سه شنبه, ۰۱ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د انعام سورت موخې

(ژباړه)

انعام سورت په یو ځل په مکه معظمه کې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې فرمایل:

«نزلتْ سُورَةُ الأَنْعَامِ بمَكَّةَ ليلًا جملةً، حولَها سبعون ألفَ مَلَكٍ يَجأرون حولَها بالتَّسبيحِ» (رواه طبرانی)

ژباړه: انعام سورت په مکه کې په یوه شپه په بشپړ ډول نازل شو، شاوخوا یې اویا زره ملایکې را چاپېره وې او په لوړ غږ یې تسبیح ویله.

ویل شوي چې د دغه سورت د یو ځای نازلېدو علت دا دی چې د عقیدې بنسټیز مسایل او د دین اصول په عمومي ډول بیانوي؛ هغه مسایل چې د شریعت د احکامو په څېر د پېښو او حالاتو پر بنسټ تدریجي نزول ته اړتیا نه لري.

له همدې امله، د دغه سورت اساسي محور عقیده ده، د دلایلو او برهانونو راوړل، د توحید او رسالت پر حقانیت د څرګندو دلیلونو بیانول، د مشرکینو د تورونو ردول او د هغوی د ادعاوو بطلان روښانه کول دي.

په دغه سورت کې څو ځله د عقل او فکر د وسایلو په اړه لکه؛ لیدل، اورېدل او زړونو (افئده) یادونه شوې ده. دغه سورت د هغه مؤمن چې د خپل زړه، غوږ او سترګو د سلامتۍ په سبب حق مني او د هغه کافر چې پر زړه، غوږ او سترګو یې پرده اچول شوې او له حق منلو څخه مخ اړوي، تر منځ ښکاره پرتله وړاندې کوي. دغه اختلال د غوږ، زړه او سترګو په طبیعي فعالیت کې خرابي نه ده؛ ځکه هغوی اوري او ویني، خو فساد په اراده کې دی. دوی حق نه غواړي، له هغه سره دښمني کوي، باطل غواړي او ترې دفاع کوي، سره له دې چې حق څرګند دی او برهانونه یې روښانه دي.

په پایله کې، الله سبحانه وتعالی د هغوی پر زړونو پرده واچوله او غوږونه یې درانه کړل؛ نو نه اوري او نه هم پوهېږي او د کفر او شرک په هغو تیارو کې ډوب شول چې خپله یې غوره کړې وې. الله سبحانه وتعالی هغوی د ګمراهۍ په همغه لاره کې نور هم ګمراه کړل. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِۗ مَنْ يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَنْ يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ﴾ [الأنعام: ۳۹]

ژباړه: کوم خلک چې زموږ نښانې دروغ ګڼي، هغوی کاڼه او ګونګیان دي، په تیارو کې لوېدلي دي. الله چې چاته وغواړي، ګمراه کوي یې او چاته یې چې خوښه وي، پر سمه لار یې برابروي.

دغه معنا په ټول سورت کې تکرار شوې ده؛ لکه چې فرمایي: 

﴿إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَۘ وَالْمَوْتَىٰ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ﴾ [الأنعام: ۳۶]

ژباړه: د حق بلنې ته هغه خلک لبیک وایي چې اورېدونکي دي او مړي خو به الله له قبرونو څخه راپاڅوي او بیا به د هغه په لور راوستل شي.

قرطبي لیکي: «له هغو کسانو څخه چې اوري، موخه هغه اورېدل دي چې له پاملرنې، پوهېدنې او د حق منلو له ارادې سره مل وي؛ همغه مؤمنان چې د حق له وینا ګټه اخلي او پر هغې عمل کوي. خو "مړي" هغه کسان دي، چې د حق منلو ته هېڅ چمتو نه دي او دلیل ته غوږ نه نیسي». الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَۖ وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًاۚ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا...[الأنعام: 25]

ژباړه: له دوی څخه ځینې کسان داسې دي چې غوږ نیسي، ستا خبرې اوري، خو حال دا دی چې موږ د هغوی پر زړونو پردې اچولې دي چې له همدې امله هغوی پر هېڅ نه پوهېږي او د هغوی غوږونه مو کاڼه کړي دي (چې له هر څه اورېدو سربېره بیا هم څه نه اوري). هغوی که هره نښانه وویني، ایمان پرې نه راوړي.

د قرطبي په تفسیر کې راغلي: «له دې ډلې څخه موخه د مکې مشرکان دي». موږ د هغوی پر زړونو پردې واچولې او غوږونه مو یې درانه کړل، دا سزا د دې لپاره وه چې هغوی کفر غوره کړ. داسې نه ده چې هغوی په رښتیا نه اوري او نه پوهېږي، بلکې د حق د منلو اراده نه لري او ورته تسلیمېږي نه؛ دوی د هغه چا حکم مني، چې نه اوري او نه پوهېږي. «أَكِنَّة» یعنې پوښونه او «وَقْر» یعنې دروندوالی او کوڼوالی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ مَنْ إِلٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِهِۖ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ﴾ [الأنعام: 46]

ژباړه: اې محمده! دوی ته ووایه، کله مو هم پر دې فکر کړی چې که الله ستاسو د لیدلو او اورېدلو حواس در څخه واخلي، نو له الله پرته یې بیرته څوک درته راګرځولی شي؟ وګوره چې موږ څه ډول بیا بیا خپلې نښانې دوی ته وړاندې کوو، خو هغوی بیرته مخ اړوي.

د قرطبي په تفسیر کې راغلي دي: «له «أخذ» څخه موخه اخېستل او د نعمت سلب کول دي. «خَتَم» یعنې مهر لګول. ویل شوي چې موخه یې هغه معناوې او وړتیاوې دي، چې په دغو غړو کې موجودې دي. الله کولی شي دغه غړي او هم یې اغېزې له منځه یوسي او هېڅ شی پرې‌نږدي. دغه آیت د کافرانو پر ضد یو څرګند دلیل دی او د «أرأیتم» معنا دا ده: ایا پوه شوئ او درک مو کړ؟»

په سورت کې د تفکر له وسایلو څخه یو دا دی، چې داسې پېښې او حالات پکې بیان شوي چې انسان باید فکر پرې وکړي او عبرت ترې واخلي. دا سورت د دغو پېښو څو بېلګې یادوي، له هغې جملې څخه یوه دا ده:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د قریشو مشرکانو له اسلام سره دښمني وکړه، د عقیدې پر وړاندې یې په شخړو، انکاري پوښتنو، ملنډو او مسخرو سره مبارزه کوله. د دغه سورت ډېر آیتونه د مشرکینو د همدغو دښمنانه چلندونو په مناسبت نازل شوي دي. دغه پېښې د مؤمنانو لپاره د پیروۍ بېلګې دي؛ باید سوچ پرې وشي، حکمت یې وپېژندل شي او د کافرانو او مشرکانو پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځواب ویلو له طریقې پیروي وشي.

همدارنګه سورت د پېغمبرانو او د پخوانیو امتونو د کیسو ځینې برخې یادوي او په دې کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مؤمنانو لپاره یو ډول تسلي او ډاډ نغښتی دی. دا سورت یادونه کوي چې د قریشو هغه کافران چې حق یې ونه مانه او پر دعوت، پیغمبر او د هغه پر یارانو یې ملنډې ووهلې، د هغوی چلند د پخوانیو کافرانو په څېر دی. هغوی هم خپل پېغمبران دروغجن ګڼل او مسخره کول یې. دا یادونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د زړه سکون دی او ټینګار کوي چې د کافرانو برخلیک په هر وخت کې یو دی: هلاکت او د مؤمنانو پایله هم تل یوه ده: بریا او الهي نصرت او دا چې الله سبحانه وتعالی د هغوی ولي او سرپرست دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَۖ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ * وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ﴾ [الأنعام: ۴۸–۴۹]

ژباړه: موږ پیغمبران یوازې د دې لپاره لېږو، چې (نېکو خلکو ته) زیری ورکړي او (بدعمله خلک) ووېروي. نو کوم کسان چې د هغوی خبره ومني او خپل عملونه سم کړي، د هغوی لپاره هېڅ وېره او خپګان نشته او کوم خلک چې زموږ ایتونه دروغ وګڼي، هغوی ته به د خپلو سرغړونو له امله عذاب ورکړل شي.

او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّىٰ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا... [الأنعام: ۳۴]

ژباړه: ستا څخه مخکې هم ډېر پیغمبران دروغجن ګڼل شوي دي، خو هغوی پر دروغ ګڼلو او کړاوونو صبر وکړ، تر دې چې زموږ مرسته ورته ورسېده...

په دغه سورت کې د تفکر یوه بله بېلګه، کوني ایتونو ته اشاره کړل دي: د انسان پیدایښت، مرګ او ژوند، شپه او ورځ، ستوري او د خلقت نورې حیرانوونکې نښې.

دا ټول د الله سبحانه وتعالی د ستر عظمت نښې دي. دا څنګه امکان لري چې څوک د دغو نښو په اړه فکر وکړي، خو د هغوی پر خالق دې ایمان رانه وړي؟ په دې کې دا درس هم نغښتی دی چې کله الله سبحانه وتعالی اسمان او ځمکه په دومره دقیق نظم سره اداره کوي، نو د سرکښو کافرانو د له منځه وړلو توان هم لري؛ همغه کسان چې له ایمان څخه مخ اړوي او د خپل رب له عبادت او تسلیمۍ څخه ډډه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ [الأنعام: ۳۸]

ژباړه: (د الله سبحانه وتعالی د قدرت، حکمت او رحمت له قوي نښو څخه یوه دا ده، چې هغه هر څه پیدا کړي دي) او په ځمکه کې هر خوځېدونکی موجود او هر هغه مرغه چې په خپلو دوو وزرو الوتنه کوي، هغوی هم ستاسو په څېر ډلې دي (او هر یو یې بېلابېلې ځانګړتیاوې، امتیازات او د ژوند ځانګړی نظام لري). موږ په کتاب (د کایناتو په ثبت) کې هېڅ شی نه دي پاتې (بلکې هر څه مو ثبت کړي او هر څه ته مو پاملرنه کړې ده؛ پرېږدئ چې منکران هر څه غواړي، ویې کړي). بیا به هغوی (د دنیا د دغه لنډ ژوند له تېرېدو وروسته، د ټولو حیواناتو له ډلو سره یو ځای) د خپل رب حضور ته راټول کړل شي (او حساب به ترې واخیستل شي).

او فرمایي:

﴿إِنَّ اللّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ذَلِكُمُ اللّهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ* فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَناً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَاناً ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ * وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُواْ بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ‏ [الأنعام: 95-98]

ژباړه: الله هغه ذات دی چې دانه او زړی شکوي (او له هغو څخه بوټي او ونې زرغونوي). همغه ذات دی چې ژوندی له مړي څخه او مړی له ژوندي څخه پیدا کوي. دغه (قادر او توانا ذات) ستاسو رب دی. نو بیا ولې (له دغه روښانه حقیقت وروسته، بیا هم له حق څخه) مخ اړوئ؟ همغه ذات دی چې ورځ یې پیدا کړې (ترڅو ژوندي موجودات د روزۍ ګټلو لپاره هڅه وکړي) او شپه یې د ارام او سکون وسیله ګرځولې ده او لمر او سپوږمۍ یې د حساب (ترڅو خلک ورځني عبادتونه او سوداګریزې چارې حساب کړي) لپاره ټاکلي دي. دغه (محکم نظم) دقیق ارزونه او قوي تدبیر دی، چې (پر نړۍ) برلاسی او (له هر څه) خبر دی. همغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې ستوري پیدا کړي دي، ترڅو د وچې او سمندر په تیارو کې د هغو په وسیله لاره ومومئ. موږ ایتونه (قرآني او نړیوالې نښې) هغو خلکو ته بیان کړي دي، چې پوهه لري (د قراني ایتونو په معنا او په نړیوالو نښو پوه وي).

په پایله کې دا سورت څرګندوي، چې دغه آیتونه او نښې د عبرت، حجت او برهان لپاره راغلي دي؛ خو یوازې د هغو کسانو لپاره چې پوهېږي او فکر کوي. دغه سورت له مشرکانو او کافرانو سره د مناظرې طریقې ته اشاره کوي؛ د عقل کارول، فکري استدلال او د حق او باطل مخامخ کول. د دې لویه بېلګه د ابراهیم علیه السلام په سیرت کې ده، هغه مهال چې خپل پلار آزر ته یې وویل:

﴿أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾ [الأنعام: ۷۴]

ژباړه: ایا بتان خپل معبودان نیسئ؟ زه تا او قوم دې په ښکاره ګمراهۍ کې وینم.

له خپل قوم سره په مناظره کې او دا ثابتول چې له الله سبحانه وتعالی پرته د هغوی د معبودانو عبادت کول لکه؛ سیارې او ستوري، یوازې ښکاره ګمراهي ده. یوازې الله سبحانه وتعالی د عبادت مستحق دی؛ همغه څوک چې د دنیا او اخرت خالق دی، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَحَآجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلاَ أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ رَبِّي شَيْئاً وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْماً أَفَلاَ تَتَذَكَّرُونَ[الأنعام: ۸۰]

ژباړه: او قوم يې وسره جګړه او جنجال وکړئ، ورته ويې ويل: ایا د الله په اړه له ما سره جګړه کوئ؟ په داسې حال کې چې هغه ماته سمه لاره راښودلې ده. زه له هغه څه نه وېرېږم، چې تاسو یې ورسره شریکوئ، خو هغه څه چې زما رب یې وغواړي. زما رب پر هر څه پوه او خبر دی، ایا تاسو فکر نه کوئ؟

انعام سورت د الله سبحانه وتعالی په حمد او ستاینه پیلېږي او دا حمد د الهي خلقت او تدبیر له آیتونو سره یو ځای یاد شوی، ترڅو دا څرګنده کړي چې یوازې الله سبحانه وتعالی د عبادت او شکر وړ دی. مګر کافران پر دغو څرګندو آیتونو سربېره، بیا هم له حق څخه مخ اړوي او د الله لپاره شریکان ټاکي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَۖ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ )۱) هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَىٰ أَجَلًاۖ وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُۖ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ﴾ [الأنعام: ۱–۲]

ژباړه: ستاینه د الله سبحانه وتعالی لپاره ده، هغه چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړل او تیارې او رڼا یې رامنځته کړې؛ بیا هم هغه کسان چې کفر کوي، د خپل رب لپاره شریکان ټاکي. همغه ذات دی چې تاسو یې له خټو څخه پیدا کړئ، بیا یې تاسو ته یوه موده وټاکله او ټاکلې موده د هغه په نزد ده؛ بیا هم (سره له دې) تاسو شک کوئ.

دا سورت په هغو سترو آیتونو پای ته رسېږي چې د الهي قدرت، عظمت، رحمت او تدبیر څرګندونه کوي او همدارنګه د مؤمنانو او کافرانو برخلیک بیانوي. الله سبحانه وتعالی د هر څه رب او د هر شي خالق دی. هغه انسان په دې دنیا کې پیدا کړی، ترڅو ویې ازمویي او دا یې ټاکلې چې د انسان ژوند، مرګ، لمونځ، قرباني او ټول وجود باید یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره وي. ټول انسانان به د هغه لوري ته ورګرځي او د دوی د کړنو پایلې به هغوی ته ښکاره شي. الله سبحانه وتعالی انسان په ځمکه کې خلیفه ګرځولی او د هغه د سمې لارې غوره کولو لپاره یې ټول اړین وسایل برابر کړي دي: عقل، د تفکر ځواک، اراده او د لارښوونې او د څرګندو دلایلو د وړاندې کولو لپاره د پېغمبرانو رالېږل، ترڅو په ځمکه کې د انسان خلافت پر توحید او عبودیت ټینګ پاتې شي او هغه خپل مکلفیت سم ادا کړي، یوازې د خپل رب عبادت وکړي او د هغه لپاره هېڅ شریک ونه ټاکي؛ لکه څنګه چې فرمایي:

﴿قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (۱۶۱) قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۶۲) لَا شَرِيكَ لَهُۥ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ (۱۶۳) قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ  وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ(۱۶۴) وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلاَئِفَ الأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ [الأنعام: ۱۶۱–۱۶۵]

ژباړه: ووایه: زما رب په رښتیا ماته سمه لار راښودلې ده. محکم دین، د ابراهیم حنیف ملت او هغه له مشرکانو څخه نه و. ووایه: زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ د الله او د دواړو جهانونو د رب لپاره دي، چې له هغه سره هېڅ شریک نشته دی. داسې امر ماته شوی او زه تر ټولو لومړی مسلمان یم. ووایه: ایا زه له الله پرته کوم بل رب ولټوم؟ په داسې حال کې چې همغه د هر څه رب دی. هیڅوک د بل چا ګناه پر ځان نه اخلي او هېڅ باروړونکی د بل بار نه وړي. تاسو به بېرته د خپل رب په لوري ورګرځئ، بیا به هغه تاسو ته د هغو شیانو په اړه خبر درکړي چې اختلاف مو پکې کاوه. همغه رب دی چې تاسو یې په ځمکه کې ځای‌ناستي وګرځولئ او د ځینو درجې یې د ځینو پر وړاندې لوړې کړې، ترڅو تاسو د هغه څه په وسیله 456

لیکوال: استاد ام آدم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onسه شنبه, 20 جنوری 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې