دوشنبه, ۱۰ رمضان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۳/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بسم الله الرحمن الرحيم
رمضان او د بریا لار

رمضان او د بریا لار

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ» [البقره: ۱۸۵]

ژباړه: «رمضان هغه مياشت ده، چې په هغې کې قرآن نازل کړی شوی دی چې خلكو ته هدایت دی او د هدایت او د فرقان (د حق او باطل بېلوونکي) ښکاره دلیلونه دي.» 

د روژې مبارکه میاشت زموږ لپاره له الله سبحانه وتعالی سره د خپل تقرب په اړه د فکر کولو او بیا ارزولو یو مناسب وخت دی؛ همدارنګه په ژوند کې د خپلو موخو د ټاکلو، د فلاح او بریالیتوب د پېژندګلوۍ او ترلاسه کولو د څرنګوالي لپاره ښه موقع ده؛ نو له دې امله دا میاشت زموږ لپاره د بریا او فلاح د دروازو پرانیستلو وړتیا لري. 

موږ په خپلو ټولنو کې له ډېرو لیدلورو، اغېزو او فشارونو سره مخ یو چې د بریا په هکله زموږ لیدلوری بدلولی شي؛ خو خالق مو بریا څرنګه تعریفوي؟ او موږ یې په خپلو انفرادي کړنو، ودونو، کورني ژوند، مالي چارو او د ژوند په نورو برخو کې څرنګه ترلاسه کولی شو او د اسلام له انده بریالۍ مېرمن څوک ده؟ پر دې سربېره مسلمان یوازې د خپلې بریا په هکله فکر نه کوي، بلکې د اسلامي امت او اسلام د بریا په هکله هم فکر کوي؛ نو د اسلامي امت په توګه موږ څرنګه باید یوه پرمختللي او بریالي دولت او امت ته وګورو او څرنګه دې موخې ته رسېدلی شو؟

د هغو ګڼ شمېر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره چې موږ ورسره مخ یو، کومه بریالۍ نسخه موجوده ده؟ او زموږ په خاورو او بلاخره په بشریت کې د ريښتني بدلون د رامنځته کولو لپاره د بریالي حرکت یا حزب ځانګړنې کومې دي؟

دا او ورته نورې پوښتنې به د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې لخوا د سږ کال په رمضان کې د «رمضان او د بریا لار» په نوم کمپاین کې حل شي. دا موضوع په لاندې لینکونو کې تعقیبولی شئ. الله سبحانه و تعالی ته دعا کوو چې دا موضوع دغه امت ته د دنیا او آخرت په ژوند کې د ریښتینې بریا د ترلاسه کولو لپاره د لارې څراغ شي. ان شاء الله.

«ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ * الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ * وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ* أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ*» [بقره:۲-۵]

ژباړه: «دا (عظیم) کتاب دی، چې هيڅ شک پکې نه شته، د متقیانو لپاره هدایت دی. مومنان هغه کسان دي چې پر غیبو ایمان راوړي او لمونځ قایموي او له هغه (مال) څخه یوه برخه انفاق کوي چې موږ هغوی ته ورکړی دی. او هغه خلک چې پر هغه کتاب چې تاته نازل کړل شوی او پر هغو کتابونو چې تر تا مخکې نازل کړل شوي دي ایمان لري او پر آخرت یقین لري. دغه خلک د خپل رب لخوا پر راغلي هدایت باندې دي او همدغه خلک پوره بریالي دي.»

حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي‌دفتر د ښځو برخه

شنبه، د ۱۴۴۶ کال د رمضان لومړۍ نېټه، د ۲۰۲۵ کال د مارچ لومړۍنېټه

 

 

بنر مرکزی مطبوعاتي دفتر

 

ویانده: استاذه رنا مصطفی
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې غړې
شنبه، د ۱۴۴۶ کال د رمضان لومړۍ نېټه، د ۲۰۲۵ کال د مارچ لومړۍنېټه

 

 

 

بنر مرکزی مطبوعاتي دفتر

 

 

رمضان سبیل الفلاح ۸ مارج ۲۰۲۵

 

بنر مرکزی مطبوعاتي دفتر

 

 

رمضان سبیل الفلاح

 

 

فسبوک: Ht-cmo-ws 

https://www.facebook.com/share/15kzYnL4Zo/?mibextid=LQQJ4d

فسبوک: Palestine - Path to Liberation

https://www.facebook.com/share/15QMWcpy1h/?mibextid=LQQJ4d

ټویټر (اکس): @WSCMOHT1924

https://x.com/wscmoht1924?t=jNF2min9UQEhs610rzeySw&s=09

انسټاګرام: WomenShariah5

https://www.instagram.com/womenshariah5?igsh=MXV6b2dheWtoeTRhMQ==

 

#Gateway2Success #Ramadan #Islam #MuslimWoman

Last modified onشنبه, 08 مارچ 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې