شنبه, ۱۲ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د بدلونونو طوفان د اردن د ظالم حکومت ستنې لړزوي

 

(ژباړه)

خبر:

د ۲۱ عربي خبري آژانس «پر اردن د اسراییلو د برید د احتمال په اړه د نظام د بدلون په حالت کې د ټرمپ او نتانیاهو خبرې» تر سرلیک لاندې خبر خپور کړ؛ په خبر کې راغلي چې د تل‌ابیب پوهنتون څېړونکي «یشوع مئیري» ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار کړی، چې اسراییل باید په اردن کې د اسلامي کودتا د رامنځته کېدو په صورت کې پر دغه هېواد باندې احتمالي برید ته چمتو وي.

همدارنګه هغه په ټولنیزه رسنۍ، اېکس کې لیکلي: ټرمپ او نتانیاهو د سیمې سیاسي وضعیت ارزولی او دې پایلې ته رسېدلي دي، چې ایران ښايي په سوریه او لبنان کې له ماتو وروسته هڅه وکړي، چې په اردن کې خپل نفوذ پراخ کړي.

تبصره:

امریکا فکر کوي چې مسلمانان د «ایران ګواښ» په اړه د دوی کیسې او هغه هڅې چې د مذهبي نفوذ د پراختیا لپاره یې کوي، مني. خو پر دې نه پوهېږي چې په غزه کې د یهودي رژيم وحشتونو د ایران او په لبنان کې د هغه د حزب اصلي څېره بربنډه کړې ده او د ایران هغه ادعاوې تشې خبرې دي، چې د قدس د ازادۍ او له صهیونیستي رژیم سره د دښمنۍ په اړه یې کوي؛ دوی په حقیقت کې د یهودي اشغالګر رژیم په ګټه عمل کوي او دغه شعارونه په سیمه کې د امریکا د مداخلو او اشغال لپاره پوښښ او دلیل دی.

یهودي رژیم د مسلمانانو په خاورو کې د غرب نظامي اډه ده، چې د عرب حاکمانو په مرسته رامنځته شوې ده، ترڅو د مسلمانانو په ستوني کې اغزی پاتې شي، د مسلمانانو تر منځ اختلافات زیات کړي، د هغوی سرچینې لوټ کړي او د غربي قدرتونو غوښتنې پر ځای کړي. امریکا یو ځل بیا ایران د سیمې لپاره یو ګواښ معرفي کوي، ترڅو د سوریې د وضعیت او پر اردن یې د اغېز په اړه خپلې اندېښنې توجیه کړي، په داسې حال کې چې د جولاني په مشرۍ سوري مخالفینو غربي هېوادونو ته ویلي، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یهودي دولت سره د جګړې هېڅ نیت نه لري او سوریه به یوازې د سایکس-پیکو په واسطه ترسیم شوې پولې ساتي او له ګاونډیو هېوادونو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

مسله تر دې هم لویه شوې او د شرم وړ کچې ته رسېدلې؛ ځکه د روسیې د هوایي اډې «حمیمیم» چې د سوریې د خلکو د وژلو لپاره الوتکې ترې پورته کېدې، او نورو امریکایي اډو ساتنه لا دوام لري. خو بیا هم دا مسایل نه دي توانېدلي، چې د اسلامي دولت له تاسیس څخه د غرب وېره را کمه کړي؛ ځکه ویده زمری راویښ شوی او قدرت یې ورځ تر بلې زیاتېږي. مسلمانان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې کافر غرب هېڅکله د دوی د خیر او اصلاح فکر نه کوي او د اردن حاکم حس کړې، چې پای یې نږدې شوی او د خطر زنګ وهل شوی دی. د اردن زندانونه هم د نورو عربي هېوادونو په څېر له هغو کسانو ډک دي، چې د حق غږ یې اوچت کړی او حکومت هغوی زندان ته اچولي دي چې د خلکو غږ چوپ کړي.

هو، د صبر کاسه ډکه شوې ده او د اردن د حکامو خیانت نور له هېڅ مسلمان څخه پټ نه دی، خو لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ وَهُمْ كَذَلِكَ»

ژباړه: زما له امت څخه به تل یوه ډله پر حق وي او هېڅ شی هغوی له دې لارې نشي راګرځولی، ان که نور خلک هغوی پرېږدي، تر دې چې د الله سبحانه وتعالی امر راورسېږي او هغوی به په همدغه حال وي.

د اتلولۍ هغه فردي عملیات چې ځینو مسلمانانو د اردن پر پوله د یهودي دولت پر وړاندې ترسره کړل، موږ ته دا ثابتوي چې د اردن طاغوتي نظام خلک نه مني او پولې یې تش خیال دی. مسلمانان یوې اسلامي رهبرۍ ته په تمه دي چې د حاکمانو تاج او تخت نسکور کړي او ورپسې د قدس د ازادۍ لپاره قیام وکړي.

امریکا په وېره وضعیت څاري او هڅه کوي چې په سوریه کې د مسلمانانو انقلابي غبرګونونه محدود کړي او د هغوی لوړې موخې د یوه کوچني او کمزوري دولت په رامنځته کولو سره راټیټې کړي. همدارنګه امریکا له راتلونکي څخه د وېرې په سبب له عرب حاکمانو سره د پټو ناستو له لارې د داسې پلان د تپلو هڅه کوي چې د اسلام د طوفان پر وړاندې مقاومت وکړي. د عقبې په ناسته کې د اردن حکومت ټینګار وکړ، چې په سوریه کې باید په سوله‌ییزه توګه قدرت ولېږدول شي. دغه پړاو د غرب او د هغه د مزدورانو لپاره تر ټولو حساس او له خطره ډک پړاو دی، ځکه هغوی په دې لړۍ کې له هر ډول ګډوډۍ څخه وېره لري؛ خو الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللهُ وَاللهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ [انفال: ۳۰]

ژباړه: «او هغوی مکر او چل کاوه او الله (سبحانه وتعالی) هم مکر او تدبیر کوي، الله (سبحانه وتعالی) غوره تدبیر کوونکی دی.»

له پنځو لسیزو ډېر وخت کېږي چې د سوریې خلک د اسد رژیم د دیکتاتورۍ په سبب د وینو غوړپونه کوي او له مختلفو شکنجو څخه یې ځورېږي او دغه دردونه د دې لامل شوي چې د هغوی فکر لا ژور او غوښتنې یې نورې هم لویې شي. دوی د الهي شریعت پر بنسټ ولاړ حکومت غوښتنه کوي؛ سره له دې چې رسنۍ یې غوښتنې سانسوروي، خو د سوریې خلک دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د غرب لخوا هره وړاندې شوې حللاره مردوده ده او د انقلابیونو په صفونو کې غږونه اوچت شوي، چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي. مسلمانان په ټوله نړۍ کې د قدس د ازادۍ او په غزه او د نړۍ په نورو برخو کې د خپلو مظلومو وروڼو د مرستې هیله لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ﴾ [ یوسف: ۲۱]

ژباړه: «او الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.»

لیکوال: ام احمد عساف – د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د جولاني د نیولو پر سر جایزې لغوه کول

 (ژباړه)

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي جمعه اعلان وکړ چې د هیئت تحریر الشام د رهبر، ابو محمد الجولاني د نیولو په برخه کې مرسته کوونکو معلوماتو پر سر ټاکل شوې لس ملیونه ډالره جایزه به لغوه شي. دغه چارواکي زیاته کړه چې جولاني اوس د سوريې د «باالفعل حاکم» په توګه پيژندل کېږي.

تبصره:

غربي هیوادونه په چټکۍ له جولاني سره د لیدو او له هغه څخه لازمو تضمینونو اخیستلو لپاره اقدام کوي. اوس ګورو چې امریکا کوم اقدامات کړي او د جولاني د کړنو او شخصیت په اړه نظر ورکوي. دوی ویلي چې د قضاوت معیار به یې د جولاني خبرې نه، بلکې د هغه کړنې وي؛ په پایله کې یې نن د هغه په اړه د معلوماتو پر سر جایزه لغوه کړه. امریکا د تل پشان داسې تضمینونه غوښتي چې ډیر د لږکیو په ساتنه، د ښځو حقونو او ورته مواردو پورې اړه لري. امریکا دغه راز له ترکیې او سعودي مرسته غواړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د سوریې نوی نظام به د امریکا تر کنټرول او نفوذ لاندې وي.

نو اسلامي امت، او په ځانګړي ډول د شام خلک باید خپل ریښتینی مقام او قدرت وپيژني. الله سبحانه و تعالی دوی ته د شام د طاغوت له ولکې څخه تر خلاصون وروسته دا ستر نعمت ورکړی. د دوی مکلفیت اوس دا دی چې د نورو پر ژمنو نه، بلکې پر الهي رسۍ منګولې ټینګې کړي او خپل مسیر ته دوام ورکړي چې نوي حکام یې د حق پلي کولو ته اړ باسي. دغه خلک د نړیوال نظم پر وړاندې درېدلی او هغوی یې د دغه بدلون منلو ته اړ ایستلی شو؛ نو د دغه مسیر د دوام وړتیا هم لري. د شام خلک باید یوازې الهي شریعت ومني او له ملي پولو، قومي تفکراتو او نړیوال نظم څخه لرې شي. په دې توګه، که الله کول، د شام خاوره یو ځل بیا د راشده خلافت مرکز کېدلی شي.

لیکوال: المستنصر بالله الحمصی

 

د مطلب ادامه...

آیا په غزه کې د ماتم لپاره هم څوک نه دي پاتې؟ Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

وژنې، ورانۍ او محاصرې د غزې ورځنی حقیقت ګرځېدلی. خو نوي څه دا دي چې دغه حالت او خبرونه د رسنیو له پامه لويدلي او د امت له سترګو پټ شوي دي. دا د شام حالت ته ورته دی، هلته هم یهودي پوځ پر پاتې وسلو او مهماتو بې رحمه بریدونه کوي. ځکه وېرېږي چې د الله سبحانه وتعالی دین ته ژمن کسان د دغې سیمې کنټرول ترلاسه نه کړي؛ هغه خلک چې د بیت المقدس د ازادۍ هیله لري او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د غزې د خلکو ملاتړ کوي.

په دغې پټه شوې صحنه کې، د فلسطین حاکمه اداره او امنیتي ځواکونه یې د یهودو لپاره د اطاعت کوونکو وسیلو په توګه کار کوي. دوی مجاهدین څاري، سنایپر ويشتونکي ځای پر ځای کوي او په پټه يې وژني؛ لکه څرنګه چې بشار او د هغه ملیشو په شام کې وکړل.

د غزې خلک او د ټول فلسطین مسلمانان د شام له ظالم څخه د خلاصون په خوشالۍ کې برخه اخلي، خو یهودي پوځ دوی ته په دغې خوشالۍ کې د برخې اخیستلو هیڅ فرصت نه ورکوي. د دوی محاصره دومره تنگه شوې چې له زغمه وتلې ده؛ که په خپلو کورونو کې پاتې شي، بمبارۍ پرې کېږي؛ که بهر ووځي، په نښه کېږي او که روغتونونو ته پناه یوسي هم وژل کېږي. جنایتکار ځواکونه له ټولو لوریو د غزې د محاصرې د کلکولو لپاره راوتلي دي، په داسې حال کې چې خاین حکام یا چوپ پاتې کېږي او خپل ولس هم چوپوي، یا تر ټولو بده دا چې د محاصرې د دوام لپاره وسلې او تجهیزات برابروي. داسې ښکاري چې غزه یوازې پرېښودل شوې ده، نه مرسته ورسره کېږي، نه څوک د ژغورنې لپاره ورمخې ته کېږي او نه څوک شته چې پر مظلومیت یې ویر او ماتم وکړي.

په شام کې خوشالي نیمګړې ده، ځکه چې له دې خوشالۍ سره غم او ویر مل دی؛ هغه ویر چې په سوریه او جولان، په غزه او ټول فلسطین کې دوام لري. دا یوه داسي خوشالي ده چې د یوازې پرېښودل شوې او ښکار شوې، وژل شوې او بېځایه شوې سپېڅلې خاورې د کړاوونو تر سیوري لاندې راغله. په شام کې څنګه په داسې حالت کې خوشالي کېدی شي چې تاج یې دښمن نیولی او غزه په وینو کې لت پت ده؟

اې د شام خلکو او د دې خاورې اتلانو او مجاهدینو: تاسو د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي سفر (اسراء او معراج) ځای ته ډیر نیږدې یئ. د فلسطین خلک ستاسو لوري ته په ستره هیله ګوري، ځکه هغوی ستاسو کورنۍ او وروڼه دي. هغوی په زخمي ځان پر تاسو غږ کوي چې شمالي جبهه خلاصه کړئ. د مصر سرتیري دې لومړی لکه تاسو چې وکړل، د خپل ظالم حاکم پر وړاندې راپورته شي بیا دې سویلي جبهه خلاصه کړي. د اردن سرتیري دې د خپل حاکم، د بریتانیې د غلام له راپرځولو وروسته ختیځه جبهه پرانیزي. له دې سره به امت یهودي حاکمیت سویل لوري ته د سمندر خواته کلک محاصره کړي چې د تېښتې هیڅ لار به نه لري او د دغه وحشي حاکمیت پای به د الله په فضل او اراده ستاسو په لاسونو ولیکل شي.

پر شام او مصر غږ کوو چې خپل تاریخي رول ته، چې د ازادۍ لپاره د چمتووالي مرکز و، بیا راوګرځي. لکه په حطین او عین جالوت تاریخي جګړو کې چې وو. په هغه ورځ به د غزې خلک، ټول فلسطین، شام، مصر او ټول امت خوشاله شي. هره هغه بریا چې له دې کمه وي، نیمګړې ده؛ ځکه چې خاینانو او دښمنانو ته وخت ورکول او د هغوی پلانونه به لنډمهاله خوښۍ په غم او درد بدلې کړي او په فلسطین او غزه کې به د ماتم کولو لپاره هم څوک پرې نه ږدي.

« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ » [محمد: ۷]

ژباړه: «ای مومنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو (هغه سبحانه و تعالی به) مرسته درسره وكړي او قدمونه به مو ټينګ كړي.»

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۲مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۱۴مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

بد او بې ارزښته خلک لږ او ښه او نېک خلک ډیر دي

(ژباړه)

له مرداس اسلمي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«يذهب الصالحون الأول فالأول، وتبقى حثالة كحثالة الشعير أو التمر، لا يباليهم الله باله‏» ‏(رواه البخاري)

ژباړه: نېک انسانان یو پر بل پسې ځي  او د خرما یا وربشو د پاتې شونو پشان پاتې شوني (بې ارزښته خلک) پاتې کېږي چې الله سبحانه وتعالی هېڅ پام نه ورته کوي.

په دغه حدیث شریف کې دوې ډلې خلک معرفي کېږي؛ ښه او نېک خلک او ناوړه او بې رازښته خلک.

نېکي کوونکي انسانان هغه دي چې شمېر یې ډېر دی او هغه اوامر پلي کوي چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې امر کړی دی. ناوړه او بې ارزښته خلک ډېر کم دي، هغه وخت پیدا کېږي چې د ښو او نېکو انسانانو شمېر لږ شي او یا نېک انسانان د هغوی د کارونو پر وړاندې چوپ پاتې شي.

نېکي کوونکي هغه خلک دي چې یوازې اسلام یې د خپل دین په توګه منلی، قران یې د خپل ژوند د لارښود په توګه ټاکلی، اخرت خپله وروستۍ موخه بولي، اخرت ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او خپل ټول عملونه د اخرت لپاره کوي. د شریعت له نظره یو انسان هغه وخت غوره بلل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی پر اوامرو عمل وکړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پل کېږدي؛ خو دغه صالح او ښه انسانان په هر وخت کې ثابت نه دي پاتې، بلکې د الله سبحانه وتعالی له سنتو سره سم په خلقت کې بدلون راځي. ځکه هر عصر او وخت خپل صالح خلک لري چې له نېکي کوونکو کسانو سره ملګري کېږي او د هغو کړنو او عملونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي، چې د الله سبحانه وتعالی د رضایت سبب کېږي.

یعنې کله چې زمانه یا وخت صالح وي، نېکي کوونکي انسانان ښکاره او غالب کېږي او که زمانه فاسده وي، بې ارزښته او ناوړه انسانان ډېرېږي او برتري پیدا کوي. سره له دې، دا په بشپړه توګه د صالحانو د له منځه تلو معنا نه لري، بلکې فساد دومره ډېرېږي چې ته به وایي تیارې او بدیو پر روښنایۍ او نېکۍ غلبه کړې ده. نو، موږ باید هیله ونه بایلو او د زمانې شرایط د نه بدلېدو وړ ونه وبولو.

پست او ناوړه خلک، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف کې توصیف کړي، د بې ارزښته پاتې شونو او خځلو پشان دي او هېڅوک اهمیت نه ورکوي. د دغو کسانو وضعیت او حقیقت د بدبویه خځلو او کثافاتو پشان دی. موږ په دغو ورځو کې دغسې کسان ډېر وینو او په اړه یې ډېر څه اورو؛ ځکه دا یې وخت او دوره ده او د دې زمانې خلک دي. دغه کسان ډېر لږ دي، د ټولنې اکثریت د ښو او نېکو خلکو دی چې پېژندل یې اسانه دي.

بې ارزښته خلکو ځمکه فاسده کړې او څوک چې غوږ ورته نیسي او پیروي یې کوي؛ لارورکي کوي. دا کسان د اخرت ژوند د دنیا په بدل کې خرڅوي او ځینې خو یې ان خپل ژوند پر نورو خرڅ کړی. دغه کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره تګ او د الله سبحانه وتعالی د احکامو پلي کولو لپاره هڅه نه کوي. د دغو کسانو او هغو چې پیروي ترې کوي، ژوند ډیر کم دی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إن دولة الظلم ساعة ودولة الحق إلى قيام الساعة»

ژباړه: د ظلم دولت یو ساعت دی، خو د حق دولت به تر قیامته دوام ولري.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د دغو ناوړه انسانانو وخت او زمانه لنډه، شمېر یې کم او کارونه یې بې اغېزې کړي او موږ د هغو غوره او صالحو انسانانو له ډلې کړي چې د صالحو سلفو پر لاره لاړ شو؛ هغه چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت حاکمولو، اعلاء کلمة الله او د هغه سبحانه وتعالی د عدالت د پراختیا لپاره هڅه کوي. اللهم امین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

احکامو ته په پابندۍ کې بیړه

(ژباړه)

د صحیح بخاري د شرحې، فتح الباري ـ چې د حجر عسقلاني اثر دی- په «من أحب تعجيل الصدقة من يومها» باب کې په لږ تصرف سره راغلي:

له عقبه بن حارث رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويلي يې دي: د مازدیګر لمونځ مو په مدینه منوره کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې وکړ. هغه صلی الله عليه وسلم د سلام تر ګرځولو وروسته په بیړه جګ شو، له خلکو تېر شو او د خپلې یوې مېرمنې کور ته ورغی. خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغې بیړې حیران او اندېښمن کړل. شېبه وروسته چې راوګرځېد او ویې لیدل چې خلک اندېښمن شوي، ویې فرمایل:

«كنْتُ خلَّفْتُ في الْبيتِ تِبراً من الصَّدقةِ، فكرِهْتُ أنْ أُبَيِّتَه، فَقَسّمتهُ»

ژباړه: د صدقې د سروزو یوه ټوټه مې په کور کې اېښې وه او نه مې غوښتل چې د شپې یې په کور کې وساتم، نو ومې وېشله.

زموږ د خواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه حالت (چې یو نه ادا کړی مسولیت ور له  غاړې و) د اوسني عصر د ډیرو مسلمانانو وضعیت ته ورته دی. په دغه پېښه کې، چې د مسولیت منل او د پاتې صدقې په اړه د الله سبحانه وتعالی له پوښتنې څخه وېره ښيي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه تر ادا کولو وروسته ژر کور ته ځي چې د خیر کار او خپله دنده ترسره کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه عمل په ډېره ګټوره توګه خلک د الهی احکامو او قوانینو پیروۍ ته هڅوي. صحابه‌وو رضوان الله علیهم رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او پوښتنې ورسره پیدا شوې: داسې څه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له لمانځه وروسته دومره ژر کور ته تګ ته اړ کړ؟ له شک پرته، هغوی پوهېدل چې دا عمل یې مهم دلیل لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته راوګرځېد او هغوی یې نه یوازې د خپل کار پر دلیل خبر کړل؛ بلکې موږ یې هم پر مهم امر خبر کړو چې په اړه یې فکر ډېر مهم دی.

اې رسول الله، اې د عدالت پیغمبره، پلار او مور مې له تا قربان! نن ورځ چې د خاینو او ذلیلو حکامو ظلم وینو، څنګه پر دغه ستر عمل پوهېدلی او تفیسرولی شو؟ څنګه پر دغه عمل او عدالت پوهېدلی شو؛ په داسې حال کې چې هر ځای سترګې اړوو، ظلم او تیارې وینو او درد او رنځ مو تر سترګو کېږي!؟ حکام وینو چې د کفر د قوانینو پر اساس حکومت کوي؛ هر مسلمان چې «ربي الله» وایي، هغوی هم تر ظلم او شکنجو لاندې وینو. د اوسنیو حکامو نیت د مسلمانانو چارو ته رسېدنه او د احکامو پلي  کول نه دي.

نو اې د امت علماوو، تاسو چېرته یئ! ولې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه عبرت نه اخلئ او ځانته یې نه الګو کوئ!؟ اې هغو کسانو چې ادعا کوئ «ولیّ الامر» یئ، اوس چې د ځمکې په یوه برخه کې هم د اسلام احکام نه پلي کېږي، تاسو چېرته یئ!؟ ایا هغو کسانو ته د مرګ او لعنت هیله نه لرئ چې ظلم یې کړی او پر مسلمانانو ظلم او شکنجه کوي!؟

اې ربه! موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت ته ورسوه چې په واسطه يې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه ورکه او مصیبتونه یې لرې شي. اې ربه! ځمکه په خپل کریم نور روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو حکام غواړي د امریکا په امر د شام انقلاب یرغمل کړي او هغه په یوه سیکولر، ملي او ډیموکراټیک دولت بدل کړي، چې د استعماري نړۍ تر نظم لاندې وي

  • خپور شوی په پاکستان

د راشده خلافت په تاسیس سره، د دوی پلانونه شنډ کړئ!

(ژباړه)

د ۲۰۲۴ کال، د ډسمبر په ۸مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره د سوريې پر تحولاتو ټلیفوني بحث وکړ. امریکا او اجنټان يې د سوریې حالت اندېښمن کړي دي، ځکه وېرېږي چې دغه حالت به په منځني ختیځ کې د استعماري سایکس-پیکو نظم له سقوط سره مخ کړي. امریکا د ترکیې د حاکم او د اسلامي نړۍ د نورو حکامو په واسطه غواړي چې د سوریې د دوو میلیونو شهیدانو قربانۍ ضايع کړي او په دې توګه د مخکیني سیکولر نظم دوام تضمین کړي، چې یو ډیموکراتیک ملي دولت وي او د تیر جنایتکار رژیم ستنې ټينګې کړي.

موږ د پاکستان د مسلمانانو په استازیتوب د شام انقلابیانو ته د دوی د سترو بریاوو مبارکي وایو. زموږ زړونه له دوی سره دي او د ظالم رژیم پر زوال خوشاله یو. خو موږ له دوی نه غواړو چې سمدستي له جشنونو لاس واخلي ترڅو انقلاب وساتي او بشپړ کړي. موږ له دوی څخه غواړو چې سمدستي د الله سبحانه وتعالی د ټولو احکامو پلي کولو لپاره راشده خلافت تاسیس کړي او د قدس شریف پر لور ګامونه واخلي؛ ځکه دا هغه کرښه ده چې ریښتیني انقلابیون له دروغجنو بېلوي.

د اسلامي نړۍ حکام د امریکا د پلانونو عملي کولو لپاره په قطر کې سره راټولیږي، په ټلیفوني اړیکو خپل رولونه سره شریکوي او د ترکیې له حاکم، اردوغان – چې د شام د انقلاب په ګډوډولو کې یې تر ټولو لوی رول لوبولی دی- سره همغږي کوي. خو امریکا او غرب د اسلامي نړۍ کنټرول یوازې د حکامو په وسیله نه کوي. استعماري ځواکونو د یوه بشپړ استعماري نظم له لارې اسلامي نړۍ وېشلې، کمزورې او بې وسه کړې ده.

د دولت - ملت نظم چې د پولو ویش دی، د مسلمانانو تر ټولو لویه کمزوري ده او اسلام دا ردوي. د ډیموکراسۍ په وسیله امریکا د حکومت چارې د الله سبحانه وتعالی له احکامو څخه اړوي او هغه د بشري غوښتنو په لور بیایي او په مستقیم ډول یې کنټرولوي. امریکا د شریعت د ځینو احکامو د عملي کولو اجازه ورکوي، خو هیڅکله د اسلام بشپړ تطبیق نه پرېږدي.

اې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو!

په سوریه کې دوه میلیونه مسلمانان شهیدان شول، ځکه پوځي افسرانو د بشار الاسد د راپرځولو لپاره ګام پورته نه کړ. په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا وسله‌وال ځواکونه، سره له دې چې د مسلمانانو حکامو يې په ټولو امکاناتو مرسته کړې وه، په افغانستان او عراق کې ذلیل شوي دي. نو کله چې د مسلمانانو ځواکونه اوسني حکام لرې کړي، راشده خلافت تاسیس او امریکا له اسلامي نړۍ وشړي؛ استعماري ځواکونه به د شیطانانو دروغجنې وعدې هېرې کړي.

د اسلامي احکامو په بشپړ تطبیق او د امریکا د استعماري نظم په پای ته رسولو کې د ټول امت نظرونه سره یو شوي دي. نو، په دغه بحران کې د قاطع اقدام لپاره مخ ته راشئ او د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ.

راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په اذن اسلامي نړۍ په چټکۍ سره یوځای کړي، بیت المقدس به ازاد کړي، د یهودي رژیم له منځه وړل به یقیني کړي او د واشنګټن، لندن، پاریس، مسکو او بیجینګ استعماري نظم به تر خاورو لاندې کړي.

امت د بیا را پورته کېدو په درشل کې دی. ایا د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره نه راوړاندې کېږئ؟

«وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ» [حج: ۱۱]

ژباړه: «او ځينې خلک داسې دي چې په حرف (د څنډې پر سر) د الله تعالی بندګي کوي، که چېرې خير ورته ورسېږي، نو پرې ډاډه کېږي او که فتنه او کړاو ورته ورسېږي، نو پر بل مخ را اوړي، نو دوی هم دنيا له لاسه ورکړې ده او هم اخرت او دا څرګند زيان دی


د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۱۲مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د مرګ او لېونتوب سیوری: د یهودي رژیم په سرتېرو کې د ځانوژنې او رواني ستونزو ناورین!

خبر:

پر غزې تړانګې د اسراییلو له برید څخه د ۴۱۴ ورځو په تېرېدو او لبنان ته د شخړو په پراخېدو سره، له یهودي رژیم څخه خپرو شوو راپورونو ښودلې چې اشغالګر ځواکونه له زیاتو انساني تلفاتو سره مخ شوي دي. د جګړې له پیل څخه ۸۰۴ نظامیان، چې سرتېري او افسران پکې شامل وو، وژل شوي دي. دا شمېرې یوازې تر وژل شوو پورې نه محدودېږي، بلکې د اشغالګرو ډېری ځواکونه له جدي رواني ستونزو سره مخ دي او ځینو یې ان ځانوژنې ته لېوالتیا ښودلې ده. د راپورونو له مخې د هغو معلولو کسانو شمېر چې د درملنې په حال کې دي، ۷۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی. همدارنګه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷مه د جګړې له پیل څخه تراوسه تر ۸۶۶۳ کسانو ډېر ټپیان ثبت شوي دي، چې ۳۵ سلنه یې د رواني اختلالاتو تر درملنې لاندې دي. کارپوهان وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه شاوخوا ۴۰ سلنه هغه کسان چې روغتونونو ته لېږدول کېږي، له رواني ستونزو لکه؛ اندېښنې او ژور خپګان سره به مخ وي. پر دې سربېره تر ۱۰ زرو ډېرو ذخیره سرتېرو د رواني روغتیا د خدماتو غوښتنه کړې ده. همدارنګه راپورونه خبر ورکوي، چې په وروستیو میاشتو کې لږترلږه ۶ سرتېرو ځانوژنه کړې ده. د دغو سرتېرو ۹۸ سلنه کورنیو اعلان کړی، چې د کورنۍ غړي یې د نظامي خدمت په سبب له رواني او ذهني ستونزو سره مخ شوي دي. دا وضعیت څرګندوي چې د یهودي رژیم نظامي ځواکونه د رواني روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو او ناورینونو سره مخ دي.

تبصره:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللهُ عَلِيماً حَكِيماً﴾ [نساء: ۱۰۴]

ژباړه: «د دښمن په څارلو او پلټلو کې سستي مه کوئ. که چېرې تاسو (له دښمن سره د مخ کېدو پرمهال) له درد او رنځ سره مخ کېږئ، هغوی هم ستاسو په شان درد او رنځ لري؛ خو تاسو له الله (سبحانه وتعالی) څخه هیله لرئ، چې هغوی یې نه لري او الله پوه او حکیم دی»

که څه هم د یهودو رژیم له ټولو غړو، احزابو او ځواکونو سره «د یهودو کیان» ادعا کوي، یعنې دا چې نه ماتېدونکی قدرت دی او د هر مخالف د له منځه وړلو توان لري؛ دغه رژیم هڅه کوي چې خپل هغه درانه زیانونه پټ کړي، چې په خپله وحشیانه جګړه کې د غزې د بې‌دفاع ملکیانو لخوا ورته اوښتي دي او ځان د یوه مغرور زمري په څېر وښيي. خو په ورته وخت کې ټکان ورکوونکې او اندېښمنوونکې شمېرې خپروي، چې په هغو کې د خپلو قربانیو رول ادا کوي، په دې هیله چې په غزه کې خپل جنایتونه توجیه کړي او د نړۍ عمومي نظر منحرف کړي او ملاتړ یې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغوی په خپله اصلي مجرمین دي.

اعلان شوي زیانونه دا څرګندوي چې یهودي رژیم نه یوازې دا چې د جګړې توان نه لري، بلکې د فشارونو پر وړاندې هم نشي درېدلی، که دوی هرڅومره د دې خلاف ادعاوې وړاندې کوي. دغه رژیم په هغو مرګ‌ژوبلو او عاموژنو کې چې د امریکا او نورو غربي هېوادونو په ملاتړ یې د بې‌ګناه خلکو – ښځو، ماشومانو او بوډاګانو – پر وړاندې ترسره کوي، په بشپړه توګه په خپل میل او خوښه عمل کوي. که چېرې یوه ورځ رښتینی جګړه وشي او د مسلمانانو له یوه پوځ سره مخ شي، هغه مهال به څه ډول مقاومت کوي؟

هغه څه چې دغه حقیقت نور هم تریخ کوي، دا دي چې ټول دغه جنایتونه د مسلمانو پوځونو د سترګو پر وړاندې رامنځته کېږي. په دې توګه مسلمان پوځونه په غیرمنطقي او نامناسبو پلمو سره له خپل هغه مسولیت څخه ځان ګوښه کوي، چې د یهودو د دغه کمزوري او بې‌زړه پوځ پر وړاندې سخت کار نه دی!

دغه زیانونه په رسنیو کې د مبالغې په توګه لوی ښودل کېږي، ترڅو داسې تعبیر شي؛ هغه زیانونه چې یهودو ته رسېږي، په همغه اندازه د دوی لخوا مسلمانانو ته هم اوړي. له دغو تبلیغاتو څخه موخه دا ده، چې د هغو پېښو په اړه د عامه افکارو غبرګون کنټرول کړي، چې د فلسطین په مبارکه خاوره کې مسلمانان ورسره مخ دي، په مسلمانو پوځونو کې د مخلصو ځواکونو د قهر مخنیوی وکړي او د یهودي رژیم د جنایتونو دوام توجیه کړي.   

پر همدغه اساس تل باید د امت او مسلمانو پوځونو په ذهن کې شرعي لیدلوری ژوندی وي؛ دا چې د الله سبحانه وتعالی په نزد د یوه مسلمان د وینې تویول د کعبې تر نړولو هم ډېر اهمیت لري او د نړۍ د هېڅ کفارو وینه د یوه مسلمان له وینې سره د پرتلې وړ نه ده، د هغو کسانو (یهودو) وینه خو لا پرېږده چې له الهي غضب سره مخ دي! په همدې توګه پر مسلمانه ټولنه او مسلمانو پوځونو واجب دي، چې د هغو شهیدانو روح تازه کړي چې شمېر یې تر پنځوسو زرو اوښتی دی او د هغوی د وینو د انتقام لپاره په جدي توګه هڅه وکړي. همدارنګه د یوې لویې جګړې لپاره چمتو شي، هغه جګړه چې اسلامي امت پکې له یهودو سره مخ کېږي او هغوی له منځه وړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ» (متفق علیه)

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي چې څو مسلمانان او یهودان نه وي جنګېدلي؛ داسې چې که چېرې یهود له مسلمانانو څخه وتښتي او د ډبرې تر شا پټ شي، الله (سبحانه وتعالی) به هغه ډبره په خبرو راولي او مسلمانانو ته به وایي، چې د هغې تر شا یو یهودی دی، ترڅو راشي او هغه ووژني.

لیکوال: بلال مهاجر_ ولایه پاکستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اې ترکي الفیصله! ایا د غزې یتیمان د انتقام په لټه کې دي؟

 

خبر:

د سعودي د استخباراتو پخواني رییس، ترکي فیصل په یوه مرکه کې چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۵مه یې په انګلیسي ژبه وکړه، وویل: «په راتلونکي کې ښايي د غزې د یتیمانو موخه دا وي چې د السنوار پشان کسانو باندې بدل شي او امریکایانو، د سعودي خلکو او په نړۍ کې پر نورو قربانیانو برید وکړي. تاسو د السنوار او نورو مجرمانو په وژلو د تاوتریخوالي دا څرخ نه ختموئ، ځکه چې نور کسان یې ځای نیسي.»

تبصره:

ترکي فیصل په دغې مرکه کې د قران کریم دغه ایت ته اشاره وکړه:

﴿مَن قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً﴾ [مائده ۳۲]

ژباړه: «كه چا يو انسان بې له قصاص يا پر ځمكه له فساد خپرولو پرته وواژه؛ نو لكه چې ټول خلك يې وژلي وي

هغه ټینګار وکړ چې یهودي رژيم باید دا ایت په پام کې ونیسي؛ ځکه چې دا رژیم د نړۍ په کچه په رسمیت پېژندل شوی دولت دی. ده وویل چې «ترهګرې ډلې» د هغو کسانو شمېر ته نه ګوري چې وژني یې، بلکې یوازې پر خپلو موخو تمرکز کوي.

ترکي فیصل چې حق او باطل نه پېژني؛ حق، باطل او باطل، حق ګڼي؛ له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو غوښتونکی دی او مجاهدینو ته ترهګر وايي. هغه په ډاګه وايي چې د کافرانو په صف کې دی. دا ذلیل او حقیر انسان وېرېږي چې هسې نه یهودي او امریکايي وروڼو ته یې زیان ورسېږي؛ ځکه خو دا ورته سخته ده چې د غزې یتیمان د خپلو عزیزانو د وینې غچ واخلي او په داسې مجاهدینو بدل شي چې ځمکه ازادوي، د مسلمانانو د عفت او حیثیت دفاع کوي او د مسلمانانو وینه ساتي. پر تاسو دې لعنت وي اې د آل سعود حکامو!

د مسلمانو سیاسیونو او حکامو څرګندونې او دریځونه ښيي چې له دغو مصیبتونو او بدبختیو چې پر اسلامي امت یې سیوری غوړلی، بنسټیز بدلون ته اړتیا ده. دا بدلون باید د دغو مستبدانو د تختونو له راپرځولو پیل شي؛ دغو کسانو له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او هغو امانتونو سره خیانت کړی چې ورته سپارل شوي. دوی د مسلمانانو پر ځای کفار خپل وليان او ملګري نیسي، د اشغالګرو پولې ساتي او جنایتونو ته یې مشروعیت بښي. د دوی عملونه په دنیا او اخرت کې بابیځه دي او باید پوه شي چې هیڅ کوم سرپرست او ملګری نه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا * ذَلِكَ بِأَنَّ اللهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ﴾ [محمد ۱۰، ۱۱]

ژباړه «نو ايا دوى په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري؛ تر دوى د وړاندې خلکو پاى څنګه وه، الله دوى وځپل او كافرانو ته همدغسې سزاګانې دي. دا ځكه چې الله د مؤمنانو پالندوى (او کار سازى) دى؛ خو د كافرانو پالندوى (او مرستندوى) نشته

لیکوال: درة البکوش

د مطلب ادامه...

په سوریه کې د ظالم رژیم راپرځېدو مظلوم خلک خوشاله کړل

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

موږ په عام ډول ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړې توګه د شام او لبنان خلکو ته د شام د ظالم، د بعث ګوند، د الاسد کورنۍ، د هغوی د لاسپوڅو، جاسوسانو او پلويانو د زوال مبارکي وایو. دغو ظالمانو په لبنان او سوریه کې مسلمانان ووژل، شکنجه یې کړل، زندانونو ته یې واچول او بې ځایه کېدو ته یې اړل کړل.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه، بشار له انقلابيونو څخه وتښتېد او ظالمانه واکمني یې پای ته ورسېده. اوس د مجرمانو د سزا ورکولو وخت دی. مسلمانان د سترې خوښۍ حق لري، او زموږ خوښي هغه وخت بشپړېږي چې د الله جل جلاله قانون پلی شي او اسلامي هېوادونه سره یو موټی شي.

اې په لبنان کې زموږ خلکو: تاسو د شام او د مسلمانانو د ځمکو یوه برخه یاست، او د شام ظالمو لاسپوڅو تل تاسو داسې سپک کړي یئ لکه څنګه يې چې د فلسطین بې ځایه شوي خلک سپک کړي دي. اوس د دې وخت دی چې د سپکاوي دوړه ټک وهئ او د خپلو هغو دښمنانو - له یهودي ادارې نیولې بیا د حکامو په منځ کې د هغوی تر ساتونکو او د دوی تر غربي بادارانو پورې- پر وړاندې سره یو موټی شئ چې ستاسو شاوخوا یې کمین نیولی دی.

موږ، حزب التحریر - ولایت لبنان، له تاسو غواړو چې له موږ سره د الله سبحانه وتعالی د وعدې پوره کولو لپاره کار وکړئ، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت په تاسیس کولو سره اسلامي ژوند بیا پیل کړو؛ هغه خلافت چې د الهي احکامو له مخې به حکومت کوي او ټولې نړۍ ته به یې رسوي. په هغه ورځ به مومنان د الله په فتح خوښ شي، او د امت د هویت بیا رغونه به د مسلمانانو او نورو لپاره یو راحت وي. لکه څنګه چې هر چا سلګونه کلونه د خلافت تر سیوري لاندې د امنیت، خوندیتوب، شتمنیو ساتنې، تعلیم، طبي درملنې او پاملرنې په ګډون خپل حقونه ترلاسه کړي دي، تاسو به هم په خپل دولت، یعنې د نبوت پر منهج راشده خلافت کې له دغو حقونو برخمن شئ.

د لبنان چارواکي باید بې له ځنډه اقدام وکړي او له رومیه زندان او د لبنان له نورو زندانونو څخه هغه مسلمان بندیان خوشې کړي چې په ناحقه او ظالمانه توګه بندیان شوي دي؛ دا بندیان له کومې استثنا پرته د شام له انقلاب څخه د ملاتړ په جرم د زندان د میلو شاته پراته دي. دا کار به د لبنان د مسلمانانو د ډېرې زیاتې خوښۍ سبب شي.

«وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ» [القصص: ۵]

ژباړه: «او غواړو د دې خاورې پر کمزورو کړاى شويو (مظلومانو) منت وکړو او دوى (د خلكو) پیشوایان او وارثان كړو.»

حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – ولایه لبنان

۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الثاني ۶مه

۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۲مه

 

د مطلب ادامه...

د سوریې پېښې او د اسد د نظام نسکورېدل

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه او ځواب

 

پوښتنه:

الشرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۴م د ډسمبر په ۸مه نېټه ولیکل: د اسد نظام نسکور شو: د سوریې مخالفینو نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دمشق یې ازاد کړ او د ولسمشر بشار الاسد حکومت يې، چې ۲۴ کاله یې دوام وکړ، نسکور کړ. د مخالفینو په بیانیه کې چې د رسمي ټلویزیون له لارې خپره شوه، راغلي دي: «د الله سبحانه وتعالی په مهربانۍ سره دمشق ازاد شو او د بشار الاسد طاغوت نسکور شو.» همدارنګه مخالفینو اعلان وکړ، چې ټول زندانیان ازاد شول.

هیئت تحریر الشام د سوریې په شمال کې «د تېري مخنیوی» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۷مه نېټه برید پیل کړ او له هغه وروسته د سوریې ملي پوځ «د ازادۍ پیل» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۳۰مه نېټه برید ترسره کړ. د دغو بریدونو په بهیر کې حلب او د ادلب ټولې سیمې او ورپسې د حماه او حمص ښارونه او نن ورځ دمشق هم ونیول شول او دغه ټول پرمختګونه په لسو ورځو کې وشول. په سوریه کې د دغو پېښو حقیقت څه دی؟

الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته خیر درکړي!

ځواب:

د موضوع د وضاحت لپاره لازمه ده، چې لاندې حقیقتونو ته پام وکړو:

لومړی: د برید پیلوونکې ډلې: د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر ۲۸مه د بي‌بي‌سي د راپور پر بنسټ، په برید کې ګډون کوونکې ډلې عبارت دي له: «د الفتح المبین عملیاتو خونه» چې د هئیت تحریر شام لخوا رهبري کېږي او د ترکیې په ملاتړ ازادي غوښتونکې ملي جبهه او د "جیش العزة" ډله دي. همدارنګه «د سوریې ملي پوځ» د هغو مخالفو ډلو د ایتلاف استازیتوب کوي، چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده، خو په "الفتح المبین عملیاتو خونه" کې ګډون نه لري. پر همدغه بنسټ په دغه برید کې ډېری ګډون کوونکې ډلې، په ترکیه پورې تړلې ډلې وې، چې تر شا یې د دغه هېواد ملاتړ دی. ملي پوځ د ترکیې په واسطه جوړ شوی دی او هئیت تحریر الشام هم د ترکیې تر نظر او کنټرول لاندې فعالیت کوي. د دغه هئیت او ترکیې تر منځ نږدېوالی او همغږي هغه چاره ده، چې د پېښو د څارونکو پام ځان ته اړوي.

دویم: د دغو حرکتونو پیل تر ډېره د بشار الاسد لپاره د ګواښ یو پیغام و، ځکه هغه د اردوغان غوښتنو ته ځواب نه و ورکړی. اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي وو، چې د انقرې او دمشق تر منځ د اړیکو عادي کولو لپاره د خبرو اترو په چټکۍ کې هڅه وکړي او بشار وهڅوي چې د لیدنې لپاره د اردوغان دعوت ومني (رویټرز خبري آژانس، ۲۰۲۴م د اکټوبر ۲۵مه). خو بشار الاسد نه یوازې دا غوښتنې ونه منلې، بلکې له سوریې څخه یې د ترکیې د ځواکونو د ایستلو غوښتنه هم وکړه او داسې شرطونه یې وټاکل چې د خبرو اترو د ځنډ لامل شول. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د دغو خبرو اترو منځګړي "سرګي لاوروف" هم دا مسله تایید کړه او د ترکیې حریت ورځپاڼې ته یې د ۲۰۲۴م د نومبر په لومړۍ نېټه وویل: بشار الاسد د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او د سوریې په شمال کې د ترکیې د ځواکونو حضور په دې لاره کې تر ټولو اصلي خنډ دی. دا چلند د اردوغان د غوسې لامل شو او هئیت تحریر الشام او ملي پوځ ته یې شین څراغ ورکړ، ترڅو خپل بریدونه پیل کړي. (د مخالفینو یوې سرچینې چې د ترکیې له استخباراتي دستګاه سره اړیکه لري، د المان دویچه‌وله ته د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰مه وویل، چې انقرې د دغه برید لپاره شین څراغ ورکړی دی).

درېیم: که څه هم په لومړیو کې د دغو خوځښتونو د پیل کېدو موخه دا وه، چې د ادلب شاوخوا د شخړو کمولو لپاره سیمې ازادې کړي او همدارنګه د بشار الاسد او د مخالفینو تر منځ خبرو اترو او یوې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره، د ترکیې وړاندیز ته د بشار د نه پاملرنې پر خلاف غبرګون وښيي؛ خو دغه خوځښتونه په چټکۍ له دغه چوکاټ څخه ووتل. ډېری سوریایي وګړو چې له کلونو راهیسې د بشار له ظلم څخه ځورېدل، دغه فرصت غنیمت وګاڼه او په ټولو جبهو کې یې خپل قیام پیل کړ. دغه خوځښتونه د ادلب تر شاوخوا سیمو پورې، چې شخړې باید پکې پای ته رسېدلې وای، محدود پاتې نشول، بلکې د سوریې ټولو سیمو ته خپاره شول. له بلې خوا د سوریې پوځ چې دوی هم د بشار الاسد تر ظلم او فشار لاندې وو او له هغه څخه د دفاع انګېزه یې نه درلوده، په پرله‌پسې توګه شا تګ وکړ. په دغو شاتګونو سره هغه خلک چې قیام یې کړی و، په دې وتوانېدل چې له شخړو کموونکو سیمو څخه په چټکۍ تېر شي او حلب، حماه او وروسته حمص ته دننه شي. په پایله کې د خلکو دغه څپه دمشق ته ورسېدله. دغه ټول پرمختګونه په ډېرې چټکۍ او د دغو خوځښتونو له پیل؛ د ۲۰۲۴م د نومبر له ۲۷مې وروسته یوازې په لسو ورځو کې وشول.

څلورم: د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو دریځونه

۱ـ ایران او روسیه: ایران او روسیه په سوریه کې د وروستیو بدلونونو په اړه سخت حیران شول. روسیې په بېړه په حمیمیم هوایي اډه او په طرطوس بندر کې خپل امنیتي تدابیر پیاوړي کړل او په همدې وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ټینګې شوې. د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د هغه روسي سیال سرګي‌لاوروف د سوریې د بدلونونو په اړه مشوره وکړه. د دغو پېښو په غبرګون کې ایران له ترکیې سره ډیپلوماټیکې هڅې پراخې کړې، ترڅو د شخړو او تاوتریخوالي مخه ونیسي. په همدغه وخت کې عباس عراقچي د ۲۰۲۴م د ډسمبر په ۲مه انقرې ته سفر وکړ او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره یې ولیدل. له بلې خوا هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې: «د نظام او مخالفینو تر منځ سیاسي بهیر باید د پام وړ او مثبتې پایلې ولري، ترڅو په سوریه کې سوله او امن راشي.» (انادولو خبري آژانس، ۲۰۲۴م د ډسمبر ۱)

۲ـ ترکیه: ترکیې غوښتل چې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره له بشار الاسد سره سوله‌يیزې خبرې اترې وکړي، لکه څنګه چې امریکا هم دې ته ورته غوښتنه درلوده. خو بشار ګومان کاوه، چې له دې حالت څخه ګټه اخیستلی شي او له همدې امله یې د اردوغان وړاندیزونو ته په ځواب ورکولو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړ. بشار الاسد ګومان کاوه چې دا چلند به د امریکا غوسه نه پاروي. په دې توګه دغه چلند د اردوغان د ناخوښۍ لامل شو. هغه د امریکا رضايت ترلاسه کړ او پرېکړه یې وکړه چې بشار ته درس ورکړي، ترڅو خبرې اترې په داسې فضاء کې ترسره شي، چې په ظاهره اردوغان ګټونکی وي. له همدې امله ترکیې مخالفې ډلې د بریدونو د پیلولو لپاره وهڅولې او په اړینو وسلو او استخباراتي معلوماتو سره یې د هغوی ملاتړ وکړ.

الف: اردوغان د ۲۰۲۴م د اکتوبر په ۲۵مه په کازان کې د برېکس غونډې پرمهال له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: «د روسیې له ولسمشر پوتین څخه مې وغوښتل چې د انقرې او دمشق تر منځ د اړیکو د عادي کولو په موخه د خبرو اترو د چټکۍ لپاره هڅه وکړي او بشار الاسد د لیدنې لپاره زما دعوت قبول نه کړ.» (رویټرز خبري آژانس، ۲۰۲۴م د اکتوبر ۲۵مه).

ب: روسان چې د منځګړي په توګه عمل کوي، څو ځله یې اردوغان ته ځواب ورکړی چې بشار الاسد د لیدنې او د اړیکو د عادي کولو لپاره شرطونه لري، چې یو پکې له سوریې څخه د ترکیې د ځواکونو وتل دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۲۴م د نومبر په لومړۍ د ترکیې حریت ورځپاڼې ته وویل: «دواړه هېوادونه ترکیه او سوریه د اړیکو د عادي کولو په موخه بیاځلې خبرو اترو ته جدي لېوالتیا لري، خو په دغه مسیر کې اصلي خنډ د سوریې په شمال کې د ترکیې د ځواکونو حضور دی». دغه څرګندونې د بشار الاسد سرسختي ښيي، چې د اړیکو د عادي کولو لپاره د اردوغان له شدیدې لېوالتیا څخه یې ګټه اخیستې ده. همدارنګه هغه د عربي هېوادونو له ملاتړ څخه ګټه واخیسته او په دې باور و چې امریکا هم هغه ته اړتیا لري، ځکه د هغه ځایناستی یې نه دی پیدا کړی.

ج: کله چې د ترکیې نظام په اوسنیو شرايطو کې له بشار الاسد سره د خبرو اترو له لارې حللارې ته له رسېدو څخه نهیلی شو، اردوغان د امریکا رضايت ترلاسه کړ چې د سیاسي حللارې لپاره د مقدمې په توګه له نظامي فشار څخه استفاده وکړي. پر همدغه اساس د ۲۰۲۴م د نومبر په ۲۷مه یې وسله‌والې ډلې د بشار پر نظام د فشار راوړلو لپاره وخوځولې. له دې مسلې څخه ښکاري چې د ترکیې نظام د دغو بریدونو د اجازې په برخه کې کلیدي رول ادا کړی دی. (د مخالفینو یوې سرچینې چې د ترکیې له معلوماتي دستګاه سره په اړیکه کې ده، د المان دویچه‌وله ته د ۲۰۲۴م د نومبر په ۳۰ وویل، چې انقرې د دغو بریدونو لپاره شین څراغ ورکړی دی). له دغه اقدام څخه د اردوغان موخه د خبرو اترو مېز ته د بشار راوستل، له ترکیې سره د اړیکو عادي کول او له مخالفینو سره سوله کول وو، ترڅو په پایله کې د امریکا له غوښتنو سره سمه یوه سیاسي حللاره رامنځته کړي. اردوغان دغه بدلون د سوریې لپاره «نوی پړاو» وباله. هغه د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتيرش سره په ټلیفوني اړیکه کې ټینګار وکړ: «سوریه یوه نوي پړاو ته داخله شوه، چې په ارامۍ سره مدیریت کېږي.» (عربي۲۱ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۵مه).

۳. خو امریکا د سوریې د مخالفینو برید حیرانه نه کړه. د امریکا د ملي امنیت سلاکار، جیک سالیوان وویل: «له نویو شرایطو د سوریې مخالفو وسله‌والو ګټې اخیستنې موږ حیران نه کړو.» (الجزیره نیټ؛ ۲۰۲۴ د ډسمبر ۱). امریکا کومه ځانګړې انديښنه نه ده ښودلې. الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سپینې ماڼۍ په حواله خبر خپور کړ: موږ د سوریې وضعیت څارو او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو له څو سیمه‌يیزو پلازمینو سره اړیکه نیولې. دغه راز د امریکا د ملي امنیت سلاکار، شان ساویټ وویل: «متحده ایالات له خپلو شریکانو سره د شخړو کمېدو، د ملکي وګړو او اقلیتونو خوندیتوب او یوه نوي جدي او معتبر سیاسي بهیر د پیل کېدو غوښتونکې ده؛ تر څو وکولی شي دا کورنۍ جګړه د تل لپاره د سیاسي حللارې له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ ګڼې پرېکړه‌لیک سره سمه حل کړي.» (آر ټي، ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱) الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۲مه راپور ورکړ: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: روانې شخړې د سوریې د خلکو په رهبرۍ یوې سیاسي حللارې ته اړتیا لري؛ داسې حللاره چې د امنیت شورا له ۲۲۵۴ ګڼې پرېکړه‌لیک سره سمه وي.» دا پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۱۵ کې تصویب شو، په سوریه کې د سولې پروسې پلي کېدو ته اشاره کوي چې تر اوسه نه ده شوې. د دغه پرېکړه‌لیک له مخې، د سوریې د سولې خبرې اترې باید د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې پیل شوې وای؛ دا پرېکړه لیک پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د سوریې ملت باید خپل برخلیک وټاکي، وايي چې یو انتقالي دولت باید جوړ شي، د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنې وشي او پر ملکي وګړو هر راز بریدونه باید ژر تر ژره ودرېږي. الحره د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مه راپور ورکړی: «بلینکن ټینګار وکړ چې اوسمهال تر ټولو مهم اقدام دا دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک له مخې یو سیاسي بهیر پر مخ لاړ شي چې د سوریې کورنۍ جګړه ختمه کړي» الانباء خبري اژانس هم د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۷مه راپور ورکړی: «د ترکیې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې موږ پر بلینکن ټینګار کړی چې د سوریې دولت باید له مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي.»

۴. یهودي رژیم: یورونیوز (عربي) د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۳۰مه راپور ورکړ: «د اسرایلي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، تېره سه شنبه شپه خپلو خلکو ته په وینا کې اعلان وکړ چې له حزب الله سره اوربند یې منلی. هغه په خپله وینا کې د سوریې ولسمشر، بشار الاسد ته اشاره وکړه او ویې ویل: اسد له اور سره لوبې کوي. له دغو خبرو څو ساعته وروسته سوري ډلو د سوریي په شمال کې د اسد د ځواکونو پر وړاندې همغږي بریدونه پیل کړل؛ دې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې. نتنیاهو دغه راز د سوریې په شمال کې د تحولاتو په اړه ځانګړې امنیتي ناسته راوبلله؛ اسرایلي رسنیو دا کړنه د داسې یوې موضوع لپاره د معمول خلاف توصیف کړه.» الجزیره نټ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په لومړۍ د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې په حواله راپور ورکړ: «د اسرایلي رژیم ځواکونو په سوریه کې د یوې ایراني الوتکې د کېناستو مخه ونیوله؛ ځکه چې ښايي په دغې الوتکه کې د لبنان د حزب الله لپاره وسلې او مهمات راوړل شوي وي.» داسې ښکاري چې یهودي رژیم هڅه کوي د سوریې صحنې ته د ایران د بیا راتللو مخه په دې پلمه ونیسي چې ګواکي حزب الله ته وسلې او مهمات راوړي او له دې سره پر لبنان او سوریه د ایران یا حزب الله د نظامي تمرکز مخه ونیسي.

پنځم: لنډیز؛ پورتنیو توضیحاتو ته په کتو، دا پایلې لاسته راځي:

۱. ترکیه د امریکا په ملاتړ په سوریه کې د کمو شخړو سیمو کې د بریدونو پیلولو مسوله وه.

۲. موخه د یوه جدي سیاسي بهیر پيل او په سوریه کې د نوي نظام جوړولو لپاره نوي پړاو ته تګ و. په دې اړه د ځینو ترکي او امریکايي چارواکو څرګندونې تکراروم: د امریکا د ملي امنیت سلاکار، شان ساویټ وویل: «متحده ایالات له خپلو شریکانو سره د ناندریو کمېدو، د ملکي وګړو او اقلیتونو خوندیتوب او یوه نوي جدي او معتبر سیاسي بهیر د پیل کېدو غوښتونکي دي؛ تر څو وکولی شي دا کورنۍ جګړه د تل لپاره د سیاسي حللارې له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ ګڼه پرېکړه‌لیک سره سمه حل کړي.» (آر ټي، ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱) د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۵مه وویل: «سوریه یوه نوي پړاو ته ننوتې چې په ارامۍ مدیریت کېږي.» (عربي ۲۱)

۳. که څه هم د هغوی د خوښې حللارې جزیات نه دي مشخص شوي؛ خو روان وضعیت او د ښکېلو ځواکونو پراخ شمېر ښيي چې امریکا او متحدین یې په سوریه کې د یوه ایتلافي نظام جوړولو په لټه کې دي. دا نظام به له مختلفو ډلو جوړ وي او د اوسني حکومت ځایناستی کېږي. دغه راز په دغه نظام کې د عراق د کردستان سیمې پشان خودمختاره سیمو د شتون وړاندوینه کېدی شي.

۴. امریکا چې د دغه بهیر رهبري کوي؛ داسې حللاره وړاندې کوي چې د یهودي حکومت ګټې تضمینوي. دا موخه د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۷مه د یهودي رژیم او لبنان ترمنځ تړون کې منعکسه شوې ده؛ دا تړون په سوریه کې د جګړې له پیل سره سم وشو. اصلي موخه دا ده چې د حزب الله د ملاتړ لپاره د سوریې صحنې ته د ایران د پیاوړي بیاراتګ مخه ونیول شي او د ایران او د لبنان حزب الله تر منځ ځمکنۍ نظامي اړیکه پرې شي.

دا ټکي په سوریه کې د بریدونو د پیل په اړه د ترکي او امریکايي چارواکو د څرګندونو اصلي موخه ښکاره کوي.

شپږم: په پای کې، په سوریه کې چې نن څه پېښېږي؛ د وینو بهیدنه، ویجاړ کورونه او بېځایه شوې کورنۍ؛ په حقیقت کې ډیر دردناک دي. په ځانګړي ډول دا چې د دغو فجایعو موخه یوې داسې سیاسي حللارې ته رسېدل او د داسې نوي پړاو پیل وي چې په اسلامي نړۍ کې له شتو سیکولر نظامونو سره توپیر نه لري. دا شرایط وروسته له هغه رامنځته شول چې استعمارګرو کفارو او په هغوی پورې تړلو کسانو یوه پېړۍ وړاندې د اسلام حکومتي نظام (خلافت) له منځه یوړلی شو. له هغه وخت راهیسې اسلامي امت د دښمنانو ګډ ښکار شو.

سره له دې؛ اسلامي امت به یو ځل بیا خپل پخواني عزت او افتخار ته ورګرځي او که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه، راشده خلافت به تاسیسوي. خو الهي سنت داسې نه دي چې موږ کرار ناست وو او د خلافت د تاسیس لپاره له اسمانه پرښتې راکوزې شي. بلکې مسولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې پر خپل رب ایمان لري او د حق په مسیر کې ډیر هدایت ورته شوی.

دا کسان که په پوځ کې وي که د مخالفینو په منځ کې؛ ان که یې شمېر هم کم وي؛ خو شته دي. که د تېرو لسو ورځو پېښو ته وګورو، د نظام پر وړاندې یوازې د ترکیې او امریکا ملاتړ لرونکو ډلو مخالفت ونه کړ چې سیکولر بدلونونو ته د رسېدو لپاره کار وکړي. بلکې نورې ډلې هم وې چې له ظلم څخه تنګ شوي او د سوریې د مسلمانو خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره را میدان ته شوې دي.

موږ دغو کسانو ته په خطاب کې وایو: د هغو فاسدو او سیکولر پلانونو د ناکامولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ چې استعمارګر کفار او ورپورې تړلي کسان یې لري. هسې نه چې ستاسو قربانۍ بېځایه لاړې او هېرې شي! نو د هغو کسانو ملګرتیا وکړئ چې د اسلامي حکومت او راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي؛ څو له ستر اجر او بریا څخه برخمن شئ. په دې صورت کې به تاسو له هغو کسانو وئ چې دا زیری ورکړل شوی:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾
ژباړه: نصرت د الله سبحانه و تعالی له لوري دی او بری نیږدې دی؛ او مومنانو ته زېری ورکړه.

د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الثاني ۶مه

د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۸مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې