: «حزب‌التحریر اړتیا لري چې خپلې تګلارې، لومړیتوبونو او وسایلو ته بیا کتنه وکړي او هغه پېچلی واقعیت باید ومني چې د سوډان هېواد ورسره مخ دی ـ کوم چې د خلکو یوه لویه برخه یې لا هم د لومړي وخت جاهلیت یعنې قبیله‌پالنې، قوم‌پالنې او سمت‌پالنې څخه کړېږي»؛ ایا دی په دې توګه له موږ غواړي چې اسلام ته له دعوت کولو لاس واخلو او د خلافت رامنځته کولو هڅې پرېږدو او پر ځای یې د «وطن‌پالنې ناوړه عقیدې» پلوي وکړو، چې د برېتانيا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو (سایکس او پیکو) زموږ لپاره جوړه کړې ده؟!

ایا هغه نه ويني چې امریکا نن د «قومي/قبیلوي پولو» په پلمه د همدې ټوټې ټوټې شوو برخو د لا نورو ټوټه کولو لپاره یوه خونړۍ سناریو طرحه کوي؟ لکه څنګه چې مخکې یې په جنوب کې ترسره کړه او اوس یې په دارفور کې عملي کوي!

وروسته لیکوال وایي: « په سوډان کې زموږ لومړیتوب د وطن د بنسټونو پیاوړي کول او د خپلو کورنيو اختلافاتو حل کول دي، نه دا چې د ټول اسلامي امت یووالی تر یوه بیرغ لاندې راټول کړو...» زه باور لرم چې دا خبره له شریعت سره په ټکر کې ده او له یوه مسلمان سره نه ښایي؛ دا چې یو څوک دې له شرعي حکم څخه لاس واخلي او د دین او عقیدې تړاو دې پرې کړي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: : ﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلَا تَفَرَّقُوا﴾ [آل‌عمران: 103].

اې ملیک! د الله سبحانه وتعالی تړاو همغه اسلام دی، نه وطن… نو له الله ووېرېږه او نېک ګومان ولره، بېرته راشه او د حق په لاره کې کار وکړه او پوه شه چې حق یوازې د دین په حاکمولو او د هغه د احکامو په پلي کولو سره رامنځته کېږي. دا د هغو ملي دولتونو په چوکاټ کې امکان نه لري، چې استعمارګرو لکه؛ سایکس-پیکو زموږ لپاره جوړ کړی، د اسلام هغه دښمنان چې غواړي ترڅو مسلمانان له خپل دین څخه لرې کړي او خاورې يې ټوټې ټوټې کړي. یوازینۍ لاره د اسلام دولت، یعنی د نبوت په منهج راشده خلافت دی.

نن د دارفور نقشه په چټکۍ سره پر مخ ځي. ایا تاسو له دې تنګ‌نظره ادعا څخه لاس نه اخلئ او موږ ته لاس په لاس نه راکوئ، ترڅو ټول د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړو، د کافرانو نقشې شنډې کړو، د الله تعالی احکام پلي کړو، د کمزورو مرستې ته ور ودانګو او د پیغمبر ﷺ امت متحد کړو؟ دا پېښه به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ډېره نږدې وي.

لیکوال: محمد جامع أبو أيمن

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې