شنبه, ۰۸ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا د امت په ژوند کې وروستۍ پېښې، د بدلون لپاره د حزب‌التحریر منهج تاییدوي؟

(ژباړه)

له شک پرته د بدلون لپاره د خپلو هڅو په مسیر کې د یوه مبدئي حزب لویه ځانګړتیا دا ده، چې د فکر او عمل په برخه کې استقامت ته ژمن پاتې شي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَن لَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاءً غَدَقًا﴾

ژباړه: او که چېرې هغوی په سمه لاره تللي وای، نو موږ به په ډېرو اوبو سره خړوب کړي وو.

هغوی وېرېږي چې که چېرې د الله سبحانه وتعالی له امر څخه مخ واړوي، له فتنې او عذاب سره به مخ شي. مبدئي حزب په دې باور دی چې پر حق درېدل او پر هغه څه عمل کول، چې شریعت یې غوښتنه کړې، یوازینۍ لاره ده چې د الله سبحانه وتعالی د رضایت او په ځمکه کې د بریالیتوب لامل کېږي. دا موخه به د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه د دویم راشده خلافت په چوکاټ کې ډېر ژر ترلاسه شي؛ که څه هم له کړاوونو او ازموینو، خنډونو، تعقیبونو او فرېبونو سره به مخ وي. کله چې د دعوت حامل په وينا او عمل کې یوازې د الله سبحانه وتعالی رضا غواړي، په دې باور لري چې الله سبحانه وتعالی پخپله د هغه د ټولو چارو پالنه پر غاړه اخیستې ده او د امت په ژوند کې یې داسې ګرځوي، ترڅو پاک له ناپاک څخه بېل کړي، پر کمزورو احسان کوي او هغوی مخکښان او وارثان ګرځوي؛ دا هغه سنت دی چې هېڅکله نه بدلېږي، ترڅو د هغوی د استقامت لپاره بدله ورکړي. 

د هغو کسانو لپاره د الله سبحانه وتعالی یو نعمت چې عمل کوي، صبر کوي او له هغه څخه نعمت غواړي، دا دی چې له هغوی سره په نېکۍ کې مرسته کوي، له فکري او عملي انحراف څخه یې ساتي، د خلکو له منځ څخه لوی زړونه د دوی لوري ته مایل کوي او د خپل نصرت نښې هغوی ته څرګندوي، ترڅو زړونه یې ارام شي، چې درک او طریقه سم دي. 

هر څوک چې د امت په ژوند کې وروستیو سیاسي پېښو ته ژور فکر وکړي، دا به درک کړي چې دغه پېښې د شرعي بدلون لاره تاییدوي؛ هغه لاره چې بنسټ یې تر هر څه وړاندې شرعي حکم ته ژمنتیا او د بدلون لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې پیروي ده او په هغې کې د مومنانو لپاره ډاډ او ارامي نغښتې ده او دا څرګندوي چې په سمه لاره روان دي او کله چې د الله حدودو ته ژمن پاتې شي او د واقعیت پر وړاندې تسلیم نه شي، په دنیا او اخرت کې به د دوی د عزت لامل شي.

تر ټولو مهمه پایله چې د امت وروستۍ طوفاني پېښې یې ثابتوي:

لومړی: د خلافت تر نسکورېدو وروسته پر امت باندې د بدلون لپاره عمل کول واجب دي او دا بدلون باید فکري-سیاسي وي. ترڅو چې په امت کې د دولت د تاسیس فکر خپور نشي او امت د اسلام پر سیاسي پروژه ایمان رانه وړي، خو د اسلامي دولت د جوړولو هڅه وکړي، نو دا هڅه به یې ناکامه وي، ځکه دغه بدلون له الهي سنتونو سره په ټکر کې دی.

دویم: هغه نظامونه چې د خلافت له نړېدو وروسته په اسلامي خاورو کې جوړ شول، هغه طاغوتي نظامونه دي چې کافر استعمارګر د دین او امت پر ضد د جګړې لپاره جوړ کړل. نو هر څوک چې دغه نظامونه په رسمیت وپېژني، د الله سبحانه وتعالی له قهر سره به مخ شي او ماتې به وخوري. ان هغه کس چې د دین یوې برخې ته دعوت کوي یا عمل پرې کوي، که څه هم نیت یې نېک وي. ځکه په بدلون کې د بریا لپاره یوازې نېک نیت بسنه نه کوي، بلکې فکر او عمل دواړه باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې سره سم وي، ځکه دا د بریا شرط دی.

درېیم: د لوی خلافت دولت لپاره دعوت او عمل یوازینۍ لاره ده، چې شریعت د بدلون په برخه کې غوښتې ده او د مسلمانانو لخوا له دې پرته بل هر ډول فعالیت، که څه هم په ښکاره خیر وي، خو نه یوازې دا چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې زموږ له اوږو څخه مسوولیت نه لرې کوي، بلکې زموږ سرګرداني نوره هم اوږدوي؛ ځکه خلافت د دین اجراییوي جوړښت دی او زموږ عزت او یووالی پکې نغښتی دی. د خلافت په واسطه بېرته خپل مقام (تر ټولو غوره امت) ترلاسه کولی شو، اسلام پخپلو منځو کې پلی کولی شو او د خپلو نېکونو په څېر یې د دعوت او جهاد له لارې نړۍ ته رسولی شو.

څلورم: دا چې د امت برخلیک یو دی، قضیه یې هم یوه ده، جګړه یې یوه او سوله یې هم یوه ده. په دوی کې د یوې خاورې درد، د ټولو مشترک درد دی او حللاره یې هم یوه ده. د سایکس-پیکو په پولو کې دننه د جزئي حللارو لپاره هڅه کول، نه د امت لپاره ګټه لري او نه ذلت او کمزوري ورڅخه لرې کوي؛ ځکه دښمنان یې متحد شوي او ټول په یوه غشي سره پرې ګوزار کوي. نو پر امت واجب ده چې له دغه واقعیت څخه پورته فکر وکړي او یو ټولیز حرکت وکړي، لکه یو واحد امت چې د نورو قومونو پر وړاندې درېږي، ترڅو خپلو دښمنانو ته ځواب ووایي. دا همغه څه دي چې حزب‌التحریر له خپل تاسیس راهیسې ورته بلنه کړې ده. دا چې غرب د خلافت تر نړېدو وروسته په اسلامي خاورو کې له کمزورو حکومتونو سره په انفرادي توګه چلند کوي او دا چې نن په غزه کې څه روان دي، دا ټول ښکاره دلایل دي چې په امت کې د واحد فکر او عمل اړتیا څرګندوي، ترڅو د یوه واحد وجود په توګه خپل خلاصون تضمین کړي.

پینځم: دا چې د امت اوسنی قدرت او امکانات پخپله په امت پورې تړاو لري او ان پوځونه یې هم استثنا نه دي؛ پوځونه د امت له منځه دي، نه د حکامو له جنس څخه. له امت څخه د پوځونو د بېلولو هڅه یو لوی جنایت دی، چې یوازې د امت دښمنانو ته ګټه کوي او د امت کړاوونه لاپسې اوږدوي، داسې چې د خلاصون لاره ونه پېژني. په غزه کې ماشومانو دغه حقیقت درک کړی دی او اواز یې اوچت کړ، په داسې حال کې چې تراوسه د امت یوه ډله بچیان بې‌خبره دي. د دوی دښمنان تل هڅه کوي، ترڅو هغوی ته فرېب ورکړي، چې د خلافت د تاسیس لپاره له اهل قدرت څخه د نصرت غوښتلو ادعا ناممکنه ده. په دې توګه د نصرت غوښتلو فقه نن ورځ د امت په بچیانو کې وده کوي او الحمد لله دا خبره د حزب د دعوت په مسیر کې مثبت اغېز لري؛ یعنې کله چې الله سبحانه وتعالی د یوه کار د کولو اراده وکړي.

نن سبا له پوځونو څخه د نصرت غوښتلو فکر، له خپلو جزیاتو او مفاهیمو سره د امت د بحث مېز ته راغلی دی، وروسته له هغو لسیزو چې پر وړاندې یې مقاومت کېده او ان سپکاوی ورته کېده. اوس د امت په بچیانو کې داسې کسان شته دي، چې په خورا جدیت سره د پوځونو د مقام او په امت کې یې د رول په تړاو فکر کوي او دا درک کوي چې پوځونه له اوسني حالت څخه د امت د خلاصون لپاره نه یوازې یو عملي، بلکې یو حتمي حل دی. دا له هغو مزدورو حکامو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره ده، چې په ښکاره توګه له خپلو ملتونو سره دښمني کوي او هر کله چې دغه پوځونه د امت په لوري تمایل پیدا کړي، همغه مهال نظامونه نسکورولی شي.

امت نن ورځ د بدلون او بریا د ترلاسه کولو لپاره یوازې یو بنسټیز عنصر نه لري او هغه د پوځونو حرکت، د حاکمانو نسکورېدل او امت او هغو کسانو ته د قدرت سپارل دي چې ځانونه یې په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د حکم پلي کولو ته وقف کړي دي. 

شپږم: ټولې هغه لویې پېښې چې نن ورځ د امت په ژوند کې رامنځته کېږي، له سیاسي پېښو نیولې بیا زموږ پر ضد د غرب تر متحد برید پورې، ټول د الله سبحانه وتعالی په امر زموږ د حق دعوت په خدمت کې دي.

کله چې صلیبي غرب نن ورځ اعلانوي چې اصلي جګړه یې له هغو کسانو سره ده، چې هغوی ته «اسلامپال» وایي او موخه یې هغه کسان دي چې د خلافت په چوکاټ کې د مسلمانانو یووالی غواړي. غرب د مسلمانانو هر څه مني، خو خلافت نشي منلی او دا حالت د امت بچیان پر دغه وضعیت پوهوي او دوی هغه څه ته متوجه کېږي، چې دوی پورته کوي او له دین سره یې مرسته کوي.

نن ورځ مضر نظامونه په اسلامي خاورو کې د کفارو په ګټه تفرقه او وېش رامنځته کوي، هېواد او ملت هغوی ته تسلیموي، کفر او فساد ترویجوي، فاسد علماء ځان ته نږدې کوي او له هر هغه چا سره دښمني کوي چې وایي «زما رب الله دی». همدرانګه دغه نظامونه د امت له دښمنانو سره یو ځای کېږي، دغه دښمني په ښکاره توګه او ډېرې بې‌شرمۍ سره اعلانوي، خو هغه لاسونه چې د دوی د ستوني نیولو لپاره پورته شوي دي، ورځ تر بلې ډېرېږي.

کله چې د امت بچیان په خپلو سترګو ویني، چې پر دوی تپل شوو دولتونو، ظالمو امنیتي ادارو او ملي، قومي او فرقه‌يي حرکتونو دوی ته له ذلت او خوارۍ پرته بل څه نه دي راوړي، له دوی څخه لاس اخلي او د پرېښودو په اړه یې فکر کوي. کله چې هغه خوځښتونه چې د «منځلاري اسلام» په نامه پېژندل کېږي، یو ځل بیا د باطلو نظامونو په څنګ کې درېږي او د هغوی ګناه پر غاړه اخلي، نو رښتینې څېره یې بربنډېږي او د امت بچیان له هغوی څخه مخ اړوي او خپل دعوت ته د رښتینو خلکو په لوري متوجه کېږي.

کله چې مسلمانان په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو حاکمانو پر وړاندې را پورته شول او بیا د «عرب پسرلي» په نوم ونومول شول، خو دوی له ډله‌ییزې وژنې سره مخ شول، حرمت یې تر پښو لاندې شو او د غرب او شرق مزدورانو پرې یرغل وکړ. په حقیقت کې دا د الله سبحانه وتعالی له لوري یوه ازموینه وه، ترڅو هغوی وازمویي، صبر ته یې وهڅوي، درس ورکړي، شهیدان خوښ کړي او د عمل رښتینې لاره وښيي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  

«...و الجهاد ماضٍ منذ بعثني الله إلى أن يقاتل آخر أمتي الدجال، لا يبطله جور جائر ولا عدل عادل...»

ژباړه: او جهاد به له هغه وخته چې الله (سبحانه وتعالی) زه رالېږلی یم، همداسې دوام لري، تر دې چې زما د امت وروستی کس به له دجال سره جنګېږي، نه د ظالم ظلم هغه باطل کولی شي او نه د عادل عدالت هغه درولی شي.

په حقیقت کې یې امت ته زیری ورکړی دی، چې د جهاد وړانګه به تر قیامته پورې روښانه وي او تر هغه وخته چې په امت کې جهاد وي، امت به په خیر کې وي او د خپلو دښمنانو پر وړاندې به بریالی وي، که څه هم په ځینو جګړو کې به ماتې وخوري.

کله چې د امت د بچیانو یوه ډله د یهودو پر ضد جګړې ته راپورته شوه، په ټول امت کې د جهاد انګازې خورې شوې، د یهودو کمزوري څرګنده شوه، مخونه یې تور شول او هغه خاین حاکمان رسوا شول، چې له دوی سره یې دوستي کوله. په داسې حالت کې د امت د خلاصون نښې څرګندې شوې، چې امت یوازې هغه مهال خلاصېدلی شي، چې ځان له مضرو دولتونو څخه وژغوري او هغه خلافت تاسیس کړي چې له دښمنانو سره په واحد صف کې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ لاندې جګړه کوي، ترڅو دښمنان نور ونشي کولی چې هغه تر سلطې لاندې راولي او د امت په لوري لښکرې واستوي، بلکې امت به د هغوی په لوري لښکرې استوي او د دوی جهاد به د دعوت د پیل او په نړۍ کې د دین د خپراوي لپاره وي.

کله چې امت د غزې وضعیت ته ژور فکر وکړي، پوهېږي چې په حقیقت کې دا جګړه د دوو تمدونونو ټکر دی: اسلامي تمدن د پانګوالۍ د فاسد تمدن پر وړاندې. دا د خاورې پر سر کومه شخړه نه ده، لکه ځینې سطحي فکره چې ګومان کوي. دوی پوهېږي د سایکس-پیکو نظام چې یهودي رژیم یې رامنځته کړ او د «دولت» نوم یې ورکړ، دا همغه نظام دی چې عربي هېوادونه یې هم د تابع شوو اډو په توګه رامنځته کړل او بیا یې د «دولت» نومونه پرې کېښودل. کله چې دغه ژور تړاو درک کړي، پوهېږي چې یهودي رژیم او دغه لاسپوڅې اډې به یا په ګډه له منځه ځي او یا به هم یو ځای دوام کوي.

کله چې امت د سوریې پېښې په خپلو سترګو ویني، نو درک کوي چې ظالم نظامونه د زوال په لوري روان دي، نه یوازې دا چې زوال یې ممکن او شونی دی، بلکې د الله سبحانه وتعالی په مرسته نږدې شوی دی.

اووم: هغه څه چې نن ورځ د امت په ځینو برخو کې رامنځته کېږي، په حقیقت کې د امت د لوی پاڅون لپاره مقدمه ده؛ دا یو مبارک طوفان دی چې ثمره به یې د یوه واحد او پراخ اسلامي دولت په بڼه راښکاره شي. که څه هم د امت حاکمانو د خپلو بادارانو په امر د امت لاس او پښې تړلي، خو امت لاهم ژوندی دی او د ژوند نښې یې په بدن کې ښکارېږي. امت یوازې یوه رښتيني او فداکار مشر ته اړتیا لري، چې هغه له بند څخه خلاص کړي او بېرته یې د پخواني عزت حالت ته وګرځوي. له شک پرته ټولې هغه پېښې چې د خلافت له نسکورېدو وروسته د امت په ژوند کې رامنځته شوې دي، په ښکاره توګه بیانوي چې زموږ لاره سمه ده او زموږ شرعي طریقه هدف ته د رسېدو وړتیا لري. دا لاره د همغو خلکو ده چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي دی او دوی یې د هغه څه د اصلاح لپاره وسیله ګرځولي، چې نورو تباه کړی دی؛ یعنې دوی هغه کسان دي چې ویجاړۍ بېرته ابادوي.

آتم: هغه څه چې نن ورځ د امت په زړه کې ګرځي، د الله سبحانه وتعالی لخوا د دغه دعوت د لېږدوونکو لپاره ازمویښت دی؛

﴿يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ﴾

ژباړه: هغه ورځ چې د رښتینو خلکو رښتیا به هغوی ته ګټه ورسوي.

راځئ چې پر حق ودرېږو او پخپله لاره کې استقامت وکړو. الله سبحانه وتعالی له موږ سره ژمنه کړې، چې هېڅکله به خلاف واقع نشي:

﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ﴾

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) په تاسو کې له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عمل کوي، ژمنه کړې، چې هغوی ته به په ځمکه کې خلافت ورکړي (له شک پرته چې د الله ژمنه پر ځای کېږي)

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم موږ ته دا زېری راکړی او فرمایلي یې دي:  

«لا يلبث الجَور بعدي إلا قليلًا حتى يطلع، فكلما طلع من الجور شيء ذهب من العدل مثله حتى يولد في الجور من لا يعرف غيره، ثم يأتي الله تبارك وتعالى بالعدل، فكلما طلع من العدل شيء ذهب من الجور مثله حتى يولد في العدل من لا يعرف غيره». رواه احمد

ژباړه: له ما وروسته به ظلم ډېر دوام ونه کړي، بلکې عدالت به بېرته راشي. هر ځل چې ظلم راشي، د عدالت یوه برخه له منځه ځي، تر دې چې داسې کسان به په ظلم کې وزېږي، چې له ظلم پرته به بل څه نه پېژني. ورپسې به الله سبحانه وتعالی عدالت راولي او هر ځل چې عدالت راځي، د ظلم یوه برخه به له منځه ځي، تر دې چې داسې نسل به وزېږي، چې له عدالت پرته به بل څه نه پېژني.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې موږ په هغو کسانو کې راولي، چې هدایت شوي وي او امت د حق دعوت ډګر ته وګرځوي! اې الله! زموږ لپاره تدبیر وکړه، ځکه موږ ښه تدبیر نشو کولی!

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.

لیکوال: عبد الستار أبو تقي – فلسطين

ژباړن: صهیب منصور

د الوعی مجلې نهه‌دېرشم کال- له ۴۶۶ شمېرې اخیستل شوې

ذوالقعده ۱۴۴۶ه.ق.

مې ۲۰۲۵م.

Last modified onجمعه, 01 آګست 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې